دکتور فاروق اعظم: حکومت د سولې لپاره صادقانه اراده نه درلوده

يو شمېر افغان سياسيون روانه میاشت (سپټمبر) د ملي یووالي حکومت د مشروعیت وروستۍ میاشت بولي او له همدې کبله د لویې جرګې د رابللو غوښتونکي دي. د دوی په اند، د ملي یووالي حکومت د مشروعیت له بحران سره مخ دی؛ ځکه له يوې خوا اجرائیه ریاست پوسټ د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی او له بلې خوا د دوو کلونو له تېرېدلو سره سره، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه دي شوې او د ولسي جرګې کاري موده د اساسي قانون خلاف يو کال غځول شوې ده.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې په هېواد کې امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز وضعیت د پخواني حکومت په پرتله خراب شوی او د دغه وضعيت د ښه کولو لپاره له امريکا او ناټو سره لاسليک شويو امنيتي تړونونو هم د تمې خلاف کومه رغنده اغېزه نه ده لرلې. د دې ترڅنګ د حکومت له خوا د سولې هلې ځلې هم له ناکامۍ سره مخ دي.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز رسنيزې څانګې پر همدغو موضوعاتو له دکتور فاروق اعظم سره، چې له لندن پوهنتون څخه يې دکتورا ترلاسه کړې او دا مهال د سولې په هلو ځلو بوخت دی، مرکه کړې او لاندې يې له تاسو درنو لوستونکو سره شريکوو.

مرکه کوونکی: ضیاءالاسلام شېراني

لومړۍ پوښتنه مې د ملي یووالي حکومت په اړه ده. په ۱۳۹۳ کال کې کله چې دویم پړاو ولسمشريزې ټاکنې له بن‌بست سره مخ شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته راغی، دواړه نوماندان یې د امریکا سفارت ته وغوښتل او هلته یې د افغانستان د اساسي قانون خلاف د ملي یووالي ترنامه لاندې د يوه ګډ حکومت په جوړېدو هوکړه وکړه. ستاسو په اند، آیا د وخت خرابو شرایطو دا حکومت پر افغانانو وتاپه او که تر شا یې نور څه لاملونه هم وو؟

ځواب: اېتلافي یا ګډ حکومتونه له لویه سره تر ټولو کمزوري حکومتونه بلل کېږي. په داسې هېوادونو کې چې هلته ډیموکراسي زیږېدلې او وده یې کړې، اکثریت خلک یې باسواده دي او د ټاکنو په ارزښت هم ښه پوهېږي، هلته هم اېتلافي حکومت ډیر کمزوری بلل کېږي او تر ډېره دوام نه شي کولی. په افغانستان کې چې نه ډېموکراسي دومره عمر لري، نه یې اکثریت خلک باسواده دي او له بلې خوا تل په جګړو کې ښکیل دي؛ زما په نظر دا ډول حکومت به ونه چلېږي. یوه ښه بېلګه یې د استاد رباني حکومت دی چې موږ ټولو په خپلو سترګو ولیده.

دویم دا چې په افغانستان کې له دې وړاندې هم په ۲۰۰۹ زېږدي کال کې کله چې د حامد کرزي او عبدالله ترمنځ پر ټاکنو لانجه رامنځته شوه، امریکا هغه مهال هم غوښتل چې د دواړو نوماندانو ترمنځ یو ګډ حکومت رامنځته کړي؛ خو دا کار ونه شو او حامد کرزی ولسمشر وټاکل شو او علت یې دا وو چې د حامد کرزی او داکتر عبدالله د رایو ترمنځ ډیر لوی واټن وو. د اجرائیه ریاست د پوسټ ګنګوسې ان د حامد کرزي د حکومت له مهاله اورېدل کېدې، کله به ویل کېدل چې پلانی دې پوسټ ته رارولي او کله به یې ویل چې نه پلانی راولي. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې چې ټاکنې دومره جنجالي شوې او دویم پړاو ته ولاړې، دا د امریکا هماغه نسخه وه چې ویې کاروله، له وړاندې یې زمینه ورته برابره کړه او بل دا چې د دواړو نوماندانو د رایو توپیر هم دومره نه و. لنډه دا چې، دا د امریکا یوه طرحه وه او حامد کرزي هم غوښتل چې تر ده وروسته یو کمزوری حکومت رامنځته شي څو خلک پر ده شکر وباسي. که نه ، ده کولای شول چې د ټاکنو پایلې اعلان کړي، خو ده دا پایلې قصداً څو میاشتې و ځنډولې او بلاخره یو داسې حکومت یې رامنځته کړ.

اوس چې د ملي یووالي حکومت دوه کاله په پوره کېدو دي او له دې وروسته به حکومت هم د مشروعیت له بحران سره مخ وي. یو شمېر خلک او سیاستوال د اساسي قانون د لویې جرګې رابللو غوښتونکي دي. تاسې په دې اړه څه نظر لرئ، که لویه جرګه را وبلل شي او لنډمهالی حکومت رامنځته شي، آیا په هېواد کې به روان خراب وضعیت ښه شي؟

ځواب: لومړی خو دا چې په روانو حالاتو کې لویه جرګه نه شي جوړېدای؛ خو که چېرې لویه جرګه رابلل کېږي هم بیا دوې لارې لري: یا به د حکومت په خوښه راځي، یا به د حکومت له چوکاټه بهر. که چېرې جرګه د حکومت په خوښه راځي بیا نو دا جرګه حکومت نه ړنګوي او څه چې حکومت غواړي هغه به ترسره کوي؛ ځکه دا جرګه د حکومت په خوښه را غوښتل شوې ده. که چېرې دا جرګه د حکومت له چوکاټه بهر بله سیاسي ډله یا څوک راغواړي دا نو بیا عملي نه ده او نه حکومت اجازه ورکوي، ځکه دا حکومت داسې څوک نه پرېږدي چې هغه دې د دوی خلاف کار وکړي او داسې جرګه دې ترسره کړي چې د دوی حکومت ړنګ او بل حکومت رامنځته شي. زما په نظر لکه څنګه چې د ملي يووالي حکومت دوه کاله تېر شول دا درې راتلونکي کلونه به هم همداسې تېر شي.

په تېرو ۱۴ کلونو کې هیڅکله د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت دومره نه و خراب شوی لکه څومره چې د ملي يووالي حکومت په دې دوو کلونو کې خراب شو. تاسو په هېواد کې روان وضعیت ته په کتلو، د موجوده حکومت راتلونکی څنګه ارزوئ او له شته ننګونو څخه د وتلو لاره ستاسو په اند څه ده؟

ځواب: اصلي خبره د جګړې ده او په یوه هېواد کې چې جګړه وي، نو ښکاره خبره ده چې په هرڅه به اغېز کوي او دا جګړه د افغان حکومت جګړه نه ده، دا د امریکا مسأله ده. بل د اوسني حکومت له تېرو ۱۴ کلونو سره دا توپیر دی، چې هغه مهال یو لوی قدرت له سلګونه زره سرتېرو او له میلیارډونو ډالرو سره راغی، یو نظام یې ړنګ او بل یې رامنځته کړ، تر کله چې دوی وو نو خلکو ته د کار زمینه برابره وه؛ خو ورو ورو چې دوی خپل پوځونه کم کړل او هماغه په میلیارډونو روپۍ چې پخوا به راتللې اوس یې بیخي کمې کړې نو طبیعی خبره ده چې ډیر زیات تفاوت به په هره برخه کې راځي. بېکاري به ډیرېږي او خلکو غږ به پورته کېږي. دا هر څه تر ډېره حده د امریکا او نړیوالو له لوري دي، دوی جګړه پر ولس تحمیل کړې او داسې فضا یې رامنځته کړې چې د خلکو ترمنځ یې قومي تنفر او تشنج زیات کړی دی. تر ټولو مهمه دا چې د بن په کنفرانس کې له لومړي سره خښته کږه ایښودل شوې او ټول تعمیر په هماغه کږه او خرابه خښته ولاړ دی، کله یوې خواته لړزېږي او کله بلې خواته. د اوسني او پخواني حکومت تفاوت همدا دی، نور هیڅ تفاوت نه لري او کوم حالت کې چې د اوسني حکومت دا دوه کاله تېر شول، پاتې درې کاله به یې هم په همدې ډول تېر شي.

د دولت له وسله‌والو مخالفو ډلو سره د سولې پروسه د حامد کرزي په حکومت کې روانه وه، اوسنی حکومت هم په دې برخه کې خپلې هلې ځلې کوي، ستاسو په اند د سولې پر وړاندې اساسي خنډونه څه دي چې دا پروسه تر اوسه کومې پایلې ته نه ده رسېدلې؟

ځواب: امریکا په افغانستان حمله وکړه، ویل یې چې دلته ترورېزم دی او موږ د ترورېزم د ختمولو لپاره راغلي یو. د نړۍ له ۵۰ نورو قدرتونو سره ملګرې شوه او افغانستان ته راغله، خپل پوځونه یې راوستل، جګړه یې پیل کړه او تراوسه جګړه روانه ده؛ خو نه ولسمشر او نه خلک په دې پوهېږي چې امریکا او غرب به دا جګړه یا خپله پروژه کله پای ته رسوي که نه؟ د جګړې ۱۵ کاله وشول، دا جګړه به څو کاله نور دوام کوي (پنځه، لس، شل یا پنځوس کاله؟) دا هغه پوښتنه ده چې حکومت یې د امریکا څخه د کولو جرئت نه لري او د خلکو لاس امریکا ته نه رسیږي.  د سولې مسئله هم همداسې وګڼه، فرضاً کله چې امریکا وایې چې زه جګړه کوم نو حکومت به څنګه ورته ووایي چې زه سوله کوم؟ له لومړي سره د سولې لپاره اراده نه وه موجوده او نه زه په حکومت کې اخلاص وینم، په دې برخه کې هم بهرنیان او هم تر یوې اندازې افغان حکومت ملامت دی. ځکه یوه ښه بېلګه یې د سولې شورا د مشر په توګه د استاد رباني ټاکل وو چې خپله د جګړې یو اړخ و، دغه راز له ده وروسته یې پر ځای د ده د زوی ټاکل.

ډېری افغان چارواکي په دې باور دي، چې یوازې او یوازې پاکستان کولای شي، طالبان له افغان حکومت سره سولې ته حاضر کړي؛ په داسې حال کې چې طالبان بیا ځان په پاکستان پورې تړلی نه بولي. تاسو څه فکر کوئ، آیا ریښتیا هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله د پاکستان په واک کې ده؟

ځواب: طالبان پرته لکه شکه مجبوریتونه لري؛ خو دا هم ډیره ناجایزه ده چې طالب ته څوک د پاکستان له لارې ورشي او یا د پاکستان په سترګه ورته وګوري. یو وخت حامد کرزي ماته وویل چې طالبانو سره زه ځکه خبرې نه کوم، چې دوی د پاکستان ګوډاګیان دي. ما ورته وویل چې طالبان بیا ستاسو په حق کې ورته خبرې کوي. زما په نظر په دې کار سره تاسو د پاکستان حکومت ته یو ډول امتیاز ورکوی او طالبان امریکا ته. زه فکر کوم چې تر ډېره امکان لري چې د دې تر شا هم د امریکا او بهرنیانو لاس وي، ځکه دوی نه غواړي چې د افغانانو ترمنځ د دوی په خپل منځګړیتوب سوله راشي. ځکه بیا خو به د افغان ولس ګټې تأمین شي. زه وایم چې په دې کې د دواړو لورو زیان دی، دوی باید په خپل منځ کې سره کېني. که چېرې دوی نشي کولای قومونو او خلکو ته دې مخه کړي، څو د دوی منځګړیتوب وکړي، خلاصه دا چې که دواړه لوري واقعاً وغواړي، نو سوله د بین‌الافغاني تفاهم له لارې راتللی شي.

د سولې عالي شورا د افغان دولت له لوري جوړه شوې او لګښت یې هم د نړیوالو او افغان حکومت پر غاړه دی. په اوسني وخت کې تاسو د دې شورا موجودیت او کړنې څنګه ارزوئ؟ آیا دا شورا واقعاً کولای شي چې د دواړو لورو ترمنځ د درېیمګړي په توګه رول ولوبوي؟

ځواب: د سولې عالی شورا له لومړي سره د منځګړيتوب لپاره نه وه جوړه شوې. دا د امریکا هغه طرحه وه چې په عراق کې یې هم وکاروله او له مخې یې سنیان په شیعه‌یانو سخت وځپل. امریکا په افغانستان کې هم غوښتل چې له یوې خوا پښتانه وځپي؛ خو بل لور ته یې یوه دروازه ورته خلاصه کړې وه چې د سولې عالي شورا نوم یې ورکړی و. د سولې عالي شورا نه دسولې لپاره جوړه شوې او نه هم د سولې لپاره کار کوي، یوازې د دولت یوه اداره ده، هغه هم د طالب د تسلیمۍ او کمزورۍ په خاطر؛ خو خلکو او قوم ته یې داسې ورښوده چې دا منځګړی لوری دی. له یوې خوا یې د پیسو په زور خلک تسلیمول او بلخوا یې په طالبانو کې کار کاوه چې دولت ته یې تسلیم کړي؛ معنا دا چې د دولت په ګټه به یې د طالبانو په منځ کې د درز پیدا کولو لپاره کار کاوه؛ خو په عین حال کې به یې ویل چې زه بې‌طرفه یم. دا دواړه کارونه نه سره چلېدل او همدا لامل و، چې دغه شورا ناکامه شوه او تر اوسه هم ناکامه ده. ما تل دولت او نړیوالو ته ویلي، چې دا شورا وساتئ خو یوازې د دولت د ادرس په حیث یې وساتئ، د منځګړي یا درېیمګړي نوم مه ورکوئ.

د حامد کرزي له حکومته را نېولې تر اوسني حکومته تل هڅه شوې، څو د یوې سیمه‌یېزې یا نړیوالې اجماع له لارې د حکومت له مخالفینو سره سوله وشي. خو تر دې دمه په دې برخه کې هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لیدل کېږي، ستاسو په نظر آیا ریښتیا هم په هېواد کې روانه جګړه بشپړ سیمه‌ییز اړخ لري که نه د دې تر شا داخلي لاملونه هم شته؟

ځواب: امریکا راغله په افغانستان یې حمله وکړه، د افغانستان ګاونډیان ورسره ملګري شول او دغه راز په داخل کې هم ځينې کسان ورسره ملګري شول، نو په دې اساس ویلی شو چې د افغانستان جګړه هم نړیوال، هم سیمه‌ییز او هم داخلي اړخ لري. اوس که سوله راځي بېرته به په همدې لارو راځي، لومړی به امریکا وایي چې سولې غواړي؟ که امریکا وغواړي بیا د افغانستان ګاونډیان هم قانع کولای شي او بالاخره په داخل کې مختلف اړخونه هم؛ خو اصلي خبره داده چې آیا امریکا سوله غواړي که نه؟

ډېری خلک په دې باور دي چې امریکا په سیمه کې سوله نه غواړي او جګړې ته لمن وهي. تاسو دا نظر تر کومه ځایه سم بولئ آیا ریښتیا هم همداسې ده؟

ځواب: عام خلک شواهدو ته ګوري، هېڅوک د امریکا په اصلي طرحه نه دي پوه چې امریکا په افغانستان کې په ریښتیا څه غواړي. ځکه دا ډېره لویه خبره ده؛ خو خلک شواهد ګوري بیا دا خبره کوي. زما په نظر امریکا هم سوله غواړي او هم یې نه غواړي. لومړی که چېرې امریکا سوله نه غواړي، نو موږ د افغان په حیث څه ستراتېژي لرو؟ زما په نظر موږ باید امریکا ته ووایو چې موږ خو تر قیامته په جګړه کې نه شو سوځېدلی، یوه حل‌لاره یې راپیدا کړه. امریکا ته ددې خبرې کول، د افغان حکومت لپاره ډېر ګران کار دی؛ ځکه دوی دا وړتیا او جرئت نه لري چې ورته ووایي. دویمه خبره دا چې امریکا غواړي سوله وکړي او له دې جګړې نوره ستړې شوې خو د وتلو لار ترې ورکه ده او په افغان حکومت کې بیا هم دا وړتیا نشته چې دوی ته د وتلو سمه لار وښیي.

په هېواد کې ډېر بنسټونه دي چې سولې ته کار کوي، خو د ټولو طرحې یو له بل سره توپیر لري او نه يې ترمنځ همغږي شته او نه هم په ګډه غږ اوچتوي، لامل یې څه دی؟

ځواب: لومړی خو دا چې موږ په تېرو ۴۰ کلونو کې د ملت د جوړېدو فرصت نه دی پیدا کړی، موږ ټول په داسې حال کې یو چې یا جګړه وکړو او یا له جګړې ځان وساتو، په موږ کې د داسې لویو سیاسي مسئلو د قابو کولو سیاسي تربیه نشته. بل دا چې زموږ هېواد ته راغلو بهرنیانو دلته داسې یوه فضا جوړه کړې چې یو پر بل څوک باور نه شي کولی، ته پر ما او زه پر تا شک کوم. هر ګروپ یا ډلې ته خاص قدرت یا مستقیمې او یا هم غیرمستقیمې پیسې ورکوي او دوی هم یو پر بل پسې منفي تبلیغات کوي. خو پکار ده چې موږ ټول سره کېنو، دا خنډونه لرې کړو او په ګډه کار وکړو.

د ملي يووالي حکومت په لومړیو ورځو کې د امریکا له متحده ایالتونو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. تاسو څه فکر کوی، آیا دا تړون د افغانستان په ګټه دی او تر اوسه امریکا د دې تړون له موادو سره سم څه اقدامات کړي دي؟

ځواب: د دې ټولو خبرو مور له امریکا سره هغه ستراتېژیک تړون دی، چې د حامد کرزی د حکومت پر مهال اوباما د دوو ساعتو لپاره کابل ته راغی او دشپې په ۱۲ بجو یې ټول راغونډ کړل او دا تړون یې لاسلیک کړ. امنیتي تړون هم د هغه تړون په چوکاټ کې لاسلیک شوی. له لومړي سره امریکا تل په افغانستان کې خپلې ګټې په پام کې نیولې دي، امریکا تل هغه څه کړي چې خپل زړه یې ورته ویلي او نه یې هم په تړون کې دا ژمنه کړې، چې زه به افغانستان آبادوم. خلاصه دا چې په لوی سر کې د امریکا راتګ افغانستان ته د افغانستان پخیر نه و، د بن کنفرانس د افغانستان په خیر نه و او تر اوسه د بن کوږ دېوال هماغه شان کوږ روان دی چې کله به لویږي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *