شخصي معلومات:

  • نوم او تخلص : عبدالباقی امين
  • د پلار نوم : عبدالکبير
  • د زېږېدو نېټه : ۱۳۴۴ هـ ش
  • د زېږېدو ځای: د وردګو ولایت، دایمیرداد ولسوالۍ د دالان کلی.
  • برېښنالیک: Abdulbaqi123@hotmel.com
  • د اړېکې شمېره: ۹۳۷۸۹۳۱۶۱۲۰+

زده کـــــــــړې:

  • ۲۰۰۱ : دوكتورا ( مقایسوي فقه) د «ام درمان اسلامي پوهنتون» د شریعت او قانون له پوهنځي څخه، د سوډان په هېواد کې.
  • ۱۹۹۶ : ماسټري ( مقایسوي فقه) د «ام درمان اسلامي پوهنتون» د شریعت او قانون له پوهنځي څخه، د سوډان په هېواد کې.
  • ۱۹۹۰ : ليسانس د «مدینې منورې اسلامي پوهنتون» د شرعیاتو له پوهنځي څخه، د سعودي عربستان په هېواد کې.

کــــاري مخــــینه:

  • ( اوس مهال):
  • د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو د مرکز رییس.
  • سلام خصوصي پوهنتون کې د قضا او څارنوالۍ د څانګې مسوول او د حقوقي مضامینو  استاد.
  • د «تحلیل» شپږ میاشتنۍ علمي او څېړنیزې مجلې د تحریر رئیس.
  • د «سلام» علمي مجلې د هئیت تحریر غړی.
  • (۲۰۱۴ ز کال له پیل څخه تر پایه ): د پوهنې وزارت د علمي او اکاډمیکو چارو سلاکار.
  • ( ۲۰۱۱ ـ ۲۰۱۴ز) : د پوهنې وزارت د تقنین رئیس او حقوقي سلاکار.
  • ( ۲۰۰۷ ـ ۲۰۱۱ ز) : د پاکستان هېواد د «اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځي کې د پوهنوال په علمي رتبه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د مرحلو استاد.
  • ( ۲۰۰۴ـ ۲۰۰۵ز) : د لیبیا هېواد د «اسمریه اسلامي پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځي کې د پوهندوی په علمي رتبه د لیسانس او ماسټرۍ د مرحلو استاد.
  • (۱۹۹۷ ـ ۲۰۰۴ ز) : د سوډان هېواد د «افریقا نړیوال پوهنتون» د شریعت او قانون په پوهنځي کې د پوهنمل او پوهندوی په علمي رتبو د لیسانس او ماسټري د مرحلو استاد.

چاپ شوي کتابونه:

  • « إحياء الفروض الكفائية سبيل تنمية المجتمع » دا اثر اصلاً په عربي  ژبه لیکل شوی او د قطر هېواد د حج و اوقاف وزارت د څېړنیز مرکز له لوري، په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې چاپ شوی دی. وروسته بیا په دري ژبه د « احياء فرضهای کفائي راه انکشاف جامعه» تر عنوان لاندې د «مومن حکیمي» له لوري ژباړل شوی او خپور شوی دی.
  • د اسلامي شریعت په اړه مقدمه په عربي ژبه د (المدخل لدراسة الشريعة الإسلامية) تر عنوان لیکل شوی اثر دی چې درې ځله چاپ شوی دی.
  • د اسلامي شریعت تقنین په عربي ژبه د (تقنين الشريعة الإسلامية) تر عنوان لاندې.
  • د عباداتو فقه ( احکام طهارت) په عربي ژبه.
  • د عباداتو فقه (احکام الأيمان، النذور، الذبائح، الأضحية، العقيقة…) په عربي ژبه.
  • «مقدمة در عقود مسماة» په عربي ژبه.
  • د ښځې سیاسي حقونه اصلاً په عربي ژبه دی (حقوق المرأة السياسية- واجبات لا حقوق) خو په پښتو ژبه هم خپور شوی دی.
  • «تجدید په دین کې مفهوم څېړنه»، په پښتو ژبه
  • «راه بېرون رفت از بحران صلح افغانستان»، په دري ژبه
  • «روش تحقیق»، په دري ژبه
  • «اسلام سیاسي و دشمني با آن»، په دري ژبه
  • « اصول قانون ګذاری»،په دري ژبه.

په ملي او نړیوالو ژونالو کې خپرې شوې مقالې: 

  • بېلابېل بحثونه د «اسرائیلو او اتیوپیا ترمنځ اړیکې، د عربو په ستراتېژۍ کې سور دریاب او د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لاملونه» تر عنوانو لاندې په عربي ژبه د ستراتېژیکو مطالعاتو په مجله کې خپاره شوي دي.
  • د مسلمانانو د لومړني خلیفه سره د سیاسي فقې اساسات، په عربي ژبه په سوډان هېواد کې د افریقا پوهنتون د شرعیات پوهنځي په مجله (الشريعة والدراسات الإسلامية) کې خپره شوې.
  • د اسلام له نظره د ښځې کار کول، په لیبیا هېواد د زلیتن ښار د الجامعة الأسمرية للعلوم الإسلامية د (الأسمرية) مجلې په څلورمه شمېره کې د (المرأة بين مقتضيات التشريع وتحديات العصر) تر عنوان لاندې چاپ شوې.
  • «تفعيل واجبات كفائي راه نهضت امت اسلامي» دا مقاله د لیبیا هېواد د زلیتن ښار د الجامعة الأسمرية للعلوم الإسلامية د «الأسمرية» مجلې په اوومه ګڼه کې چاپ شوې ده.
  • «اسلامي قانون ګذاري» په عربي ژبه د (تقنين الشريعة الاسلامية ماله وما عليه) تر عنوان لاندې مقاله، د پاکستان هېواد د « اسلام اباد نړیوال اسلامي» پوهنتون د څېړنیز مرکز د (مجلة الدراسات الإسلامية) مجلې په ۴۴ مه ګڼه کې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده.
  • «د اسلامي قانون ګذارۍ لاره یا طریقه»، په عربي ژبه د (منهجية تقنين الشريعة الإسلامية) تر عنوان لاندې مقاله د پاکستان هېواد د « اسلام اباد نړیوال اسلامي» پوهنتون د څېړنیز مرکز د (مجلة الدراسات الإسلامية) مجلې په ۴۶ مه ګڼه کې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده.
  • «د ښځې سیاسي حقوق» په عربي ژبه د (حقوق المرأة السياسية) تر عنوان لاندې مقاله د (مجلة المعارف الإسلامية) په ۸مه ګڼه کې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې چاپ شوې ده. دا مجله په اسلام اباد کې د علامه اقبال په پوهنتون کې د (كلية اللغة العربية والدراسات الإسلامية) له لوري خپرېږي.
  • د نبوت د صدق په اړه دلایل په عربي ژبه د (مداخل حجاجية على صدق النبوة) تر عنوان لاندې مقاله د (مجلة المعارف الإسلامية) مجلې په ۹مه ګڼه کې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې شوې ده. دا مجله په اسلام اباد کې د علامه اقبال په پوهنتون کې د (كلية اللغة العربية والدراسات الإسلامية) له لوري خپرېږي.
  • «په دین کې د تجدید د مفهوم څېړنه» په پښتو ژبه د «سلام» مجلې په دویمه ګڼه کې چاپ شوې. دا مجله د سلام خصوصي پوهنتون له لوري په کابل کې خپرېږي. 

په نړیوالو علمي کنفرانسونو  او سیمینارونو کې ګډون او مقالې وړاندې کول: 

(۱)

  • کنفرانس نیټه: (۳۰- ۳۱ / ۷ / ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د اربد پوهنتون د شریعت او قانون پوهنځي له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه ( په اسلام کې د ښځې سیاسي حقونو) تر عنوان لاندې.

(۲)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۶ / ۱۰/ ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: سعودي عربستان ، ریاض ښار
  • د کنفرانس جوړونکی: د نایف د امنیتي علومو عربي پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (منهج الإسلام في مكافحة الفساد الإداري والوظيفي) تر عنوان لاندې، چې په اسلام کې د فساد سره د مبارزې په لارو جارو بحث په کې شوی دی.

(۳)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۱۲ / ۱۰ / ۲۰۰۳ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د جرش پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (عوامل تخلف المسلمين وسبل النهوض) تر عنوان لاندې.

(۴)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۳۰ /۱۱ /۲۰۰۵ – ۲ /۱۲ /۲۰۰۵ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د جرش پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د(التحديات التي تواجه الهوية الإسلامية في عصر العولمة) تر عنوان لاندې.

(۵)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۰ / ۸ / ۲۰۰۵ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د اربد پوهنتون د شریعت او قانون پوهنځي له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د قانوني اصلاحاتو د اړتیا په اړه په عربي ژبه د (الإصلاحات التشريعية ضرورة عدلية وتنموية) تر عنوان لاندې.

(۶)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۴ـ ۶ / ۳ / ۲۰۰۶ )
  • د کنفرانس ځای: مصر
  • د کنفرانس جوړونکی: د المنیا پوهنتون له لوري د اسلامي پوهنتونونو د اړیکو په همکارۍ نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (شبهات المستشرقين حول مصدرية القرآن الكريم) تر عنوان لاندې.

(۷)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱ / ۶ / ۲۰۰۴ )
  • د کنفرانس ځای: لیبیا
  • د کنفرانس جوړونکی: الاسمریه پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (عمل المرأة فی اسلام)تر عنوان لاندې.

(۸)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۱۰ـ ۱۲ / ۷ / ۲۰۰۷ )
  • د کنفرانس ځای: اردن
  • د کنفرانس جوړونکی: د طفیلة پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د انساني استعدادونو په پرمختیا کې د لوړو زدکړو لور، په عربي ژبه (التعليم العالي وتنمية الطاقات البشرية « أوجه القصور ومقترحات للعلاج»).

(۹)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۲ /۱۰ /۲۰۰۷ )
  • د کنفرانس ځای: مالدیف
  • د کنفرانس جوړونکی: ایسیسکو له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: د عربي ژبه د (التعليم العالي وتنمية الطاقات البشرية ( أوجه القصور ومقترحات للعلاج)) تر عنوان لاندې. 

(۱۰)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: ( ۲۹ / ۳ / ۲۰۱۰ )
  • د کنفرانس ځای: سعودي عربستان
  • د کنفرانس جوړونکی: د مدینې منورې پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (أثر إدواجية المعايير في السياسات الدولية على السلم العالمي) تر عنوان لاندې. 

(۱۱)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۷ / ۱۲ / ۲۰۱۳ )
  • د کنفرانس ځای: لیبیا
  • د کنفرانس جوړونکی: د الاسمریه اسلامي پوهنتون له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په عربي ژبه د (مذهب الإمام مالك والتقنين) تر عنوان لاندې وړاندې کړه.

(۱۲)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۵ / ۶ / ۲۰۱۲ )
  • د کنفرانس ځای: کابل ـ افغانستان.
  • د کنفرانس جوړونکی: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري نړیوال علمي کنفرانس.
  • وړاندې کړې مقاله: په دري ژبه د (مصالحه ملی: موانع وراه حل) تر عنوان لاندې.

(۱۳)

  • ( ۳ / ۴ / ۲۰۱۳ ) : د عربستان سعودي په ریاض ښار کې د « الجنادرية» تر نامه لاندې په یوه نندار تون کې کډون کول، چې هر کال په لاره اچول کیږي.

(۱۴)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۷ ـ ۲۹ / ۱۱ / ۲۰۱۵ )
  • دا کنفرانس د کولالامبور د سازمان له لوري د آزاۍ او ولسواکۍ( د خلکو حکومت) لپاره جوړ شوی و.

(۱۵)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۲۶ ـ ۲۸ / ۵ / ۲۰۱۶ )
  • د کنفرانس ځای: استامبول ـ ترکیه
  • د کنفرانس جوړونکی: د مسلمانو ټولنو د یوالي د نړیوالې کنګرې ۲۵ کنفرانس چې په ترکیه کې د اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د مرکز  “ESAM” له لورې جوړ شوی و.
  • وړاندې کړې مقاله: «د اسلامي نړۍ له ستونزو د وتلو لار» تر عنوان لاندې مقاله.

(۱۶)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۸ ـ ۱۹ / ۵ / ۲۰۱۶ )
  • د کنفرانس ځای: اسلام آباد ـ پاکستان
  • د کنفرانس جوړونکی: د «افغانستان په قضيه کې د زبرځواکونو او سيمه‌ييزو هېوادونو رول» تر نامه لاندې دوه‌ورځنی نړيوال کنفرانس د «اسلام‌اباد د پاليسۍ د څېړنو انستيتوت» (IPRI) له خوا د «جرمني هانس سايډل بنسټ» (HSF) پاکستان څانګې په همکارۍ.
  • وړاندې کړې مقاله: «په افغانستان کې امنیت؛ ستونزې او حل لارې» ترعنوان لاندې.

(۱۷)

  • د کنفرانس د جوړېدو نېټه: (۱۶ـ ۱۷/ ۹ / ۲۰۱۵ )
  • د کنفرانس ځای: اسلام آباد ـ پاکستان
  • د کنفرانس جوړونکی: دغه کنفرانس د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز«csrs» او په اسلام اباد کې د «پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت» له لوري په ګډه جوړ شوی و. 

 (۱۸)

  • د سیمینار د جوړېدو نېټه: (۱۳ /۹ /۱۳۹۴ )
  • د سیمینار ځای: کابل ـ افغانستان
  • د سیمینار جوړونکی: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د عقيدې او ثقافت د مرکز له لوري د « مبانی وحدت اسلامیو نقش آن در تأمین صلح» تر عنوان لاندې.
  • وړاندې کړې مقاله: د سولې اړوند مقاله وه.

(۱۹)

  • د سیمینار د جوړېدو نېټه:(۱۸/ ۵ / ۱۳۹۵)
  • د سیمینار ځای: کابل ـ افغانستان
  • د سیمینار جوړونکی: د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت د فقهې او قانون دمرکز له لوري د « ټاکنو فقهي او قانوني څرنګوالی» تر عنوان لاندې.
  • وړاندې کړې مقاله: « انتخابات: اصل مشروعیت نظام سیاسي در اسلام» تر عنوان لاندې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *