د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ تګلاره

 

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال ‘توماس شنن’ افغانستان ته په یوه رسمی سفر راغی او له افغان ولسمشر اشرف غنی، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی او نورو جګ‌پوړو چارواکو سره یې ولیدل. دا افغانستان ته د دېموکراتانو له‌خوا د دوی د ۸ کلنې دورې وروستی سفر و؛ ځکه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه به د جمهوری‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوی ولسمشر په توګه لوړه وکړی.

له امریکا څخه د راغلی پلاوی موخه له افغانستان سره د امریکا د نوې ادارې د اړیکو او همکاریو په تړاو د ډاډ ورکړه وه. نوموړی وویل: «له افغانستان سره زموږ ژمنې د جنورۍ په شلمه پای ته نه رسېږی، بلکې دا اړیکې به لا پراخې او ژورې شی؛ د دغو اړیکو ستراتیژیک ارزښت ټولو ته څرګند دی او هغه ستر فرصتونه او امکانات چې دلته شته، په افغانستان کې زموږ د ښکېلتیا څرګندوی دی.»

دا چې په افغانستان کې د تېرو امریکایی حکومتونو تګلاره څه ډول وه، د افغانستان په تړاو به د ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست څه وی، د افغانستان اوسنی وضعیت څرنګه دی او د امریکا نوی ولسمشر ته په اسلامی نړۍ او په تېره بیا افغانستان کې څه کول په­کار دی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

د امریکا د تېرو حکومتونو تګلارې

په وروستیو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تګلاره په دوو برخو وېشل شوې وه: لومړۍ برخه د جمهوری‌غوښتونکی جیورج ډبلیو بُش تر واکمنۍ لاندې تګلاره وه او دویمه بیا د دېموکرات بارک اوباما د دورې تګلاره وه. په لومړۍ دوره کې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې تودې او نږدې وې. د امریکایانو بنسټیزه تګلاره دا وه، چې د طالبانو نظام ړنګ کړی او پرځای یې یو نوی حکومت رامنځته شی. همداسې وشول؛ د طالبانو نظام ړنګ شو او پرځای یې د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې نوی حکومت جوړ شو، چې نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا ترې ملاتړ او په پراخه کچه یې ورسره مرستې وکړې. خو کله چې په هېواد کې طالبانو بیاځلې جګړه پیل کړه او دا جګړه کال په کال د تودېدلو په لور ولاړه، نو د امریکایانو تګلاره تر ډېره پر روانه جګړه راوڅرخېده او تراوسه هم پرې متکی ده.

د بارک اوباما په دوره کې د حامد کرزی او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې او همدا لامل و، چې د امریکا تګلاره هم تر ډېره متذبذبه شوه، یو مهال به د سرتېرو د زیاتېدو پریکړه وشوه، بل ځل به بیا د امریکایی سرتېرو د وتلو.

کله چې د ملی یووالی حکومت جوړ شو، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ اړیکې بیا ورغېدې. له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک شو، دوی ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړل شوه او تر ډېره د امریکایانو پر هغو بریدونو هم، چې ملکی کسان او امنیتی ځواکونه پکې په نښه شول، چوپتیا غوره شوه. همدا لامل و، چې بارک اوباما د افغان حکومت په خوښه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروسه هم وځنډوله.

 

د افغانستان په اړه د ټرمپ اټکلی سیاست

د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال بهرنی سیاست او په تېره بیا د افغانستان په اړه ډېر جدی بحثونه ونه شول، حتی افغانستان تر ډېره د دغو بحثونو برخه نه و. یو لامل هم دا و، چې دغه جګړه جمهوری‌غوښتونکو پیل کړې وه او وروسته د دیموکراتانو په دوو دورو کې هم حل نه شوه، نو ځکه دواړو لوریو هڅه وکړه، چې دغه موضوع ډېره ونه څېړی.

دغه راز ډونالډ ټرمپ هم په سیاست او په تېره بیا بهرنی سیاست کې ډېره تجربه نه لری. د افغانستان په اړه یې ډېر څه نه دی ویلی؛ خو که څه یې ویلی هم وی، په ښکاره ډول ترې څرګنده ده چې معلومات او څرګندونې یې ډېرې ضد او نقیض دی. ټرمپ په ۲۰۱۲ کال کې ویلی وو، چې له افغانستانه به ټول سرتېری وباسی. په ۲۰۱۳ کال کې چې کله په افغانستان کې د ملی اردو د ځینو سرتېرو له‌خوا بهرنی سرتېری ووژل شول، ټرمپ یې وپاراوه او ویې ویل: «راځئ چې له افغانستانه ووځو، زموږ سرتېری د هغو افغانانو له لوری وژل کېږی، چې موږ روزلی دی. موږ هلته ملیاردونه ډالر ضایع کړل، دا د منلو وړ نه ده». وروسته بیا ټرمپ خپل دغه نظر بدل کړ او په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو غوښتونکی شو؛ ځکه د ده په اند په افغانستان کې شتون د پاکستان لپاره هم اړین دی. په ۲۰۱۵ کال کې یې دا هم وویل، چې په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه تېروتنه نه وه. د دې ترڅنګ ډونلډ ټرمپ یوځل دا هم ویلی وو، چې د امریکا په ځینو ښارونو کې امنیتی وضعیت دومره بوږنوونکی دی، چې د افغانستان امنیت هم پرې ښه دی. د ډونالډ ټرمپ د بې‌تجربه‌ګۍ او د ده د ضد او نقیض څرګندونو له کبله ده، چې دی یې غیر اټکلی ګرځولی دی.

همدا لامل دی، چې د افغانستان په تړاو به د ډونلډ ټرمپ ډېری تګلاره د ده له ولسمشر کېدو وروسته معلومه شی؛ خو بیا هم شته معلوماتو ته په کتلو سره داسې انګېرل کېږی، چې په افغانستان کې به د امریکایی سرتېرو د وتلو پروګرام او د پوځی اډو تګلاره د بارک اوباما د وروستی کال د تګلارې په څېر وی. بیا به هم افغان حکومت ته، چې د ډیموکراتانو د بهرنیو چارو وزیر جان کېری په منځګړتوب جوړ شوی، لویه ننګونه له ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو ساتنه او د خپلو داخلی اختلافاتو پرمهال له ده څخه د مخالفتونو د ختمولو غوښتنه کول وی.

 

افغانستان؛ د ډونالډ ټرمپ د پاملرنې وړ

که څه هم په نړیواله کچه د منځنی ختیځ وضعیت او له روسیې سره د امریکا اړیکې به هغه څه وی، چې د ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست به اغېزمن کړی؛ خو د افغانستان اوسنی وضعیت به هم د امریکا د نوی ولسمشر لپاره د پاملرنې وړ وی. هغه هم داسې مهال چې امنیتی وضعیت پکې د بل هر وخت په پرتله خراب شوی، امنیتی پېښې، چاودنې، تلفات او د ولسوالیو سقوطونه زیات شوی، د سولې پروسه له بن‌بست سره مخ شوې، اقتصادی وضعیت هم خراب دی (که څه هم د اقتصادی ارقامو له مخې د ۱۳۹۴ کال په پرتله اقتصادی وضعیت لږ ښه شوی دی)، په اداری فساد کې هم د یوې سروې له مخې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې زیات رشوت ورکړل شوی. ځکه نو د امریکا نوی ولسمشر به دغه حالت په دقت سره وڅاری او راتلونکې پریکړې به یې د همدغه وضعیت تر اغېزو لاندې وی.

 

د امریکا نوی ولسمشر ته څه کول په­کار دی؟

ډونالډ ټرمپ داسې مهال د امریکا ولسمشر کېږی، چې په اسلامی نړۍ کې هر لوری تاوتریخوالی او کورنۍ جګړې دی، چې تر شا یې تر ډېره د امریکا تګلارې مقصرې ګڼل کېږی. په شمالی افریقا، د خلیج هېوادونو، سوېلی اسیا او په ټوله کې په منځنی ختیځ کې حالات ترېینګلی دی. د همدغو حالاتو له کبله ده، چې د یوویشتمې پېړۍ ۲۰۱۶ کال د اسلامی نړۍ لپاره تر ټولو خونړی کال شو. همدې ټکی ته په کتلو سره امریکا باید په اسلامی نړۍ کې د خلکو له حکومتونو ملاتړ وکړی، نه له مستبدو او کودتایی حکومتونو.

دغه راز په اسلامی نړۍ کې یو شمېر مفکورې او نظریې داسې هم دی، چې په اسلامی نړۍ کې د یو شمېر جنګی ډلو تر شا د امریکا لاس دی؛ ځکه د دوی په اند امریکا غواړی، چې خپلو موخو ته د دغو جنګی ډلو له لارې ورسېږی. همدا راز د امریکا تګلارو په اسلامی نړۍ کې توندلارۍ ته هم لاره هواره کړې. په بل اړخ کې په افغانستان کې جګړه له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې راروانه ده او دلته یو شمېر خلک په دې اند دی، چې امریکا په افغانستان او سیمه کې د جګړې دوام غواړی؛ ځکه په سیمه کې روانه جګړه به د دوی ګټې خوندی کړی. له همدې امله اوس په سیمه کې د داعش د راپورته کېدا تر شا هم امریکا ته ګوته نیول کېږی او داسې انګېرل کېږی چې امریکا چین او روسیې ته له دغې لارې سرخوږی جوړول غواړی. دغو نکاتو ته په کتلو سره د امریکا نوی حکومت نه یوازې دا چې د دغو اتهاماتو د ورکولو پالیسی غوره کړی، بلکې خپلې تګلارې هم داسې جوړې کړی، چې په اسلامی نړۍ کې د توندلارۍ غبرګونیزو چلندونو ته هم د پای ټکی کېږدی.

همدا راز د امریکا نوی ولسمشر باید په افغانستان کې د سولې له بهیر سره یوځای او ترې ملاتړ وکړی او دا چې د افغانستان جګړه امریکا پیل کړې، اوس د یوه ضمانت کوونکی په توګه رول ولوبوی او دغه جګړه نوره پای ته ورسوی. ځکه په افغانستان کې سوله نه یوازې د افغانانو بلکې د امریکا او ټولې نړۍ په ګټه ده.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *