د سولې عالی شورا برخلیک

 

تېره اوونۍ (د جنورۍ ۲۱مه، ۲۰۱۷ کال) د افغانستان د محاذ ملی ګوند او د سولې عالی شورا مشر پیر سید احمد ګیلانی د زړه د ناروغۍ له کبله د کابل په غازی امان الله خان روغتون کې د ۸۴ کلنۍ په عمر کې ومړ.

په وروستیو اوو کلونو کې دا دریم ځل دی، چې د سولې عالی شورا بې‌مشره پاتې کېږی. په دغو تېرو کلونو کې یوازې په روان لمریز کال کې د حزب اسلامی (حکمتیار) ګوند او افغان حکومت ترمنځ د سولې له هوکړه‌لیک پرته، د سولې په بهیر کې د سولې عالی شورا رول خورا بې‌اغېزې و.

دا چې د پیر سید احمد ګیلانی تر مشرۍ لاندې د سولې عالی شورا د سولې به بهیر کې څه رول ولوباوه، د سولې هڅو ارزونه څه ده، د حزب اسلامی-افغان حکومت ترمنځ د سولې برخلیک څه دی او د سولې عالی شورا راتلونکی به څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

د سولې عالی شورا ارزونه

د سولې د عالی شورا پر جوړېدو اووم کال اوړی؛ خو که د سولې په بهیر کې یې رول وارزوو نو جوته به شی، چې تراوسه یې هڅې په دریو برخو کې راټولېدای شی:

  1. دغې شورا د دولت د وسله‌والو مخالفینو/سرګروپانو/قوماندانانو په نوم یو شمېر خلک د سولې له پروسې سره یوځای کړی دی؛
  2. د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې محدودې لاسته راوړنې لری؛
  3. له حزب اسلامی سره د افغان حکومت د سولې په تړون کې یې رول لوبولی دی.

لومړی؛ د رسمی ارقامو له مخې د سولې عالی شورا، له ۲۰۱۰ کال څخه د ۲۰۱۵ کال تر دریمې ربعې پورې (له ۱۳۸۸-۱۳۸۹ کال څخه د ۱۳۹۴ کال تر سنبلې پورې) تقریباً ۱۰۵۷۸ تنه وسله‌وال، د سولې له پروسې سره یوځای کړل چې ۹۸۸ تنه پکې ډلمشران وو او شاوخوا ۸۱۰۱ میله درنې او سپکې وسلې هم حکومت ته وسپارل شوې. دا ارقام یوازې رسمی دی او کومې بلې خپلواکې ادارې دا ارقام نه دی تایید کړی. له همدې ځایه ده، چې یو شمېر خلک د سولې پر عالی شورا نیوکې کوی، چې آیا په ریښتیا هم همدومره سرګروپان یا د دولت وسله‌وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شوی او که له دغې پروسې سره سیاسی چلند شوی او چارواکو په خپلو ملاتړ کوونکو د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو پیسې وېشلې دی؟

دویم؛ که څه هم د سولې عالی شورا تراوسه پر دې نه ده توانېدلې، چې د طالبانو مشران د خبرو اترو مېز ته حاضر کړی؛ خو په دې وروستیو کې یې د ارومچی او مری په خبرو اترو کې د افغان حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره یوځای له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې. دغه خبرې اترې تر ډېره د سولې عالی شورا د کوم ابتکار پایله نه وه او نه هم دغو دوو ناستو کومه ګټوره پایله درلوده.

 

د پیر سید احمد ګیلانی تر مشرۍ لاندې

د سولې عالی شورا لومړنی مشر استاد برهان الدین ربانی و، چې د هغه له مړینې وروسته یې زوی صلاح الدین ربانی د دغې شورا مشر وټاکل شو. کله د ملی یووالی حکومت له جوړېدو وروسته صلاح الدین ربانی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو، نو د سولې عالی شورا تر یوه کال پورې بې‌مشره پاتې شوه او بالاخره د ۱۳۹۴ کال د حوت پر ۲مه نېټه، چې په همدغه مهال د سولې څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې، د ملی یووالی حکومت له‌خوا د دغې شورا مشر پخوانی جهادی مشر پیر سید احمد ګیلانی اعلان شو.

د سولې عالی شورا د مشرۍ لپاره د پیر سید احمد ګیلانی په څېر شخصیت، چې په جهاد کې یې هم رول لوبولی و، منځلاری و، په کورنۍ جګړه کې دخیل نه و، له طالبانو سره یې د دښمنۍ ریښې نه درلودې، بلکې پر هغوی یې د طریقت له ‌لارې لږې اغېزې هم درلودې او د ملا محمد عمر پر مړینه یې هم غمرازی ښودلې وه، مناسب شخص و. همدا هغه ځانګړتیاوې وې، چې د سولې عالی شورا د مشرۍ لپاره اړینې وې؛ خو له بده مرغه د پیر سید احمد ګیلانی لوړ عمر او ناروغی بیا هغه څه وو، چې تر څه حده یې د نوموړی په کارونو کې خنډ اچولی و او له همدې کبله ځینې مهال د سولې عالی شورا ورځنۍ چارې د هغه زوی سید حامد ګیلانی سمبالولې.

د سولې عالی شورا د مشر په توګه د پیر سید احمد ګیلانی له اعلانېدو وروسته، د افغان حکومت او حزب اسلامی (حکمتیار) ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې. د دغو خبرو په بریالیتوب کې د افغان حکومت له‌خوا د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د سولې عالی شورا مشر پیر سید احمد ګیلانی ارزښتناک رول ولوباوه. له همدې امله، کله چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې افغان ولسمشر اشرف غنی له حزب اسلامی سره د سولې پر هوکړه‌لیک لاسلیک کاوه، نو د حزب اسلامی پلاوی په ځانګړی ډول له ولسمشر، حنیف اتمر او پیر سید احمد ګیلانی څخه مننه وکړه.

 

د حزب اسلامی-افغان حکومت د سولې برخلیک

د افغان دولت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې له هوکړه‌لیک څخه د پیر سید احمد ګیلانی قوی ملاتړ موجود و. اوس د حزب او افغان دولت ترمنځ د سولې تړون د قوی ملاتړی له مړینې وروسته، د دغه تړون د پلی کېدو په تړاو د ځینو په زړونو کې بې‌باورۍ زیاتې شوې دی او دا په داسې حال کې ده، چې که څه هم پر دغه تړون څو میاشتې اوړی؛ خو لا هم د افغان حکومت له‌خوا د سولې تړون یوه ماده هم نه ده پلې شوې.

که څه هم په دې وروستیو کې او په تېره بیا د پیر سید احمد ګیلانی له مړینې وروسته افغان حکومت څو ځله له حزب اسلامی سره د سولې تړون په اړه څرګندونې وکړې، چې ډېر ژر به دغه تړون عملی شی، دوی ورته ژمن دی او د تړون یوه ماده به هم بدلون ونه مومی؛ خو تراوسه د دغه تړون درې لویې مادې، چې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستل، له زندانونو څخه د حزب اسلامی د بندیانو ازادول او د حزب اسلامی د کډوالو لپاره پنډغالی جوړول دی، یوه هم نه ده عملی شوې. البته په یو شمېر برخو کې د بهرنیانو او یو شمېر افغان اړخونو له‌خوا خنډونه هم ورته جوړېږی. په دې منځ کې د حزب اسلامی اړوند هغه ۱۰۰ بندیان، چې دوسیې یې له لویې څارنوالۍ څخه خلاصې دی، اوس هم په زندان کې دی او د دوی د خوشې کېدو په تړاو څه نه دی شوی.

 

د سولې عالی شورا راتلونکی

د پیر سید احمد ګیلانی له مړینې وروسته په خپله د سولې عالی شورا راتلونکی په دریو ډګرونو کې تر پوښتنې لاندې راځی:

  • د سولې عالی شورا پراخ لګښتونه؛
  • د سولې په بهیر کې یې کمه ونډه؛
  • د پیر سید احمد ګیلانی ځایناستی موندل.

لومړی؛ دا چې د سولې پر عالی شورا څومره لګښتونه راغلی او تراوسه یې څومره پیسې لګولې، په تړاو یې دقیق ارقام نشته؛ خو بیا هم د یو شمېر ادارو او سرچینو د معلوماتو له مخې، دغې شورا له ۸۷۲ ملیون ډالره څخه زیات د سولې له بهیر سره د یوځای کېدو او سوله‌ییز ژوند ته د راستنېدلو پر پروګرام لګولی دی.

دویم؛ د سولې په بهیر کې د سولې عالی شورا کمه ونډه او د افغان حکومتونو له‌خوا د سولې په بهیر کې د ملی امنیت شورا او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ته ارزښت ورکول هغه د بحث وړ موضوع ده، چې آیا د همدې چارې او د شورا پراخو لګښتونو ته په کتلو سره افغان حکومت نور د سولې عالی شورا ته اړتیا لری او کنه؟ نظر دا دی، چې حکومت باید د سولې پر اجنډا یو بنسټیز غور وکړی او د سولې عالی شورا تېر رول ته په کتلو سره، که هر څومره اغېزناک شخص هم د دې شورا د مشرۍ لپاره غوره شی، دا شورا د منځګړی رول نه شی لوبولی او مطلوبې پایلې ته به ونه رسېږی.

درېیم؛ که چېرې افغان حکومت بیا هم د سولې عالی شورا پر رول ټینګار کوی، نو بیا د پیر ګیلانی له مړینې وروسته د دغې شورا مشر یو داسې کس ټاکل چې د نوموړی ځانګړتیاوو ته نږدې وی، ننګونکې خبره ده. له همدې امله د پیر سید احمد ګیلانی له مړینې وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ولسمشر هڅه کوی، د پیر سید احمد ګیلانی زوی سید حامد ګیلانی د سولې عالی شورا مشر وټاکی، کټ مټ کوم څه چې د استاد ربانی له مړینې وروسته شوی وو. په بل اړخ کې بیا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباری جهانی په خپله لیکنه کې په دې تړاو ویلی وو، چې په لومړیو کې ملی وحدت حکومت غوښتل، چې د سولې عالی شورا مشر یونس قانونی وټاکی؛ خو یونس قانونی بیا د سولې عالی شورا لږ امتیاز ته چمتو نه و. له همدې کبله داسې وېره شته، چې دا ځل به هم افغان حکومت د سولې عالی شورا له مشرۍ څخه د سیاسی رشوت په توګه کار واخلی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *