د بلخ خونړۍ پېښه او د حکومت د سولې او جګړې تګلاره

 

تېره اوونۍ طالبانو په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړی برید وکړ. د افغانستان د دفاع وزارت د وروستیو څېړنو له مخې، په دغه برید کې د ملی اردو نژدې ۱۴۰ تنه سرتېری وژل شوی او تر ۶۰ زیات ټپیان دی. شاهین قول اردو د هېواد یوه له لویو او په شمال کې د ۹ ولایتونو په کچه تر ټولو ستره قول اردو ده. د برید پرمهال په دغه قول اردو کې تقریباً ۳۰ امریکایی پوځیان هم وو.

دا پېښه داسې مهال کېږی، چې تراوسه د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې ادارې تګلاره نه ده اعلان شوې؛ خو بیا هم له یو شمېر نښو-نښانو داسې برېښی، چې امریکا به په افغانستان کې یو ځل بیا پر خپل پوځی رول ټینګار وکړی. همدا لامل دی، چې د بلخ له خونړی برید وړاندې امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې “د ټولو بمونو مور” بم وغورځاوه، ورپسې د امریکا د ملی امنیت سلاکار وزیر جنرال مک ماسټر افغانستان ته په نااعلان شوی سفر راغی او ورپسې څو ورځې وروسته د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس هم افغانستان ته په یوه نااعلان شوی سفر راغی. د امریکا د دفاع وزیر د سفر پرمهال په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو مشر جنرال نېکولسن هم په مطبوعاتی ناسته کې وویل، چې روسیه له افغان طالبانو سره په تېره بیا د وسلو د ورکړې په برخه کې مرستې کوی.

دا چې پر شاهین قول اردو برید ولې وشو؟ دغې خونړۍ پېښې څه غبرګونونه او اغېزې له ځان سره درلودې او له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملی یووالی حکومت د سولې او جګړې تګلاره څه ده؟ دلته پرې شننه کوو.

 

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید او د «ولې» ځواب

د ثور په لومړۍ نېټه (۱۳۹۶) غرمه مهال شاوخوا یوه بجه طالب جنګیالیو په نظامی یونیفورم او له خاورو ډکو رینجرو کې د بلخ په دهدادی ولسوالۍ کې پر شاهین قول اردو برید وکړ. دوی په یوې پلمې او تاکتیک سره په دوو رینجرو کې د طالبانو غړو ته سېرومونه تېر کړی وو او امنیتی ځواکونو ته یې داسې ښودله چې دوی دلته د فاریاب له کومې جګړې څخه د علاج په موخه راغلی دی.

د شاهین قول اردو په لومړیو دوو دروازو کې یوازې د دوی د هویت کارډونه وکتل شول؛ خو کله چې په درېیمه دروازه کې د وسلو د اخیستلو غوښتنه ترې وشوه، نو جګړه پیل شوه. دغه جګړه د افغان امنیتی ځواکونو لپاره خونړۍ وه او په تېره ۱۶ کلنه جګړه کې دا برید د افغان ځواکونو پر یوې سترې پوځی اډې (قول اردو) تر ټولو خونړی برید و.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه د دغه برید مسؤولیت ومانه او د برید کوونکو نومونه او انځورونه یې خپاره کړل. د طالبانو ویاند دا برید په شمالی ولایتونو په تېره بیا د کندز او بغلان ولایتونو لپاره د طالبانو د والیانو د وژل کېدو غچ اخیستنه وبلله او دغه راز یې دا برید د خپلو پسرلنیو عملیاتو مقدمه هم وګڼله.

خو دلته درې پوښتنې زیږی:

لومړی؛ دا چې ولې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لیکو کې داخلی نفوذی بریدونه زیاتېږی؟ که یوازې د تېرو څو میاشتو بریدونو ته ځېر شو، نو له مخې یې څرګندېږی، چې په دغو بریدونو کې له داخل څخه همکاری شوې، په تېره بیا د کندهار مېلمستون په کوچونو کې د بمونو نصبول، د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون پېښه او پر شاهین قول اردو برید. د افغان طالبانو په اند، د بلخ پر قول اردو برید کې څلور داخلی کسان هم له طالبانو سره مل وو.

دویم؛ په شاهین قول اردو برید کې مسلکی غفلت شوی او ترڅنګ یې دغه پېښه دا هم په نښه کوی، چې امنیتی سیستم څومره ناقص دی. د بېلګې په توګه، په لومړیو دوو دروازو کې د تلاشۍ نشتون، له بهر څخه راتلونکو موټرو ته اجازه (پرته له دې چې ناروغان د قول اردو کوم امبولانس ته انتقال شی) او داسې نور. دغه راز، د یو شمېر رسنیزو راپورونو له مخې، له دغه برید وړاندې داسې استخباراتی راپورونه هم ورکړل شوی وو، چې د بلخ په قول اردو کې به د غرمنۍ پرمهال برید کېږی. له دغو استخباراتی راپورونو سره سره، بیا هم د دغه برید د مخینوی په برخه کې ولې ګام نه دی پورته شوی؟

درېیم؛ په اچین ولسوالۍ کې “د ټولو بمونو مور” له استعمال وروسته، د هېواد یو شمېر پخوانیو چارواکو د یوه خونړی برید وړاندوینه کوله. د دوی دا وړاندوینه د شاهین قول اردو برید په بڼه راووتله؛ خو د طالبانو له‌خوا یې له مسؤولیت منلو وروسته، یوازې یوه پوښتنه پاتې کېږی او هغه دا چې آیا د داخلی او بهرنیو ځواکونو له‌خوا دغه برید ته زمینه‌سازی شوې وه؟

 

پر شاهین قول اردو برید؛ غبرګونونه او اغېزې

پر شاهین قول اردو برید په هېواد کې دننه پر امنیتی او سیاسی سکتور اغېزې وکړې. له یوې خوا پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې د طالبانو په تړاو یې په دې وروستیو کې نرم دریځ غوره کړی و او دوی ته به یې د «وروڼو» خطاب کاوه، هم اغېزمن کړ او له دغه برید وروسته یې طالبانو ته د «ورور» خطاب نه کولو پرېکړه وکړه. په بل اړخ کې د هېواد دننه د قول اردو مشران له یوه ځایه بل ته تبدیل کړای شول او د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ورکړې.

په بل اړخ کې، دغه برید د افغان ځواکونو په مورال تاثیر وکړ او په هغوی کې یې جنګی روحیه نوره هم پیاوړې کړه، چې دا بیا په اوږده‌مهال او د اوږدمهالې سولې په لاره کې هېڅمهال هم مرستندوی نه دی.

 

د ملی یووالی حکومت د سولې او جګړې تګلاره

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې، افغان حکومت د بهرنی سیاست له لارې له طالبانو سره د سولې غوښتونکی شو. د چین او پاکستان له لارې یې غوښتل، چې طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړی. په دې برخه کې یوازې د افغانستان-پاکستان-چین-طالبانو خبرې اترې، د مری ناسته او خبرې اترې او څلور اړخیزو خبرو اترو پنځه ناستې وشوې. د لومړۍ پروسې په ناستو کې طالبانو خپل استازیتوب رد کړ، په دویمه پروسه کې یې رد نه شو کړای او په څلور اړخیزو مذاکراتو کې یې بیا له ګډون څخه انکار وکړ.

همدا لامل دی، چې له دوه‌نیمو کلونو وروسته، د ملی یووالی حکومت د سولې راوستلو دغه تګلاره ناکامه بلل کېږی. د ملی یووالی حکومت د څلور اړخیزو خبرو اترو پرمهال، چې پکې د طالبانو ګډون ناکام برېښېده، له حزب اسلامی (حکمتیار) سره د سولې خبرې اترې پیل کړې. له حزب اسلامی سره د سولې خبرې اترې بریالۍ شوې او پایله یې د سولې د یوه تړون په بڼه راووتله.

له حزب اسلامی سره د سولې له تړون وروسته، په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو ناستو خبرونه هم رسنیو خپاره کړل؛ خو ترې وروسته، په تېرو څو میاشتو کې د سولې په تړاو نه کوم ګام اخیستل شوی او نه هم د حکومت په سیاست کې څه بدلون راغلی. بلکې برعکس افغان حکومت په دې برخه کې ګېچ دی.

په بل اړخ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې، افغان حکومت د سولې تګلارې پرځای د وسله‌والو مخالفینو پرضد د جګړې تګلاره په مخه کړې. د بېلګې په توګه د طالبانو پرضد پراخ عملیات (چې پکې د طالبانو د کندز او بغلان ولایتونو والیان هم ووژل شول) او پرضد یې تونده ژبه کارول کېږی. په دې تړاو د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر تېره میاشت په جلال‌اباد کې په یوه غونډه کې وویل، چې «موږ به په خپل ټول توان سره له طالبانو سره وجنګېږو او طالبان به سولې ته اړ باسو.»

د ملی یووالی حکومت له دغې جنګی روحیې سره، افغان حکومت د جګړې په ډګر کې هم کومې پام‌وړ لاسته‌راوړنې نه دی لرلې، بلکې برعکس پر افغان امنیتی ځواکونو بریدونه زیات شوی دی، چې پر شاهین قول اردو برید د حکومت د دغې جنګی تګلارې د ناکامۍ غټ دلیل دی.

د دې ترڅنګ افغان طالبان هم د ملا اختر محمد منصور له مرګ راوروسته، د سولې په تړاو څرګنده تګلاره نه لری. داسې برېښی، چې طالبان په دې برخه کې وېشلی دریځ لری او همدا لامل دی، چې تر اوسه د سولې په تړاو پرېکنده تګلاره نه لری.

د افغان حکومت د سولې او جګړې پلې شوې تګلارې ته په کتلو سره ویلای شو، چې اوسمهال له حکومته هم یا لاره ورکه شوې او یا په شعوری توګه روانه تګلاره تعقیبوی، هغه چې نه به سوله راولی او نه هم امنیت. خو بیا هم، که دواړه افغان حکومت او طالبان د زور له لارې او یا هم هر یو له یوه قوی دریځ څخه غواړی چې د سولې پروسې ته دننه شی، نو د سولې دا پروسه به هېڅمهال هم پیل نه شی، چې ښکاره بېلګې یې وروستی څو کلونه دی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *