عرب–اسلامی نړۍ او امریکا سرمشریزه او په اسلامی نړۍ یې اغېزې

 

د عربی-اسلامی نړۍ-امریکا د مشرانو نړیوال کنفرانس تېره اوونۍ (د مې ۲۱مه ۲۰۱۷) د سعودی عربستان په پلازمېنه ریاض کې جوړ شو او د ډېری اسلامی هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ. د دغې غونډې یو مهم ګډونوال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ و، چې په کنفرانس کې یې د سعودی د پاچا ملک سلمان ترڅنګ ځانګړې وینا وکړه.

له ایران، سوریې او د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو پرته، د اسلامی نړۍ تقریباً ۵۵ هېوادونو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی و. په ریاض کې دغې راټولېدنې درې برخې لرلې. لومړی د امریکا او سعودی ترمنځ دوه‌اړخیز کنفرانس و؛ دویم د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا کنفرانس و؛ او درېیم بیا د عرب-اسلامی نړۍ-امریکا کنفرانس و.

د دغې سرمشریزې اصلی موخه په سیمه او نړۍ کې له تونلارۍ او “ترهګرۍ” سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وې؛ خو دا چې د امریکا او سعودی د “ترهګرۍ” ضد تګلارې څه دی، د ریاض ۲۰۱۷ ناسته کې څه تېر شول او د دغې مهمې سیاسی پېښې اغېزې به پر اسلامی نړۍ، په ځانګړې توګه افغانستان څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې په دغه تحلیل کې ځواب شوې دی.

 

د امریکا او سعودی د ترهګرۍ ضد تګلارې

که څه هم تروریزم یا ترهګری ډېره متنازع فیه اصطلاح ده او تر اوسه یو واحد تعریف نه لری؛ خو بیا هم ډېر په دې همغږی دی، چې تروریزم سیاسی، مذهبی او ایډیولوژیکی موخو ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالی، په تېره بیا د ملکیانو پرضد، ګټه اخیستنه ده. دا مفهوم تر ډېره د نادولتی کسانو او ډلو لپاره کارول کېږی؛ خو د ډېری ډلو تر شا بیا ځینې دولتونه هم په مخفی توګه ولاړ وی. تروریزم ضد تګلاره بیا د دغه “تروریزم” د مخنیوی او یا له منځه وړلو لپاره د حکومتی ارګانونو نظامی یا امنیتی تاکتیکونو او تخنیکونو ته وایی.

په لومړی ځل “تروریزم ضد” تګلاره د انګلستان له‌خوا د نولسمې پېړۍ په پای کې څرګنده شوه او د آیرلنډی آزادی‌غوښتونکو د کړنو د مخنیوی په موخه د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د تروریزم پرضد یو ځانګړی یونټ جوړ کړ. وروسته د تروریزم او تروریستی پېښو له منځه وړلو په تړاو تر ټولو ډېر ټینګار پر استخباراتو وشو. له همدې کبله د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ځواکمنې استخباراتی ادارې رامنځته شوې؛ خو د وخت له تېرېدو سره، تروریزم او تروریستی پېښې پېچلې شوې چې له کبله یې د تروریزم ضد جګړې او تګلارې هم بدلون وموند.

د سړې جګړې پرمهال د امریکا “تروریزم ضد” تګلاره تر ډېره پر استخباراتو متکی وه؛ خو وروسته بیا د تروریزم د مخنیوی په موخه د امنیتی ځواکونو ظرفیت لوړونه، د یو شمېر قوانینو جوړول، د ځینو ادارو رامنځته کول، په شته ادارو کې د تروریزم ضد ځانګړی یونټونه جوړول، د تروریستانو د مالی سرچینو د وچولو په موخه په بانکی نظامونو کې بدلونونه راوستل او داسې نور ګامونه واخېستل شول. د دې ترڅنګ په پوست-۲۰۰۱ کلونو کې یې پر افغانستان برید هم د تروریزم پرضد جګړه وبلله. تر دغه چتر لاندې د امریکا د عراق او سوریې جګړې هم پلې شوې.

په بل اړخ کې، چې کله د سړې جګړې پرمهال د حج په مراسمو کې په حرم کې تروریستی پېښې وشوې، نو سعودی پر خپل استخباراتی نظام ډېره تکیه وکړه. په منځنی ختیځ کې د القاعدې د بریدونو پرمهال سعودی تر ډېره هڅه وکړه، چې د القاعدې شتمنۍ کنګل کړی. خو دغه هڅې له ۲۰۰۱ کال وروسته ډېرې زیاتې شوې او ریاض وغوښتل، چې د «تروریستی ډلو» د مالی سرچینو ریښې وچې کړی. سعودی ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستی سفر کې هم، امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان په دې تړاو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

 

د ریاض ۲۰۱۷ ناسته

د ریاض ۲۰۱۷ ناسته په درېیو کنفرانسونو وېشل شوې وه. لومړی د امریکا-سعودی دوه‌اړخیز کنفرانس و، چې پکې د امریکا متحده ایالاتو او سعودی عربستان څه د پاسه درې نیم سوه میلیارده ډالرو سوداګریزې موافقې لاسلیک کړې. په دغو موافقو کې د ۱۱۰ ملیارده ډالرو یوازې په نظامی او دفاعی برخه کې دی، چې له مخې یې د امریکا له‌خوا له سعودی عربستان سره د ټانکونو، الوتکو، د مېزاییلو دفاعی نظام، په تېره بیا رادار ورکول او د سایبری امنیت په برخه کې همکاری شامله ده.

دویم کنفرانس د امریکا او د خلیج همکارۍ سازمان ترمنځ و. په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر د دغه سازمان له مشرانو سره ولیدل او د سیمې د ثبات او امنیت، په سیمه کې د ایران د نفوذ او د یمن په تړاو یې ورسره خبرې اترې وکړې. له دغه کنفرانس څخه وړاندې د سعودی او امریکا ترمنځ د “تروریزم” د مالی ملاتړ د مخنیوی په تړاو یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک شو.

درېیم کنفرانس د عرب-اسلامی نړۍ-امریکا ترمنځ و، چې په دغه کنفرانس کې تقریباً د ۵۵ هېوادونو مشرانو او استازو ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د سعودی پاچا ملک سلمان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړې ویناوې وکړې. په دغه کنفرانس کې په امنیتی ډګر کې د داسې همکارۍ پر جوړولو ټینګار وشو، چې د افراطیت او تروریزم زیاتېدونکی ګواښ مخه ونیسی او یا یې ختم کړی او پرځای یې منځلاریتوب او زغم دود شی.

 

پر اسلامی نړۍ او افغانستان یې اغېزې

دا چې دا کنفرانس به پر اسلامی نړۍ او افغانستان څه اغېزې وښندی، لاندې یې څو مهمې برخې څېړل شوې دی:

سعودی-امریکا اړیکې؛ دا چې په تېرو کلونو کې په ځانګړی ډول د امریکا د پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دویمه دوره کې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې؛ اوسمهال سعودی عربستان ته د امریکا د نوی ولسمشر سفر به پر دغو دوه‌اړخیزو اړیکو ژوره اغېزه وښندی، هغه هم داسې مهال، چې دواړو هېوادونو په اقتصادی او امنیتی ډګر کې د ۳۵۰ ملیارده ډالرو ارزښت لرونکی هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل. دغه راز د امریکا ولسمشر هم د ریاض په کنفرانس او بیا په اسرائیلو کې د ایران پرضد توندې څرګندونې وکړې.

د اسلاموفوبیا کمولو هڅه؛ په امریکا کې د ټرمپ له ولسمشر کېدو وړاندې، د اسلام او مسلمانانو په تړاو د ده څرګندونو ډېری مسلمانان اندېښمن کړی وو. ډونالډ ټرمپ د امریکا په نوې اداره په تېره بیا په سپینه ماڼۍ کې اسلاموفوبیا (یا له اسلام څخه نه توجیه کېدونکې وېره) لرونکی کسان استخدامول او په لومړی سر کې له اوو مسلمانو هېوادونو څخه د کډوالو بندولو اړوند قانون لاسلیک کولو دا ډول اندېښنې نورې هم زیاتې کړې. خو ډونالډ ټرمپ خپل لومړنی رسمی سفر د اسلامی نړۍ له زړه څخه پیل کړ؛ په سعودی عربستان کې یې د خپلو ویناو پرمهال منځلاریتوب غوره کړ او نور هغه پخوانی ډونالډ ټرمپ نه و. خو که دا مسئله لږه ژوره مطالعه کړو، نو دا چلند تر ډېره د ایران پرضد د ده دریځ او له سعودی عربستان سره د اقتصادی او سوداګریزو تړونونو له کبله و؛ ځکه اوس هم په سپینه ماڼۍ کې اسلاموفوبیا لرونکی کسان شته دی. د ټرمپ د دریځ بدلېدل به هغه مهال ثابت شی، چې کله په امریکا کې کوم ورانکاری برید وشی او دی یې پړه پر ټولو مسلمانانو وانه‌چوی.

توندلاری او ترورېزم؛ په لومړی سر او په رسمی توګه د ریاض کنفرانس عمده موخه په سیمه کې د تروریزم او افراطیت پرضد جګړه ده، چې یا یې په لاره کې خنډونه جوړ شی او یا هم ختم کړای شی. خو دغه کنفرانس به په دې برخه کې هغه مهال بریالی شی، چې د «تروریزم او افراطیت» معنی واضح شی. که چېرې دغه اصطلاح‌ګانې ناواضح پاتې وی او موخه یې یو شمېر اسلامپال وی، نو دا به نه یوازې دا چې مثبته تمامه نه شی، بلکې منفی اغېزې به یې نورې هم زیاتې وی. تر اوسه د دغه کنفرانس له لارې د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا ترمنځ، د تروریستی ډلو د مالی سرچینو او ریښو وچولو لپاره، په مالی اړخ کې تفاهمنامه لاسلیک شوې او په ریاض کې د تروریزم پرضد یو لوی نړیوال مرکز هم تاسیس شوی دی.

په منځنی ختیځ کې پاور بېلانس؛ وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره د اتومی پروګرام پر سر تړون لاسلیک کړ او له کبله یې له ایران څخه نړیوال بندیزونه لرې شول، نو منځنی ختیځ کې د ځواکونو انډول اغېزمن شو. ریاض له لومړی سره دغه تړون ته د یوه جدی ګواښ په سترګه کتل او له همدې امله یې له واشنګټن سره هم اړیکې خرابې شوې. اوس د ډونالډ ټرمپ له‌خوا له سعودی عربستان سره له ۱۱۰ ملیارد ډالرو زیات د وسلو د پلور معامله به تر څه حده په منځنی ختیځ کې د ځواک انډول بېرته پرځای کړی؛ خو له کبله به یې په دې سیمه کې د وسلو پر سر رقابت، د سعودی-ایران سړه جګړه او د دوی ترمنځ په یو شمېر نورو اسلامی هېوادونو کې پراکسی-جګړه هم پراخه شی. په بل اړخ کې ټرمپ هم د خپلې وینا پرمهال پر ایران توندې نیوکې وکړې، چې په وینا یې په یو شمېر هېوادونو کې د تروریزم تر شا ولاړ دی.

سُنی-شیعه اختلافات؛ په اسلامی نړۍ کې د شیعه ډلو استازیتوب تر ډېره ایران کوی. ایران د همدغه شیعه‌یېزم له کبله په سوریه، یمن، لبنان او عراق کې د دغو ډلو په ملاتړ لاسوهنې کوی. په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا د لاسوهنې پرځای له دغو ډلو سره مالی، اقتصادی او فرهنګی همکارۍ کوی. دا چې ایران دغې غونډې ته نه و بلل شوی او د کنفرانس پرمهال پر ایران د امریکا او سعودی له‌خوا توندې نیوکې هم وشوې، په اسلامی نړۍ کې د سُنی او شیعه اختلافات نور هم ژورولای شی.

افغانستان؛ د ملی یووالی حکومت پرمهال د کابل-ریاض ترمنځ اړیکې تودې شوې؛ خو دا اړیکې تر ډېره د ژمنو تر کچې وې. افغان ولسمشر اشرف غنی هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدې‌والی په موخه په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ او له نږدې یې د امریکا او سعودی له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل. خو په سعودی کې د افغان کاریګرو د پاسپورتونو قضیه اوس هم د پخوا په څېر لاینحل پاتې ده. دغه راز که څه هم د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د افغان سرتېرو ستاینه وکړه؛ خو په رسمی توګه له افغان لوړپوړو چارواکو سره نه لیدنه د دغه سفر منفی ټکی وو.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *