آیا حکومت‌ضد اېتلافونه د هېواد ژغورنې په معنا دی؟

 

له تېرو څو اوونیو راهیسې، افغان حکومت له حکومت دننه او بهر له سیاسی اختلافاتو سره مخ دی. د همدغو زیاتېدونکو سیاسی اختلافاتو له کبله وه، چې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې درې سیاسی ډلې ملی جنبش، وحدت اسلامی او جمعیت اسلامی، د افغانستان د نجات عالی شورا تر نامه لاندې سره یوځای شوې.

له ملی یووالی حکومت څخه د ناراضو سیاسی څېرو له‌خوا د دغه نوی اېتلاف بنسټیزې غوښتنې د ملی یووالی حکومت هوکړه‌لیک په بشپړ ډول عملی کېدل، د ولسمشر د لومړی مرستیال محدود شوی صلاحیتونه ورسپارل، په امنیتی سکتور کې اصلاحات، د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ بودیجوی نامتوازنوالی له‌منځه وړل، په شمال کې د جګړې د پراخېدو مخنیوی، د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر له دندې ګوښه کېدل او یو شمېر نورې وې[۱].

د دغه اېتلاف اعلان په هېواد کې دننه بېلابېل غبرګونونه هم راوپارول. ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، د اصلاحاتو د هرې طرحې هرکلی کوی؛ خو په اوسنیو ستونزو کې ټول شریک دی؛ ځکه یاد شوی کسان د حکومت برخه دی او د حکومت لاسته‌راوړنې او ناکامۍ نېغ په نېغه په دوی پورې هم اړه لری[۲]. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وویل، د نوی اېتلاف جوړوونکی باید له خپلو دندو استعفاوې ورکړی[۳].

دا چې د حکومت پرضد جوړېدونکی اېتلافونه اصولی اپوزیسیونی ډلې دی او که د خپلو ګټو د خوندی کولو لپاره ابزاری ګروپونه؛ د دغو اېتلافونو اصلی موخه څه ده؛ او ایا دغه حکومت‌ضد اېتلافونه په رښتیا هم د هېواد ژغورنې په معنا دی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دی.

 

د حکومت پرضد جوړېدونکی اېتلافونه او اپوزیسیون

په دیموکراتیکو او ازادو ټولنو کې دا د حکومتولۍ اصل دی، چې له حکومتی چوکاټ دباندې اېتلافونه او اپوزیسیونونه رامنځته کېږی. دوی بیا د حکومت کړنې او پالیسۍ تر قوی څارنې لاندې نیسی او بیا پرې خپلې نیوکې کوی. د لوېدیځ له دیموکراتیک اصل وراخوا داسې څه کول د اسلام له نظره هم تر ټولو افضل جهاد ګڼل کېږی او د ټولنې د افرادو یو اخلاقی مسؤولیت دی. له همدې کبله، له دکتاتوری او استبدادی حکومتونو پرته، په ډېرو ټولنو کې نیوکو ته د اپوزیسیونی ډلو په شتون کې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې اپوزیسیونی خوځښتونه لومړی د مشروطیت غورځنګ ته رسېږی، بیا ویښو زلمیانو ته او بیا له دغه پړاو وروسته د دیموکراسۍ په لسیزه کې د زیږېدلو ایډیالوژیکی ډلو له سیاسی مخالفتونو نیولې تر نظامی اېتلافونو او اپوزیسیون پورې رسېږی.

په تېرو پنځلسو کلونو کې هم، په هېواد کې وخت ناوخت د حکومت پرضد یو شمېر سیاسی اېتلافونه جوړ شوی او بیا په خپله د همدوی له‌خوا ړنګ شوی دی. د ملی یووالی حکومت پرمهال هم دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان د ژغورنې په نامه اېتلاف جوړېږی، بلکې د استاد سیاف تر مشرۍ لاندې د حراست او ثبات په څېر اېتلاف هم جوړ شوی او دغه راز یو شمېر نور واړه اېتلافونه هم جوړ شوی دی.

 

د نوی سیاسی اېتلاف موخه څه ده؟

په ترکیه کې نوی جوړ شوی سیاسی اېتلاف په خپل پرېکړه‌لیک کې یو شمېر موضوع‌ګانو ته اشاره کړې، چې به مقدمه کې یې په اړه یادونه وشوه؛ خو دا چې په حقیقت کې د دغه نوی سیاسی اېتلاف موخه څه ده؛ لاندې ورته اشاره کوو:

اپوزیسیون؛ د نړۍ په هر ځای کې اپوزیسیونی ډلې له حکومته بهر وی، که چېرې لومړی په حکومت کې هم وی، نو د اصولی اختلافاتو له کبله له خپلو استعفاوو وروسته په اپوزیسیونی ډلو بدلون مومی؛ خو داسې کله هم نه شی کېدای، چې هم د حکومت برخه وی او هم د اپوزیسیون، د حکومت لاسته‌راوړنې خپلې وبولی او ناکامۍ یې پر بل وتپی او ځان ترې مبراء کړی. له همدې امله اوسنی اېتلاف کوم اپوزیسیونی اېتلاف نه دی. د دغه اېتلاف عمده ټکی د ملی یووالی حکومت هوکړه‌لیک عملی کول او د ولسمشر د لومړی مرستیال صلاحیتونه پرځای کول دی. د ملی یووالی د حکومت هوکړه‌لیک دوه عمده شریکان ولسمشر او اجرائیه رییس دی. د هوکړه‌لیک د عملی کولو غوښتنه له دې وړاندې هم اجرائیه رییس کړې او اوس یې هم غواړی. دا چې خپله اجرائیه رییس او لومړی مرستیال یې هم نه، بلکې دویم مرستیال یې راپاڅېږی او داسې غوښتنه کوی، هېښوونکې خبره ده!

حکومت ړنګول؛ د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې، د حکومت د ړنګولو پرضد یو شمېر خوځښتونه راپورته شول. لکه د لویې جرګې غوښتنه، د موقت حکومت غوښتنه او داسې نور. خو دا خوځښتونه تراوسه کومې نتیجې ته ونه رسېدل. د افغانستان ژغورنې اېتلاف غوښتنې که څه هم د حکومت دننه په داخلی مجالسو کې هم مطرح کېدای شوای او له تېرو څو میاشتو راهیسې مطرح کېږی هم؛ خو دا چې اوس د ولسمشر لومړی مرستیال او د اجرائیه ریاست تر شا له حزب اسلامی پرته نورې ټولې سیاسی ډلې داسې غوښتنې کوی، ډېر شکونه رامنځته کوی. بیا هم پوښتنه زیږی، چې ایا په اوسنیو شرایطو کې دوی کولای شی، چې اوسنی حکومت ړنګ کړی؟ هغه هم داسې مهال چې د دورې پای ته رسېدلو ته یې کم وخت پاتې دی؟ دې پوښتنې ته به هم ځواب تر ډېره منفی وی.

خپلې ګټې خوندی کول؛ که چېرې د افغانستان ژغورنې اېتلاف جوړښت ته ځېر شو، او بیا یې غوښتنو ته نظر وکړو؛ نو څرګندېږی چې دا اېتلاف تر ډېره د دغو ډلو او څېرو د ګټو خوندی کولو په موخه رامنځته شوی. ځکه د ولسمشر لومړی مرستیال د ایشچی په قضیه کې ښکېل دی او د بلخ والی عطا محمد نور او ډاکتر عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامی په داخلی سیاستونو کې له یو بل سره ښکېل دی.

 

آیا د «افغانستان ژغورنې» اېتلاف به هېواد وژغورلای شی؟

د هېواد وروستیو څلورو لسیزو ته په کتلو سره ویلای شو، چې د افغانستان د ژغورنې په تړاو له هېواده بهر چې څومره اېتلافونه او یا هم ډلې جوړې شوې، پایلې یې سمې نه دی راوتلې. بېلګې یې بېلابېلې جهادی ډلې او ان د بُن (۲۰۰۱ کال) تړون هم دی! په ترکیه کې هم دغه نوی جوړ شوی اېتلاف له دې مستثنا نه دی او د لاندې عواملو له کبله نه شی کولای هېواد وژغوری:

لومړی؛ د هېواد اوسنی وضعیت د ملی یووالی حکومت له کبله نه دی رامنځته شوی، بلکې ریښې یې حتی وروستیو څلورو لسیزو ته رسېږی؛ خو اصلی لامل یې وروستی پنځلس کلونه دی. د افغانستان ژغورنې د اوسنی اېتلاف ډېری لوبغاړی او غړی په خپله د وروستیو پنځلسو کلونو طراحان او د نظام برخه‌وال دی.

دویم؛ د دغه نوی اېتلاف درې ډلې (جنبش ملی، وحدت اسلامی او جمعیت اسلامی) په خپله د اوسنی نظام مهمې ستنې جوړوی. د جنبش ملی مشر د ولسمشر لومړی مرستیال دی. د وحدت اسلامی مشر د اجرائیه رییس دویم مرستیال دی. د جمعیت اسلامی اجرائیه رییس د بلخ والی دی او د هېواد اجرائیه رییس، د بهرنیو چارو وزیر او د اقتصاد وزیر په خپله د جمیعت اسلامی ګوند غړی دی. دا چې دا لوړپوړی چارواکی یوازې ولسمشر او یو څو تنه نور د هېواد د اوسنی وضعیت لاملین ګڼی، تر ډېره له منطقه لرې او غلطه برېښی.

درېیم؛ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کابینې ټولیز مسؤولیت (Cabinet Collective Responsibility) اصل موجود دی. د دغه اصل له مخې، یو ځل چې پرېکړه وشوه، ټول اړ دی چې په عامه ځایونو کې یې ملاتړ وکړی؛ ان که دوی یې په شخصی مجلسونو کې مخالف هم وی. که د دوی اختلاف بیا ډېر اصولی وی، دوی ته په کار دی چې خپل اختلافات د استعفا په توګه څرګند کړی.

څلورم او تر ټولو مهم؛ دا چې د افغانستان د ژغورنې اېتلاف، چې په خپل پرېکړه‌لیک کې په امنیتی سکتور کې د یو شمېر کسانو لرې کولو او د پالیسۍ د بدلون غوښتنه کړې، دا به هم تر هغه وخته پایله ونه لری، چې بیخی نوې څېرې راوړاندې نه شی. اوسنی وضعیت ته په کتلو شاید دغه اېتلاف د خپلو کسانو د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړی، هغه چې د تېرو پنځلسو کلونو تکراری څېرې دی.

پای

[۱] پښتو نیوز، «د افغانستان د نجات د ایتلاف عالی شورا اعلامیه» پرلیکه بڼه:

http://www.pakhtonews.com/index.php/39-breaking-news/471-2017-06-30-10-50-03

[۲] کابل نیوز، «د افغانستان د نجات عالی شورا د ملی یووالی حکومت هوکړه‌لیک بشپړ عملی کېدل غواړی» پرلیکه بڼه: http://www.kabulnews.af/pashto/index.php/afghanistan/11155-2017-07-01-14-16-09

[۳] آزادی رادیو، «مسلمیار: د نوی اېتلاف جوړونکی باید له دندو استعفاوې ورکړی» د چنګاښ لسم ۱۳۹۶ لمریز کال، پرلیکه بڼه: https://pa.azadiradio.com/a/28589644.html

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *