د نواز شریف ګوښه کېدل؛ پر پاکستان او سیمه یې اغېزې

 

تېره اوونۍ د پاکستان سترې محکمې د پاکستان لومړی وزیر او د پاکستان «مسلم‌لیګ» ګوند مشر میا محمد نواز شریف د فساد په قضیه کې له دندې ګوښه کړ. په دې توګه تراوسه د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې هېڅ یوه لومړی وزیر هم خپله دوره نه ده بشپړه کړې.

د پاکستان سترې محکمې وروسته له هغه دا قضیه وڅارله، چې د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې د پاناما کاغذونه د رسنیو له‌خوا افشا شول او په دغو کاغذونو کې د پاکستان د لومړی وزیر اړوند افشا شوې قضیه د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له توندو نیوکو سره مخ شوه. که څه هم د لومړنیو معلوماتو له مخې، د سترې محکمې له ۵ کسیزې ډلې څخه دریو یې د نواز شریف پرضد معلومات، کافی ونه ګڼل او پرېکړه یې د نواز شریف په ملاتړ ورکړه؛ خو ترڅنګ یې د ګډې پلټنې یوه بله ۶ کسیزه ډله جوړه شوه، چې د دوی د پلټنو له مخې ۵ واړو قاضیانو د پاکستان لومړی وزیر «صادق» او «امین» ونه باله او له کبله یې ده په پارلمان کې خپله څوکۍ وبایلله.

که څه هم نواز شریف تراوسه د پاکستان د سترې محکمې دغه پرېکړه ننګولې نه ده او د محکمې له پرېکړې سره هم‌مهاله یې استعفا ورکړه؛ خو د خپل لنډمهالی ځایناستی په توګه یې شاهد خاقان عباسی د لومړی وزیر په توګه اعلان کړ، چې له پارلمان څخه یې د باور رایه هم ترلاسه کړه.

دا چې نواز شریف ولې او څه ډول له دندې ګوښه کړای شو، د پاکستان له اردو او استخباراتو سره یې اړیکې څرنګه وې، او په خپله پر مسلم‌لیګ ګوند، پاکستان او سیمې به یې اغېزې څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته پرې شننه کوو.

 

نواز شریف او د پاکستان له نظامیانو سره یې اړیکه

که د پاکستان تاریخ ته ځیر شو، نو جوته به شی، چې دغه هېواد تل د ځواکمنو نظامیانو او کمزورې ډیموکراسۍ تر واکمنۍ لاندې پاتې شوی (په دیموکراتیکو حکومتونو کې یوازې د ذوالفقار علی بوټو حکومت ځواکمن و؛ خو هغه هم بیا د ضیاءالحق د پوځی کودتا له لارې ړنګ شو).

نواز شریف هم، چې یو ملکی سیاستوال دی، له دغه حقیقته مستثنا نه دی. دی په پاکستان کې درې ځله لومړی وزیر او دوه ځله د پنجاب وزیر اعلی پاتې شوی. په پیل کې یې د بریالیتوب عمده راز د ضیاءالحق ځانګړی ملاتړ و او د ۱۹۹۰ کال په پارلمانی ټاکنو کې هم، د پاکستان د ځواکمنې استخباراتی ادارې آی ایس آی مشر، د بې‌نظیرې پرضد د نواز شریف له اېتلافی ډلې اسلامی جمهوری اتحاد سره مالی مرستې وکړې.

د څو کلونو له تېرېدو وروسته، د نواز شریف حکومت د پاکستان د ولسمشر غلام اسحاق خان په امر ړنګ شو. وروسته چې کله نواز شریف په ۱۹۹۷ کال کې بیا پارلمانی ټاکنې وګټلې، نو په ۱۹۹۹ کال کې یې حکومت یو ځل بیا د پوځی کودتا له لارې ړنګ شو. دا ځل توپیر دا و، چې نواز شریف د پاکستان د لوی درستیز جنرال پروېز مشرف الوتکه په کراچۍ کې ښکته کېدو ته پرې‌نښودله؛ خو د نواز شریف دا هڅې ناکامې شوې او په پای کې د کارګل جګړې له بحران وروسته، جنرال مشرف د اکتوبر پر ۱۲مه په نواز شریف پوځی کودتا وکړه.

دی د مشرف له‌خوا زندان ته ولوېد؛ خو وروسته د سعودی په منخګړتوب جدې ته ستون شو. په ۲۰۰۸ کال کې بېرته خپل هېواد ته راوګرځېد؛ په ټاکنو کې یې برخه واخیسته؛ ګوند یې په پنجاب ایالت کې حکومت جوړ کړ او په مرکزی کچه بیا له پیپلز ګوند سره یوځای په اېتلافی حکومت کې ننووت؛ خو وروسته بیا له دغه اېتلافی حکومته ووت.

په ۲۰۱۳ کال کې د نواز شریف ګوند یو ځل بیا پارلمانی ټاکنې وګټلې او دی پکې د دریم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر شو؛ خو د ۲۰۱۷ کال په نیمایی کې له دندې ګوښه او د خپلې پنځه کلنې دورې بشپړولو ته پرې نښودل شو.

 

د نواز شریف په ګوښه کولو کې د پوځ رول

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پاناما کاغذونو د افشا کېدو او همدې لامله د فساد په تور لرې نه کړای شو؛ بلکې دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې له پوځ سره د نواز شریف د ټکرونو د کیسې پایله ده.

په ۲۰۱۳ کال کې مسلم لیګ (نواز شریف) د حکومت له جوړولو سره سم، د پخوانی لوی درستیز ګرېوان ته لاس واچاوه او محکمې ته یې راکش کړ. دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د پاکستان لوی درستیز محکمې ته راکش شو. له همدې ځایه وه، چې د ۲۰۱۴ کال په منځ کې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، د ۲۰۱۳ کال په پارلمانی ټاکنو کې د درغلۍ په تور لاریونونه پیل کړل. دغو لاریونونو څو اوونۍ واخیستې او په پاکستان کې یې یو بحران رامنځته کړ. هغه مهال په پاکستانی رسنیو کې د «امپایر» ګوتې پورته کېدو ته ډېرې اشارې وشوې؛ خو څه ونه شول. له امپایر څخه د پاکستانی رسنیو موخه د پاکستان نظامیان وو.

دغه راز له ټاکنو وروسته، نواز شریف یوې هندی رسنۍ ته په مرکه کې وویل، په پاکستان کې پر نظامیانو د ملکیانو لاس‌بری اړینه ده او په پاکستان کې لومړی وزیر «باس» دی، نه لوی درستیز.

د دې ترڅنګ د پوځ او د نواز شریف د ملکی حکومت ترمنځ هغه مهال اختلافات لا ژور شول، چې کله نواز شریف وغوښتل، د پاکستان امنیتی او بهرنۍ چارې په خپل واک کې واخلی او د همدې موخې لپاره یې سرتاج عزیز د ملی امنیت او د بهرنیو چارو سلاکار وزیر وټاکه؛ خو وروسته نواز شریف د عمران خان د حکومت ضد لاریونونو پرمهال له پوځ سره روغه وکړه او د ملی امنیت سلاکار وزیر یې ناصر جنجوعه وټاکه.

له دغو بدلونونو سره سره، د ملکی او نظامی ادارې ترمنځ اړیکې ښې نه شوې. وروسته، د پاکستان د ډان ورځپاڼې د یوه خبر له مخې، لومړی وزیر له پوځ سره په خپله کتنه کې د پوځ پر هغو تګلارو، چې له مخې یې پاکستانی پوځ له ځینو «تروریستی» ډلو د «پراکسی» ګټه اخلی، تونده نیوکه وکړه. دغه خبر وروسته د «ډان لیکس» په نامه یاد شو او پوځ د دغه خبر د افشا کېدلو له کبله پر ملکی حکومت سختې نیوکې وکړې. د پوځ د همدغه فشار له کبله وه، چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر یې استعفا ته اړ کړ.

د نواز شریف د ګوښه کېدو او یا په بله معنا استعفا تر شا هم نېغ په نېغه د پاکستان پوځ دخیل و؛ ځکه د سترې محکمې له‌خوا چې د ګډې پلټنې لپاره کوم ټیم جوړ شوی و، یو غړی یې د آی ایس آی او بل غړی یې له نظامی استخباراتو څخه و. په ټوله کې دغه ټیم ۶ تنه غړی لرل او له همدې ځایه ده، چې د پاناما په قضیه کې به پوځ هم د نواز شریف په لرې کولو کې مهم رول لوبولی وی.

 

د نواز شریف د ګوښه کېدو اغېزې

په پاکستان کې به د نواز شریف لرې کېدل پر مسلم لیګ ګوند او د دغه هېواد پر داخلی سیاست ژوره اغېزه وښندی. مسلم‌لیګ ګوند د پاناما قضیې له پیلېدو راهیسې په داخلی کچه د اختلافاتو ښکار شوی. همدا لامل دی، چې تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو اوسنی وزیر او د مسلم‌لیګ نواز غړی چوهدری نثار علی خان پر ځینو وزیرانو نیوکې وکړې، چې د ده او نواز شریف ترمنځ یې واټن زیات کړی او دی په تدریجی توګه منزوی کوی.

له دې وراخوا، دا چې له واکه لرې شوی نواز شریف به څومره بریالی شی، چې له واکه بهر د مسلم‌لیګ ګوند پیاوړی وساتی، هغه پوښتنه ده چې یوازې وخت به یې ځواب کړای شی. خو د هغه نواز شریف ګوښه کېدل به، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په ځینو مسایلو کې د پوځ ضد نظر درلود، د پاکستان پر داخلی سیاست د پاکستان د پوځ دریځ او کنترول نور هم پیاوړی کړی. د دې ترڅنګ به په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کې هم، چې په ۲۰۱۸ کال کې به وشی، د مسلم‌لیګ نواز ګوند بریالیتوب تر پوښتنې لاندې راولی او په ښاری سیمو کې به ښایی ډېر خلک رایه بل ګوند، په تېره بیا تحریک انصاف ته ورکړی.

له بلې خوا، که څه هم د سیمې پر هېوادونو په تېره بیا افغان قضیه د نوموړی د لرې کېدو په اړه بېلابېل تحلیلونه شته دی؛ خو د نواز شریف ګوښه کېدل به د بهرنی ډګر په پرتله په داخل کې ډېره اغېزه وکړی؛ ځکه د پاکستان بهرنی سیاست او امنیتی تګلارې تر ډېره د نواز شریف په تېره څلور کلنه دوره کې هم د اردو او نظامیانو په لاسونو کې وې او له دغه بدلون سره به هم ډېر تغییر احساس نه شی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *