دکتور مصباح الله: بهرنیانو د افغانستان د ودانولو لپاره پانګونه نه ده کړې!

 

د اقتصاد وزارت چارواکی وایی، چې د نړیوالېټولنې له خوا د پرمختیایی پروژو په برخه کې له زیاتو پانګونو سره سره، لا هم په افغانستان کې د بې کارۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندیوال د سې شنبې په ورځ د بوختیاوو او دندو پیدا کولو په ګډه غونډه کې، چې د کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو په زیار جوړه شوې وه، وویل چې افغانستان تر اوسه د ټولنې له غوښتنو سره سمه، اقتصادی پالیسی نه لری. نوموړی دغه راز پر بهرنیانو نیوکه وکړه، چېګواکې خپلې مرستې یې د افغانانو ملی اړتیاوو ته په کتلو سره نه دی لګولې.

په دې اړه د سیاسی چارو شنونکی محترم دکتور مصباح الله داسې نظر لری: ” د اقتصاد وزیر هغه حقیقتونه بیان کړی دی، چې موږ یې له کلونو راهیسې وایو، او هغه دا چې بهرنۍ پانګه په افغانستان کې د دغه هېواد د آبادولو لپاره نه ده لګول شوې؛ بلکې دغو هېوادونو د خپلو بېړنیو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره، په کار واچوله؛ په دغو بېړنیو ګټو کې چې د دوی په نظر کې وې، یو لړ یې دا دی:

 

۱- داسې ظاهری کارونه، چې د خلکو پام ځان ته راجلب کړی؛ مګر د اقتصاد له بېخبناوو سره نه وی تړلې؛ لکه د ودانیو او لوړ پوړیزو جوړولو ته د خلکو هڅول.

 

۲- د خپلو پوځی ګټو لپاره لارې، سړکونه او نور لنډمهالی تاسیسات جوړول، تر دې چې داسې سیمو ته، چې هلته پوخ سړک هېڅ لومړیتوب نه لری؛ مګر کله چې د دوی کاروانونه هلته تلل، نو هلته هرو مرو سړکونه جوړېدل او پخېدل.

 

۳- داسې پروژې، چې په دغو هېوادونو پورې اړوند نادولتی ادارو (NGOs) به، وړاندې کولې؛ دا به که د افغانستان اړتیاوې وې او که نه، مګر دا چې د دغو  (ان جی او) ګانو لپاره به پکېډېره ګټه وه او په دې توګه به د دغو مرستو یوه لویه فیصدی، بېرته مرستندویه هېوادونو ته ستنېده؛ نو داسې پروژې به یې هرو مرو تمویلولې، د همدی لپاره تر پروسږ کال پورې انکشافی پروژې د مرسته کونکی هېواد په خوښه پیلېدې، پرته له دې چې له دولت سره کوم انکشافی پلان وجود ولری او لومړیتوبونه پکې مشخص شوی وی.

 

۴- ډېره لویه بودجه د سرمایه دارې طبقې د رامنځته کولو لپاره ولګول شوه، ترڅو هغه ظالمانه طبقاتی نظام په افغانستان کې راپیدا شی، چې په عکس العمل کې یې د کمونیزم غوندې خونخوار نظامونه منځته راځی، د ګوتو په شمېر کورنیو لپاره داسې زمینه برابره شوه، چې هغه د ټولنې په ټولو مقدراتو خېټه واچوی او دا ټولنه په طبقاتی شکل تقسیم کړی، ترڅو بیا د دوی لپاره له همدغې ظالمې سرمایه دارې طبقې سره، د ټولنې پر سر سودا کول آسانه شی، په تېرو دولسو کلونو کې همدا کار وشو، او اوس دا ظالمانه نظام زموږ په ټولنه په لومړنۍ بڼه واکمن شوی دی او ورو ورو خپلې پښې خښوی؛ او داسېښکاری، چېډېرې بدې پایلې به ولری.

 

۵- د دې پر ځای، چې په سمه توګه د جنګ د له منځه وړلو لپاره کار وشی، ډېره لویه بودیجه د خپلو مخالفینو د افرادو د اخیستلو او په ډیرو مواردو کې، له جګړېڅخه د لرې ساتلو لپاره، د بډو په توګه ولګول شوه.

 

۶- د دغو مرستو یوه ستره برخه، په خپله د همدغو مرستندویه هېوادونو د مسؤولینو لخوا اختلاس شوه، چې دا په څو څو ځله د دولتی چارواکو له خوا په ډاګه شوې ده.

 

۷- د سلاکارانو په نوم، د همدغو هېوادونو د وګړو بې اندازې لوړې تنخوا ګانې، چې دا هم وخت تربله په ډاګه شوی دی. همدا راز نورېډیرې لارې وې، چې دا مرستې چې د افغانستان په نوم راغلې وې، له منځه یوړول شوې او په افغانستان باندې حساب شوې، دا له دې امله ونه شو، چې دوی د افغانستان د آبادولو او رغولو لپاره د پلان جوړونې امکانات نه درلودل، دا امکانات له دوی سره برابر وو، یوازې هغه امریکایی اداره، چې د امریکا د مرستو د همغږۍ د ادارې (USAID) په نوم یادېږی، د پلان ګذارۍ او آبادکارۍ تقریبا اویا او اتیا کاله تجربه لری، مګر اصل خبره دا وه، چې دلته دا اراده نه وه، چې په حقیقی توګه د افغانستان د آبادولو لپاره کار وشی.

مګر یوه خبره، چې دلته یې یادول غواړم، دا ده چې زه هم دا خبره کوم او نن یې هغه وزیر هم کوی، چې د اقتصادی پرمختګ لپاره د پلان ګذارۍ مسؤولیت په غاړه لری؛ نو بیا په دې مسؤولیت کې د دې موجودیت څه معنا لری، زما لپاره خو دا بالکل یوه عادی خبره ده، چې له بهرنیانو سره دې د افغانستان د آبادولو خبره له سره مطرح نه وی، اصل خو زما او د ملت پر وړاندې هغه افغانی چارواکی مسؤول دی، چې د دومره وسایلو له شتون سره سره، په دوی کې د دې توان او اراده نه وه، چې د افغانستان د آبادۍ لپاره کار وکړی، که دوی دا کار نه شو کولی، بیا یې نو ولې په دغه مسؤولیت کې پاتې کېدل قبول کړل؛ دا له ملت او له دې خاورې سره لوی خیانت دی، که دا کار مو نه شو کولی، مخکې به مو ملت ته د دې خبر ورکړی وی او دا ځایونه به مو د احتجاج په توګه پرې اېښی وای، اوس دا ډول خبرې ستاسې مسؤولیت د ملت پر وړاندې نه راکموی”. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *