د افغان جګړې ښکېلو لورو ته د سولې د فعالینو وړاندیزونه

 

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له‌خوا «په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره» تر عنوان لاندې کنفرانس کې د سولې په هڅو کې فعالو شخصیتونو ښکېلو لورو ته خپل مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل.

په دغه کنفرانس کې، چې تېره شنبه د ۱۳۹۶ د قوس په ۱۱مه‌ د کابل ښار په انټرکانټننټل هوټل کې جوړ شو، ځینو سیاسی شخصیتونو او حکومتی چارواکو، په کابل کې د ځینو بهرنیو سفارتونو استازو او د سولې په هڅو کې فعالو شخصیتونو، ګډون کړی و.

په کنفرانس کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له‌خوا د سولې په تړاو د شوې سروې د مهمو موندنو د اعلان ترڅنګ، شپږو تنو ویناوالو په هېواد کې د سولې پر اوسنی بن‌بست او شته حل‌لارو بحثونه وکړل.

دکتور عبدالباقی امین:

د کنفرانس لومړی ویناوال او د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین د غونډې اهمیت ته په اشارې سره وویل: «دا راټولېدونه د افغانستان د ملت لپاره د یوې مهمې او حیاتی قضیې په اړه ده او موږ وغوښتل، هغه لوری چې د سولې په پروسه کې اغېزناک دی او په دې برخه کې ګام اوچت کړی، دلته خپل نظرونه وړاندې کړی.»

ښاغلی امین په سر کې افغانانو ته د روانې جګړې د درنو زیانونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې لسګونه زره افغانان په دې جګړه کې وژل شوی دی. نوموړی زیاته کړه: «یوازې له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د یوناما د راپورونو له مخې ۷۴۰۰۰ ملکیان په دې جګړه کې وژل شوی دی. همدارنګه د ځینو چارواکو د څرګندونو له مخې، هره ورځ د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ تنه د دې جګړې قربانی کېږی، چې د دې دوه چنده هره ورځ ښایی د دولت وسله‌والو مخالفینو ته تلفات اوړی. همدا جګړه ده چې پر نورو ټولو برخو یې سیوری غوړولی؛ یو ځواکمن حکومت نه لرو، ۳.۵ ملیونه افغانان په نشه‌یی توکو اخته دی، د ناامنۍ او بې‌کارۍ له کبله مو ځوانانو له هېواده تېښتې ته مخه کړې ده. له دې څرګندېږی چې د افغانستان ستونزه څومره لویه ده.»

د ده په وینا، د جګړې او مقابل لوری د محوه کولو ستراتېژی، چې له ۲۰۰۱ کال او افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ وروسته پلې شوې، افغانانو ته یې ستر زیانونه اړولی دی؛ مګر بیا هم د ډېر لوړ شمېر بهرنیو سرتېرو له شتون سره سره دا ستراتېژی ناکامه شوه او دا قناعت حاصل شو، چې د افغانستان قضیه د جګړې له لارې نه حل کېږی او باید سولې او خبرو اترو ته مخه شی.

ښاغلی امین د سولې په تړاو د افغان حکومت او ځینو خپلواکو ارګانونو او لورو هڅو ته په اشارې سره وویل، چې هرې هڅې په خپل وخت کې هیلې هم راټوکولې وې، خو تراوسه د سولې په تړاو ټولې هڅې د بېلابېلو لاملونو له کبله، نه دی بریالۍ شوې. نوموړی په دغو هڅو کې په ۲۰۱۰‌ کال کې د سولې عالی شورا جوړول او وروسته په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو د قطر دفتر پرانېستل یاد کړل. دغه راز د ده په خبره، د پګواش غونډې چې تر یوه بریده یې د ښکېلو لورو ترمنځ تفاهم ته لاره هواره کړه، خو د یوې عملی حل‌لارې رامنځته کولو لامل نه شوې. د ده په وینا، د ملی وحدت حکومت له راجوړېدو وروسته مخامخ خبرې هم چې په ارومچی او مری کې وشوې، که څه هم په ارومچی کې طالبانو خپل ګډون تایید نه کړ او په مری کې یې رد نه کړ، د بېلابېلو لاملونو له کبله بریالۍ نه شوې. د ښاغلی امین په خبره، د څلوراړخیزو مذاکراتو شپږ غونډې هم بې‌پایلې وې چې ښایی په دغو خبرو اترو کې د جګړې د یوه لوری (طالبانو) نشتون او یا هم دا چې د پاکستان له لارې له هغوی سره د تفاهم هڅه وه، د دغې لړۍ د ناکامۍ بنسټیز لامل وی.

دکتور عبدالباقی امین د هغو ستونزو یادونه هم وکړه، چې تراوسه یې له کبله دا بهیر بریالی شوی نه دی او تر ټولو مهم یې د بین‌الافغانی تفاهم نشتوالی وباله. نوموړی وویل: «دواړو لورو خپل مقابل لوری د خپلواکۍ او صلاحیت نه لرونکی بلل، طالبانو ویل چې افغان حکومت استقلالیت او صلاحیت نه لری او باید له امریکایانو سره خبرې وشی او بالمقابل حکومت ویل چې پاکستان د قضیې اغېزناک لوری دی او باید لومړی له پاکستان سره ستونزه هواره شی. له همدې کبله دوی ونه توانېدل د دغې قضیې د هواری لپاره، بین‌الافغانی تفاهم رامنځته کړی.»

نوموړی د دولت د وسله‌والو مخالفینو د مشخص ادرس نشتوالی ته په اشارې وویل، چې له لومړی سره دا د یوې جدی ستونزې په توګه مطرح وه؛ خو کله چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانېستل شو، داسې هیلې یې راوټوکولې، چې دا قضیه به د سوله‌ییزو هڅو له لارې حل شی. مګر هغه ستونزې چې په دې برخه کې موجودې وې، بیا هم افغان حکومت ونه توانېد چې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړی.

همدا راز د ده په وینا، د سولې عالی شورا د سولې د یوازېنۍ دروازې په توګه مطرح کېدل بله هغه ستونزه وه، چې د هغو ګامونو مخه یې ونیوله چې په دې برخه کې باید اخېستل شوی وای.

نوموړی په ټولیز ډول د سولې بهیر د بریا لپاره پر بین‌الافغانی تفاهم او د یوه بې‌طرفه منځګړی پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دکتور عبدالباقی امین د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د هغې سروې ځینې مهمې پایلې هم د خپلو خبرو په پای کې اعلان کړې، چې د دې اوونۍ د تحلیل په لومړی مطلب (کنفرانس: په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره) کې مو ولوستلې.

انجنیر محمد امین کریم:

د کنفرانس دویم ویناوال او د حزب اسلامی او افغان حکومت په خبرو اترو کې د حزب اسلامی د پلاوی مشر انجنیر محمد امین کریم بیا د سولې بهیر د بریا لپاره د حزب اسلامی د سولې د تجربې په تړاو څرګندونې وکړې.

ښاغلی کریم وویل: «زموږ له نظره د دواړو لورو له‌خوا د سولې پر وړاندې څو عملی خنډونه شته دی او ترڅو چې دواړه لوری د کلیشه‌یی شعارونو پر ځای د ټولنې ځینې عینی واقعیتونه، چې تراوسه انکار ترې شوی، ونه منی، د سولې بهیر بریالیتوب شونی نه دی.»

ښاغلی محمد امین کریم لاندې څو ټکی د هغو واقعیتونو په توګه مطرح کړل، چې د سولې بهیر د بریا لپاره یې منل دواړو لورو ته اړین دی:

لومړی؛ واقعیت دا دی، چې په جګړه‌ییز بحث کې د مقابل لوری، چې عمدتا د طالبانو تحریک دی، یو داسې تصور وړاندې کېږی، چې په هېڅ صورت یو عادی انسان له داسې چا سره د سولې غوښتونکی نه دی. د طالبانو ډله زموږ په مطبوعاتو او په هېواد کې د واکمنو سیاسی ځواکونو له‌خوا یوه مزدوره، وحشی، ترهګره او غیر افغانی ډله معرفی کېږی او ترڅو چې دا چلند، چې یو جنګی چلند دی او تر یوه بریده د درک وړ هم دی، موجود وی، په هېڅ صورت د سولې دروازه پرانېستل کېدای نه شی. موږ باید دا حقیقت که خوشحاله وو که خفه، ومنو چې طالبان له عقیدتی، ټولنیز او طبقاتی پلوه د افغانی ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه او هغه فکری او تاریخی واقعیت دی چې انکار نه شی ترې کېدای، نه یوه بهرنۍ، مزدوره، وحشی او پردۍ ډله. د دغه اصل منل خپله موږ هغه لوری ته بیایی چې باید د خپلو خلکو له یوه ټولی سره تفاهم ته ورسېږو.

دویم؛ واقعیت دا دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې، په افغانستان کې طالبانو د قدرت واګې په لاس کې لرله او د سپټمبر له پېښو سره بهرنی ځواکونه افغانستان ته راغلل، د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ، قدرت یې هغه چا ته په لاس ورکړ، چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وو او له هغوی سره یې ژوره دښمنی لرله او تر نن پورې همغوی په واک کې دی. دا هم یو له هغو واقعیتونو دی، چې انکار نه شی ترې کېدای. په تېرو ۱۵ کلونو کې موږ د هغو هڅو شاهدان وو، چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته خپل داخلی مخالفین او دښمنان محوه او له منځه یوړل شی. له دغه واقعیت سره به څه ډول ممکنه شی چې واکمن لوری، دې ته چمتو شی چې خپل مخالفین او دښمنان په قدرت کې ورشریک شی، د قدرت له انحصاره تېر شی او دې ته چمتو شی چې د سولې په بیه د قدرت یوه برخه د خپل ملت له یوې سترې برخې سره ووېشی!؟ ځکه نو په واک او ځواک کې انحصارګرایی هم د سولې پر وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه شمېرل کېږی.

دریم؛ واقعیت چې طالبانو ته متوجه دی، دا دی چې په هېواد کې د اسلامی امارت د لرلو ادعا او هغه د یوې ابدی داعیې په توګه ګڼل، په هېڅ صورت په هېواد کې سولې ته لاره نه پرانیزی. طالبان زموږ د ټولنیز وضعیت او ملی او سیمه‌ییزو واقعیتونو په پام کې نیولو سره دا ادعا نه شی کولی، چې د دوی تحریک دې تر ابده د بلا منازع قدرت څښتن وی او هر څوک چې دوی ټاکی باید د افغانستان بلا منازع رهبر وی. دا یوه غیر واقعی ادعا ده.

څلورم؛ واقعیت هم دا دی، چې د طالبانو د تحریک له لوری د خپل مخالف لوری افراد، له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ تر نوم لاندې، هغه که د دولت مامور وی یا پوځی وی، مباح الدم بلل او له دینی پلوه د هغوی وژل توجیه کول، د دینی تعالیمو او زموږ د ټولنې د عینی واقعیتونو خلاف دی. ترڅو چې تکفیری تصور موجود وی، دا جګړه به په همدې ډول روانه وی.

پنځم؛ واقعیت هم چې باید د طالبانو تحریک یې ومنی، د تغلب له مسئلې تېرېدل دی. پر تغلب اعتقاد (چې که د مسلمانانو یوې ډلې په زور قدرت ونیوه، د هغوی قدرت له دینی پلوه شرعی دی) یو غیر دینی اعتقاد دی او د اسلام په تاریخ کې یوه عارضی مسئله ده.

ښاغلی امین کریم، دغه راز د حزب اسلامی د سولې تجربې ته په کتلو سره د څو نورو واقعیتونو پر منلو هم ټینګار وکړ:

لومړی؛ د ده په خبره موږ دې پایلې ته رسېدلی یو، چې د افغانستان اساسی قانون سره له دې چې ډېرې جدی ستونزې لری، د سیمې د هېوادونو په کچه یو مترقی اساسی قانون دی؛ خو بیا هم د دغه قانون بدلول باید د ټوپک د میلې له لارې ترسره نه شی.

دویم؛ واقعیت هم چې باید ومنل شی، د دغې ټولنې هغه بڼه او هغه نظام دی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې دلته جوړ شوی دی. دا باید ومنل شی، چې حکومت او دولت یوه انسانی مؤسسه ده او بدلون یې هم د ټوپک د میلې پر ځای باید د خلکو د رایو د منلو له لارې وشی.

دریم؛ که موږ غواړو سوله وکړو، د افغانستان حکومت به د یوه تریخ حقیقت په توګه منو او په دې توګه به د بین‌الافغانی تفاهم له لارې، چې اداره او برخلیک یې د افغانانو په لاس کې وی، خبرې اترې کوو. سوله له دښمن سره کېږی او هېڅ لوری داسې نه شی ویلی، چې زما دښمن به دا ځانګړنې لری.

څلورم؛ واقعیت دا دی، چې له ۲۰۱۴ کال راوروسته د بهرنیو ځواکونو تر ۹۰ یا ۹۵ سلنه زیاته برخه چې په هېواد کې د جګړې اصلی انګېزه ده، له هېواده وتلی دی، چې د حزب اسلامی د خبرو اترو پیل هم له همدې ځایه سرچینه واخېسته. دا بدلون یوازې د کمی نه، بلکې د کیفی پلوه یې هم پراخ بدلونونه له ځان سره لرل، چې موږ ته یې لاره پرانېسته څو د سولې خبرې اترې پیل کړو. ځکه نو له ۲۰۱۴ کال راوروسته د جګړې ۹۹ سلنه قربانیان افغانان دی او تر ۹۰ سلنه زیات قربانیان یې بیا غیرنظامی افغانان دی. که موږ دا ادعا لرو، چې خپل ملت ته کار کوو، نه شو کولی چې بین الافغانی جګړه چې قربانیان یې افغانان دی، بهرنۍ جګړه وبولو.

پنځم؛ واقعیت هم چې باید ومنل شی، دا دی چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید په خبرو اترو کې د پېش‌شرط په توګه نه، بلکې د هدف په توګه مطرح شی. ترڅو چې د بهرنیو ځواکونو وتل د شرط په توګه مطرح وی، د سولې شونتیا نه لیدل کېږی. نن ډېری هغه هېوادونه چې په افغانستان کې ځواکونه لری، وایی چې که تاسو په خپل منځ کې سوله وکړئ، موږ چمتو یو دا هېواد پرېږدو. همدا راز طالبان خپل اهداف چې استقلال، جهاد او اسلامی حکومت دی، د خبرو اترو اصلی محور وګرځوی، نه د قدرت او وزارتونو او ولایتونو د وېش قضیه.

ښاغلی محمد امین کریم د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له‌خوا د شوې سروې پایلې، د هغې سروې له موندنو سره سر خوری چې دوی د افغانستان په شمال کې د سولې او جګړې په تړاو  تېر کال کړې وه.

ملا عبدالسلام ضعیف:

د غونډې دریم ویناوال او په اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په خپلو خبرو کې د سولې بهیر د بریا پر لارو چارو خبرې وکړې. د ښاغلی ضعیف په وینا، که څه هم د افغانستان د ستونزې د هواری لپاره بېلابېلو شخصیتونو او لورو کار کړی، خو لا هم عملا د داسې څه شاهدان نه یو چې په پایله کې یې په هېواد کې ارامی راغلې وای.

د نوموړی په اند څو نکتې چې سولې د خبرو اترو د پیل لپاره اړینې دی، په لاندې ډول دی:

لومړی؛ یوه ستره ستونزه دا ستراتېژی ده، چې د ستونزې یو لوری هڅه کوی، بل لوری مغلوب کړی. د سولې لپاره هم دې ته ترجیح ورکول کېږی، چې له یوه قوی دریځه خبرې وشی. د قوی دریځ معنا دا ده، چې یو لوری به ځپل کېږی او بیا به په محکوم او محروم شکل د سولې خبرو اترو ته راځی. دا محکومیت او محرومیت په دې معنا دی، چې دلته د عدالت پر ځای د زور خبره مطرح ده. نو ځکه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا د زور او وینې تویولو ناکامه ستراتېژی په داسې یوه ستراتېژی بدله شی، چې په حقیقت ولاړه او د خبرو اترو ستراتېژی وی. دا ټکی تر ډېره طالبانو ته متوجه نه دی، ځکه طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې محکوم لوری دی او تر اوسه په محکومیت کې ژوند کوی. د هغوی کور وران شوی، له خپل کوره شړل شوی دی او په دې تحمیلی جګړه کې طالبان داسې یوه حالت ته وړل شوی، چې وتل یې د هغوی په واک کې نه دی؛ ځکه نو هغه لوری چې ځان حاکم بولی او ځان د خلکو استازی بولی او ځواک ورسره دی، هغوی باید لومړی ابتکار وکړی.

په اوسنۍ جګړه کې یو حقیقت دا دی، چې جګړه د داسې مافیایی کړیو په لاس کې ده، چې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې لری او هڅه کوی چې دا جکړه همداسې دوام ولری. خو پوځی ستراتېژۍ چې د لسګونه زره بهرنیو پوځیانو په شتون کې ناکامه شوه او اوس بیا نوې شوه، تېرې یوې نیمې لسیزې ثابته کړه، چې دا ستراتېژی ناکامه وه او به بیا هم ناکامه وی. سره له دې چې اوس وضعیت هم د پخوا په پرتله خراب شوی او د افغان حکومت حاکمیت کم شوی دی. له همدې کبله د زور له لارې طالبان سولې ته اړ ایستل یوه ناکامه او غلطه هڅه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی. نو جنګی ستراتېژی د سولې ستراتېژۍ ته اړول به یو ښه پیل شی.

د ښاغلی ضعیف په وینا، په اوسنی وخت کې د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره څو ګامونو ته، چې له مخکېنیو شرطونو پرته اوچت شی، کلکه اړتیا ده:

دویم؛ که غواړو د سولې خبرو اترو ته لاره هواره شی، باور جوړولو ته کلکه اړتیا ده. لومړی ګام به دا وی، چې د افغانانو یو داسې منځګړی ګروپ وګومارل شی چې دواړو لورو ته د منلو وړ وی او باور پرې وکړی او یوازې د افغانستان د خیر لپاره کار وکړی، ترڅو د دواړو لورو نظرونه سره رالنډ کړی او بې‌باورۍ ته یوه بریده له منځه ولاړې شی.

دریم؛ یوه ستونزه چې د دواړو لورو له‌خوا شته ده، د یو بل په رسمیت نه پېژندل دی. طالبان د افغانستان حکومت د یوه حکومت په توګه په رسمیت نه پېژنی. ځکه که هغوی دا حکومت په رسمیت پېژنی، نو بیا خو جګړه باید ورسره ونه کړی، بلکې دوی فکر کوی چې دا د افغانانو استازی حکومت نه دی او دا د نورو په لاس کې دی او د هغوی په نظامی مرستو چلېږی. بالعکس افغان حکومت هم دا دریځ لری، چې طالبان هم د نورو په لاس کې دی. اوس هڅه دا کېږی، چې حکومت له طالبانو سره په داسې ډول خبره وکړی، چې طالبان یو ګروپ دی او حکومت یو قانونی حکومت دی او په دې دریځ خبرې کول طالبانو ته سخته ده. ښه به دا وه، چې دا د رسمیاتو موضوع له نظره غورځېدلې وای او د بین‌الافغانی تفاهم له لارې باور جوړونه شوې وای.

څلورم؛ د یوه دریمګړی ګروپ له رامنځته کولو وروسته د طالبانو لپاره د یوه داسې ادرس په رامنځته کولو فکر وشی، چې د هغوی عزت پکې خوندی وی او د محکومیت او محرومیت احساس ونه کړی او هغه ادرس مسؤولیت او صلاحیت هم ولری او دا ادرس د حکومت له‌خوا په رسمیت وپېژندل شی.

ځینې داسې افواهات هم شته، چې طالبان په قطر کې دفتر لری. دا ناسمه خبره ده، طالبان دفتر نه لری. په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو دفتر د یوه ساعت لپاره پرانېستل شوی او بېرته تړل شوی دی او طالبان اوس هم داسې یو ادرس چې له لارې یې سیاسی خبرې وشی، نه لری.

پنځم؛ سوله یوه اړتیا او یو حقیقت دی. که سوله په رښتیا غوښتل کېږی، نو د سولې نوم دې یوازې تر شعار او یوې پروسې پورې نه محدودېږی. معنا دا چې د سولې لپاره یو قانع کوونکی مېکانېزم موجود وی او پایله ولرلی شی. دا چې له دې او هغه لوری مو غوښتنه وکړه او له دې او هغه لوری سره مو وکتل، دا ټول د وخت ضایع کول دی. نو ځکه که سوله د یوې پروژې له شکله د یوې پروسې شکل ته واړول شی، ښایی پایله به ولری.

شپږم؛ مساویانه عدالت. یو څوک باید په دې مغروره نه شی، چې له ما سره ځواک دی او پر مقابل لوری مې د دغه ځواک له لارې خپل فکر منم. ډېر داسې مثالونه شته دی، چې د بې‌عدالتیو له کبله ډېرو خلکو تحمیلی جګړې ته مخه کړې ده.

اووم؛ یو بل تریخ حقیقت چې اوس توجیه کېږی، د بهرنیو ځواکونو حضور دی. حقیقت دا دی چې بهرنیو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان برید وکړ او تراوسه دلته حضور لری. تراوسه هوا د دوی په واک کې ده، قومانده د دوی په واک کې ده، وسله د دوی ده، پیسې د دوی او ستراتېژی هم د دوی ده. همدا اوس چې د ټرامپ جګړه‌ییزه ستراتېژی جوړه شوه، جګړه په هېواد کې ګرمه شوه، دا د چا انتخاب دی؟ ما ته د یوه افغان په توګه توپیر نه لری، چې دلته ۱۰۰۰ تنه بهرنیان دی او که دلته ۱۰۰۰۰۰ بهرنیان دی، چې زما خپلواکی او حاکمیت یې غصب کړی وی، دلته وینې تویوی، دلته زندان لری، دلته د خلکو په کورنو چاپه وهی، دا که سل دی که زر دی او یو لک دی، هېڅ توپیر نه لری.

ترڅو چې دا حقیقت د یوه حقیقت په توګه ونه پېژندل شی، سوله ممکنه نه ده. نو ځکه هغه لوری چې پر بهرنیو ځواکونو اغېز لرلی شی، له هغوی سره خبرې وکړی، چې دوی باید خپل مهالوېش معلوم کړی، چې دوی څه غواړی او تر څه وخته دلته پاتې کېږی. په هغو غوښتنو چې د دوی قانونی حق دی، خبرې وشی؛ خو دا چې په زور دلته پاتې کېدل غواړی، زه فکر کوم، له طالبانو سره خبرې به پایله ونه لری. ځکه دا یو اساسی عامل دی، که نن د طالبانو مشر مولوی هبت الله اخندزاده کابل ته راشی او تسلیم شی، هم دا ستونزه نه حل کېږی، که طالبان نه وی، بل څوک به جګړه کوی او دا وینې تویېدل به دوام پیدا کوی.

د ملت لپاره هم پکار ده، چې د سولې نوم عام کړی او له ټولنې دا غږونه په پراخ ډول راپورته شی، چې موږ سوله غواړو. په اوسنی وخت کې درې واړه لوری (حکومت او متحدین یې، طالبان، ملت) کولی شی، د جګړې په درولو او سولې ته په لارې پرانېستلو کې رول ولوبوی.

نوموړی د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې اوس یوه ستونزه دا هم ډېره مهمه ده، چې ټول لوری د اوسنۍ ستونزې د حل کولو لپاره په خپلو خلکو باور نه کوی. طالبان هم باید په خپلو خلکو باور وکړی، حکومت هم باید په خپلو خلکو باور وکړی او ملت هم په خپلو خلکو باور وکړی.

محمد ناطقی:

د غونډې څلورم ویناوال او د ملی یووالی حکومت د سیاسی هوکړه‌لیک پر تطبیق د څار کمیسیون مشر محمد ناطقی هم له اوسنی وضعیت څخه د وتلو پر لارو خبرې وکړې.

ښاغلی ناطقی، چې په ۲۰۱۵ کال کې له طالبانو سره د لومړنیو مخامخ خبرو اترو د پلاوی غړی و، د سولې په اوسنی بن‌بست کې حکومت او طالبان دواړه پړه وبلل او د دواړو لورو د ملامتۍ په اړه یې خپل دلیلونه وړاندې کړل.

نوموړی طالبان ځکه د اوسنی بن‌بست له کبله پړه وبلل، چې د ده په خبره، افغان حکومت نه له حزب اسلامی او نه هم طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کوم شرط اېښی؛ خو طالبان بیا د خبرو اترو لپاره له بده مرغه ډېر شرطونه ږدی او په خبرو اترو کې د طالبانو له لوری همدا سختی او شرطونه د دې لامل شوی، چې موخې ته ونه رسېږو او فرصتونه مو له لاسه ووځی.

د ده په وینا، د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۷مه مو د اسلام‌اباد په مری کې د څلورو ساعتونو لپاره د افغانستان د قضیې په تاریخ کې مخامخ د طالبانو له استازو سره وکتل او په خبره یې، هلته په لاندې څلورو مهمو ټکو بحث وشو، چې د اوسنی بن‌بست لاملونه ښه ترې روښانه کېدای شی:

لومړی: د طالبانو لومړۍ خبره دا وه، چې بهرنی ځواکونه باید له افغانستانه ووځی. دا هغه وخت و، چې د بهرنیو ځواکونو ستره برخه له هېواده وتلې وه. موږ هغوی ته وویل، چې له ۱۳۰ زره بهرنیو سرتېرو څخه شاوخوا ۸ زره یې پاتې دی، یو ستر بدلون راغلی او که موږ هوکړې ته ورسېږو، دا به هم ووځی.

دویم: د طالب استازو دویمه خبره هم د اساسی قانون د بدلون وه. که څه هم جزئیات یې ونه ویل؛ خو موږ ورته وویل چې اساسی قانون څه اسمانی وحیې نه ده او بدلېدای شی، مګر د هغو مېکانیزمونو په چوکاټ کې چې د دغه کار لپاره تعریف شوی دی، نه د ټوپک د میلې په زور. د ټوپک په زور اساسی قانون نه بدلېږی، بلکې نظام نړېږی.

دریم: بله خبره یې هم د بندیانو وه، چې هماغه مهال په ولسمشر کرزی ډېرې نیوکې هم کېدې، چې له بګرامه یې ۶۰۰۰ بندیان خوشی کړی دی. ما هم د طالبانو د مذاکره کوونکی پلاوی مشر ته وویل، چې دا دی له بګرام زندانه ډېر بندیان خوشی شوی، نور به هم خوشی شی.

څلورم: د طالبانو د استازو څلورمه خبره د تور لېست وه او په دې اړه مو هم ورته وویل، چې دا مسئله هم په جریان کې او حل کېدونکې ده. د بندیانو او تور لېست خبرې، هغه موضوعات وو چې له حزب اسلامی سره په خبرو اترو کې هم مطرح وو او دا هغه موضوعات دی، چې د مېز په سر له بحث سره حل کېږی او د حزب اسلامی تجربه په دې برخه کې ډېره ملموسه ده.

په بل اړخ کې نوموړی ټینګار وکړ، چې د افغانستان قضیه نظامی حل لاره نه لری، یوه حل لاره لری، چې هغه د سولې او خبرو اترو لاره ده. د ده په خبره، پر نظامی تګلاره ټینګار د افغانستان له خلکو سره خیانت دی. په همدې حل لاره کې باید انعطاف وشی او تر ټولو ډېر د افغانستان حکومت مسؤول دی، چې باید واقعیتونه ومنی او د طالبانو له اصلی لوری سره رغنده خبرو اترو ته لاره پرانیزی.

نوموړی د سولې په عالی شورا هم نیوکه وکړه ویې ویل: «دا شورا تر اوسه هم کومې پام‌وړ لاسته‌راوړنې نه لری او زه ګومان نه کوم، چې طالبان دې له دوی سره خبرې اترې وکړی. طالبان که خبرې هم کوی، د حزب اسلامی په څېر به مخامخ له حکومت سره خبرې کوی.»

محمد زمان مزمل:

د کنفرانس پنځم ویناوال او د سولې په هڅو کې فعال سیاسی شخصیت محمد زمان مزمل د سولې پر وړاندې شته خنډونو او ننګونو په اړه وینا وکړه.

ښاغلی مزمل وویل، دا اوس چې په کندهار کې د حکومت لوړپوړی چارواکی د حکومت پر ضد غونډه کوی او په دې وضعیت خوشحاله نه دی، نور افغانان به څنګه له دغه وضعیته خوښ وی. د ده په خبره، د ملتونو مسائل یا یو بریالی رهبر یو طرفه کوی او یا هم یو ژوندی ملت؛ خو دلته ۱۷ کاله ناخوالې تېرې شوې، مګر لا هم ملت له جګړې کړېږی.

ښاغلی مزمل وویل، که څه هم د سولې لپاره کار شوی؛ خو د سولې پر وړاندې ډېر خنډونه شته دی، چې مهم یې په لاندې ډول دی:

لومړی؛ مداخله او اشغال. په اوسنی وخت کې د سولې ستر خنډ خپله بهرنیان او د دوی مداخلې دی، چې په افغانستان کې سوله نه غواړی.

دویم؛ یو حزبه حکومت. په تېرو حکومتونو او د جهاد پر مهال هم همدا ستونزه وه او اوس هم شته ده. د بېلګې په توګه، اکثریت مهم وزیران یوې درې ته ورکول او د عدالت له پامه غورځول، خپله جګړه زیږوی. جنګ طبیعی څیز دی او خلک خپله راپورته کېږی.

ګل رحمن قاضی:

د کنفرانس شپږم ویناوال او د سولې او نجات شورا مشر پوهاند ګل رحمن قاضی د سولې اړوند فرصتونو باندې خبرې وکړې.

د نوموړی په وینا، دا حقیقت باید درک شی، چې دواړه لوری افغانان مری. په دغو خلکو زړه سوی پکار دی. هغوی چې جګړې ته لمن وهی، په جګړه کې خپلې ګټې لټوی، یا په جګړه کې خپل حاکمیت ساتی، «دوی خو دې خپل زامن د جګړې ډګر ته ولېږی!».

نوموړی په  ټینګار سره وویل، چې حکومت د سولې لپاره قطعا تګلاره نه لری او سوله هم نه غواړی. وسله‌وال مخالفین هم د سولې لپاره تګلاره نه لری؛ خو توپیر یې دا دی، چې د سولې لپاره سیاسی اراده لری. ځکه هغوی په ډېرو ناخوالو کې واقع دی او حکومت بیا د هغوی په پرتله په ډېر غوره وضعیت کې دی. په دې منځ کې یوازې ملت په حقیقی معنا سوله غواړی.

ښاغلی قاضی زیاته کړه، د ټولنې د نخبه پاړکی وجیبه ده، چې راپاڅی او سولې ته کار وکړی. د زور او بهرنیو پروژو تجربه ناکامه ده، بهرنیان دغه ملت ته سوله نه راولی. که سوله د بهرنیانو په ګټه وای، ډېر مخکې به دلته سوله راغلې وه.

د ده په وینا، په اوسنی وخت کې د سولې لپاره زیات فرصتونه شته دی؛ خو داسې یو وخت به هم راورسېږی، چې د یوې غونډې جوړولو فرصت به هم نه وی.

ښاغلی ګل رحمن قاضی وویل: «یو نیم کال مخکې موږ طالبانو ته قطر ته ورغلو او په ډېرو څیزونو موافقې ته ورسېدو. د یوه نیم کال له تېرېدو سره، د ملی وحدت حکومت لکه څرنګه چې د سولې د هر بل خوځښت پر مخ یې دروازه بنده ده، زموږ پر مخ یې هم دروازه بنده شوه. د ده په خبره، ترڅو چې سوله افغانی نه شی او یو افغانی منځګړی، چې هېڅ امتیاز ونه غواړی، رامنځته نه شی، دا قضیه نه حل کېږی.»

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *