افغان دولت له ملل متحد څخه د پاکستان له خوا پر افغان خاورې د توغندیزو بریدونو د ارزونی غوښتنه وکړه

 

ليكوال: زلمي مهمند

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې دافغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي او د ایساف ویاند په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي دي، چی د پاکستان له خوا پر افغان خاورې د توغندیو برید د ټولو بین المللي قوانینو ماتول دي. دا په داسې حال کي ده، چی په دې وروستیو کی د پاکستان له خوا پر افغان خاورې توغندیز بریدونه زیات شوي دي.

دغه پېښه دوه دلیلونه لري، چې افغانستان د بهرنیو اشغالګرانو او استعمارچیانو له خوا په مسلسل ډول له ستونزو سره مخ دی:

۱ ) لومړی دافغنستان جغرافیايي موقعیت؛

۲ ) دویم د ډیورنډ کرښه.

جغرافیايي موقعیت: افغانستان چی په کوم موقعیت كې پروت دی له هره پلوه ډیر مهم دی، له نظامی پلوه له افغانستان څخه ټول ګاونډی هیوادونه تر تهدید لاندی نیول کیدای شی او دا هم په داسی حال کی چی د امریکا متحده ایالاتو ټول رقیبان هم همدلته د افغانستان په ګاونډ کی پراته دی لکه چین، ایران روسیه او داسی نور….

له اقتصادی او تجارتی پلوه هم افغانستان ډیر اهمیت لری، له یوی خوا د ډیرو هیوادونو د وصل نقطه ده. د منځنۍ آسيا لاره ده چې اوس مهال د مختلفو هيوادونو د توليداتو لپاره ښه بازار دى او له بله پلوه افغانستان یو بی چاره او بی وزلی هیواد دی. هرڅه له بهر څخه اکمالوي، نو د پاکستانی تولیداتو د خرڅلاو لپاره ډیر ښه ماركيټ دی او د نا امنۍ او تخریب په صورت کی به د پاکستانی او ايراني تولیداتو لپاره دوامدار بازار وی او هر هغه هیواد چې تولیدات لری اوبازار ورته کم پیداکیږی نو افغانستان دهغوی ټولو لپاره ډیر په زړه پورې بازار دی.

بل دا چې په خپله افغانستان ډيرې طبيعي زيرمې لري، چې تر اوسه په سم ډول استفاده ورڅخه نه ده شوې. ډيرى هيوادونه غواړي چې له دې طبيعي زيرمو څخه ګټه پورته كړي او د همدې لپاره يو له بل سره رقابت كوي او د دې رقابت نتيجه دا ده چې په افغانستان كې جنګ روان دى.

د ډیورند کرښه: د ډیورنډ کرښی په اړه باید یو څه وړاندی نظر واچوو. په دی معنا چی د ډیورنډ کرښه چی له کله نه کښل شوې ده او بیا په سیمه کې د پاکستان له منځ ته راتګ له وخته راهیسې د افغانستان او پاکستان تر مینڅ وخت ناوخته تاوتریخوالی او آن تر جګړی پوری پيښې رامینځ ته کیږی. د دوهم بُن له غونډې څخه وړاندې د پاکستاني پوځونو له افغان او امریکایي ځواکونو سره  د مُهمندو ایجنسۍ تر څنګ د افغانستان په خاوره کې څه پوځي پېښې او ټکرونه منځ ته راغلل، تېرې هم څو څو ځله د افغانانو په خپله خاوره کې  پاکستاني پو ځیانو کړی ؤ، د لسګونو افغانی کلیو اوسیدونکی يی د کورونو پریښولو ته اړ ـ دهغوی کلي اوکورونه یې په پر له پسې ډول و نړول. او کوښښ يی کاوه چی ستراتیژیکی سیمی په خپل قلمرو کی داخلی کړي .او د دی ټولو پلمه همدا وه چې دلته پاکستاني طالبان د افغانستان خاورې ته ور اوښتي او له افغانستان څخه پر پاکستان يرغلونه کوي، په داسې حال کې چې دغه پاکستاني طالبان ښايی په خپله د پاکستان په لارښوونه د همدې پلمې جوړولو له پاره د افغانستان خاورې ته  را اوښتی وی. خو په اصل کې دوی غوښتل چی د افغانستان سترا تیژیکې او حاکمې نقطې د ځان کړی. یوڅه جګړه وشوه چې پایله یې په افغان خاوره کې د دوی د دوو تاڼو پر ړنګېدونکو او په لسګونو پوځي مرګ ژوبلو او جنازو بدله شوه . چی په دی سره په هغه وخت کی د دوی دغه پروژه ناکامه او دې ته اړ شول چې نور باید له طالبانو سره د سولې په نامه خبره اعلان  کړی. اود امریکې څخه يی ګیلې پیل کړې، په پاکستان کی امریکايی شمسی هوایی اډی تړل یې اعلان کړل، د ناټو د اکمالاتي کتارونو ټانکرونو ته ئي اورواچولو،  د پاکستاني  ملت تر نامه لاندې لاریونونه پیل شول. په افغانستان کی نا امنی زیاته شوه . چې د دی ټولو په پایله کی پاکستان په دی وتوانید چی له امریکا څخه (۷۰۰ ) مېلیون ډالری باج تر لاسه کړی.

پاکستان هر وخت د افغانستان پر سرحدی پوستو  بریدونه کړی او تقریبا لسګونه کیلومتره د افغنستان په خاوره کې دننه راغلی دی او دغه راز پراخ توغندیز بریدونه، ښايی له  دې ټولو څخه يي موخه  دا وی چې په افغانی لوری باندی د ډیورنډ د کرښی منلو په خاطر فشارونه زیات کړی او دغه راز د کنړ د سیند اونورې او به هم د پاکستان لپاره بیا په ځانګړی ډول په دې وخت کې چې پاکستان د انرژۍ د خورا  زیات کمی سره مخامخ دی یوه مهمه مسئله ده.

په دې ټولو سرحدی پیښو کې کله نا کله داستعماری ځواکونو لاس هم وی چې د دوو ګاونډی هیوادونو ترمینځ د اختلاف څخه دوی ګټه پورته کوی په دې وروستیو پیښو کې حتی د امریکا متحده ایالاتو پاکستان تشویق کړ چې د افغانستان خاورې ته را ننوځی او پلمه يی دا وه چې دلته تروريستان را ننوتلی. پاکستانی عسکر غواړی چې هغوی  وځپی د دې کار په نتیجه کې له یوه پلوه پاکستان ته ستونزې پیداکول غواړی، په دې معنا  چې پاکستان به دهند په ځای له  افغانستان سره په کشمکش کې مصروف شی او هند به د چین د مقابلې لپاره اوزګار شی له بله پلوه امریکا غواړی په افغانی دولت باندې ځینې فشارونه وارد کړی ترڅو خپلې یو شمیر غوښتنې ورباندې ومني. داپه داسې حال كې چې امریکا له خپلو ائتلافي ملګرو سره په افغانستان کې هراړخيز حضورلري، داسې ښكاري چې تېر څوکلونه یې له ترورېزم سره د جګړې په بهانه په افغانستان کې ډول ډول اكمالات کړيدي. كيداي شي زمونږ د هيواد ډيرې مهمې طبيعي  زيرمې يې  وړې وي چې مونږ به ئي په اړه هيڅ معلومات نه لرو ترڅو بله ورځ پاکستان یا ایران او یا خپله افغانستان په اتوم جوړولو کې ترې استفاده ونه کړي امريكا د خپل ستراتیژیک هدف ترلاسه کولو په وړاندې پراته خنډونو د لرې کولو له پاره د افغانستان دولتی اداره داسې پر فساد ککړه او کمزورې وساتله چې اوس نه د ځان امنیت ساتلی شي، نه د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري او نه د خپلو وطنوالو او خپلې خاورې او خپلواکۍ تضمین ور سره شته.

نا امني او جنګ جګړې زمونږ په هيواد كې د دې سبب شوې چې امريكا او دغه راز ګاونډي هيوادونه د افغانستان څخه ډيرې نامشروع غوښتنې ولري او ولسمشر حامد کرزي چې یو وخت د پاکستان او ایران په دری اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړ، کېدای شي په هغې کې د ایران ولسمشر خپل دوه فرمایشونه افغان ولسمشرته د بندو دروازو ترشا ورکړي وي: لومړی دا چې افغان ولسمشر دې له امریکایانو سره سترا تیژیک پوځي تړون نه لاسلیک کوي  او هر څومره چې ژر کېږي ناټو دې له خپل هېواده وباسي، خو ښاغلي احمدي نژاد پردې فکر نه دی کړی چې په کومو امکاناتو؟ او نه یې په افغانستان کې د خپلې ښکاره لاسوهنې بندولو څه ویلي دي . دوهم داچې ایراني چارواکو د موسی شفیق د وخت د هيلمند د اوبو له مجهول سند څخه داسې سیاسي حربه جوړه کړې چې د خپلې اړتیا له مخې هر وخت زموږ د کاواکه او مجبور هيواد پر ضد ترې کار اخلي او وایي چې دا اوبه به د تل له پاره که وچکالي وه، یا د اوبو پرېماني، افغانستان ساعت وار ایران ته ور کوي، چې دا کار موسی شفیق د ظاهرشاه په د ستور او فشار ترسره کړی ؤ. دغه راز ظاهر شا ه د نیم انج  نل اوبو په بد ل کې د تورخم ښارګوټی سره سترا تیژیکې حاکمې نقطې پاکستان ته ور کړیدي، خو ایران په فراه کې د دوغارون  او په هرات کې د سلما بندونه هم نه پرېږدي، آن تر دې چې ایران د سلما بند جوړوونکو هندي انجینیرانو ته  میلیونونه مبالغ ور کړل، چې هغوی دا بند ناقص پرېښود. د دوغارون پربند یې څو ځلې تخریبی یرغلونه وکړل، دافغانستان په ارضی تمامیت ئی تجاوز وکړ او سرحدي پوستې یې د افغانستان خاورې ته را وړاندې کړې، د افغاني سرحدي ځواکونو سره یې جګړې وکړې .. لنډه دا چې د اېران اصلي موخه  له دېاوبونه دا ده چې له دې لارې د ایران جغرافیه لویه کړي ..

ښایي دې ته ورته د پاکستان هم د بندو دروازو تر شا دا ډول څوغوښتنې وې :

لومړی داچې په افغانستان کې به د دوی د خپلې خوښې حکومت جوړوي

. دوهم داچې د پاکستان مخالفینو ته دې په خپله خاوره کې ځای نه ور کوي .

درېیم داچې له  امریکې سره به هيڅ ډول تړون نه لاسلیک کوي .

څلورم دا چې د ډېورنډ لاین قرارداد دې ور سره لاسلیک کړي .

پنځم افغان حکومت باید د پاکستان بې کیفیته تولیدات په خپل هيواد کې د یوه مصرفوونکي هيواد په توګه پر بيوزلو افغانانو باندې و پلوري .

شپږم دا چې د کونړ، علیشنګ او الینګار پر سیندونو دې ذخیره وي او د برېښنایي انرژۍ بندونه نه جوړوي .

اووم دا چې له پاکستان پرته دې دیپلو ماتیکې، کلتوري، تعلیمي، پوځي، صحي، تجارتي او نورې اړیکې له بل چا سره نه پالي .

اتم دا چې د پاکستان ګټو ته به په درنه سترګه ګوري .

خو افغان ولسمشركيداي شي د پاکستان له لارې د خپلو مالونو آزاد پرېښودلو، له طالب مشرانو سره د پاکستان په مينځګړيتوب د روغې جوړې کولو، د افغان وسله والو مخالفینو د تمویل، تجهیز او را ليږلو د بند ولو او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات راوستو په اړه له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې وي . چې پاکستان هيڅکله هم په دې اړه عملي ګام نه دى پورته كړى، متاسفانه زمونږ ګاونډي هيوادونه  ترخپل څنګ یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه غواړي او نه یې زغملی شي. دوی په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې هلته هر وخت د هرې معاملې له پاره امکان  موجود وي؛ ځکه په باثباته افغانستان کې د دوی سترا تیژیک اهداف له منځه ځي.

بل پلو امریکا او نور سیمه ییز ذي دخله هيوادونه هم باثباته او خپلواک افغانستان ته ليواله نه دي. ځکه امریکا په بې ثباته او په ښكيلاك پورې تړلي افغانستان او سیمه کې بيلې ګټې ویني او روسیه او چین د افغانستان د نورو ګاونډیانو په شمول خپلې بيلې ګټې محسوسوي

دا په دې مانا چې دا مهال افغانستان د خپلو کورنیو، نړیوالو او سیمه ییزو چاړه په لاس جلادانو په لاس کې اسیر دى، په هرصورت، دلته د جنګ او جګړې څخه د هيواد دښمنان او ګاونډي او سيمه ايز هيوادونه ګټه اخلي دوی  خپلې ګټې په دې كې ويني چې په افغانستان كې بايد جنګ وي تر څو دا هيواد په هراړخيز ډول آباد نشي( تعليمي، اقتصادي او …….)

دا چې افغاني دولت د ملل متحد څخه په افغاني خاوره د پاكستاني پوځيانو د توغنديزو بريدونو د ارزونې غوښتنه كړي ده. ښايي  په دې كې د دوی  موخه دا وي چې ولس ته دا وښيي  چې مونږ دا دى ملل متحد ته دا موضوع ورسوله او هغوی  به له مونږ سره مرسته وكړي او د پاكستان بريدونه به بند كړي خو دا كار ځكه شونى نه دى چې د يوې خوا پاكستان ډير په سپين سترګۍ د خپلو اهدافو د لاس ته روړلو لپاره دا فعلا هر څه كوي او د بله پلوه تجربې دا ښودلې ده چې ملل متحد تر اوسه د افغانستان په قضيه كې هيڅ ډول مثبت رول نه دى لوبولى؛ ځكه چې دوی  هر څه په خپلو سترګو ويني خو هيڅ نشي كولاي يا خو نه غواړي او ياهم دغه بنسټ د نورو له خوا اسير دى او هيڅ نشي كولاي.

—————————————————————————————————————————————-

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *