راتلونکی کنفرانس: د افغانستان او چين دوه‌اړخيزې اړېکې

 

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ «د افغانستان او چين دوه‌اړخيزې اړيکې» تر عنوان لاندې څېړنيز کنفرانس په کابل کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) له‌خوا جوړېږي، د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخيزو اړيکو او د سيمې په جيوپوليټيکو بدلونو کې د چين پر رول خبرې وشي.

په دغه کنفرانس کې به همدا راز د دغه مرکز له‌خوا د «افغانستان او چين؛ دوه‌اړخيزې اړيکې ۱۹۵۵-۲۰۱۵» تر عنوان لاندې چاپ شوي څېړنيز کتاب مخکتنه هم وشي. په دغه کتاب کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخيزو اړيکو د تاريخي شاليد ترڅنګ، په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو ته کتنه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا څېړنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تړاو مهمې موندنې او وړانديزونه هم لري.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *