د امریکا-پاکستان ترینګلې اړیکې او پر افغانستان یې اغېزې

 

د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې یو نوی پړاو لیدل کېږي. په لومړي ځل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه د پاکستان په تړاو سخت دریځ ونیوه او نیوکې یې پرې وکړې. د ټرمپ له دغه ټویټ وروسته، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر هم وویل، چې ټرمپ د پاکستان له چلند څخه خپه او نهيلی دی. دغه راز په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې هم پر پاکستان د دوه‌مخي سیاست تور لګولی دی.

په پاکستان کې د ټرمپ دغه ټويټ له توند غبرګون سره مخ شو. له پوځ څخه نیولې تر سیاسیونو پورې ټولو د امریکا دغه نوې ستراتېژي وغندله.  پاکستان نه یوازې دا چې په پاکستان کې د امریکا سفیر احضار کړ، بلکې د ټرمپ د ټویټ په اړه یې د کابینې او پوځ ګډه بېړنۍ غونډه هم راوبلله.

په بل اړخ کې په افغانستان کې پخوانیو او اوسنیو ټولو چارواکو د امریکا له دغه نوي دریځ څخه ملاتړ کړی او هیله یې ښودلې، چې امریکا باید عملي ګامونه پورته کړي.

دا چې د امریکا او پاکستان اړیکې له کومو پړاوونو تېرې شوې، په دوه‌اړخیزو اړیکو کې يې د نږدې‌والي او لرې‌والي کوم عمده لاملونه لرل او د واشنګټن-اسلام‌آباد وروستۍ اړیکې به پر افغانستان څه اغېزې وښندي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

 

اسلام‌آباد-واشنګټن؛ له جیوپولیټیک څخه اغېزمنې اړیکې

د اسلام‌آباد او واشنګټن د تېرو اوو لسیزو د دوه‌اړخیزو اړیکو تاریخ لوړې او ژورې لري. امریکا او پاکستان په دوو مرحلو کې یو بل ته ډېر نږدې شوي او هغه د سیمې جیوپولیټیک وو. لومړۍ مرحله د سړې جګړې پرمهال وه او په پیل کې امریکا او پاکستان د شورویانو او په سیمه کې د کمونستانو پرضد په ستراتېژيکه ملګرتیا کې ننوتل. د سیټو او سینټو اېتلافونه یې هم په همدې موخه رامنځته کړل.

خو د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو جګړو پر پاکستان اغېزې وښندلې او اسلام‌آباد له دغو اېتلافونو ووت. هغه مهال د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې. پاکستانیانو ادعا کوله، چې د هند او پاکستان د جګړو پرمهال یې له پاکستان څخه ملاتړ ونه کړ. خو کله چې پر افغانستان شورویانو یرغل راووړ؛ نو د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې بیا ورغېدلې او د شورویانو تر وتلو پورې يې دوام وکړ.

د نږدې دوه‌اړخیزو اړیکو دویمه مرحله هغه مهال پیل شوه، چې کله امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان بریدونه پيل کړل. که څه هم په دغه پړاو کې دغو دوه‌اړخیزو اړیکو لوړې او ژورې ولیدې؛ خو دومره هم خرابې او ترېینګلې نه وې، لکه د ۲۰۱۸ کال په لومړیو دوو اوونیو کې.

 

د پاکستان په تړاو د ټرمپ تګلاره

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې هم څو ځله پر پاکستان توندې نیوکې کړې وې؛ خو د ټاکنو پرمهال دواړو مخکښو کاندیدانو، هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ، تر ډېره د افغانستان او پاکستان په تړاو له څرګندونو ډډه وکړه.

د ټرمپ له واک ته رسېدو راهیسې دا دی یو کال بشپړېږي؛ خو په دې موده کې د امریکا-پاکستان اړیکې د بُش او اوباما د دورو په پرتله ترینګلې وې او دي. ډونالډ ټرمپ په دغه بهیر کې تر ډېره د توندلارو پر ضد د پاکستان پر رول او دریځ شکونه ښودلي او نیوکې یې پرې کړې دي. یوازې د حقاني شبکې له منګولو څخه د يوې امریکايۍ مېرمنې او کاناډايي خاوند د آزادولو پرمهال یې د پاکستان د دریځ ستاینه وکړه او دغه راز داسې برېښېدله، چې شاید امریکا به له پاکستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې ونه ځنډوي.

د پورتني تخمين خلاف، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: «امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې له پاکستان سره په احمقانه ډول تقریباً ۳۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده؛ خو هغوی له درواغو او غولونې پرته موږ ته هېڅ هم نه دي راکړي، او زمونږ پر مشرانو یې د ساده‌ګانو ګمان کړی دی. دوی هغو ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکړي، چې موږ يې په افغانستان کې لټوو.  له موږ سره یې په دې برخه کې کمه مرسته کړې ده او دا حالت نور دوام نه شي کولای». په دې توګه امریکا پر پاکستان خپلې نظامي مرستې ودرولې او اوس د پاکستان او امریکا اړیکې تم شوې دي.

 

پاکستان او امریکا؛ یو بل ته اړتیا لرونکي

پاکستان او امریکا د سیمې او په تېره بیا افغانستان په کچه یو بل ته اړتیا لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسې، امریکا له پاکستان سره تر ۳۳ میلیارده زیاتې مرستې کړې دي، چې ډېرې پکې نظامي مرستې دي. پاکستان د امریکا د دغو نظامي او اقتصادي مرستو بديل نشي موندلای. پاکستان که څه هم له چین سره ستراتېژيکه ملګرتیا لري؛ خو امریکا چې له پاکستان سره کوم ډول نظامي مرستې کوي او ټکنالوژیکې وسلې ورکوي، چین شاید داسې ونه شي کړای (په تېره بیا په نظامي برخه کې د چین او امریکا د ټکنالوژۍ ترمنځ پراخ واټن شته دی).

په بل اړخ کې امریکا هم، په افغانستان کې پاکستان ته اړتیا لري. که څه هم امريکا دا اندېښنه لري، چې پاکستان له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې له افغان وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کړی؛ خو ښايي دا هم درک کړي، چې اوس هم د امریکا د نظامي او خوراکي توکو لاره پر پاکستان ده. همدا د ترانزيټ خبره د واشنګټن او کابل لپاره ننګوونکې ده. دا چې واشنګټن به د پاکستان د لارې له بندېدو وروسته کومه لاره غوره کړي، د بحث وړ ده. امریکا له ایران سره هم ترینګلې اړیکې لري او د روسیې او بیا د منځنۍ اسیا له لارې هم ناممکنه برېښي؛ ځکه روسیې د ۲۰۰۸- ۲۰۱۲ کلونو پرمهال امریکا ته له وسلو پرته يوازې د نورو توکو اجازه ورکړې وه.

 

پر افغانستان د امریکا-پاکستان د ترينګلو اړیکو اغېزې

که د واشنګټن او اسلام‌آباد ترینګلو اړیکو ته وګورو، نو د پاکستان ترڅنګ به ښايي په منفي او مثبتو اړخونو کې تر ټولو زیاتې اغېزې پر افغانستان وکړي:

لومړی؛ که څه هم په تېرو ۱۵ کلونو کې له افغان وسله‌والو د پاکستان د ملاتړ قضيه مطرح ده؛ خو که چېرې د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ واټن نور هم زیات شي، ښايي د پاکستان له‌خوا د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ نور هم زیات شي او په پاکستان کې پټ او یا ښکاره امتیازات هم ورکړل شي، هغه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په څرګند ډول نشته دي.

دویم؛ پر امریکا د ترانزيټي لارې بندول به هغه لویه ننګونه وي، چې امریکا به ورسره مخ شي. دا که امریکا بدیله عملي لاره ومومي، نو تر ډېره شونې ده، چې پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات کړي. دې چارې ته باید په دې تناظر کې وکتل شي، چې امریکا له ایران سره خرابې اړیکې لري، د روسیې له لارې هم ناممکنه ده، د ځمکې له لارې د ترکمنستان، جورجیا او اروپا لاره ده. دغه راز د هوا له لارې د منځنۍ اسیا او یا هم هند له لارې افغانستان ته د اکمالاتو رسول دي؛ خو دا هم تر ډېره عملي نه برېښي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *