د سيمې جيو-پوليټيک بدلونونه او افغانستان

 

له تېرو څو کلونو راهيسې د سيمې جيوپوليټيک وضعيت د بدلون په حال کې دی او د سړې جګړې د دوران په څېر، د سيمې هېوادونه يو ځل بيا په دوو بلاکونو وېشل کېږي. له همدې کبله زموږ په سيمه کې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ سړه جګړه او سيالي روانه ده.

افغانستان له دغه وضعيت څخه نېغ په نېغه اغېزمن دی، ځکه له يوې خوا امريکا، چې د دغې نوې سړې جګړې او سياليو يو مهم لوبغاړی دی، عملا په افغانستان کې حضور لري او له بلې خوا اوس افغانستان د خپل جيوپوليټيک موقعيت له کبله د زبرځواکونو د سياليو په ډګر بدل شوی دی.

دا چې د سیمې جیوپولیټیک وضعیت په کوم لوري روان دی، په دغه وضعیت کې د افغانستان دریځ څه دی او افغانستان ته په اوسني وخت کې څه کول په کار دي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.

 

د سیمې جیوپولیټیک وضعیت

چين او روسيه هغه هېوادونه دي، چې په ۲۰۰۱ کال کې يې په افغانستان کې د امريکا او ناټو له پوځي حضور څخه ملاتړ وکړ؛ خو روسيه اوسمهال په سيمه کې د امريکا حضور ته د شک په سترګه ګوري او ترمنځ يې اړیکې د ۲۰۰۱-۲۰۰۹ کلونو په پرتله ډېرې خرابې دي. دواړه هېوادونه په سوریه، یوکراین او اوس په افغانستان کې د یو بل پرضد په یوه نااعلان شوې سړه جګړه کې ښکېل دي. له بله پلوه، امریکا د چین په سویل سمندرګي کې د بیجینګ د دریځ مخالف نظر لري او په سیمه کې یې د چین له مخالفو هېوادونو سوېلي اسیا، جاپان، ویتنام، تایوان او نورو سره ژورې اړیکې دي.

چين، چې اوسمهال يو اقتصادي او نظامي ځواک دی، په افغانستان کې له بې‌ثباتۍ او ناامنۍ څخه وېره لري او دا وېره يې تر ډېره د سينکيانک ايالت ته د ناامنيو له لېږد او د خپلو سترو سيمه‌ييزو اقتصادي پروژو د پلي کېدو پرو وړاندې خنډونو سره تړاو لري. له همدې کبله غواړي د افغانستان په مسائلو کې ځان ښکېل وساتي.

په سیمه کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته روسیه او ایران هغه هېوادونه وو، چې په افغانستان کې یې د امریکا په حضور نیوکې پیل کړې، دوی په سیمه کې د امریکا حضور نه یوازې دا چې د “ترهګرۍ” د ځپلو لپاره نه بولي، بلکې دلته د هغوی پوځي حضور د سيمې د بې‌ثباتۍ لامل بولي.

په بل اړخ کې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا د بیا متوازن کولو تګلاره اعلان کړه، چې یو شمېر چینایان دغه تګلاره د چین حصار ګڼي؛ ځکه دوی د آسیا بیا متوازن کول د چین په مقابل کې د هند، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو راپورته کول ګڼي. د امریکا او هند ترمنځ د همدغې نوې تګلارې په رڼا کې سوداګریزې او دفاعي اړیکې هم ورځ تر بلې پياوړې کېږي.

په وروستيو کلونو کې د امريکا او هند نژدې کېدل او په تېره بيا په تېر کال کې د امریکا او هند نظامي-لوجستیکي هوکړه‌لیک او دغه هېواد ته د امريکايي چارواکو ګڼ سفرونه داسې مهال وو، چې په سیمه کې د چین-هند او هند-پاکستان ترمنځ اړیکې د خرابېدو په لور روانې وې.

دا هر څه داسې مهال دي، چې امريکا تېره اوونۍ په خپله دفاعي ستراتيژۍ کې روښانه کړه، چې له دې وروسته به د دوی تمرکز له ترهګرۍ سره پر جګړې نه، بلکې له سترو قدرتونو سره په مبارزې وي.

له پاکستان سره د امريکا د اړيکو ترينګلتيا هم په افغانستان کې د امنيتي بې‌ثباتۍ او د افغان دولت وسله‌والو مخالفينو ته د پټنځايونو له کبله نه ده، بلکې د همدغه جيوپوليټيک وضعيت له کبله ده، چې پاکستان د چين ستراتېژيک ملګری دی او له روسيې سره هم ورځ تر بلې خپلې اړيکې پراخوي.

 

د افغانستان دریځ

که د سيمې جيوپوليټيک وضعيت ته ځير شو، نو دا مهال سيمه د امريکا-هند-افغانستان او په بل اړخ کې د روسيې-چين-پاکستان پر دوو بلاکونو وېشل شوې ده؛ خو چين په دې منځ کې هم له افغانستان سره دوستانه اړيکې لري او هم له امريکا سره د اړيکو د ترينګلتيا د مخنيوي هڅه کوي؛ ځکه د چين تګلاره تر ډېره اقتصاد-محوره ده. همدا لامل دی، چې چين په تېرو مياشتو کې د امريکا په پلوۍ د شمالي کوريا پر وړاندې ګامونه پورته کړل.

کله چې په ۲۰۰۹م کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکا ترمنځ اړېکې خرابې شوې، افغانستان چين او روسيې ته نږدې شو؛ خو د ملې یووالي حکومت له راتګ سره د امریکا او افغانستان اړیکې بېرته مخ په ښه کېدو شوې او د ملي یووالي حکومت په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک کړ.

له روسيې سره د افغانستان اړيکې وروسته له هغه خورا ترينګلې شوې، چې روسيې په افغانستان کې د داعش ډلې له راپورته کېدو څخه وېره څرګنده کړه او په افغانستان کې يې د دغې ډلې د نفوذ له پراخېدو سره د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مرستې ادعا وکړه. همدا لامل و، چې روسانو د داعش ډلې د ګواښ د مخنيوي په پلمه له طالبانو سره د اړيکو جوړولو په اړه څو ځله څرګندونې هم وکړې. د افغانستان ولسمشر بيا څو مياشتې وړاندې په پکتيکا کې له يوې خونړۍ چاودنې وروسته يوې غونډې ته له طالبانو سره د روسيې د پوځي مرستو خبره وکړه او له دې سره د افغانستان او روسيې اړيکې نورې هم ترينګلې شوې.

په بل اړخ کې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته کابل د اسلام‌آباد د همکارۍ په تمه داسې ګامونه واخیستل، چې له کبله يې له هند سره تر څو مياشتو پورې اړيکې سړې شوې؛ خو له پاکستان سره دا تودې اړیکې په کال کې د ننه بېرته سړې شوې او دواړه لوري پر يو بل له تورونو لګولو او لفظي جګړو څخه آن تر نظامي شخړو ورسېدل. له همدې کبله د افغانستان او پاکستان اړيکې له تېرو دوو کلونو راهيسې د بل هر وخت په پرتله خرابې دي او اوس د پاکستان پر وړاندې د امريکا نوې تګلاره او فشارونه يو مثبت بدلون ګڼي. په ورته وخت کې له هند سره د کابل اړيکې ورځ تر بلې پراخېږي.

پر دې سربېره کابل د تهران او ریاض ترمنځ هم د خپلو اړیکو تعادل ونه شو ساتلی. د ملي یووالي حکومت په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو شیعه حوثي وسله‌والو پرضد، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف څخه ملاتړ وکړ.

له همدې کبله، تېرو څو کلونو ته په کتلو سره، افغانستان د سيمې او نړۍ په کچه په جيوپوليټيکو بدلونونو کې او له بېلابېلو هېوادونو سره په اړيکو کې توازن او خپل د ناپېيلتوب عنعنوي سياست نه دی ساتلی او نه هم تراوسه توانېدلی چې دغه سيمه‌ييزې سيالۍ د ځان په ګټه مديريت کړي.

 

افغانستان ته څه کول په‌کار دي؟

د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه د امريکا نوې پوځي تګلاره او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو د مودې غځول، که څه هم افغان حکومت د خپل ځان لپاره بريا ګڼي؛ خو په دې تګلاره کې پر جګړې ټينګار او د سولې له پامه غورځول هغه څه دي، چې له کبله يې له حکومته د باندې پر دغې تګلارې نيوکې کېږي او دا د افغان جګړې د اوږدولو په معنا بلل کیږي.

سره له دې چې افغانستان دا مهال د امريکا مرستو ته اړ دی او داسې انګېري چې د امريکا له نظامي او مالي مرستو پرته يې بقا ناشونې ده؛ خو په ورته وخت کې د دغو مرستو لوړه بيه پرې کوي او ورو ورو د زبرځواکونو د نيابتي جګړو په ډګر بدلېږي.

د افغانستان بهرنی سياست په ځانګړې توګه د امريکا، چين او روسيې په برخه کې متوازن نه دی او په داسې حال کې چې ځينې تحليلونه ښيي، چې امريکا په سيمه کې جګړه غواړي او دا وضعيت د سيمې د هېوادونو په تېره بيا چين او روسيې اندېښنې له ځان سره لري، ښايي دا ستونزه نوره هم اوږده او ژوره شي.

افغانستان ته په‌کار ده، چې د خپل متوازن بهرني سياست له لارې د سيمه‌ييزو او نړيوالو سياليو له منفي اغېزو ځان وژغوري؛ ځکه نو په اوسني وخت کې افغانستان ته پکار ده، چې دا وضعيت له خپلو ګټو سره سم مديريت کړي او يوه روښانه او متوازنه بهرنۍ تګلاره غوره کړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *