د تاشکند غونډه او د افغان سولې د بريا فکټورونه

 

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز/ حکمت الله ځلاند

تاشکند تېره اوونۍ د افغانستان په تړاو د مهمې نړيوالې غونډې کوربه و. په دې دوه‌ورځنۍ غونډه کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترڅنګ، د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې، د امريکا، برېتانيا، جرمني، روسيې، چين، فرانسې، سعودي عربستان، ايران، پاکستان، هند او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو په ګډون له ۲۰ زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

ولسمشر اشرف غني دغې غونډې ته په وينا کې يو ځل بيا د افغانستان د سولې او امنيت په تړاو د نړيوالې او سيمه‌ييزې اجماع پر جوړېدو ټينګار وکړ او د غونډې له ګډونوالو څخه يې له طالبانو سره د بين‌الافغاني سولې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کوربه‌توب لپاره چمتووالی وښود او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان د سولې پروسه د ټولې سيمې لپاره مهمه ده او سولې ته د رسېدو ګډ هدف بايد عملي بڼه غوره کړي.

د کنفرانس ګډونوالو په مشترکه اعلاميه کې هم له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو په اړه د افغان حکومت د وړانديز ملاتړ کړی او له طالبانو يې غوښتي چې د حکومت دا وړانديز ومني.

دا چې د ملي يووالي حکومت د سولې تګلاره په کوم لوري روانه ده، د حکومت د سولې د نوې طرحې ارزونه څه ده او په ټوله کې د سولې پروسې د بريا فکټورونه کوم دي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د افغان حکومت د سولې بدلېدونکې تګلاره

د ملي يووالي حکومت په تېرو دريو کلونو کې د سولې تګلاره پر بهرني سياست راڅرخېده او تر ډېره د سيمه‌ييزې او نړيوالې اجماع د جوړېدو هڅه وشوه. په داخلي اړخ کې، افغان حکومت د دې پرځای چې د خپلو پالیسیو او تګلارو له مخې سولې ته زمینه برابره کړي او د باور جوړونې هڅې وکړي، ټول زور او تکیه یې په همدې وه، چې د زور له لارې افغان طالبان د سولې مېز ته راکش کړي، کوم څه چې په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې يې پايله نه وه لرلې.

د حکومت دا تګلاره تل د امنيتي پېښو قرباني وه او هر کله چې د سولې په پروسه کې وړوکی پرمختګ هم لیدل کېده، نو د يوې پېښې له کبله به بيا دا پروسه په ټپه ودرېده. د ملي یووالي حکومت، په دغه ټول بهیر کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې یوازې د مري د خبرو اترو بریا درلوده؛ خو هغه پروسه هم د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو سره تم شوه.

دا لومړی ځل و، چې د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د حکومت د سولې په دريځ کې بدلون وليدل شو او د زور او پر جګړې د ټينګار پر ځای يې، طالبانو ته د مخامخ خبرو اترو د پيل لپاره يو شمېر وړانديزونه وکړل. په تاشکند کې وروستۍ غونډه هم په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په موخه، په ۱۳۹۷ لمريز کال کې لومړۍ هڅه ده، چې د کابل پروسې د دويمې ناستې د طرحې ملاتړ يې له اصلي موخو ګڼل کېږي.

 

د حکومت د سولې د طرحې ارزونه

د کابل پروسې په دويمه غونډه کې ولسمشر اشرف غني د حکومت د سولې نوې تګلاره اعلان کړه. دا غونډه په کابل کې د طالبانو له څو خونړيو بريدونو يوازې څو ورځې وروسته داسې مهال جوړه شوه، چې افغان حکومت له دغې ډلې سره د سولې خبرې تحريم کړې وې او له همدې کبله تمه نه کېده، چې حکومت دې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې دا ډول بې‌مخينې نرمښت وښيي.

د افغان حکومت له‌خوا له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو د پيلېدو لپاره شوي وړانديزونه په تېره څه باندې يوه‌نيمه لسيزه کې بې‌مخينې وو؛ ځکه تر دې مخکې د حکومت د سولې غږ تل د طالبانو د تسليمولو په معنا بلل کېده.

د کابل پروسې په دويمه غونډه کې طالبانو ته د حکومت وړانديزونه تر ډېره د سولې لپاره عملي ګام وبلل شو؛ خو تر ټولو مهمه ستونزه يې دا ده، چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د برخليک په اړه هېڅ ډول اشاره نه ده پکې شوې. کوم څه چې د طالبانو د جګړې اصلي لامل بلل کېږي.

په ټوله کې د سولې اړوند هره هڅه هیله‌بښونکې ده او د حکومت دغه نوښت هم د سولې بهير د بريا په اړه هيلې راټوکولې دي؛ خو داسې برېښي، چې د افغان حکومت وروستۍ هڅې به تر هغه چې د جګړې پر بنسټيزو عواملو تمرکز ونه کړي، کومه رغنده پايله ونه لري. همدا لامل دی، چې طالبانو په خپلې چوپتيا سره د افغان حکومت د سولې وړانديزونو ته مثبت ځواب ونه وايه.

 

د افغان سولې د بريا فکټورونه

اوسمهال داسې ښکاري، چې له طالبانو سره د سولې لپاره د سيمې په کچه د بل هر وخت په پرتله اجماع رامنځته شوې ده؛ خو بيا به هم د افغان حکومت د سولې د طرحې بريا له دوو ټکو سره تړلې وي:

لومړی؛ له طالبانو سره د امريکايانو خبرې: طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړانديزونو يوه ورځ وړاندې، د امريکا کانګرېس او خلکو ته د طالبانو پرانېستی ليک ښيي، چې طالبان له امريکايانو سره د خبرو اترو په اړه يوه خوله دي. په اوسني وخت کې امريکا د افغان سولې قضيه کې ځان د جګړې لوری نه، بلکې دريمګړی بولي؛ خو عملا د افغانستان په ټولو سيمو کې طالبانو ته لاهم تر ټولو سخت ګواښ د امريکايي ځواکونو د بريدونو دی او له همدې کبله دوی د خپل ځان لپاره د جګړې اصلي لوری امريکا بولي.

طالبان د بهرنيو ځواکونو د وتلو اړوند خپلې لومړنۍ غوښتنې په اړه افغان حکومت بې‌صلاحيه بولي او په داسې حال کې چې امريکا به په ۲۰۱۸ کال پر افغان جګړه ۴۵ مليارده ډالره لګوي، دا خبره تر ډېره بريده خپل ځای مومي. ځکه نو ترڅو چې امريکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو برخه ونه ګرځي، داسې برېښي چې له طالبانو سره به د افغان حکومت د مخامخ خبرو لپاره زمينه برابره نه شي.

دويم؛ د طالبانو د دريځ بدلون: ترڅو چې طالبان افغان حکومت او په تېرو ۱۷ کلونو کې دلته جوړ شوی نظام، د يوه حقيقت په توګه ونه مني، د سولې د خبرو اترو د پيلېدو شونتيا کمه برېښي. نړيواله ټولنه او په تېره امريکا هم ښايي چمتو نه شي، چې افغان حکومت د سولې د خبرو اترو له چوکاټه ووځي. که امريکا د خبرو اترو برخه وګرځي، ښايي طالبان هم د بین‌الافغاني تفاهم له طرحې سره همغږي وښيي؛ خو په دې صورت کې ښايي دا دواړه فکټورونه لازم او ملزوم وګڼل شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *