امريکا په افغانستان کې د ٢٠ زره سرتېرو ساتنې په هڅه کې!

 

له اسوشېتدپرس څخه په نقل سره، د فارس خبري اژانس په يوه رپوټ کې راغلي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځ لوی قوماندان وايي، چې امريکا به له ٢٠١٤ زېږدي کال وروسته، په افغانستان کې شاوخوا شل زره سرتېري ولري. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال «جیمز ماتیس»، د دغه هېواد مشرانو جرګې ته په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰ امریکايي سرتېرو د لرلو سپارښتنه کوي چې د ناټو او د امریکا د نورو ملګرو ۶۵۰۰ تنه سرتیري به چې د امریکا د سرتېرو د ټول تعداد ۵۰ سلنه ده، هم ورسره وي.

په دی اړه ډاکټر وحیدالله مصلح دستراتیژیکو او سیمیزو څیړنو د مرکز مرستیال او د سیاسی چارو کار پوه داسی نظر لری:

تر ۲۰۱۴ کال وروسته، په افغانستان کې، د امريکا په مشرۍ ايتلاف، په لاندې ډول د تحليل وړ دی:

په يو قوي مورد کې به امريکا له افغان دولت سره د يو تړون په ترڅ کې دلته په بدلو نومونو د دايمي اډو طرحه لاسليک کړي. دا طرحه به په افغانستان کې د امريکايي نظاميانو شمېر، وسايل، ځایونه، قوانين او نورې برخې نهايي کړي. بهرنيان دلته پاته کېدو ته خپلی موخي لري:

 

۱- هغوی که له دې سيمې ووځي، دا به په دې معنا وي، چې هغوی دلته په مرکزي اسيا، او د چين او هند په شاوخوا کې، خپلې ګټې ځايي لويو قدرتونو ته بايلي، امريکايان که له دې سيمې ووځي، نو داسې به ووځي چې ددې سيمې له ټولو ستراتيژيکو موخو به لاس وينځي او ددې سيمې په تغيراتو کې به د معادلو د توازن، هيڅ لوری نه وي، او امريکا په هيڅ صورت داسې يو حالت نه شي منلي.

۲- امريکا په افغانستان کې، د تېرو يوولسو کلونو لاسته راوړنې، څنګه په يوه چټک په شاتګ مانور کې، له لاسه ورکړي؟

۳- امريکايانو ته ددې اوږدې جګړې د دوام پر ځای، دا ډېره په ګټه ده، چې هغوی دې په اډو کې، خوندي وي، او د دوی جګړه دې ځايي نظامي بنسټونه، پر مخ بوځي، په دې ډول به هغوی، دلته د امريکا ضد سيمييزو خطرونو په وړاندې، بالقوه فزيکي شتون هم ولري او خپله روانه جګړه به يې هم، په يو حد کې بايللې نه وي.

 

————————————————————————————————————————————————

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *