برېښنايي پېژندپاڼې او د شته اختلافاتو راتلونکی

 

حکمت الله ځلاند / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

په افغانستان کې د ټاکنو د روڼتيا او درغليو د مخنيوي لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اړتيا يو هغه لامل و، چې له کبله يې د افغانستان پارلماني ټاکنې درې کاله وځنډېدې؛ خو له دغه ځنډ سره سره بيا هم د دغو پېژندپاڼو له وېش پرته د ټاکنو پروسه پيل شوه او اوس عملا د کاغذي پېژندپاڼو په وېش کې په پراخه کچه درغلۍ روانې دي.

د ټاکنو د قضيې ترڅنګ، ګڼ شمېر نورو اړتياوو ته په کتلو سره، له وړاندې بايد دغه پېژندپاڼې وېشل شوې وای؛ خو دا پروسه په تېرو کلونو کې له خنډونو سره مخ شوه او لا هم ننګوونکي خنډونه په مخ کې لري.

ولسمشر اشرف غني د غوايي په ۱۳مه د لومړنۍ پېژندپاڼې په اخيستلو سره رسما دغه بهير پيل کړ؛ خو ساعت وروسته اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په يوه کنفرانس کې راڅرګند شو او د ولسمشر له دغه کار سره يې مخالفت وکړ.

دا چې د برېښنايي پېژندپاڼو (الکترونيکي تذکرو) اړتيا او اهميت څه دی، ولې دا پروسه د اختلافاتو ښکار شوه او دا ستونزه او د برېښنايي پېژندپاڼو د بهير برخليک په کوم لوري روان دی؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د برېښنايي پېژندپاڼو اړتيا او اهميت

په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د سيمې د ګڼو هېوادونو په کچه نوښت بلل کېږي او بېلابېلو لاملونو ته په کتلو سره د ډېر اهميت وړ ده، چې ځينې اړتياوې او اهميتونه يې په لاندې ډول دي:

  • په ټاکنو کې د درغليو مخنيوی؛
  • د ټاکنو لپاره د کارتونو د توزېع يا نوم‌ليکنې د لګښتونو سپما؛
  • د هېواد د وګړو د دقيق شمېر معلومېدل؛
  • نړيوال سټنډرډ او له هېواده بهر د معياري پېژندپاڼې په توګه د کارولو ګټې؛
  • په پاسپورت، د موټر چلولو جواز، د موټر ګرځولو جواز، نکاح‌خط او نورو خدماتو کې آسانتيا؛
  • د بهرنيو وګړو له‌خوا د افغانستان د تابعيت د تذکرو اخیستلو مخنيوی؛
  • د يوه کس له‌خوا د څو تذکرو اخیستلو او ورته نورو درغليو او اداري فساد مخنيوی؛
  • د جنايي جرمونو کنټرول او د مجرمينو په پېژندلو کې آسانتياوې؛
  • او نور.

دا هغه موارد دي، چې د برېښنايي حکومتولۍ د بنسټ په توګه د يوه دولت له‌خوا د خدماتو وړاندې کولو، مالياتو ورکولو او راټولولو، اقتصادي ودې او پرمختيا، پاليسيو جوړولو او نورو برخو کې خورا مهم او د وخت اړتيا بلل کېږي.

 

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ځنډنی بهير

د برېښنايي پېژندپاڼو د پروژې عملي چارې لومړی ځل د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د GTR په نوم يوه خصوصي شرکت ترمنځ د يوه تړون په لاسليک کولو سره پيل شوې او ټاکل شوې وه، چې د وېش لړۍ يې په اتو مياشتو کې پيل شي؛ خو د ناڅرګندو لاملونو له مخې دا لړۍ پيل نه شوه.[1]

وروسته بيا د ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کې د دغې پروژې د عملي چارو د پيل په موخه د مخابراتو او کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ يو تړون لاسليک شو، چې له مخې يې بايد په شپږو مياشتو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيل شوې وای؛ خو بيا هم د نامعلومو لاملونو له کبله دا لړۍ پيل نه شوه.

ظاهرا د دغې پروژې د عملي کېدو په لاره کې يو خنډ هم د نفوسو د احوالو د ثبت قانون په اړه شته اختلافات وو، چې که څه هم د ولسي جرګې له‌خوا په ۲۰۱۳ کال کې تصويب شو؛ خو مخکېني ولسمشر حامد کرزي توشېح نه کړ او دا کار يې راتلونکي ولسمشر ته پرېښود.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو سره ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون توشېح کړ، چې د شپږمې مادې له مخې يې په تذکرو کې قوم او مليت دواړه نه ليکل کېدل؛ مګر دا ماده له مخالفتونو سره مخ شوه او له کبله يې دا بهير لا ډېر جنجالي شو.

په پای کې ولسمششر د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۲مه له مشورو وروسته د يوه تقنيني فرمان له لارې د دغه قانون تعديل شوې بڼه توشېح کړه، چې له مخې يې په پېژندپاڼو کې د قوم، مليت او دين ځانګړنې ليکل کېږي. ولسي جرګې دغه تقنيني فرمان ته د رد او مشرانو جرګې د تاييد رايه ورکړه او له همدې کبله د دواړو جرګو ګډ کميسيون جوړ شو او بالاخره يې دا فرمان تاييد کړ؛ خو بيا هم دا ستونزه په بشپړ ډول هواره نه شوه.

 

ولې برېښنايي پېژندپاڼې د اختلافاتو ښکار دي؟

په برېښنايي پېژندپاڼو کې د مليت او قوم د ذکر کولو يا نه ذکر کولو موضوع هغه قضيه ده، چې ظاهرا يې له تېرو څو کلونو راهيسې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی. د مليت د ليکلو مخالفين وايي، چې «افغان» اصلا د پښتون په معنا دی او په تذکرو کې ټولو خلکو ته د ملت په توګه د افغان کلمه ليکل د هويت جعل دی. د جمعيت اسلامي د رسمي دريځ له مخې هم د قومي هويت ليکلو اړتيا نشته او يوازې «د افغانستان اسلامي جمهوريت» تر نامه لاندې د پېژندپاڼو توزېع کفايت کوي.[2]

په بل اړخ کې، د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې څلورمه فقره صراحت لري، چې «د افغان کلمه د افغانستان د ملت په هر فرد اطلاق کېږي». ځکه نو په تذکرو کې د «افغان» کلمې د ذکر کولو پلويان وايي، چې دا بهير کومه حقوقي او قانوني ستونزه نه لري او په دې تړاو کومې مشورې ته هم اړتيا نه ليدل کېږي. له همدې کبله ولسمشر غني هم د دغه بهير له پرانيستې وروسته په يوه غونډه کې وويل: «زموږ بحث پر دې نه دی چې څه ډول اساسي قانون ولرو، بلکې زموږ بحث پر دې دی چې اساسي قانون پلی کړو».[3]

بل لامل، چې له مخې يې په پېژندپاڼو کې د مليت ذکر کولو پلويان پر خپل دريځ ټينګار کوي، دا دی چې له تاريخي او رسمي پلوه له پخوا راهيسې د افغانستان اوسېدونکي د افغان په نوم نومول شوي او په نړيواله کچه هم څوک چې د افغانستان په جغرافيه کې اوسېږي، افغان پېژندل کېږي؛ ځکه نو د افغانانو لپاره افغانستاني يا خراساني يا کوم بل هويت دود کول ناشونی کار دی. همدا راز، په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېل قومونه په يوه هويت پېژندل کېږي؛ لکه په ازبکستان کې بېلابېل قومونه د ازبک، په تاجکستان کې بېلابېل قومونه د تاجک، په ترکمنستان کې بېلابېل قومونه د ترکمن او داسې نور.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله که څه هم د دغه اقدام پر وړاندې د خپل مخالفت څرګندولو په کنفرانس کې وويل، چې د «افغان» او «مسلمان» په توګه پر خپل هويت وياړي؛ خو دا چې پر دې موضوع ملي اجماع نشته او له ده سره پرې توافق نه دی شوی، دا بهير يې نامشروع وباله او ګوت‌څنډنه يې وکړه، چې دوام به يې هېواد د بحران په لوري بوځي.

په دې منځ کې يو شمېر سياسيون غواړي، له قومي او ژبني تعصب او په ځانګړې توګه همدې قضيې څخه په ګټې اخيستنې سره ځان ته کمپاين وکړي او خپل پلويان زيات کړي. له همدې کبله په دواړو اړخونو کې يو شمېر سياسيون پاروونکې ويناوې کوي.

له دې سره سره، په اوسني وخت کې د دغې پروسې د دوام له کبله په ټوله کې د کومې جدي ګډوډۍ او کشمکش وېره نه ليدل کېږي؛ ځکه د دغه بهير په پرانيست‌غونډه کې د ولسمشر ترڅنګ ګڼ شمېر جګ‌پوړو چارواکو او قومي-سياسي مشرانو هم ګډون کړی و، چې له دې جملې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، د ولسمشر د لومړي مرستيال زوی باتور دوستم، د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د سولې د عالي شورا مشر کريم خليلي، د اجرائيه رئيس لومړي مرستيال انجنير محمد خان او ځينو نورو چارواکو شتون پکې مهم و.

په ټولنيزو رسنيو کې هم ښکاري، چې د دغې قضيې په تړاو د عامو افغانانو نظر تر ډېره بدل شوی او ډېری خلک نور نه غواړي چې دغې قضيې ته لا زياته لمن ووهل شي او دا اختلافات نور هم ژور شي.

 

د اختلافاتو راتلونکی

سره له دې چې په راروانو پارلماني ټاکنو کې به برېښنايي پېژندپاڼې ونه کارول شي؛ خو بيا هم له څو کلن ځنډ او ډېرو ستونزو سره سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهير پيل، د دغو پېژندپاڼو اهميت ته په کتلو سره، مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

د اوس لپاره به د کاغذي او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهير په موازي ډول پر مخ ولاړ شي او له راروانو ټاکنو وروسته به ښايي د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کېدو مهالوېش اعلان شي. داسې ښکاري چې په دې توګه به دا ستونزه هم هواره شي او په وروستيو مياشتو کې به د مخالف دريځ عام وګړي هم دا پېژندپاڼې واخلي.

لکه څرنګه چې د نفوسو د ثبت او احوال اداره هم وايي، داسې برېښي چې دا بهير به د سياسي اختلافاتو له کبله ونه درېږي او شپږ مياشتې وروسته به د هېواد د لويو ښارونو په مرکزونو کې هم د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پرانېستل شي؛ خو په هر صورت به له ځينو ننګونو سره هم مل وي.

په دې تړاو شته اختلافات په اوسني وخت کې تر ډېره قاطع دريځونو ته اړتيا لري؛ ځکه په دې منځ کې د ځينو کړيو فعاليت، د تفاهم له لارې د دغې قضيې هواری ناشونی کړی. د بېلګې په توګه، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د مليت او قوميت د ليکلو له قضيې په استفادې سره ځينې کسان د «افغانستان» نوم په «خراسان» بدلولو خبره کوي، کوم څه چې د دغو اختلافاتو او جنجالونو د لا ژورېدو تصوير له ځان سره لري او که دا قضيه نورو بحثونو ته ولاړه شي، حل به يې ناشونی شي.

پای

[1] See online: http://mcit.gov.af/fa/news/273

[2] See online: http://www.bbc.com/persian/afghanistan-44003572

[3] See online: http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44030913

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *