طالبان غواړي، له ايران سره د مخالفت پر ځای، له تفاهمه کار واخلي

 

د طالبانو ډلې منلې، چې استازي يې ايران ته په رسمي سفر تللي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې، د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي. څو ورځې مخکې د ايران فارس خبري اژانس رپوټ ورکړی و، چې د طالبانو د سياسي استازنځي غړو د ايران د اسلامي جمهوريت له امنيتي چارواکو سره، د دغه هېواد په پلازمېنه په تهران کې کتلي دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دغه سفرتاييد کړی دی.

په دې اړه، د سيمه ييزو او ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز مرستيال او سياسي چارو شنونکی دوکتور وحيدالله مصلح داسې نظر لري:” په دغسې کتنو کې د ايران او طالبانو دواړو لوريو لېوالتيا د پام وړ ده، د ايران لېوالتيا خو له هغه ځايه څرګنده ده، چې په پرله پسې ډول طالبانو ته د سفر بلنې ورکوي او زمينې ورته مساعدوي او طالبان بيا دغسې بلنو ته په مثبت ځواب سره، غواړي خبرو اترو ته خپله لېوالتيا وښيي.

داسې ګومان کېږي، چې طالبان په دغسې خبرو سره غواړي، له ايران سره د ټکرونو پر ځای، د تفاهم ژبه ولري. طالبان ښايي په دې فکر کې هم وي، چې تر ۲۰۱۴ وروسته پړاو کې به، دوی مرکزي کردار ولري؛ نو په دغسې راتلونکي کې هغوی د يوه مخالف او دښمن ايران پر ځای، يوه متفاهم ايران ته لومړيتوب ورکوي. د ځينو رسنيو په حواله داسې ويل کېږي، چې د خبرو اترو پر مهال د طالبانو سياسي استازو ايران ته د دې قناعت ورکولو هڅه کوله، چې تر ۲۰۱۴ وروسته پړاو کې، دوی د بېلابېلو قومونو او مذهبي ډلو د مشارکت پر بنسټ دولت غواړي.

له بلې خوا داسې تحليل هم شته، چې ايران په سيمه کې د نفوذ ګڼ انتخابونه ځانته خوندي کوي او په دې ډول له نړيوالو او سيمه ييزو قوتونو سره چنې وهي.

د خبرو اترو په يوه بله موخه کې، طالبان له دغسې فرصتونو څخه په استفادې سره، غواړي چې ايران ته له درېيم لاس پرته نېغ په نېغه خپل سياستونه په خپله روښانه کړي.

داسې ويل کېږي چې، په ايران کې د خبرو اترو پلاوي په دوو نژدې وختونو کې تللي او راغلي دي، کوم پلاوي چې د ايران د دولت په بلنې سره د (علماوو او اسلامي ويښتابه) تر سرليک لاندې کنفرانس کې برخه اخېستې وه، د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي په وينا، د دوی استازو هلته د مهمو نړيوالو مسئلو په اړه د اسلامي امارت ليدلوری بيان کړ. د احمدي د وينا له مخې، د طالبانو استازو له ايراني لوري سره په خبرو اترو کې، په ايران کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې وکړې او له ايراني چارواکو يې غوښتي دي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته پام وکړي او د بدو پېښو مخه دې ونيسي.

که دا خبرې واقعيت ولري؛ نو په ايران کې طالبان، هم په نړيوالو قضيو او هم د افغان کډوالو په قضيه کې له قوي دريځه خبرې کوي او د خبرو دغسې سير د طالبانو لپاه يوه مهمه لاسته راوړنه ده. او بالاخره د طالبانو دا مانور بيا هم د دولت پر کمزورتيا او د طالبانو پر سياسي ګټې دلالت کوي، افغان دولت هر ځل، تر خبرو اترو وروسته ماحول کې خبرې کوي. دوی يا خو د خبرو اترو غندنې کوي او يا هم له مقابل لوري د سپيناوي غوښتنه”.

—————————————————————————————————————————————-

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *