په سيمه کې دامريکا دپايښت نوې هڅې

 

سیدالرحمان عمران

موده مخکې په افغانستان کې د امریکا سفیر ګروسمن له یو داخلی تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل: امریکا ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د بیلتون رسمی کرښې ګڼی، او دا د امریکا پالیسی ده.

وروسته لدې چې د ګروسمن خبرو د هیواد دننه او بهر د بیلابیلو افغانی کړیو پراخ غبرګونونه و پارول، او له سفیر نه یې د خپلو خبرو بیرته اخیستل و غوښتل په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا په ډاګه کړه چې ډیورنډ د پاکستان او افغانستان رسمی پوله ده او دا لا له پخوا دامریکا پالیسی ده.

دډیورنډ کرښې په اړه د ګروسمن او نورو امریکایی چارواکو وروستۍ څرګندونې له څو اړخه حیرانونکی دي: لومړی دا چې امریکا د تیرو نژدې دوولسو کلونو په ترڅ کې ولې دا خبره نه مطرح کوله چې اوس یې کوي تر دې چې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیلزاد نه په بار بار په رادیویی مرکو کې پدې اړه پوښتنه وشوه، خو نوموړی به ویل چې دا د پاکستان او افغانستان خپلمنځي مسله ده او امریکا پکې غرض نلري. بله داچې پداسې حساس وخت کې چې بهرني ځواکونه له هیواد نه په وتو دي ددې موضوعاتو مطرح کول څه مانا لري؟.

د ۲۰۰۱ سپټمبر نه وروسته چې امریکا په افغانستان باندې پوځی تیری وکړ، پدې پلمه چې ګنې د سپټمبر پیښې د القاعده تنظیم له لوري ترسره شوي چې مرکزونه یې په افغانستان کې دي، نو باید هغوی یی د له منځه وړلو لپاره په افغانستان برید وکړي. خو که د نړی تاریخ ته و کتل شي، او بیا پکې د بیلابیلو سترو جګړو لاملونه و پلټل شي، څرګنده به شي چې د جګړو د ظاهری پلمو تر شا نورې سترې موخې پرتې دي چې د وخت له تیریدو سره را دبره شویدي، د امریکا اوسنی جګړه هم د همدې ځنځیر یوه کړۍ ده.

اوس پوښتنه دا ده چې امریکا کوم اهداف لری او آیا خپلو موخو ته رسیدلې که څنګه؟

امریکا له ډیر پخوا نه په سیمه کې دپښې ځای پیداکولو په لټه وه، امریکا که له یوې خوا د اسراییلو د مصونیت پروژه پرمخ وړي، له بلې لوري غواړی له خپلو هغو سترو پوځي او اقتصادي رقیبانو سره چې په سیمه کې وجود لري، هم د سیالۍ ځای پیدا کړي، په یوه ډول یی تر خپل فشار لاندې ونیسی، او هغو هیوادونو کې چې د نوموړو تر تاثیر لاندې دي ور ته ستونزې و زیږوي. نو دې ټولو موخو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کې یی شتون ضروری او حتمی دی.

د تیرې لسیزې په ترڅ کې امریکا ډیره هڅه و کړه چې په افغانستان کې ځان ارام کړي، څو دخپلو نورو موخو د پرمخ بیولو لپاره وخت پیدا کړي. خو دا دی وینو چې اوس نژدې ۱۲ کاله تیریږي خوتراوسه هم په هیواد کې جګړه روانه ده، او لایی د پخوا په پرتله شدت موندلی، امریکا ډیره هڅه و کړه چې حالات کنټرول کړي، آن د خپلو ځواکونو شمیر یې زرګونو ته ورساوه خو کومه په زړه پورې نتیجه یی ور نکړه. سره لدې یی هم نورې ډیرې لارې و کارولې، په داخل کې یې په سیاسی ګوندونو کار وکړ، د ولس د بې حیایۍ او لادینی لپاره یې په لسګونو ډول ډول پروګرامونه په لاره واچول، ددیموکراسۍ نغارې یی و ډنګولې، او نورو غولونکو لارو نه یې کار واخیست، څو افغان ولس د بهرنیو منلو ته حاضر کړي، چې بیا وروسته وکړای شي چې څه یې زړه غواړی ترسره یې کړي. خو دې کار څه نتیجه ور نکړه، امریکایان پوه شول چې په افغان ولس باندې ددې چلونو اغیز نشته، افغان ولس په دین مین ولس دی، غرور لري، دغربی کلچر منلو ته حاضر نه دی، نه خپله خپلواکي پریښودی شي او نه هم د بهرنیو زغملو حوصلې لري. له بلې خوا افغان حکومت هم دومره نابود او بې مزې وخوت چې آن د ارګ دننه هم ځان نشي ډاډمنولای، نو اوس وخت ددې دی چې امریکایان پدې هیواد کې د مصون اوسیدو لپاره نورې لارې چارې و لټوی.

په ۲۰۰۹م کال کې د سپینې ماڼۍ مرستیال جوبایډن، اوباما ته د نورو عسکرو لیږلو پر مهال مشوره ور کړې وه چې مونږ باید افغانستان ته نور عسکر وا نه استوو، بلکې ددې پرځای په پاکستان کار وشي، ځکه د افغانستان د امنیت کیلي له پاکستان سره ده، د نورو عسکرو د لیږلو پر ځای له ډرون یا بې پیلوټو طیارو کار واخیستل شي، او دخپلو کارونو د ښه پرمختګ لپاره باید په پاکستان لا زیاته سرمایه ګذاری وشي. خو هغه مهال اوباما د جوبایډن د خبرو په پرتله په افغانستان کې د پوځی قوماندانو خبره و منله او د عسکر لیږلو پریکړه یې و کړه. خو اوس امریکایی چارواکي دې پایلې ته رسیدلي چې د پاکستان له مرستې پرته یې پدې هیواد کې شتون ستونزمن او آن ناشونی دی.

اوس نو چې د پاکستان خبره مطرح ده نوباید د پاکستان غوښتنو او وړاندیزونو ته غوږ کیښودل شي او د افغانستان پر سر ورسره معامله و کړي.

د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه له افغانستان سره د ډیورنډ کرښه ده، دا غوښتنه په وارو وارو د پاکستاني چارواکو له لوری په یوه او بل ډول تکرار شوې او په ډول ډول پلمو هغوی غوښتی چې په یوه ډول دې کرښې ته رسمیت ور کړي.

که پام وکړو د پاکستان پخواني دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف په څو ډوله دا غوښتنه تکرار کړه چې په یوه ډول دې کرښې ته د نسبی رسمیت جامه ور واغوندي. یو ځل یی وویل چې د پولې له هاغه غاړې د طالبانو او نورو مخالفینو د را اوښتو د مخنیوی لپاره باید په کرښه اغزن سیمان را تاو شي، بل ځل یی وړاندیز و کړ چې که داسی نه کیږي نو بمونه دې د کرښی په اوږدو کې فرش شي. چې دا غوښتنه یی هماغه مهال د افغانستان د رسمی چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوه او داسې څه یی د ډیورنډ کرښی د رسمیت یوه دسیسه و انګیرله.

له بلې خوا پاکستان هیڅکله نه غواړی په څنګ کې یو بل مخالف ګاونډی و لري ځکه له هند سره ستونزې لري او په همدې ډول ډیرې نورې ستونزې چې په بار بار په مطبوعاتو کې راغلی دا چې زمونږ ددې لیکنې موضوع هغه نده نو ځکه ور ته ډیره اشاره نه کوو.

د ګروسمن وروستۍ خبرې د همدې حقیقت ښکارندوی دی چې امریکا غواړی له پاکستان سره د افغانستان د امنیت او ځان خوندی کولو په اړه معامله و کړي، نن یی د ډیورنډ کرښې په اړه خپل نظر بدل کړ نور معاملې به یی وروسته را څرګندیږي، افغان حکومت هم د فاسدو او بی مسؤولیته چارواکو پداسې ګیره کې دې چې په دا تیرو دوولسو کلونو کې یې د ولس او هیواد لپاره هیڅ داسې څه و نشوای کړلای چې حساب پرې و شي، خو حقیقت دادی چې لاسپوڅی او د نورو تر لاس لاندې حکومتونه نه خپلواکې او نا پییلې پریکړې کولای شي او نه یی هم استعمار دې کارونو ته پریږدي. خو امریکایان دې پدې پوه شي چې دا ډول سیاستونه یی نه په ګټه دی او نه به یی هغو خوبونو ته تعبیر ور کولای شي چې په لټه کې ېې دي.

داسی پالیسۍ پرته لدې چې امریکایان نور هم د افغان ولس پر دښمنۍ واړوي هیڅ کومه بله ګټه نلري، د تیرې اوږدې مودې په ترڅ کې په افغانستان باندې بیلابیل حکومتونه راغلل او لاړل خو هیڅ یوه یی هم پدې اړه د څه ویلو جرات و نکړ.

امریکا پر داسې پالیسیو سره نه خپل ځان مصونولی شي او نه هم د خپل اوږدمهال شتون زمینه برابرولی شي. امریکایان باید له خپلو داسې غولونکو سیاستونو نه لاس واخلي، خپل ابرومندانه وتلو ته لاره هواره کړي، او ناکامو پالیسیو ته دې بیا نګرځي، خو داسې ښکاری چې امریکایان غواړی هره هغه ممکنه لاره و کاروی چې ددوی بقا دلته تضمین کړي، که دا د افغانستان په تجزیې او یاهم له ګاونډیو هیوادونو او یا مخالفینو سره د معاملې له لارې ډاډمنیدلای شي، تر دې چې څو کاله پخوا په غربی رسنیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې امریکایانو ، طالبانو ته داسې وړاندیز کړی ؤ، که د هغوی غوښتنې ومنلې شي امریکایان حاضر دی حکومت هغویته وسپاري.

خو د طالبانو او نورو مخالفینو له رد سره مخامخ شوی وو. په هر صورت امریکا اوس د هغه اوبو غرق کړي په څیر شوی چې د خپل نجات لپاره د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي.

———————————————————————————————————————————————

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *