د افغانستان روان بحراني حالات او راتلونکې سناریوګانې

 

دکتور مصباح الله عبد الباقي

سريزه

اوس چې په افغانستان کې کوم حالت روان دی، آیا دا مطلوب حالت دی؟ آیا دا اوسنی نظام او حالت د دې توان لري، چې دوام وکړي؟ آيا اوسني نظام د خپل پايښت لپاره بنسټونه چمتو کړي دي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې نن سبا له هر بادرده او بادرکه افغان سره مطرح دي؛ ځکه چې د اوباما ادارې اعلان کړی، چې په ۲۰۱۴زېږدي کال کې به خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي.

که په لنډو ټکو کې د دغو پوښتنو ځواب ووایو؛ نو هغه به دا وي چې نه، دا اوسنی حالت مطلوب حالت نه دی، او نه دا اوسنی نظام او حکومت د دې توان لري، چې خپل پايښت تضمین کړي؛ ځکه چې د هر نظام د پايښت لپاره دا اړینه ده، چې له سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنيز او اداري پلوه دومره غښتلی وي، چې په خپل شتون او دوام کې بل چا ته اړ نه وي، که د بل چا مرسته وي او که نه، خپل شتون وساتلی شي؛ حال دا چې دا نظام په بشپړه توګه د پردیو په امسا ولاړ نظام دی او د پايښت ضمانت يې په افغانستان کې د ښکیلاک شتون دی؛ دا نظام د ژوند په يادو شوو ټولو ډګرونو کې هیڅ داسې ستنې نه لري، چې تکیه پرې وکړي او کله هم، چې په بشپړ ډول د ښکیلاک او استعمار دا امسا او تکیه لیرې شوه او یا له منځه ولاړه، ټول نظام به سمدلاسه پر ځمکه را پرېوزي؛ اوس خبره دا ده، چې دا امسا او دا مصنوعي ستنې به تر کومې کچې پورې پاتې کیږي؛ امریکایان به خپلې دا ستنې په بشپړه توګه لیرې کوي؟ او که تر یوې کچې به دغه نظام ته تر یوه وخته تکیه ورکوي؟ او آيا په همدې بڼه د دغه نظام په پايښت کې، د افغانستان د ملت د ستونزو هواری نغښتی دی؟ آيا زموږ کار يوازې د دې معلومول دي، چې دا نظام به پاتې کېږي او که به رانړېږي؟ او که د دې ترڅنګ زموږ مسؤولیت دا هم دی، چې موږ په دې فکر وکړو، چې دا سیستم څرنګه اصلاح کړو، چې دا مصنوعي او پردۍ ستنې ترې لېرې کړو او په داسې سمو او ملي بنسټونو او ستنو يې ودروو، چې زموږ ملت په ډاډ سره د هغو تر سیوري لاندې، ژوند وکړی شي؟

د دغو او داسې نورو مسایلو د څېړلو لپاره اړینه ده، چې په لاندې څو ټکو لږ ژور فکر وکړو، ترڅو د قناعت په رڼا کې پرمخ ولاړ شو.

لومړۍ نکته: د افغانستان د اوسنیو حالاتو یو تت انځور

که د افغانستان په اوسنیو حالاتو یو ځغلنده نظر واچوو؛ نو څرګنده به شي، چې په تېرو لسو کلونو کې داسې کومه جدي هڅه نه ده شوې، چې له افغانستان څخه دې د بهرنیو ښکېلاکګرو پوځونو د وتلو او په افغانستان کې د یوه داسې نظام د رامنځته کولو، چې د افغانستان د ولس پر مټو ولاړ وي، زمینه برابروونکې وبلل شي؛ له همدې امله تر ننه پورې ټول نظام، دولت، او حکومت د پردیو پر مټو ولاړ دی؛ دا که له يوې خوا د هغې ډلې، چې تر اوسه پورې د ملت پر اوږو بار وه، په بې کفایتۍ او له ملت سره په خیانت دلالت کوي او دا څرګندوي، چې له دغې ډلې سره د افغانستان ملي ګټې له سره نه مطرح وي او نه هم اوس ورسره مطرح دي؛ بلکې د دوی ټوله پاملرنه دې ته وه، چې څرنګه خپل جیبونه ډک کړي او څرنګه خپلو شتمنیو ته وده ورکړي؛ دا اوسنی حالت دا څرګندوي، چې د دوی د ذهن په کوم کونج کې هم دا فکر نه ګرځېده، چې یوه ورځ باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانستان باید د خپل نظام خاوند شي او په عزتمند ډول د نړۍ د خپلواکو هېوادونو په کتار کې ودرېږي؛ ځکه که چېرته له دوی سره د ملت غم وی او له بهرنیو پوځونو او ښکېلاک څخه د خلاصون هوډ يې درلودی او يوازې په خپلو شخصي ګټو پسې نه وی مړه؛ نو لږترلږه داسې ګامونه به يې پورته کړی وی، چې له څه دپاسه يوې لسیزی تېرېدلو وروسته خو د هغو ګامونو په پايله کې د خپل نظام خاوندان شوي وی؛ او اوس به داسې د پرېشانۍ او وېرې او ډار حالت نه وی، ټولو خلکو به په ډېره خوشحالۍ سره د امریکایانو د وتلو د اعلان هرکلی کړی وی، هېڅوک به داسې نه وی، چې د استعمار د له منځه تللو له امله په اندېښنه کې وی؛ که دا له يوې خوا په دې دلالت کوي، نو له بلې خوا دا اوسنی حالت په دې هم دلالت کوي، چې دلته پراته بهرنیان او د دوی ستراتېژي جوړوونکي هم په دې فکر که نه وو او نه دي، چې دوی به افغانستان پرېږدي او له افغانستان څخه به وځي؛ ځکه که له پیل څخه دا فکر ورسره وی، نو داسې سیاستونه به يې غوره کړي وی، چې وتلو ته يې زمینه برابره کړې وی او افغانستان د هغوی د ستنېدلو نه وروسته، د یوه ټينګ نظام خاوند شوی وی، اوس لږ په تفصیل سره د افغانستان د اوسنیو حالاتو انځور، په ډېره لنډه توګه په لاندې ټکو کې وړاندې کوو:

لومړی: له امنیتي پلوه

د افغانستان ولس هيله درلوده، چې د اوسني نظام له جوړښت څخه لس یولس کاله وروسته باید، افغانستان له امنیتي پلوه یو خوندي هېواد وی، دلته باید جګړه پای ته رسېدلې وی، د جګړې لاملونه (چې تر ټولو ستر يې د استعمار موجودیت او بهرنۍ لاسوهنې دي) له منځه تللي وی، د بین الافغاني تفاهم او د بېلابېلو افغاني ډلو او لورو په ګډون سره داسې یو حکومت منځ ته راغلی وی، چې د افغانستان ټول ملت خپل استازی بللی او په دې توګه د روانې جګړې دوام ته د پای ټکی اېښودل شوی وی؛ د افغانستان امنیتي ځواکونه اوس باید په داسې حالت کې وی، چې ملت باور پرې کولی شوی، هېواد باید د سولې او ارامۍ په لور په پرمختګ کې وی، د حکومت له خوا داسې ګامونه پورته شوي وی، چې د بهرنیو پوځونو د وتلو په وخت د خپلمنځي جګړو وېره نه وی؛ خو اوس، چې ملت په کومو شرايطو او حالاتو کې ژوند کوي، هغه ټولو ته څرګند دي، امنیتي ځواکونه په داسې ستراتېژۍ جوړ شوي دي، چې بهرنۍ مرستې نه وي، پايښت يې ناشونی دی ، د دې ترڅنګ د دغو ځواکونو جوړښت د ډلو او قومونو پر بنسټ شوی دی، د دوی افسران تر ډېرې کچې په پخوانیو ډلو ټپلو پورې تړلي دي ، د ستونزې د پیدا کېدلو په صورت کې يې، د تيت پرک کېدلو او په بېلابېلو ډلو د وېشل کېدلو ډېر امکانات شته دي، د دې ترڅنګ له همدغو امنیتي ځواکونو څخه، د بهرنیانو لپاره د باډي ګارډانو په توګه کار اخېستل شوی او تر اوسه همدا کار ترې اخېستل کېږي، همدا راز دغه ځواکونه په پرله پسې ډول د مخالفینو پر ضد، داسې وکارول شول او لاهم کارول کېږي، چې خپل بې پرې توب يې له لاس ورکړ، او د دې پرځای چې دا ملي ادارې ګرځېدلې وی، خپل دا حیثیت يې بایلود.

که له افغاني چارواکو او ورسره بهرنیو نيواکګرو ځواکونو او په ځانګړې توګه امریکایانو سره دا تصور وی، چې افغان ملي امنیتي ځواکونه (اردو، پولیس، ملي امنیت) باید د دې وړتيا پیدا کړي، چې د افغانستان امنیتي چارې په خپل لاس کې واخلي، نو باید له پیل څخه يې په همدې روحیه دا ځواکونه روزلي وی، په همدې روحیه باید د وسلو اسانتياوې ورته برابرې شوې وی او دا کار باید لس یولس کاله وړاندې پیل شوی وی، د دغو ځواکونو د روزنې لپاره افغاني ادارې جوړې شوې وی، پخوانۍ روزنیزې ادارې (حربي پوهنتون، حربي ښوونځی) په افغاني بڼه فعالې شوې وی، خو دا کار قصدا وځنډول شو، ځکه له پیل څخه د دوی اراده نه وه، چې یوه ورځ نه یوه ورځ به، دا هېواد افغان ځواکونو ته سپارل کېږي، له همدې امله په دې وروستي یوه، یوه نیم کال کې په ډېره مصنوعي توګه دا ځواکونه د بېلابېلو سیمو د امنیت مسؤولیت په غاړه اخېستلو لپاره چمتو کړی شول او د یو شمېر سیمو امنیت، په عملي توګه دغو ځواکونو ته وسپارل شو، خو په هغو ټولو سیمو کې بیا هم د هغوی باور پر بهرنیو ځواکونو باندې دی؛ ځکه بیا هم هوايي ځواک بهرنیان ورته برابروي او د اړتیا پر مهال له بهرنیانو څخه مرسته هم اخلي.

أـ ‎‎‎‎بین الافغاني تفاهم

سره له دې چې ټول په دې باور دي، چې د افغانستان د شخړې هواری په دې که نغښتی دی، چې افغاني ډلې او لوري په خپلو کې تفاهم ته ورسېږي او په ريښتوني ډول خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو په تېره يوه لسيزه کې د افغاني ډلو ترمنځ د ريښتوني بین الافغاني تفاهم لپاره هېڅ ډول کار نه دی شوی؛ د رسمي چینلونو له لارې، چې د تفاهم او ملي پخلاینې تر نامه لاندې څومره کارونه سرته رسېدلي، هغه ټول نمایشي کارونه وو او یا هم د پیسو په بدل کې د خپل مقابل لوري خلک رانیول  او په دې توګه د خپل مقابل لوري د ليکو د کمزوري کولو هڅې وې، چې دا په حقیقت کې د جګړې د ستراتېژۍ برخه وه، نه د سولې، چې پایلې يې هم ډېرې ناخوالې او خرابې وې، د افغاني لورو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره کار ونه شو، د دوی د دریځونو ترمنځ د نږدېوالي هېڅ ډول کوښښ ونه شو؛ بلکې د دې پر خلاف ټول ځواک په دې ولګول شو، چې څرنګه د وژلو او وینې تویولو له لارې خپل مخالفین په بشپړه توګه له منځه یوړل شي، په هر وخت کې به چې په جدي توګه د خبرو اترو او ريښتونې پخلاینې خبره کېدله، د ځینو معلوم الحاله کړیو له خوا به په ډېر شدت مخالفت ورسره ښودل کېده او دا ټينګار به کېده، چې مخالفین باید ښه وځپل شي او په دې توګه تسلیم کړی شي ، بلکې تر اوسه پورې د دولت فکري خط ورکونکي په همدې نظر دي او پخپلو عامو ویناګانو کې هم د دې سپارښتنه کوي، چې ښه يې ووژنی!، آيا کله هم د جګړې او وینو تویولو لار ملتونه سولی ته رسولی شي؟ آیا داسی یوه لار د سولی پایله درلودلی شي؟ له همدې امله د افغانستان ټول وګړي د اوسنیو امنیتي حالاتو په اړه پوره اندېښنه لري؛ ځکه چې نه خو د جګړې لاملونه (د بهرنیو ځواکونو شتون او بهرنۍ لاسوهنې) له منځه ولاړل، نه د افغانانو ترمنځ روغه جوړه او تفاهم وشو او نه هم اردو او امنیتي ځواکونه د دې توان لري، چې د افغانستان امنیت په يوازې سر خوندي کړي؛ بلکې داسې خبرونه او اوازی هم وخت ناوخت تر غوږو کېږي، چې یو شمېر پخوانۍ وسله والې ډلې بیا نوم ليکنه کوي او وسلې او مهمات راټولوي، او په دی توګه ځان د داخلي جګړو راتلونکي پړاو ته اماده کوي.

ب ـ وسله وال مقاومت او اپوزیسیون

له بلې خوا وسله وال اپوزیسیون (طالبان، حزب اسلامي، له القاعدې څخه اغېزمنې ډلې)، تر اوسه پورې د جګړی په دوام او استمرار باندې ټینګار کوي؛ بلکې د امریکایانو تر وتلو وروسته هم په همدې فکر کې دي، په دغو ډلو کې له ډېرو سره تر اوسه هماغه د انحصار غوښتنې او ټېکه دارۍ فکر دی، چې پخوا هم ورسره و، دوی په يوازېتوب سره په  افغانستان کې د واک ترلاسه کولو په فکر کې دي، په داسې توګه چې بل چا ته به پکې د هېڅ ډول ګډون حق نه وي! ځینې هغه ځوانان چې له دغو ډلو سره اړیکې لري او یا ورڅخه اغېزمن دي، د تکفير د فکر تر اغېز لاندې، د هر هغه چا وژل سم بولي، چې له اوسني نظام سره کار کوي او یا د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي؛ سره له دې چې د طالبانو د مشرانو په یو لړ رسنيزو بیانونو کې یو ډول نرمي ښکاري؛ بلکې له نورو افغاني ډلو سره د تفاهم او له هغوی سره یوځای د ګډ حکومت جوړولو خبره هم کوي ، مګر د یوې داسې ټاکلې او څرګندې مشرۍ ، ادرس او دفتر د نشتوالي له امله، چې له بېلابېلو اړخونو سره په خبرو اترو کې ونډه ولري او تفاهم وکړي شي، په ډاډه زړه د هغوي نمایندګي وکړی شي او خبره يې ټولو ته د منلو وړ وي، دنورو افغانی اړخونو لپاره د دوی په بیانونو او خبرو د باور امکانات کم لیدل کېږي، همدا راز هېڅ اړخ ته هغه هوکړې د باور وړ نه دي، چې د طالبانو له جګپوړو مشرانو پرته له ټيټ پوړو کسانو سره سرته رسېږي، او یا په شخصی توګه د طالبانو د غوزځنګ بیلا بیلو افرادو سره سرته رسیږي؛ ځکه هر تفاهم چې سرته ورسېږي، تر هغه وخته عملي بڼه نشي غوره کولی، ترڅو يې چې د طالبانو د غورځنګ لومړی کس تاييد نه کړي.

ج ـ سيمه ييز ځواکونه او ګاونډي هېوادونه

همدا راز یو شمېر ګاونډي هېوادونه (لکه پاکستان، ایران او چین)، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو هر ډول شتون د خپلو ملي ګټو لپاره ګواښ بولي، په ځانګړی توګه له امریکا سره د ستراتېژیک تړون تر لاسلیک او د امنیتي تړون د لاسلیک کولو له هڅو وروسته، په پرله پسې توګه له بېلابېلو لارو څخه هڅې کوي، چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه نه وي او دلته باید حالات ترینګلي وي او حالات د ټينګښت او استقرار په لور ولاړ نه شي. او د دې ټولو پايله دا ده، چې افغانستان د تلپاتې استقرار په لور ولاړ نه شي؛ بلکې د همدغو حالاتو په پايله کې د ګران هېواد افغانستان د اسمان په لمنو کې د خپلمنځي جګړو تورې لوخړې یو ځل بیا سر راپورته کړي.

دويم: له سیاسي پلوه

أـ د سیاسي نظام بنسټ کوږ اېښودل شوی

یولس کاله وړاندې، چې په کاږه بنسټ کوم سیاسي نظام جوړ شوی او منځته راغلی و، نن يې اغېزې او پايلې په هره اړخ کې په څرګنده توګه لیدل کېږي، د بن په لومړي کانفرانس کې د هغه تړون په پايله کې، چې د ۲۰۰۱زېږدي کال د ډېسمبر مياشتې په پېنځمه نېټه، د پېټرس برګ په ماڼۍ کې لاسلیک شو، د بهرنیانو په سرپرستۍ کې، د افغانستان واک او اختیار دوو ډلګیو په خپلو کې سره ووېشه ، چې یوه ډله يې، متحده ملي جبهه (چې په هغو کې شورای نظار، د دوستم جنبش ملي، شیعه ډلې د استاذ سیاف دعوت اسلامي او د استاذ رباني جمعیت اسلامي شامل وو)، وه او دویم لوری يې هغه وړې ډلګۍ (لکه جبهه نجات ملي، او محاذ ملي) وې، چې د شوروي اتحاد په وخت کې د پخواني پاچا ظاهر شاه پلویان بلل کېدل؛ دا دواړه سياسي اړخونه دې ته چمتو شول، چې د امریکايي استعمار  د سیوري او د هغوی د نېغې لاسوهنې او سرپرستۍ لاندې د چارو واګې په لاس کې ونیسي او د دې پرځای، چې له بهرنیو لاسوهنو څخه یو پاک ملي نظام رامنځته شي او افغانستان له سياسي پلوه د استقرار په لور بوځي، افغانستان يې د سياسي بې ثباتۍ په لور بوته او ورو ورو د امریکایانو تر سرپرستۍ لاندې د مافیايي ډلو او سياسي لوبغاړو ترمنځ داسې یو بدمرغه او نامبارک اتحاد رامنځته شو، چې ټولې هڅې يې د خپلو ګټو ساتل او د هغو بې درېغه پیسو خوړل وو ، چې د نړیوالې ټولنې له خوا، په یوه او بل نامه افغانستان ته را سر شوې وې، په هېواد کې دننه د سياسي پوستونو وېش هم د اهلیت پرځای د همدغو مافیاګانو په خوښه سرته رسېده او لا تر اوسه هم رسېږي؛ او ډېر ځله خو اهلیت په دې نامه تر پښو لاندې کېږي، چې قومي انډول برابر کړی شي، ګڼ شمېر والیان او ان تردې چې ولسوالان په همدغو مافیايي ډلو او یا سياسي لوبغاړو پورې تړاو لري؛ په خپل ‌ذات کې خپلواک واکمنان دي، د مرکزي حکومت واک او اختیار نه پرې چلېږي او دا خو لا پرېږده، چې هغه لېرې او یا ګوښه کړی شي، ډېر پوستونه داسې دي، چې د ډالرو په بدل کې پلورل کېږي.

د همدغو سیاسي لوبغاړو د معاملو کولو او سازشونو له امله، افغانستان د امریکا تر سرپرستۍ او قیمومیت لاندې راغی، افغانستان خپلواکي له لاسه ورکړه او له همدې امله دلته چې هر حکومت او هره اداره جوړه شوه، هغه د امریکا د سیاستونو تابع وه، نه په خپلو پالیسیو کې خپلواکه وه او نه په خپلو کارونو او کړو وړو کې، دغو معامله ګرو سیاستوالو دا غوره وګڼله، چې له بېلابېلو افغاني ډلو سره د تفاهم پرځای امریکایانو ته سر ټیټ کړي او د هغوی استعمار ومني؛ او په دې توګه يې افغانستان د بې ثباتۍ او جنګونو لور ته ور ټېل واهه.

دلته یو ملي سیاسي نظام رامنځته نه شو او دا کار د ښکېلاک په شتون کې شونی هم نه و؛ ځکه ډېرو خلکو په بشپړ ډول په افغانستان کې د ښکېلاکګرو ځواکونو شتون د دې خنډ باله، چې دوی د دغه نظام برخه وګرځي.

د افغانستان په سياسي چارو کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنه دومره زیاته وه او ده، چې ښه په ډاګه یو شمېر وزیران د دغو هېوادونو په ملاتړ او سرپرستۍ سره، د وزارت پوستونو ته رسېدل او په ډېرو نورو پوستونو باندې د ګومارنې لپاره به د امریکایانو او د هغوی د نورو ملګرو هوکړه شرط بلل کېده.

ب ـ ټاکنې بې باوره کړل شوې

هر ډول ټاکنې د درغلیو په پايله کې، یوه لوبه وګرځېده، د رسنیو له خولې بې شمېره وکیلانو په دوبۍ او شهزاده سرای (چی د افغانستان کې د شوو معاملو په پايله کې د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړ، د ولسمشرۍ ټاکنې هم د درغليو يوه بېلګه وه ، دغو لوبو په ملت کې زړه بدوالی راپیدا کړ، پر ټاکنو باندې د خلکو باور له منځه ولاړ، سياسي نظام چې د امریکايي ښکېلاک د سرپرستۍ له امله، له پخوا نه د ملت د اعتماد وړ نه و، لاپسې له ملت څخه بېل شو، پر ټول سياسي نظام د ولس بې باوري زیاته شوه او په راتلونکي کې يې د نظام د جوړښت لپاره د ټاکنو ترسره کېدل هم تر پوښتنې لاندې راوستل.

ج ـ بې پروګرامه حکومت

له بله پلوه په تېرو یولسو کلونو کې د افغانستان خپل سياسي نظام په بشپړ ډول یو بې پروګرامه نظام و؛ ځکه پروګرام د يوې ملي ستراتېژۍ په پايله کې رامنځته کېږي، داسې ستراتېژي، چې په هره برخه کې يې د حکومت لپاره روښانه او د اندازې وړی موخې او اهداف ټاکلې وي او بیا هر کال د هغو موخو په لور د نږدې کېدلو لپاره پرېکنده هدفونه وټاکي، د پارلمان او اجرايه قوې او حکومت ترمنځ د قانون جوړونې ترڅنګ بنسټیز چلند همدا وي، چې حکومت د کال په پيل کی خپله ستراتېژي وړاندې کوي، پارلمان د هغو ستراتېژي څېړي، هوکړه پرې کوي او بیا د هغو د عملي کولو څارنه کوي او د کال په پای کې د همغو ټاکلو موخو په رڼا کې، د حکومت محاسبه کوي او وزیرانو ته، یا د اعتماد رايه ورکوي او یا يې سلب اعتماد کوي؛ مګر دلته خو نه حکومت خپل سم رول لوبولی او نه پارلمان په دې خبر و، چې د هغوی بنسټيز کار څه دی، دلته د پارلمان ‌‌ډېرو غړو د خپلو مالي او نورو ګټو لاسته راوړل، تر هر څه دمخه ګڼلي، دلته د حکومت پر وړاندې د ملي هدفونو د لاسته راوړلو پرځای یوازېنیۍ موخه د خپل حکومت پايښت او ساتنه وه، دلته موخه اصلاح نه وه؛ بلکې د یوه شرکت په څېر د هېواد چلول وو، چې هر شریک د خپلو ګټو د لاسته راوړلو په هڅه کې وي او د اړتیا په صورت کې، د نورو په مقابل کې د خپل شریک ساتنه وکړي، د دغه کار لپاره يې په خپلو کې رتبې وېشلې وې، کله به د مصلحت په نوم او کله په یوه او بل نوم سره د ملي ګټو د ساتلو پرځای همدا شخصي ګټې ساتل کېدې، په دولتي پوستونو کې د باقي پاتې کېدلو لپاره معیار د ملي ګټو ساتنه نه، بلکې شخصي ګټې ساتل وو.

امریکا د خپلو اوږدمهاله او ستراتېژیکو موخو، (چې په اوږده مهال کې د امریکا او امریکايي ملت مصئونیت، په نړۍ د خپلې لاسبرۍ او تسلط ټينګ ساتلو، د اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو او په سیمه کې د خپلو ګټو او د خپلو دوستانو په ځانکړي ډول اسرائیلو د ګټو له ساتلو څخه عبارت دي) او همدا راز د خپلو لنډمهالو موخو، (چې د هغوی په اصطلاح، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ۹/۱۱ د پېښې، له غچ اخېستلو څخه عبارت دي)، د لاسته راوړلو لپاره، په افغانستان کې د یوه داسې کمزوري سياسي نظام پر ساتلو ټینګار کړی، چې د هغوی د دغو موخو په لاسته راوړلو کې له هغوی سره همکار وي، هېڅکله يې هم د داسې نظام د جوړولو لپاره زړه نه دی ښه کړی، چې خپلې پرېکړې په خپله د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره وکړي، خپل ملت یو موټی کړي او په دې توګه له امریکايي ښکېلاک څخه د ځان ژغورلو په هڅو سره، د امریکا لپاره درد سر وګرځي.

د ـ حقیقي اپوزیسیون شتون نه درلود

د دې ترڅنګ، هغه څوک چې ځان کله د اپوزیسیون په بڼه خلکو ته وړاندې کوي او کله د دولت د يوې برخې په توګه (متحده ملي جبهه)، په حقیقت کې په تېره ټوله موده کې د حکومت یوه مهمه برخه وه، او په هغو ټولو مفاسدو کې په برابر ډول ورسره شریک وو او دي، د هغوی يوازې څېرې بدلې شوې دي، په حقیقت کې په تېره ټوله موده کې دوی په اقتدار کې پاتې شوي دي، د دوی مشران کله په یوه نوم او کله په بل نوم، د دغه حکومت جګپوړي چارواکي پاتې شوي دي، دوی هر یو په خپل وخت کې په خپلو کې یو دبل د ګټو ساتندویان وو او دي، ځکه نو دلته د اپوزیسیون په نوم کوم څيز نه شته او نه هم و، دلته د دواړو لورو له خوا دوه اړخيزې همکارۍ او له يو بل سره مرستې وې، چې هېواد يې دې مرحلې ته راورساوه.

هـ ـ افغانستان بهرنی سیاست نه درلود

له بلې خوا د افغانستان بهرنی سیاست هم د داسې چا په لاس کې و، چې نه يې ليد لوری (Vision) درلود او نه یی هم کوم هدف او موخه (mission)، نه د بهرني سیاست لپاره هدفونه ټاکل شوي وو، نه دا څرګنده شوې، چې زموږ هغه ګډې ملي ګټې څه دي، چې ټول ملت د هغو د لاسته راوړلو کوښښ وګړي او دفاع ترې وکړي او نه يې د دې لپاره کار کړی، چې له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره، د افغانستان اړیکې په داسې توګه رانږدې او ټينګې کړي، چې له يوې خوا دوی د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او له بلې خوا داسې سیاستونه غوره کړي، چې په افغانستان کې د استقرار او ثبات لامل شي؛ دغو لاملونو ته په کتلو سره، په دې برخه کې هم دغه نظام په بشپړ ډول ناکام و.

د دغو ټولو لاملونو په پايله کې، اوس د افغانستان ولس په داسې حالاتو کې ژوند کوي، چې په اوسني سیاسي نظام يې اعتماد له لاسه ورکړی او په دې باور دي، چې دا نظام په اوسني حالت کې د پايښت توان نه لري او فکر کوي، چې د دغه نظام پايښت تر هغه وخته شونی دی، چې تر شا يې امریکايي امساګانې وي او کله چې دا امساګانې له منځه ولاړې، په اوسنۍ بڼه د اوسني نظام پايښت شونی نه برېښي.

پاتې لري

پایلیکونه:

[۱] – ځکه دا د مکلفیت د دورې پر بنسټ نه دي جوړ شوي، بلکې د معاش او تنخوا په بدل کې ترې کار اخېستل کېږي، چې دا په خپله یوې لويې بوديجې ته اړتیا لري.

[۲] – دا خبره په ډېر صراحت سره د افغانستان د کورنيو چارو وزیر مجتبی پتنګ د مشرانو جرګې په رسمي غونډه کې وکړه، هغه وویل: (په دا دومره وخت کې زموږ پولیس، سیاسي پولیس او تنظیمي پولیس وو، تر اوسه زموږ پولیس ملي شوي نه دي، ستونزه د سیمې پولیس جوړوي) http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2012/12/121204_k02-patang-police.shtml

[۳] – د ادغام مجدد په نوم دغې پروسې ته په انګلیسي کې (Afghanistan Peace and Reintegration Program (APRP)) وايي، د تفصیل لپاره يې د آیساف وېبسایټ وګورئ: http://www.isaf.nato.int/article/focus/afghanistan-peace-and-reconciliation-program.html

[۴] – د بېلګې په توګه د بهرنيو چارو وزارت د معین جاوېد لودین څرګندونې د امريکا غږ په ویباڼه باندی ولولئ: http://www.darivoa.com/content/afghanistan-us-ludin/1520655.html او د ملي امنیت د پخواني رييس امر الله صالح، په تفصیل سره د بي بي سي فارسي پر وېبپاڼه وګورئ: http://www.bbc.co.uk/persian/tvandradio/2011/05/110505_hardtalk_amrullah_saleh_final.shtml او د عبد الله خبرې په ارمان ملي وېبپاڼه کې وګورئ: http://armanemili.com/old/spip.php?article1360 دا مې یوازې د بېلګې په توګه يادې کړې، کنه نو دا خو دومره ښکاره او څرګنده خبره ده، چې هېڅ ډول مرجع ته اړتیا نه لري.

[۵] – سږ کال د لوی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر مجاهد پیغام د هغوی پر ویبپاڼه باندې وګورئ: http://shahamat-farsi.com/index.php?option=com_content&view=article&id=19894:2012-10-26-15-26-39&catid=5:officiale-statmenst&Itemid=6 همدا راز له دې نه مخکې د کوچني اختر په پیغام کې هم همداسې یو څه څرګندونې شوې دي، په هغه پیغام کې وایي: (اسلامي امارت د قدرت د انحصار په فکر کې نه دی، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، لکه څنګه چې یې ټول اتباع  د ساتنې او آبادولو مسؤولیت لري، همدا راز يې د اهليت په درلودلو سره په حکومت کې د برخې اخیستلو حق لري، اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره کوښښ کوي، چې کار اهل کار ته وسپارل شي او په ځانګړي ډول له حکومتي ادارو نه د فساد ټغر ټول شي) وګورئ: http://alemara1.org/index.php?option=com_content&view=article&id=24790:2012-08-16-16-45-54&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7

[۷] – یونس قانوني له دویچه ويله راډیو سره په یوه مرکه کې اعتراف کوي، چې د دغه کانفرانس پایلې ښې نه وې، خو هغه ټوله پړه پر حامد کرزي او د هغه پر ډلې وراچوي، چې نړیوالې ټولنې خوښ کړی و، ويې ګورئ:

http://www.dw.de/%DB%8C%D9%88%D9%86%D8%B3%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%B8%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D9%85%D8%B1%D8%AF%D9%85-%D8%A7%D8%B2-%DA%A9%D9%86%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%B3-%D8%A7%D9%88%D9%84-%D8%A8%D9%86%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF%D9%87-%D9%86%D8%B4%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%AA/a-15578335-0

[۸] – افغانستان ته د امریکایي پوځونو راتلل د هېڅ تړون په پايله کې نه دي شوي؛ بلکې دوی په خپله ځان ته د دې حق ورکړی، چې افغانستان ته راشي او د دوی په اند دلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، د ملګرو ملتو د امنیت شوری ۱۳۸۶ نمره پرېکړه ليک يوازې ایساف ځواکونو ته دا واک ورکوي، چې د لنډمهالې ادارې د استقرار لپاره زمینه برابره کړي، او دا څرګنده خبره ده، چې د ترهګرۍ پر ضد ایتلافي ځواکونو له ایساف سره بشپړ توپير درلود، نو هغه واک چې ایساف ته ورکړل شوی و، دغو ځواکونو نه درلود، له همدې امله دا په بشپړه معنا استعماري ځواکونه وو او تر اوسه پورې دي.

[۹] – د دې بې شمېره بېلګې شته دي، یوازې د بېلګې په توګه د یوې کاناډايي رسنۍ دا راپور، چې کابل پرس نقل کړی دی، وګورئ: http://kabulpress.org/my/spip.php?article1560 .

[۱۰] – په همدې پورته یاد شوي راپور کې راغلي، چې په کندهار کې یوازې د ولسوال پوست په یو نیم لک ډالره پلورل کېږي

[۱۱] – تر دې چې په خپله ولسمشر د کا آی ډي  (KID)(په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي) سره خپله یوه غږېدا داسې بیانوي، چې د ملګرو ملتونو دا استازی ورته راغی او ورته ويې وویل، چې که له ځان سره یو بل اجرايي کس منې، نو پايله به دې له ۵۱ سلنه څخه زیاته وي او که دا نه منې نو پايله به دې ۴۷ سلنه وي او ټاکنې به بيا ترسره کېږي، دا یې هغه وخت ورته وویل، چې ټاکنې ترسره شوې وې او پايلې يې لا نه وې اعلان شوې، حامد کرزی وایي: کله چې ما ورته وویل، چې موږ اساسي قانون لرو، د ټاکنو قانون لرو، له همغو سره سم به ټاکنې او پايلې يې اعلانېږي او زه بيا ترسره کېدلو ته چمتو یم؛ نو د ملګرو ملتونو دغه استازي راته وویل، چې تاسې غریب خلک ياستئ ستاسې یې له قانون سره څه؟!! بیا یې پايله ۵۱٪ اعلان کړه. دا خبره ولسمشر په نږدې ورځو کې د خبريالانو په یو لويه غونډه کې کړې او په یوه تلوېزوني خپرونه کې محترم محمد موسی فریور هم نقل قول ترې وکړ.

[1]- ځکه دا د مکلفیت د دورې پر بنسټ نه دي جوړ شوي، بلکې د معاش او تنخوا په بدل کې ترې کار اخېستل کېږي، چې دا په خپله یوې لويې بوديجې ته اړتیا لري.

[1]- دا خبره په ډېر صراحت سره د افغانستان د کورنيو چارو وزیر مجتبی پتنګ د مشرانو جرګې په رسمي غونډه کې وکړه، هغه وویل: (په دا دومره وخت کې زموږ پولیس، سیاسي پولیس او تنظیمي پولیس وو، تر اوسه زموږ پولیس ملي شوي نه دي، ستونزه د سیمې پولیس جوړوي)http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2012/12/121204_k02-patang-police.shtml

[1] – د ادغام مجدد په نوم دغې پروسې ته په انګلیسي کې (Afghanistan Peace and Reintegration Program (APRP)) وايي، د تفصیل لپاره يې د آیساف وېبسایټ وګورئ: http://www.isaf.nato.int/article/focus/afghanistan-peace-and-reconciliation-program.html

[1]- د بېلګې په توګه د بهرنيو چارو وزارت د معین جاوېد لودین څرګندونې د امريکا غږ په ویباڼه باندی ولولئ:http://www.darivoa.com/content/afghanistan-us-ludin/1520655.html او د ملي امنیت د پخواني رييس امر الله صالح، په تفصیل سره د بي بي سي فارسي پر وېبپاڼه وګورئ:http://www.bbc.co.uk/persian/tvandradio/2011/05/110505_hardtalk_amrullah_saleh_final.shtml او د عبد الله خبرې په ارمان ملي وېبپاڼه کې وګورئ: http://armanemili.com/old/spip.php?article1360 دا مې یوازې د بېلګې په توګه يادېکړې، کنه نو دا خو دومره ښکاره او څرګنده خبره ده، چې هېڅ ډول مرجع ته اړتیا نه لري.

[1]- سږ کال د لوی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر مجاهد پیغام د هغوی پر ویبپاڼه باندې وګورئ: http://shahamat-farsi.com/index.php?option=com_content&view=article&id=19894:2012-10-26-15-26-39&catid=5:officiale-statmenst&Itemid=6 همدا راز له دې نه مخکې د کوچني اختر په پیغام کې هم همداسې یو څه څرګندونې شوې دي، په هغه پیغام کې وایي: (اسلامي امارت دقدرت دانحصار په فکر کې نه دی، افغانستان دټولو افغانانوګډ کور دی، لکه څنګه چې یې ټول اتباع  دساتنې اوآبادولو مسؤولیت لري، همدا راز يې داهليت په درلودلوسره په حکومت کې دبرخې اخیستلو حق لري، اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره کوښښ کوي، چې کار اهل کار ته وسپارل شي اوپه ځانګړي ډول له حکومتي ادارو نه دفساد ټغر ټول شي) وګورئ: http://alemara1.org/index.php?option=com_content&view=article&id=24790:2012-08-16-16-45-54&catid=6:officiale-statmenst&Itemid=7

[1]- یونس قانوني له دویچه ويله راډیو سره په یوه مرکه کې اعتراف کوي، چې د دغه کانفرانس پایلې ښې نه وې، خو هغه ټوله پړه پر حامد کرزي او د هغه پر ډلې وراچوي، چې نړیوالې ټولنې خوښ کړی و، ويې ګورئ:

http://www.dw.de/%DB%8C%D9%88%D9%86%D8%B3%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%B8%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D9%85%D8%B1%D8%AF%D9%85-%D8%A7%D8%B2-%DA%A9%D9%86%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%B3-%D8%A7%D9%88%D9%84-%D8%A8%D9%86%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF%D9%87-%D9%86%D8%B4%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%AA/a-15578335-0

[1]- افغانستان ته د امریکایي پوځونو راتلل د هېڅ تړون په پايله کې نه دي شوي؛ بلکې دوی په خپله ځان ته د دې حق ورکړی، چې افغانستان ته راشي او د دوی په اند دلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، د ملګرو ملتو د امنیت شوری ۱۳۸۶ نمره پرېکړه ليک يوازېایساف ځواکونو ته دا واک ورکوي، چې د لنډمهالې ادارې د استقرار لپاره زمینه برابره کړي، او دا څرګنده خبره ده، چې د ترهګرۍ پر ضد ایتلافي ځواکونو له ایساف سره بشپړ توپير درلود، نو هغه واک چې ایساف ته ورکړل شوی و، دغو ځواکونو نه درلود، له همدې امله دا په بشپړه معنا استعماري ځواکونه وو او تر اوسه پورې دي.

[1]- د دې بې شمېره بېلګې شته دي، یوازې د بېلګې په توګه د یوې کاناډايي رسنۍ دا راپور، چې کابل پرس نقل کړی دی، وګورئ:http://kabulpress.org/my/spip.php?article1560 .

[1]- په همدې پورته یاد شوي راپور کې راغلي، چې په کندهار کې یوازې د ولسوال پوست په یو نیم لک ډالره پلورل کېږي

[1]- تر دې چې په خپله ولسمشر د کا آی ډي  (KID)(په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي) سره خپله یوه غږېدا داسې بیانوي، چې د ملګرو ملتونو دا استازی ورته راغی او ورته ويې وویل، چې که له ځان سره یو بل اجرايي کس منې، نو پايله به دې له ۵۱ سلنهڅخه زیاته وي او که دا نه منې نو پايله به دې ۴۷ سلنه وي او ټاکنې به بيا ترسره کېږي، دا یې هغه وخت ورته وویل، چې ټاکنې ترسره شوې وې او پايلې يې لا نه وې اعلان شوې، حامد کرزی وایي: کله چې ما ورته وویل، چې موږ اساسي قانون لرو، د ټاکنو قانون لرو، له همغو سره سم به ټاکنې او پايلې يې اعلانېږي او زه بيا ترسره کېدلو ته چمتو یم؛ نو د ملګرو ملتونو دغه استازي راته وویل، چې تاسې غریب خلک ياستئ ستاسې یې له قانون سره څه؟!! بیا یې پايله ۵۱٪ اعلان کړه. دا خبره ولسمشر په نږدې ورځو کې د خبريالانو په یو لويه غونډه کې کړې او په یوه تلوېزوني خپرونه کې محترم محمد موسی فریور هم نقل قول ترې وکړ. پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *