د CSRS-کابل او ESAM-استانبول ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک شو

 

د “ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز”-کابل او په ترکيه کې د “اقتصادي او ټولنيزو څېړنو مرکز”- استانبول ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک شو.

دا هوکړه‌ليک په ترکيه کې د ايسام (Economic and Social Research Center (ESAM), Istanbul) څېړنيز مرکز له‌خوا د مسلمانو ټولنو د يووالي په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د مشرتابه پلاوي د سفر پر مهال لاسليک شو.

دغه هوکړه‌ليک د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د رئيس دکتور شاه‌رخ رؤوفي او د ايسام څېړنيز مرکز د رئيس له‌خوا د دوه‌اړخيزو همکاريو په موخه لاسليک شو او دواړو لورو د ګډو پروګرامونو او سېمينارونو پر جوړولو هوکړه وکړه.

د يادولو وړ ده، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز تر دې مخکې د ترکیې په استانبول ښار کې د سوېلي آسیا د ستراتېژیکو څېړنو مرکز (GASAM) سره هم د دوه‌اړخيزو همکاريو هوکړه‌ليک لاسليک کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *