په افغانستان کې د داخلي کډوالو وضعیت او اړتیاوې

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا (OCHA) له لوري په وروستي خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې سږ کال په افغانستان کې د جګړو او وچکالۍ له کبله شاوخوا پنځه نیم لکه افغانان له خپلو سیمو بې‌ځایه ‌شوي دي. راپور دغه راز کاږي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې په ټولیز ډول ۶.۳ میلیونه افغانان یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو په دې ډله کې ۳.۷ میلیونه یې هغه افغانان دي، چې په جدي توګه مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړو او طبیعي پېښو له امله، هر کال سلګونه زره افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کیږي. دغه بې‌ځایه‌ شوي افغانان د هېواد ښارونو او یا هم نسبتاً امن سیمو ته ګډوال کېږي، چې هلته هم د ګڼو بشري اړتیاوو له کمښت سره مخ وي.

په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه ‌شوو وضعیت، د بې‌ځایه کېدو لاملونه او دا چې په دې برخه کې څه کول پکار دي؟ هغه موضوعات دي چې دلته پرې بحث کوو.

 

داخلي کډوال

د جګړو او طبیعي پېښو له امله په افغانستان کې د خلکو بې‌ځایه ‌کېدل او نورو سیمو ته کډوالي، له تېرو څو لسیزو راهیسې یو ستره ننګونه ده، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د جګړو له امله د داخلي بې‌ځایه‌شوو افغانانو شمېره ۱.۲ ملیونو تنو ته ورسېده؛ خو وروسته په افغانستان کې د امنیت له ټینګېدو سره سم دغه شمېره ۶۵۰ زره تنو ته راکمه شوه او تر ۲۰۰۶م کال پورې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه‌والي له کبله د داخلي بې‌ځایه‌شوو شمېر همداسې مخ پر کمېدو و.

له ۲۰۰۷م کال وروسته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ناامنۍ له زیاتوالي سره سم، ورو ورو په کور دننه بېځایه‌شوي کډوال هم مخ پر زیاتېدو شول، چې شمېر یې د ۲۰۱۵م کال د مې تر پایه شاوخوا (۹۱۶۴۳۵) تنو ته ورسېده.

دا چې له ۲۰۱۵م کال را وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو شو، په هېواد کې یو ډول سیاسي بې‌ثباتي رامنځته شوه، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب او بې‌کاري خورا زیاته شوه، نو ورسره جوخت د افغانستان د ننه د داخلي ګډوالو شمېر هم زیات شو.

په ۲۰۱۶م کال کې په ټولیز ډول شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان د هېواد دننه د جګړو او طبیعي آفتونو له امله کډوال شوي وو. دغه شمېره په ۲۰۱۷م کال کې ۶۰۰ سوه زره ته لوړه شوه او د اوچا اداري د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۱۸م کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ سوه زره افغانانو يوازې د جګړو له کبله له خپلو سیمو نورو سیمو ته کډې کړې دي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د بې‌ځایه شوو افغانانو دا شمېر که څه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۶.۶ سلنه را کم شوی دی، ځکه تېر کال په همدې موده کې ۴۸۲۹۰۹ افغان له خپلو سیمو کډه شوي وو؛ خو له يوې خوا اوسمهال د بشري مرستو اړتيا دوه چنده شوې او له بلې خوا په تېرو کلونو کې له خپلو مېنو را کډه شوو افغانانو ته خپلو سیمه ته د بېرته تګ زمینه نه ده برابره شوې. له همدې امله د تېرو کلونو پر بېځایه‌شوو کال په کال نور بېځایه‌شوي هم ورزیاتيږي، چې په دې توګه په ښارونو کې یو نوی بحران رامنځته کیږي.

 

د داخلي کډوالۍ لاملونه

په افغانستان کې د داخلي کډوالۍ د لاملونو په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

  • جګړه: په هېواد کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامني او وسله‌والې شخړې د داخلي کډوالۍ یو تر ټولو مهم لامل ګڼل کېږي. له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د داخلي بې‌ځایه‌شوو یوه ستره برخه د هېواد په امنیتي وضعیت پورې تړلې ده. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۱ کې کله چې د جګړې میدان ګرم و، نو داخلي کډوال هم زیاته وو؛ خو له دې وروسته بیا تر ۲۰۰۶م کال پورې کله چې امنیتي وضعیت ښه شو، داخلي کډوالي هم راکمه شوه. له تېرو څو کلونو راهیسې، په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له راتګ سره له دې امله داخلي کډوال هم زیات شول چې جګړو زور واخیست، د خلکو پر کورونو او کلیو بمبارۍ زیاتې شوې او په لرې پرتو سیمو کې سیمه‌ییزو زورواکانو او ناقانونه وسله‌والو د خلکو ځورول پیل کړل.
  • طبیعي آفتونه: په افغانستان کې د داخلي کډوالۍ یو بل ستر لامل طبیعي آفتونه ګڼل کېږي. د مختلفو طبیعي پېښو، لکه وچکالي، سیلابونه یا د ځمکې ښویېدنې له کبله هم د هېواد دننه یو شمېر کورنۍ داخلي کډوالۍ ته مجبورې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا “اوچا” په یوه میاشتني راپور کې ـ چې د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په وروستۍ نېټه نشر شوی ـ ویلي، چې سږکال په افغانستان کې وچکالۍ د هېواد په دوه پر درې برخې يا ۲۰ ولایتونو اغېزه کړې او کابو دوه مېليونه تنه د خوراکي توکو له سخت کمښت او لوږې سره مخ دي.
  • فقر او بې‌کاري: د افغانستان دننه د کډوالۍ یو لامل بې‌کاري او فقر دی. د فقر او بې‌کارۍ له کبله د افغانستان د مختلفو سیمو خلک د نورو ولایتونو ښارونو، په تېره بیا پلازمېنې کابل ته په دې هیله را کډه کېږي، چې په ښاري سیمو کې کاري فرصتونه زیات دي؛ خو له همدې امله په ښارونو کې نفوس زیاتېږي او د نفوس له زیاتوالي سره جوخت مختلفې ستونزې هم را پیدا کېږي.

 

د خلکو د بې‌ځایه کېدو پایلې

په افغانستان کې له خپلو اصلي مېنو د افغانانو بې‌ځایه کېدل ګڼې ستونزې را ولاړوي. یو هغه ستونزې دي چې پخپله همدې داخلي کډوالو ته متوجه دي او بل هغه ستونزې دي چې د دوی له لوري ټولنې او نورو خلکو ته متوجه وي.

له خپلو اصلي مېنو کډه کېدل له یوې خوا د همدې کډوالو شته مېنې خاره کوي، هلته یې زراعت او کاروبار له منځه وړي، له بلې خوا، دغو کډوالو او د دوی اولادونو ته هم ګڼې رواني او جسمي ستونزې پیدا کوي. ځکه دوی چې د نورو سیمو له حالت سره عادي کېږي وخت نیسي او په دې توګه له زده‌کړو او نور بشري اړتیاوو هم بې‌برخې کېږي. دغه‌راز د کورنیو د سرپرستانو بې‌کاري او بې‌وزلي ددې سبب کېږي چې دوی شاقه کارونو ته مخ کړي او په ښارونو کې د خپلو کورنیو لپاره روزي پیدا کړي. همدا اوس موږ په کابل ښار کې وینو چې سلګونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي. دوی ډېری د هغو کورنیو غړي دي چې له نورو ولایتونو د جګړو او ستونزو له امله پلازمینې کابل ته راغلې دي.

له بله اړخه ،په ښارونو کې هم د دغو کډوالو ډېرېدل د ګڼو ستونزو د را پیدا کېدو لامل کېږي. د ښارونو ظرفیت کم دی او د نفوس ډېرېدل د دې سبب کېږي چې په ښارونو کې برېښنا او اوبه کمې شي او صحي ستونزې زیاتې شي. دغه راز د نفوس د زیاتوالي له امله امنیتي وضعیت په سمه توګه نه کنټرولیږي او په پایله کې یې جنایي پېښې زیاتېږي.

 

د داخلي کډوالو په اړه څه کول پکار دي؟

په روانو حالاتو کې د جګړو او تاوتریخوالي او دغه‌راز د وچکالۍ له امله ګڼو افغانانو د ژوند کولو اساسي اسانتیاوې له لاسه ورکړې دي، بشري اړتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي له را رسېدو سره ورځ تر بلې هوا سړېږي او که چېرې اړمنو کسانو ته مرستې ونه رسېږي، ممکن له سخت حالت او ستونزو سره مخ شي، پر همدې اساس اړتیا ده چې افغان حکومت د هېواد دننه بې‌ځایه‌شوو وګړو د ژوند خوندیتوب امکانات برابر کړي. د دې تر څنګ اړتیا ده چې افغان پانګه‌وال وهڅول شي، څو د مرستو ترڅنګ د بیځایه شوو لپاره کاري فرصتونه هم برابر کړي.

پر دې سربېره اړتیا ده چې افغان حکومت د بې‌ځایه‌شوو وګړو د اصلي سیمو امن کولو په برخه کې لاس په کار شي؛ بې‌ځایه‌شوو افغانانو ته بېرته په خپلو کورونو او سیمو کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي. له دې سره به نه یوازې دا چې د داخلي کډوالو ستونزې حل شي، بلکې په ښارونو کې به هم د ګڼو ستونزو مخنیوی وشي.

له دې ټولو سره سره که څه هم افغان حکومت له بېځایه‌شوو کورنیو سره د همکارۍ او لاس نیوي په خاطر له کافي بودیجې سره مختلفې ادارې لري او دغه ادارې سره له دې چې له بېځایه‌شوو سره په مختلفو برخو کې مرستې کوي؛ خو د نورو دولتي ادارو په شان دغه ادارې هم له فساد څخه پاکې نه دي او له همدې امله ډیری وخت مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *