ایران ـ طالبان اړیکې؛ ایران کومې موخې پالي؟

 

د افغانستان په ګاونډ کې ایران هغه هېواد دی چې له طالبانو سره یې د اړیکو په اړه له ډېرې مودې په وار وار په رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي دي. که څه هم په تېر کې دغه هېواد تل له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد کړي؛ خو تازه تهران منلې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو یو هیئت دغه هېواد ته سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.

طالب استازي داسې مهال ایران ته سفر کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکا ـ طالبان د مخامخ خبرو په لړ کې د ابوظبۍ له ناستې وروسته، سره له دې چې د بلې ناستې ځای سعودي عربستان ګڼل کېده؛ خو ایران ته د طالب استازو له سفر وروسته د طالبانو له لوري په سعودي کې ناسته رد شوه او پر ځای یې قطر هېواد وټاکل شو، چې وروسته بیا د قطر ناسته هم د اجنډا پر سره د اختلاف له امله وځنډېده.

د سیمې او نړۍ په کچه د طالبانو د سیاسي ډیپلوماسۍ ظهور، د ایران ـ طالبانو اړیکې او دا چې له طالبانو سره د ایران د اړیکو تر شا څه موخې موجودې دي؟ هغه موضوعات دي چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د طالبانو سیمهییزې اړیکې

د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ځینې ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو له لوري اړیکې جوړول، د دې ډلې لپاره خورا ستره او مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي. ځکه همدې اړیکو طالبان د نړۍ او سیمې په کچه د سترو ناستو تر تالارونو ورسول او ځانونه یې له نظامي اړخه ورهاخوا د یوې قوي سیاسي ډلې په توګه نړیوالو ته ور وپېژندل.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر چې له ۲۰۱۰م کال را وروسته د دې ډلې سیاسي غړي په کې مېشت دي، د طالبانو د ډیپلوماتیکي اړیکو د پراختیا په برخه کې ډېر مهم رول لرلی دی. د همدې دفتر له لارې طالبانو خپله ډیپلوماسي او له نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړې؛ د امریکا د یوه پوځي په بدل کې یې له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه بندیان راخوشې کړل؛ د بېلابېلو هېوادونو لکه تاجکستان او روسیې پوځیان یې د دغه دفتر په واسطه د جوړ جاړي له لارې پرېښودل؛ په نړیوالو کنفرانسونو لکه پګواش او په وروستیو کې د مسکو ناسته کې يې برخه واخیسته او نړیوالو ته یې خپل غږ ورساوه؛ د دغه دفتر له لارې يې له بېلابېلو هېوادونو؛ لکه روسیې، ایران، چین، ازبکستان او نورو سره اړیکې ټینګې کړې او هڅه یې وکړه، چې د طالبانو په تړاو د دغو هېوادونو اندېښنې راکمې کړي؛ همدا ډول، افغان طالبانو د دغه دفتر له لارې هڅه وکړه، چې له بېلابېلو افغان لورو او شخصيتونو سره وګوري، قطر ته یې وروغواړي او د افغانستان او سیمې په تړاو خپل نظرونه ورسره تبادله کړي.

پر دې ټولو سربېره داسې ښکاري چې په وروستیو کلونو کې طالبانو تر ډېره د یوه یوازیني هېواد له انحصاره ځان ایستلی دی او اړیکې یې دومره پراخې شوې دي، چې کولی شي د مختلفو هېوادونو له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

 

تهران ـ طالبان اړیکې

په افغانستان کې د طالبانو د ظهور په لومړیو کې ایران د دې ډلې په اړه کوم خاص څه نه ویل؛ خو کله چې طالبانو له ایران سره په پوله پروت د هرات ولایت ونیو، له دې سره ایران په دغه سیمه کې د طالبانو موجودیت د ځان لپاره خطر وګاڼه او د لومړي ځل لپاره یې طالبان د پاکستان، عربستان او امریکا له لورې جوړه شوې ډله وبلله. دغه‌راز کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر علی اکبر ولایتی طالبان «شورشیان» وبلل او ویې ویل چې «طالبان نشي کولی د برهان الدین ربانی حکومت ته کومه ستونزه جوړه کړي او د ایران لپاره د افغانستان مشروع نظام یوازې د برهان الدین رباني حکومت دی.»

د ۱۹۹۷م کال د جنوری په ۲مه طالبانو په کابل کې د ایران سفارت وتاړه او کارکوونکو ته یې یوازې ۴۸ساعته وخت ورکړ ترڅو له افغانستانه بهر شي. د مزار له نیولو وروسته طالبانو د ۱۹۹۸م کال د اګست په ۸مه په دغه ښار کې لس ایراني ډیپلوماټان او ژونالیستان د جاسوسۍ په تور اعدام کړل، چې دغې چارې تهران خورا غوصه کړ.

په ټوله کې د طالبانو د رژیم پر مهال د تهران او اسلامي امارت اړیکې عادي حالت ته را ونه ګرځېدې، تهران په دغه موده کې تل د طالبانو له مخالفینو ملاتړ وکړ او تر پایه یې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت و نه مانه.

په ۲۰۰۱م کال کې ایران په ضمني توګه پر افغانستان د امریکا له بریده ملاتړ وکړ؛ خو وروسته له څو کلونو کله چې له امریکا سره د ایران مخالفت زیات شو او په سیمه کې یې د امریکا حضور د ځان لپاره خطر وباله، نو تر ډېره داسې ښکارېده چې ایران ورو ورو د امریکا له یوه بل رقیب هېواد روسیې سره په همغږۍ د امریکا ضد، له طالبانو سره اړیکې جوړول پیل کړل.

د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه په لومړي ځل هغه وخت بحثونه ګرم شول، کله چې دغه هېواد ته د ۲۰۱۵م کال د اپریل په ۱۷مه د طیب آغا په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي د سفر په اړه ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړل؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري دغه راپورونه رد شول. دغه راز په پاکستان کې د ایران پولې ته نږدې د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل، هم هغه قضیه ده چې د طالبانو او ایران ترمنځ یې له اړیکو یو څه پرده پورته کړه.

پر دې سربېره د افغان دولت ځینو سیمه‌ییزو چارواکو په ځانګړې توګه د هېواد په لویدیځ کې په وار وار له طالبانو سره د ایران د پوځي او مالي مرستو په اړه هم ویلي وو؛ خو ایران بیا تل دا ډول څرګندونې رد کړې دي او افغان حکومت هم په دې اړه د پلټنو لپاره کوم جدی ګام نه دی اخیستی. په وروستیو کې د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار برایان هوک رسنیو ته داسې درنې او سپکې وسلې ور وښودلې چې په خبره یې ایران افغانستان کې طالبانو ته ورکړې دي. هوک رسنیو ته وویل چې ایران له ۲۰۱۷م کال راهیسې له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.

له دې ټولو ورهاخوا بالآخره ایران په رسمي توګه ومنل چې د ۲۰۱۸م کال د ډیسمبر په ۳۰مه د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره یې خبرې کړې دي؛ خو ایران له طالبانو سره خپلې اړیکې، په افغانستان کې د سولې راتلو په موخه ګڼي.

 

تهران ولې له طالبانو سره اړیکې ساتي؟

د طالبانو د رژیم یو مخالف هېواد چې په تېر کې یې د طالبانو خلاف دریځ درلود په اوس مهال کې د کومو موخو لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې پالي، په اړه یې لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

د ایران د ملي امنیت ساتل: په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او پراختیا د افغانستان په ګاونډ کې د سیمې د نورو هېوادونو ترڅنګ، ایران ته هم د اندېښنې وړ ده. د دغې ډلې اړوند پر امریکا او ملګرو یې داسې شکونه دي چې کواګې داعش د سیمې د ناامنۍ په موخه د دوی پروژه ده. همدې ته په کتلو سره داسې ښکاري چې ایران د داعش پرضد مبارزه کې د افغان حکومت په هڅو هم شکمن دی، ځکه نو د خپل امنیت لپاره د ګواښ کمولو په موخه له طالبانو سره مخامخ اړیکې جوړوي.

پر امریکا او افغان حکومت فشار راوړل: امریکا په ایران کې د اوسني نظام تر ټولو سرسخته مخالف هېواد دی. دغه هېواد له ایران سره د شوي اټومي تړون څخه د وتلو له اعلانه وروسته هڅه کوي چې پر تهران د مختلفو تحریمونو په زیاتولو سره فشارونه زیاد کړي. له همدې امله ایران له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا ګټې له ګواښ سره مخ کړي او دغه هېواد تر مقابل فشار لاندې ونیسي.

په بل اړخ کې ایران هڅه کوي چې له همدې لارې افغان حکومت هم تر فشار لاندې ونیسي. په اوس مهال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هریرود د سیند د اوبو ویش یوه جنجالي موضوع ده. افغان حکومت هڅه کوي چې خپلې اوبه دملي ګټو په محور مدیریت کړي، خو ایران یی د خپلو خلکو په زیان ګڼی.

د افغان سولې پروسه کې برخه درلودل: په افغانستان کې د سولې خبرې یو حساس ځای ته رسېدلې دي او داسې اټکل کېږي، چې امریکا په رښتینې توګه غواړي روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسیږي. دا چې د سولې په روانو خبرو کې د سیمې ګڼ هېوادونه رول لوبوي، ایران هم د خپل سیاسي نفوذ ښودلو په موخه له طالبانو سره د مستقیمو اړیکو درلودلو په ښکاره کولو سره غواړي چې ځان ته په دغه پروسه کې رول پیدا کړي او له طالبانو سره د خپلو راتلونکو ګټو په موخه اړیکې ښې کړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *