د افغان سولې بُن‌بست او پر طالبانو سیمه‌ییز فشارونه

 

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای رسولو په موخه له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا په مشرۍ هلې ځلې روانې دي. په دغه موده کې د طالبانو او امریکا ترمنځ درې ځله مخامخ خبرې وشوې؛ خو دا خبرې د ابوظبۍ له ناستې را وروسته ځنډېدلې او داسې ښکاري چې پر وړاندې یې ځینې خنډونه پیدا شوې دي.

د ابوظبۍ له ناستې وروسته په لومړیو کې ویل کېدل چې ښایي دواړه لوري په سعودي عربستان کې سره کېني، خو وروسته د ناستې ځای قطر هېواد وټاکل شو، چې ظاهراً پر اجنډا د اختلاف له کبله په قطر کې هم دغه ناسته ترسره نه شوه.

د دغې ناستې د لغوه کېدو په اړه انګېرنې دادي چې د افغان سولې په اړه روانې خبرې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د خپل‌منځي اختلافونو له کبله ځنډېدلې دي او د سیمې ځینې هېوادونو ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستي سفرونه هم په همدې موخه پیل شوي دي، تر څو رامنځته شوي خنډونه له منځه یوسي.

دا چې د افغان سولې په اړه د امریکا ـ طالبان خبرې ولې ځنډېلې دي او د دې خبرو د بیا پیل په موخه به، پر طالبانو د سیمې د هېوادونو فشارونه څه اغېز ولري؟ هغه پوښتنه دي چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

د سولې خبرې ولې و ځنډېدې؟

د امریکا ـ طالبان ترمنځ د مخامخ خبرو له پیل سره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په اړه نوې هیلې را وټوګېدې. د دغو خبرو دوام او درې ځله د امریکا او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې، د پاکستان له زندانونو څخه د طالب مشرانو خوشې کېدل، د سولې په خبرو کې د طالبانو د نظامي چارواکو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې د غړو ګډون، ټول هغه موارد وو چې په افغانستان کې یې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په اړه د روانو خبرو پایلو ته خلک خوښ کړي وو.

د افغان سولې په اړه د امریکا ـ طالبان د مخامخ خبرو په لړ کې له دریو ناستو را وروسته څلورمه ناسته ـ چې ټاکل شوې وه په قطر کې ترسره شي ـ وځنډېده او ظاهراً د دې ځنډ لامل د دواړو لورو ترمنځ د غونډې د اجنډا پر سر اختلاف بلل کېږي؛ خو له دې پرته ځېنې نور لاملونه هم شته چې کېدای شي د خبرو په ځنډ کې رول ولري:

لومړی: له افغانستانه د امریکایانو وتل د سولې په خبرو کې له لومړي سره د طالبانو له لوري تر ټولو ستر شرط و. په وروستیو خبرو کې هم د طالبانو له لوري له افغانستانه د امریکایانو پر وتلو ټینګار شوی دی؛ خو انګېرنې دادي چې امریکا نه غواړي له افغانستانه په پوره توګه خپل ځان ټول کړي، بلکې غواړي چې کمه اندازه سرتېري په دغه سیمه کې ولري. له همدې کبله په روانو خبرو کې تر ډېره هڅه کوي چې طالبان په یو ډول له دوی سره په افغانستان کې یوه یا دوې نظامي اډې ومني.

دویم: په روانو خبرو کې یو بل ستر خنډ چې کولای شو د سولې د خبرو د ځند لامل یې وګڼو، له افغان دولت سره د طالبانو نه خبرې کول دي. افغان حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره مخامخ د سولې خبرې وکړي؛ خو طالبانو تل له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړې دي. په دې اړه د امریکا او خپله د افغان دولت هڅې دادي چې پر طالبانو د نورو هېوادونو په واسطه فشارونه راوړي، ترڅو له افغان دولت سره خبرو ته کېني.

درېیم: د سولې د روانو خبرو د ځنډ په اړه یو بل لامل بیا خپله طالبانو ته ورګرځي او هغه د دې ډلې ځینې محدویتونه دي. د بېلګې په توګه د سعودي عربستان او قطر هېوادونه ترمنځ شته مخالفت، د طالبانو پر وړاندې یو محدویت ګڼل کېږي او دا هغه څه ګڼلی شو چې طالبان یې په روانو خبرو کې د تصمیم‌نیونې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په روانو خبرو کې طالبان اړ دي، تر څو د هغو ټولو اړخونو مشورې او غوښتنې په پام کې ونیسي چې له دوی سره یې په تېرو ۱۸ کلونو کې په یو ډول نه، یو ډول اړیکې درلودې او همکاري یې ورسره کړې ده.

 

پر طالبانو سیمهییز فشارونه

د افغان سولې په اړه د روانو خبرو له ځنډېدو سره یو ځل بیا افغان حکومت او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې یو شمېر هغو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي، چې ښکاري په سیمه کې هم رول لري او هم په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې همکاري کولی شي.

زلمي خلیلزاد د خۤپل ماموریت د څلورم سفر په لړ کې د افغانستان په ګډون چین، هند او پاکستان ته سفرونه وکړل. همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم چین، هند او سعودي عربستان هېوادونو ته ولاړ. دوی دواړو تر ډېره یوه موخه تعقیبوله او هغه دا چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د دغو هېوادونو همکاري جلب او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په اړه هلې ځلې وکړي.

چین د سیمې هغه هېواد دی چې په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې او له نورو هېوادونو سره د شخړو سياست پرمخ نه وړي، بلکې د اقتصادي سياستونو له لارې غواړي خپل ځواک پراخ کړي. دغه هېواد د سيمې په کچه د کابل-اسلام‌آباد اړيکو په رغولو او افغان سولې پروسه کې مرسته کولای شي؛ ځکه چين د خپلو اوږدمهالو ګټو لپاره یو با ثباته افغانستان غواړي.

سعودي عربستان له یوې خوا په اسلامي نړۍ کې لوړ مقام لري او له بلې خوا بیا هغه هېواد دی چې په وروستیو کې کې پاکستان ته د میلیارډونه ډالرو د ورکړې اعلان کړی او کولای شي چې د پاکستان له لارې پر طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د کېناستلو په موخه فشار راوړي.

پاکستان تر بل هر هېواد پر طالبانو زیاد نفوذ لري او داسې ویل کېږي چې د طالبانو تر ټولو ډېر پټنځایونه په دغه هېواد کې دي. له همدې کبله د افغان سولې په اړه تل پاکستان ته تمه کېږي. د افغان سولې په اړه له ډېرې مودې پر پاکستان د امریکا فشارونه دي او داسې ښکاري چې پاکستان د دغو فشارونو له کبله پر طالبانو کار هم پیل کړی دی. ځکه تېره اوونۍ راپورونه خپاره شول چې پاکستاني پوځیانو په خیبرپښتونخوا کې یو لوړ پوړی طالب چارواکی نیولی؛ خو له څو ساعتونو وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.

 

سیمه‌ییز فشارونه به طالبان سولې ته اړ کړي؟

د امریکا او افغان دولت له لوري پر طالبانو د فشارونو په لړ کې تېره اوونۍ دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې که امریکا په افغانستان کې د سولې په تړاو خپله تګلاره سمه نه کړي او بېرته هغې اجنډا ته را ونه ګرځي چې د دواړو لورو ترمنځ یې په اړه هوکړه شوې وه، طالبان به له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وځنډوي.

طالبانو ویلي چې امریکایانو د ۲۰۱۸م کال د نومبر په ناسته کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو پر موضوع خبرې کوو؛ خو اوس مهال دوی له هغې اجنډا څخه ډډه کوي او په خپله خوښه نوي موضوعات پکې ځایوي.

همدارنګه په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې «که امریکایان غواړي په ښه نیت مذاکراتو ته راشي او د افغانستان د مسلمان ولس مشروع غوښتنې ومني، په داسې کولو سره مسئله حل کېدای شي؛ خو که د افغانانو د مشروع غوښتنو له منلو تېښته کوي او په یوه او بله پلمه، د سولې تر نوم لاندې خپل استعمال او نظامي اهداف له سیاسي لارو تعقیبوي یا د نورو هېوادونو د تطمیع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنا لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله‌ییز حل کې دلچسپي نه لري.»

د طالبانو له دغې اعلامیې داسې ښکاري چې د افغان سولې په اړه د امریکا ـ طالبان ترمنځ د خبرو په پروسه کې پر طالبانو د سیمه‌ییزو فشارونو له زیاتوالي سره د سولې دغه نوې پروسه له ګواښ سره مخ شوې ده.

تېره اوونۍ رویټرز خبري آژانس ویلي و چې د افغان سولې د خبرو د ځای پر سر اختلاف د سولې د خبرو په ځنډ کې یو مهم فکټور دی او دا اختلاف د سیمې د یو شمېر هېوادونو د خپل منځي لانجو له کبله رامنځته شوی دی. د رویټرز په حواله چې سعودي عربستان او متحد عربي امارات نه غواړي د سولې خبرې په قطر کې وشي؛ خو بلخوا بیا ایران په عربستان او متحده عربي اماراتو کې د سولې له خبرو سره مخالفت کوي.

له دې برېښي چې د سولې د پروسې بیا پیل لپاره د ښکېلو هېوادونو ځپلمنځي اړیکې هغه مهم فکټور دی، چې کولای شي دا پروسه هم بریا ته ورسوي او هم یې ناکامه کړي. په داسې وضعیت کې افغان حکومت او امریکا ته لازمه ده چې د سولې روانه پروسه د سیمې د هېوادونو خپل‌منځي اړیکو د مخالفتونو له سیوري لرې وساتي او هڅه وکړي چې د دې پروسې د بیا پیل او بریا په موخه یوه رښتینې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *