امریکا- طالبانو خبرې او په نړېواله سطحه د سولې هڅو ته کتنه

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې  تر ټولو اوږده جګړه ده چې امریکا په‌کې ښکېل ده او د اکتوبر په اوومه نېټه یې اتلس کاله پوره شول، همدارنګه د یادولو وړ ده چې افغانان هم د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په اوږدو کورنیو جګړو کې ښکېل دي، [1]له ۱۳۵۸ لمریز کال راهیسې افغانان د کورنیو جګړو شاهدان دي. څلویښت کاله یعني تقریبآ یو نسل مخکې د افغانستان جګړه پیل او تر ننه پورې ادامه لري. که چېرې د نړۍ د تېرو سلو کلونو تاریخ ته وګورو؛ د نړۍ په تاریخ کې به د افغانستان  جګړه تر ټولو اوږده جګړه وي چې اوس هم دوام لري په اتیا یمو لسیزو کې د وخت ابر قدرت افغانستان ته راغی تر هغه وخته یې دلته جګړه وکړه چې کله په خپلو کې ووېشل شو، [2]د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د نړۍ د یو قطبه سرلاري افغانستان ته راغلل چې له اتلس کاله  جګړې وروسته نړۍ څو قطبه حالت ته ننوتې [3]او په افغانستان کې د ابدمرغه جګړه د دوی په لاس اوس هم دوام لري، چې پایله یې یوازې د عامو افغانانو وژل دي.

اروپایي ټولنې او امریکا خبرو ته کتنه

[4]د ۲۰۱۹م اکتوبر په ۲۲ مه د افغانستان لپاره د امریکامتحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، برتانیا، جرمني، ایټالیا، فرانسې او ناروې ځانګړو استازو د اروپايي ټولنې مرکز بروکسل کې په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسېدو په پار ناسته وکړه.

د دې ناستې په پای کې ۱۷[5] ماده یې پرېکړه لیک خپور شو، د دې پرېکړه لیک له اساسي مادو څخه  یوه ماده دا وه، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو تلپاتې سولې ته د رسېدو  یوازینی لار د بین الافغاني خبرو اترو پیل دی.

دوی د بین الافغاني خبرو د شروع پر مهال د ټولو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې، چې له مخې یې د ناستې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي لپاره سیاسي لار نقشې لپاره جوجاړي ته ورسېږي.

دوی دا هم ویلي، چې د سولې د داسې ټولیز او پایښتي تړون لپاره له افغان حکومت، طالبانو او نورو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو له مشرانو سره ګډ کار ته ژمن دي، چې په پایله کې جګړه ور سره پای ته ورسېږي او دا وضعیت د افغانانو، د سیمې د ثبات او نړېوال امنیت په ګټه وي.

د ناستې ګډونوالو پر افغان ولسمشر  محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو مخکښو افغان مشرانو غږ کړی چې د افغانانو خپلمنځي رسمي خبرو لپاره د ټول اړخیزې ملي مرکچي ډلې پر جوړولو سملاسي تمرکز وکړي.

د امریکا او طالبانو خبرو ته کتنه

د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر په ۴ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمآ اعلان وکړ، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانۍ سفیر د افغان سولې لپاره خپل استازی ټاکلی. زلمی خلیل‌زاد هغه سیاسي څېره ده، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسي یې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې رول لوبولی دی، تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو نهه پړاوونه تېر شوي؛ اته ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې شوې.

لومړی پړاو: د [6]دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر په دوحه کې پیل شوې په دې پړاو کې امریکايي پلاوي او طالب استازو تر ډېره ابتدایي بحثونه وکړل او په بنسټیزو موضوعاتو ژور بحثونه ونشول؛ خو په ټوله کې د دغې لړۍ پر دوام د دواړو لورو لخوا هوکړه وشوه.

دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې [7]د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې، دا غونډه د لومړنۍ په پرتله اوږده وه، په دغو درې‌ورځنیو خبرو اترو کې که څه هم د دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، خو زلمي خليلزاد له قطر څخه کابل تر راستنېدو وروسته رسنيو ته وويل، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له ټولو ښکېلو لورو سره په خبرو بوخت دی او که څه هم د کوم مهم پرمختګ اعلان نه شي کولی؛ خو له طالبانو سره د سولې يوې هوکړې د رسېدو لپاره هيله‌من دی. طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دوی يوه جګ‌پوړي پلاوي د امريکا د متحده ايالاتو له يوه جګ‌پوړي پلاوي سره درې‌ورځنۍ خبرې اترې کړې دي؛ خو دا خبرې ابتدايي وې او تر اوسه پر هېڅ کومه مسئله د دوی ترمنځ توافق نه دی شوی. طالبانو په خپله اعلاميه کې هغه اوازې هم رد کړې وې، چې د دغو خبرو اترو په جريان کې د لنډمهالي حکومت او يا هم راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ځينو رسنيو له‌خوا خپرې شوې

درېیم پړاو: [8]د ۲۰۱۸م کال د دسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، د خبرو اترو په دې لړۍ کې بدلون تر سترګو شو. له يوې خوا دا غونډه په متحده عربي اماراتو کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د استازو په ګډون جوړه شوه، او له بلې خوا د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی هم متحده عربي اماراتو ته ولاړ؛ خو طالبانو له هغوی سره له خبرو اترو ډډه وکړه. دا چې افغان حکومت ولې په دومره بیړه باندې د خبرو مرکچي پلاوی جوړ کړ او د مخامخ خبرو اترو لپاره یې متحده عربي اماراتو ته واستولو هغه څه دي چې، تر اوسه نه دي  واضح شوي خو یو شی چې دوی یې یقیني کړي ؤو، چې طالبان به له دوی سره د خبرو مېز ته کیني هغه د زلمي خلیل‌زاد له لوري دوی ته ورکړل شوی ډاډ ؤو، ولې هغسې ونشول، په دې دوه‌ورځنۍ غونډه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د بهرنيو ځواکونو پر بمباريو او له زندانونو څخه د طالب بنديانو پر خلاصون خبرې وشوې. که څه هم د امريکايي لوري د پلان له مخې، ټاکل شوې وه په دې غونډه کې پر اوربند، د افغانستان له حکومت سره پر مخامخ خبرو اترو، لنډمهالي حکومت، ټاکنو او نورو مسائلو هم خبرې وشي؛ خو د طالبانو مرکچي ډلې پر دغو موضوعاتو له خبرو کولو ډډه وکړه او د اعلامیې په خپرولو سره یې یادونه وکړه، چې د افغانستان د ټولو ستونزو سبب د امریکایانو شتون دی تر څو پورې چې په دې اړه باندې موږ له امریکایانو سره هوکړې ته نه یو رسیدلي موږ په کورنیو موضوعاتو باندې د هېڅ لوري سره خبرو ته حاضر نه یو.

څلورم پړاو:  د ۲۰۱۹م کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې. [9]د کتنو دا لړۍ د لنډ وخت لپاره د بې‌باوريو ښکار شوه او د دغو خبرو اترو د دوام په اړه يې اندېښنې پيدا کړې. طالبانو له درېيمې غونډې کابو يوه مياشت وروسته په يوه اعلاميه کې  امریکایي لوری تورن کړ چې په افغانستان کې سولې راتلو ته ژمن نه دي دوی د سولې تر نامه لاندې خپلې کومې موخې چې لري هغه تعقیبوي. د دغې اعلاميې په يوه برخه کې راغلي ؤو: «په افغانستان کې د اشغال مسئله زموږ د خپلواکي غوښتونکي مسلمان ملت مسئله ده، [10]څرنګه او چېرې یې چې حل کول غواړو، دا زموږ حق دی… دا مسئله د چا په فشار او تاکتیکي برخوردونو نه حل کیږي او نه هم دا د منلو وړ دي».  په خبرو اترو کې دا بې‌باوري  هغه وخت راپورته شوې چې کله امریکایانو غوښتل چې دا ځل له طالبانو سره په سعودي عربستان کې وګوري خو د طالبانو د سیاسي دفتر نه غوښتل چې له امریکایانو سره په سعودي وګوري نو له همدې امله خبرې یو څه وځنډېدې خو له یو څه ځنډ وروسته بیا ځل په قطر کې پیل شوې دا ځل خبرې د تېرو ټولو لیدنو په پرتله اوږدې شوې چې کابو یوه اوونۍ پرله‌پسې بحثونه وشول او دواړه لوري د خبرو اترو له پرمختګونو خوښ ؤو او د پرمختګ خبره یې کوله

د دې پړاو خبرو په پای کې طالبانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې وه چې تر هغه وخته د امریکایانو په وتلو بشپړ توافق نه وي شوی په بل څه باندې له امریکایانو او افغان حکومت سره هېڅ خبرې هم نه کوي خو په دې غونډه کې په اوږدمهاله اوربند او بین الاافغاني خبرو هم بحث شوی ؤو زلمي خلیل زاد په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل تر هغه وخته پورې چې بشپړ توافق نه وي تر سره شوی تر هغه وخته پورې موږ څه نشو په ډاکه کولای، [11]نو له همدې امله د څلورم پړاو خبرو نه وروسته د افغان حکومت اندښتې زیاتې شوې، ځکه له يوې خوا په متحده عربي اماراتو کې د څلورمې غونډې پر مهال طالب پلاوي د افغان حکومت له پلاوي سره ونه کتل او له بلې خوا د سعودي عربستان غونډه هم د طالبانو له لوري رد شوه.

پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. [12]د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.

د دغه پړاو د خبرو اترو اجنډا بيا هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او امريکايانو ته په راتلونکي کې له افغانستانه د ګواښ نه متوجه کېدو په تړاو د ډاډ ورکولو قضيې وې. که څه هم، د ځينو راپورونو له مخې په دې پړاو خبرو اترو کې د دغو دوو موضوعاتو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې؛ [13]خو طالبانو بيا هم په خپله اعلاميه کې رد کړې وه، چې ګواکې دوی دې په نورو موضوعاتو هم خبرې کړې وې. په دې پړاو خبرو کې چې ډېرې اوږدې شوې یو خو په دې ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر شتون ؤو او په اساسي موضوعاتو باندې د عملي خبرو پیل ؤو او په دې ناسته کې نظر تېرو ناستو ته ډېر پرمختګ خبره هم شوې وه.

شپږم پړاو: شپږم پړاو خبرې د روان میلادي کال (۲۰۱۹م) د مې میاشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې د طالب استازو او امریکایي چارواکو تر منځ پیل شوې چې ۹ ورځې یې دوام وکړ او د مې میاشتې په ۹ مه نېټه پای ته ورسېدې.

[14]دا خبرې داسې مهال پیلېږي، چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې  راټول شوي شاوخوا ۳۲۰۰ کسان له طالبانو سره د سولې په تړاو سلامشورې کوي، چې څنګه کولی شي جګړه ختمه او سوله راشي.

په دې پړاو خبرو کې په څلورو موضوعاتو (د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغان خاورې نه استعمال د امریکا پر ضد، اوربند او له افغان حکومت سره خبرو) باندې تفصیلي بحث شوی ؤو دواړه لوريو د پرمختګ خبره کوله، [15]خو کومې مهمې هوکړې ته سره نه ؤو رسېدلي. د دواړو لوریو په اند په دې خبرو کې تر ډېره پر دوه موضوعاتو بحث وشو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدلو په اړه.

اوم پړاو: اوم پړاو خبرې د روان میلادي کال (۲۰۱۹م) د جون میاشتې پر ۳۰مه په دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. [16]ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو د زیات پرمختګ  خبره کوله، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د خبرو په دې‌ پړاو کې د بل هر وخت پرتله ډېر پرمختګ شوی دی. ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي ؤو، د تېرو شپږو ورځو خبرو کې د سولې هوکړې پر ټولو څلورو اړخونو، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنیو پوځیانو وتل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون او د تل پاتې هر اړخیز اوربند په ګډون موضوعاتو کې خورا پام وړ پرمختګ شوی دی.

اوم پړاو خبرو دوام درلوده چې افغان سیاسیونو او طالب استازو ګډه غونډه په قطر کې د قطر او جرمني هېواد په همکارۍ ترتیب شوې وه، نو په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون په پار د اوم پړاو خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لنډې مودې لپاره ودرېدې، د افغان سیاسیونو او طالب استازو خپل‌منځي غونډه، دا دویمه غونډه وه، چې د افغان سیاسیونو او طالب استازي په‌کې سره راټولېدل دواړو لوریو د افغان کشالې د حل په موخه خپل نظرونه له یو بل سره شریک کړل د غونډې د ګډونوالو په اند چې دواړو لوریو په ډېری موضوعاتو باندې توافقي نظر درلود او دواړو لوريو د داسې غونډو د جوړېدو غوښتنه درلوده تر څو وکولای شو چې د دې ناستو په لړ کې ډېری هغه  موضوعات چې تر اوسه پرې بحث نه دی شوی بحث وشي او په پایله کې رغنده بین الافغاني خبرو ته سره کېنو او د افغان کشالې لپاره خپله افغانان حل پیدا کړي.

اتم پړاو:  اتم پړاو خبرې د روان میلادي کال (۲۰۱۹م) د اګسټ پر درېیمه پیل شوې، د ۹ ورځو دوام نه وروسته د اګسټ په ۱۲ مه نېټه پای ته ورسېدې، دواړو لوریو وویل [17]چې په ډېرو مادو بحث پای ته رسېدلی او تړون ډېر نږدې شوي. طالب ویاند سهیل شاهین او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دواړو پر خپل ټویټر د مثبتو خبرو یادونه کوله. طالبانو وویل له امریکا سره له تړون وروسته به له افغان لوري سره بین الافغاني خبرې پیلوي. انګېرل کېده چې د دغو خبرو کوربه به کوم اروپایي هېواد وي. [18]په پیل کې ناروې هېواد هوډ ښودلی ؤو چې دوی به په پلازمېنه اوسلو کې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوي پلاوي او د طالبانو کوربه وي.  خو بیا هم د ځینو تخنیکي کارونو د تر سراوي په موخه نهم پړاو خبرې هم تر سره شوې.

نهم پړاو: نهم پړاو خبرې د روان میلادي کال (۲۰۱۹م) په دوحه کې د اګسټ پر ۲۲مه پیل شوې او د سپټمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طالبانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته سره رسېدلي ؤو. [19]زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم ؤو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي. کله چې نهم پړاو خبرو په پایله کې طالبان او امریکایي لوری توافق ته سره ورسېدل پلان دا ؤو، چې لاسلیک به د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزیر کوي او د دې توافق د پلي کېدو ضمانت به چین، روسیه او ځیني نور قوي هېوادونه کوي او په دې سره دواړه لوري توافق ته سره رسېدلي ؤو، خو ټرمپ غوښتل چې لاسلیک په امریکا کې په کمپ ډېوېډ کې چې هلته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي برخه ولري دا توافق به کیږي.

له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو عوامل

سخته برېښي، چې د ټرمپ د وروستیو ټویټونو تر شا هغه ریښتینې عوامل په نښه کړو، چې له کبله یې ده له افغان طالبانو سره د سولې خبرې اترې وڅنډولې. خو بیا هم په دې تړاو یو شمېر عوامل شته دي، چې هم هیله بښونکي دي او هم هیله رژوونکي دي.

لومړی؛ [20]د خبرو اترو له تمولو او څنډولو څخه د سولې په خبرو اترو کې د فشار د آلې په توګه ګټه اخیستل. د ټرمپ له دې وړاندې هم له شمالي کوریا سره د خبرو اترو پرمهال دغه تاکتیک غوره کړی ؤو.

دویم؛ په امریکا کې د اوسني تړون پر ماهیت د زیاتېدونکو نیوکو څخه ځان خلاصون. په امریکا کې له وروستیو څو اوونیو راهیسې له افغان طالبانو سره د سولې پر تړون ډېرې نیوکې کېږي په دې آخرو کې ګانګرس زلمي خلیل زاد ته درېیم ځل لیک واستوه او له ده نه یې د طالبانو سره د خبرو وضاحت وغوښت که چېرې وضاحت ورنکړل شو نو دوی به بدیل لاره غوره کړي همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي سفیر لیک چې هغه غوښتنه کړې وه چې د امریکایانو وتل باید د سولې له راتګه وروسته وي، نه د سولې له راتګه مخکې. په ټوله کې د ټرمپ سره د سې ای اې، دفاع وزارت، ګانګرس او ملي امنیت سلاکار جان‌بولټن چې ډېر ګمان کیږي په همدې موضوع پخاطر ټرمپ له ده غوښتنه وکړه چې استعفاه وکړي او له دندې ګوښه کړی شو هغه مسایل دي چې امکان لري په دې خاطر ټرمپ له طالبانوس ره خبرې لغوې کړې وي.

درېیم؛ [21]دا هم له امکانه ليرې نده چي ټرمپ خپل موقف يوځل بيا بدل او د سولي د مذاکراتو ځنډيدلی بهير بيا پيل او عاجلي يي پايلي هم اعلان شي.

څلورم؛ [22]داسې انګېرل کیږي چې طالبانو نه غوښتل چې توافق نه مخکې له ټرمپ سره وګوري او غوښتنه یې دا وه چې له توافق وروسته کېدای شي په درېيم ځای کې له ټرمپ سره وګوري.

پنځم؛ [23]د توافق د ځای او وخت په اړه د دواړو لوریو مخالفت هم امکان لري چې د خبرو د لغوه کېدو سبب شوی وي.

د امریکا-طالبانو د خبرو له لغوه کېدو وروسته د سولې هڅو ته کتنه

طالبانو له امریکا سره تقریبا د یو کال په جریان کې ۹ پړاوه خبرې وکړې چې د نهم پړاو خبرو کې دواړه لوري نهایي توافق ته رسېدلي ؤو، خو د ځینو ستونزو له امله چې ډېره پړه یې په امریکا ور اچول کیږي خبرې بندې شوې. [24]له کله نه چې خبرې بندې شوې دي د طالبانو د قطر د سیاسی دفتر غړو د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه کړي او د هغه هېوادونو سره د خبرو د بندېدو په اړه خبرې کړې، د دې سفرونو په لړ کې دوی ایران، روسیې، چین او پاکستان ته لاړل د یادو شویو هېوادونو ته چې دوی سفر وکړ د هغې هېوادونو حکومتونو له دواړو لوریو د بیا خبرو د پیل کېدو او خشونت د کمېدو غوښتنه کړې. د یادونې وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې د خپل هېواد په پارلمان کې یې خبرې کولې د افغان سولې یادونه کړې، ده زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې بهرنۍ سوله د بهرنیانو په لاس نه غواړو او هېڅ کله به ملاتړ هم ترې ونکړو. د یادولو وړ ده چې کله طالبانو پاکستان ته سفر وکړ د هغه هېواد له مشرانو سره یې وليدل او د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي‌خلیل زاد سره یې هم ولیدل خو د دې لیدنې ډېر جزئیات شریک نشول خو داسې انګېرل کیږي چې کومه د خبرو دروازه بنده شوې وه د دې لیدنې سره بېرته پرانستل شوه اوس وینو چې د ټولو لوریو لخوا د سولې هڅې پیل شوې دي چې دا یو ښه ګام دی، چې ټول اړخونه یې په دې برخه کې اخلي.

همدارنګه د امریکا له لوري افغان سولې لپاره استازی زلمی خلیل‌زاد هم له تېرې اوونۍ بیا ځل اروپایي هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی د اروپایي ټولنې له مشرتابه سره یې په لیدنه کې د افغان کشالې د حل په موخه د خشونت په کمېدو ټینګار کړی همدا ډول د افغان سولې پروسې په اړه په روسیه کې د امریکا، چین د خلکو جمهوریت، او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزه مشورتي غونډه کې یې ګډون کړی دی.

[25]د یادولو وړ ده چې د اکتوبر په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه باندې د چین د خلکو جمهوریت په نوښت بین الافغاني ناسته  جوړیږي، چې په دې ناسته کې تر اوسه د طالبانو سیاسي دفتر غړو او افغان سیاسیونو چې مشري به یې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی کوي د ګډون خبره کړې، او افغان حکومت هم ویلي چې په مناسب وخت کې به د هغه کسانو نوملړ چې په یاده غونډه کې ګډون کوي له چین حکومت سره شریک کړي.

اوربند

اوربند په رښتینې معنا د سولې او خبرو اترو لومړی پایله ده، [26]یوه نسبي اوږده اوربند ته رسېدل د دې معنا ده چې دواړو جنګي طرفونو دا په رښتیا منلې چې جنګ د ستونزې حل له ځانه سره نلري. ولې اوربند هغه څه دی چې ټول ملت یې د تېرو دوه لسیزو راهیسې لارې څاري، باور وکړئ چې د تېر اختر دری ورځني اوربند د خلکو له کامه د اتلس کلن جنګ ترخه ډېرې ټیټې کچې ته راکوزه کړه. اوربند ډېر سوچ غواړي هومره موده ورته پکار ده چې حد اقل بین الافغاني خبرې اترې پکې د یوې نوې اوضاع، نوي بې طرفه حکومت، نوي مؤقت حکومت، نوي مشترک حکومت، یا هر هغه اداره چې د افغاني طرفونو د نوي سیاسي لفظ فیصلې پکې پای ته ورسیږي او د همدې نوې ادارې په لړ کې افغانان پخپل منځ کې پاتې اختلافي مسائل په حوصله بحث او هره اختلافي قضیه په یو متفقه یا اکثریتي حل ودروي.

[27]د اوربند د وخت نه د اوربند هغه موضوعات ضروري دي چې دا اوربند په‌کې اوربند پاتې شي او په پایله کې یې په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته ورسیږو، او ورځ تر بلې دخیل طرفونه په‌کې یو بل ته نژدې او د باورونو سلسله په خپلو کې د هغه مشترک بحث بستر کړي، او  په پایله کې افغانان نړۍ ته د یوې ښې ادارې، د یوه ښه ملت او د یوې ښې سولې امتحان ورکړي.

تېر اوربند ته کتنه: [28]د ۱۳۹۷ لمریز کال د غبرګولي میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې له اوه ویشتمې څخه د اختر تر پنځمې نېټې پورې یو اړخیز اوربند اعلان وکړ، چې وروسته د طالبانو لخوا هم د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، دا اوربند چې د افغانستان په اوږده جګړه کې لومړۍ تجربه وه، د هېواد په سرتاسرۍ کې يې د امنیت یوه بې سارې فضا جوړه کړې وه او په ډېرو ځایونو کې وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونو سره ولیدل او یو ځای یې اختر ولمانځه. [29]همدارنګه په سلګونه طالب جنګیالي کابل ته راغلل له خلکو او حکومتي ځواکونو سره یې د اختر دری ورځې په ګډه ولمانځلې، محمد اشرف غني یاد اوربند وغځولو خو د طالبانو له لوري ونه غځول شو.

پایله

افغان حکومت او طالبان باید دا ومني، چې سوله د یو څه ورکولو او یو څه منلو په معنی ده، او په هېواد کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو لپاره باید دواړه لوري د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د زمیني په موخه جګړه کمه کړي، چې په پایله کې به مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي. د دواړو لوریو په همغږۍ سره به د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي، [30]که چېرې دواړه لوري په دې سره جوړ نشي نو دا د بهرنیو ځواکونو د لا تم کېدو او مېشته کېدو په معنی ده، چې په دې برخه کې به بیا هم د قربانۍ ډېره بیه عام افغان ولس پرېکوي او په پایله کې د هېواد راتلونکی به د یو نامعلوم برخلیک سره مخ وي.

له دې ورخوا د افغان سولې په اړه سیمه ییز او نړیوال لوري هم باید په پام کې ونیول شي او هغوی د بین الافغاني خبرو وراخوا د امریکايي لوري سره د سولې په اړه د خبرو اترو له جریان څخه هم باید خبر کړل شي او هېڅ هېواد ته باید د سولې په اړه د شکونو ځای پرېنږدي ترڅو په راتلونکې کې د خپلو ګټو لپاره د ریښتونې سولې سبوتاژ کولو هڅه وکړي.

او په ټوله کې افغان مشران باید طالب لوری او افغان دولت دې ته اړ کړي ترڅو د یو بل پر وړاندې د سختو او منفي څرګندونو څخه لاس واخلي، او پر ګډه هر اړخیزې سولې راوستلو ته کار ووایي، ترڅو د افغان ولس ستره هیله او ارمان چې په ټول هېواد کې د سولې راتلل دي پوره شي او د جګړې ډګر له هېواد څخه د تل لپاره ټول شي.

همدارنګه طالبانو سفرونه د سیمې هېوادونو ته او په خپره کړې اعلامیه کې د امریکایانو سره د خبرو په پیل ټینګار کړی نو امریکا هم باید د طالبانو سره د افغان کشالې د حل په موخه  خپلې شروع شوې هڅې تېزې  کړي تر څو په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي چې دا د امریکا، د سیمې هېوادونو او په ټوله کې د ټولو په خیر ده.

[1] http://afghanistanaffairs.com/ps/2019/05/20/a5/

[2] afghanistan-analysts.org/the-1919-war-of-independence-or-third-anglo-afghan-war-a-conflict-the-afghans-started-and-ended/

[3] https://en.wikipedia.org/wiki/War_in_Afghanistan_(2001%E2%80%93present)

[4] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50163236

[5] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50191598

[6] https://csrskabul.com/?p=5388

[7] https://csrskabul.com/?p=5388

[8] http://talibnews.com/archives/13673

[9] https://ariananews.af/o-ouoo-166/?lang=ps

[10] http://www.dailyweesa.com/?p=32217

[11] https://www.aljazeera.com/news/2019/05/taliban-talks-peace-afghanistan-190510062940394.html

[12] https://www.nytimes.com/2019/10/05/world/asia/us-taliban-talks.html

[13] https://www.washingtonpost.com/

[14] https://www.afghanistan-analysts.org/

[15] https://www.crisisgroup.org/asia/south-asia/afghanistan/b159-getting-afghanistan-peace-process-back-track

[16] https://www.crisisgroup.org/asia/south-asia/afghanistan/298-building-afghanistans-fleeting-ceasefire

[17] https://thediplomat.com/tag/afghanistan-peace-process/

[18] https://thediplomat.com/2019/09/what-the-apparent-collapse-of-afghan-peace-talks-means-for-pakistan/

[19] https://thediplomat.com/2019/08/khalilzad-hails-excellent-progress-in-talks-with-the-taliban/

[20] https://csrskabul.com/?p=5629

[21] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49627353

[22] https://www.theguardian.com/world/2019/sep/09/taliban-trump-afghanistan-us-talks-election-violence

[23] https://www.bbc.com/news/world-asia-49624132

[24] https://www.bbc.com/pashto/world-39376721

[25] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-49902575

[26] http://afghanistanaffairs.com/ps/2018/06/19/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%86%db%90-%d8%a8%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%db%90%d9%84%db%90-%d9%87%da%85%db%90/

[27] https://csrskabul.com/?p=5084

[28] https://www.foreignaffairs.com/articles/afghanistan/2018-09-07/taliban-prepared-make-peace

[29] https://www.bbc.com/news/world-asia-44423032

[30] https://www.aljazeera.com/news/2019/09/trump-cancels-taliban-talks-afghanistan-190908111911229.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *