په افغان سوله کې؛ د روسانو هڅې او موخې

کله چې په افغانستان کې د داعش حضور مخ په زیاتېدو شولو او په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیانو حضور په افغانستان کې کم شولو، نو ورسره  د افغانستان په لور د مسکو پاملرنه هم مخ په زیاتېدو شوه؛ [1]چې ورسره هم‌مهاله له طالبانو سره د اړیکو له درلودو هم پرده پورته شوله، امریکایي او افغان چارواکو ادعا وکړه چې روسیه له طالبانو سره نظامي مرستې کوي او [2]د داعش ډلې شمېر هم په دې خاطر زیات ښه یي تر څو دوی ته د طالبانو سره د هر ډول مرستې لپاره بهانه جوړه شي، [3]روسيه دا ردوي چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي خو مني چې له هغو سره “اړیکې” لري، خو د تېرو څلورو کلونو پر مهال د طالبانو او روسانو تر منځ اړيکې ډېرې وغوړېدې، په ځانګړې توګه تر هغه وروسته چې کله د ۲۰۱۵م کال د جنوري په مياشت کې په افغانستان کې د داعش د “خراسان” په نامه ډله جوړه شوه. [4]همدارنګه د افغان سولې په پروسه کې یې هم خپل رول اداء کړ، روان میلادي کال (۲۰۱۹م) د دوه بین الافغاني غونډو کوربه ؤو، [5]د یادولو وړ ده، چې مسکو د افغان سولې د پروسې په اړه څو ځل د دری اړخیزو، څلور اړخیزو او شپږ اړخیزو ناستو کوربه هم پاتې شوی ؤو، چې اخري څلور اړخیزه ناسته د روان لمریز کال (۱۳۹۸) عقرب میاشتې په ۳ مه نېټه تر سره شوه.

کرزي په دوره کې افغان- روس اړیکې

کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، روسیې یې هرکلی وکړ؛ ځکه د طالبانو د امارت پرمهال افغانستان نه یوازې دا چې چیچنيایان په رسمیت پېژندلي ؤو، بلکې د خپل امارت په وخت کې یې  په کابل کې د چیچنیا د سفارت پرانیستلو ته هم اجازه ورکړه. [6]همدا لامل ؤو، چې له کابل څخه د طالبانو د وتلو پر مهال د روسیې یو شمېر دیپلوماتان کابل ته راغلل او په کابل کې یې د ۲۰۰۱م کال د ډسمبر پر ۲۸مه خپل سفارت پرانیست[7].د امریکا په راتګ سره په لومړي کال کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د جګپوړو چارواکو سفرونه تبادله شول او هماغه مهال په افغانستان کې د روسیې لېوالتیا زیاته شوه؛ [8]ځکه د افغانستان په لنډمهالي حکومت کې ډېری هغه څېرې وې، چې پخوا د شمالي ټلوالې غړي ؤو او له مسکو سره یې ښې اړیکې لرلې. [9]له همدې کبله د ۲۰۰۲م کال د فبرورۍ پر ۴مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی او حامد کرزي ته یې مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه. د فبرورۍ پر ۱۲مه مارشال محمد قسیم فهیم مسکو ته ولاړ، هلته یې افغان اردو ته د وسلو رانیولو په تړاو خبرې وکړې؛ د فبرورۍ په ۲۸مه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر یونس قانوني هم مسکو ته ولاړ. وروسته حامد کرزی هم د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه، دوه ځله مسکو ته ولاړ. [10]په ۲۰۰۵م کال کې روسیې افغانستان ته د ۳۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او چورلکې ورکړې. [11]کله چې د حامد کرزي د لومړۍ دورې په وروستیو کې د کابل-واشنګټن اړیکې د خرابېدلو پر لور ولاړې، په ۲۰۰۸م کال کې په امریکا کې اوباما ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د افغانستان د ۲۰۰۹م کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال امریکا د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه؛ [12]نو د حامد کرزي اړیکې له امریکا سره خرابې شوې. د دې ترڅنګ په ۲۰۰۸م کال کې د امریکا او روسیې اړیکې هم، [13]د جورجیا له کبله خرابې شوې وې. ځکه هغه مهال روسیې د امریکا پر یوه ملګري (جورجیا) نظامي یرغل وکړ او هلته یې د امریکا ګټې وننګولې.د امریکا-افغانستان اړیکو او د امریکا-روسیې اړیکو له خرابېدو سره افغان-روس اړیکې د ښه کېدو په لور شوې او مسکو د افغانستان له ۱۲ مېلیارده ډالرو پورونو څخه، ۱۱.۱ مېلیارده ډالر معاف کړل. [14]وروسته یې په ۲۰۱۰م کال کې پاتې ۸۹۱ مېلیون ډالره پورونه هم معاف کړل. په ۲۰۱۰م کال کې روسیې د افغانستان ملي اردو ته شل زره کلاشینکوفونه ورکړل، ۲۵۰ پولیس یې وروزل، د نغلو بند بیارغونه یې پيل کړه او په ۲۰۱۱م کال کې خپله حامد کرزی مسکو ته په خپل درېیم رسمي سفر ولاړ. د دې ترڅنګ له ۲۰۰۸ کال راهیسې د افغان-روس خپلمنځي تجارت هم کال په کال زیات شو. په ۲۰۰۸م کال کې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ مېلیون ډالره وه، په ۲۰۱۰م کال کې ۵۷۱.۳ ملیونه ډالره شوه او په ۲۰۱۳م کال کې یو مېلیارد ډالرو ته ورسېده.

د ملي یووالي حکومت په دوره کې د افغان- روس اړیکې

کله چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شولو؛ [15]روسیې الکساندر منتسکي، افغانستان ته د خپل نوي سفیر په توګه راولېږه. نوموړی مخکې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې ډيپلومات او وروسته په هند، پاکستان او نیپال کې سفیر پاتې شوی ؤو. [16]همدا راز په دې دوره کې هم د روسي چارواکو راتګ افغانستان ته زیات ؤو، د ملي یووالي حکومت په راتلو سره روسانو وضعیت ته په کتلو سره ورو ورو ګامونه پورته کول، هغه دوه موضوعات چې روسانو ته مهم ؤو یو د امریکایانو وتل په ۲۰۱۴م کال کې او بل په  ۲۰۱۵م کال د جنوري په مياشت کې په افغانستان کې د داعش د “خراسان” په نامه د ډلې د شتون اعلان ؤو،  [17]دوی د افغان حکومت او طالبانو سره د اړیکو په اړه له سر غور وکړ د امریکایانو د وتلو د اعلان سره  نه یوازې دا چې د دوی لېوالتیا زیاته کړه، بلکې د دوی اندېښنې یې هم زیاتې کړې. [18]له یوې خوا دوی خوښ ؤو، چې له سیمې او افغانستان څخه امریکایان ووځي؛ [19]خو له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ځواک د تشې له راتګ سره دوی له دې هم وېره درلوده، [20]چې هسې نه افغانستان د بې‌ثباتۍ او ناامنیو په لور ولاړ شي او په وروستي قدم کې به منځنۍ آسیا او خپله روسیه هم اغېزمنه کړي. [21]له همدې امله دوی د امریکایانو له دغه اعلان سره له افغان حکومت سره خپلې نظامي مرستې زیاتې کړلې، او د داعش د حضور له پراخېدو سره چې تر شا یې د امریکا لاس لرل یادول له مجبورۍ یې له خپل پخواني دښمن یعني طالبانو سره اړیکې ښې کړې، [22]د افغانستان لپاره د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې په ډاګه کړه چې د داعش پر ضد جګړه کې “د طالبانو ګټې په عيني ډول زموږ له هغو سره سمون لري”. [23]او بل له طالبانو سره په دې نيت اړیکه لرو تر څو دوی د افغان حکومت سره د سولې خبرو کې ګډون ته وهڅؤو.

روسانو لېوالتیا په افغان سولې پروسه کې

کله چې امریکا په افغانستان باندې برید وکړ روسانو یې هرکلی وکړ د عواملو په اړه مو پورته بحث کړی خو اوس ریښتیا هم روسیه په افغانستان کې واقعي سولې رسېدو په پار هڅې کوي؟، چې کېدای شي لاندې دلایل یې په اړه قانع کوونکی ځواب و اوسي:

په دې آواخرو کې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ اعلان وکړ، [24]چې د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه د افغانستان جګړه ده او غواړم، چې دا اوږده جګړه ختمه کړم. [25]او خپل ټول سرتيري له افغانستان څخه وباسم د همدې په خاطر یې له طالبانو سره ۹ پړاوه خبرې هم تر سره کړې، چې وروسته د ځینو ستونزو له امله ناکامې شوې خو ټرمپ اوس هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې جګړه ختموم، نو له همدې امله روسان د ټرمپ له دې خبرو، [26]نه یوازې دا چې خوښ ښکاري، بلکې د دوی اندېښنې یې هم زیاتې کړې. له یوې خوا دوی خوښ دي، چې له سیمې او افغانستان څخه امریکایان ووځي؛ خو له بلې خوا بیا په افغانستان کې د ځواک د تشې له راتګ سره دوی له دې هم وېره لري، چې هسې نه افغانستان د بې‌ثباتۍ او ناامنیو په لور ولاړ شي او په وروستي قدم کې به منځنۍ آسیا او خپله روسیه هم اغېزمنه کړي. له همدې امله دوی د ټرمپ له دې خبرو په افغانستان کې د سولې هڅې تېزې کړې، چې په روان میلادي کال کې د دوه بین الافغاني ناستو کوربه ؤو، همدارنګه د دری اړخیزه، څلور اړخیزه  او شپږ اړخیزه ناستو کوربتوب یې هم کړی. بل عامل یې، چې دوی په افغانستان کې واقعې سولې ته د رسېدو په پار هڅې کوي هغه په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون خبره ده. [27]په دې تړاو د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین، د بهرنیو چارو وزیر لاوروف، په کابل کې د روسیې سفیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې تر ځانګړي استازي کابلوف پورې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. او بل د نشه‌يي توکو قاچاق او په روسیه کې یې زیاتېدونکي روږدي کسان هغه بله اندېښنه ده، چې په افغانستان کې یې د روسانو لېوالتیا یې په افغان سولې پروسه کې زیاته کړې ده. [28]د ملګرو ملتونو د یوې سرچینې له مخې روسیه تقریباً د ټولې اروپا د تقاضا په کچه د اپیمو او مخدره موادو روږدي لري (روسیه ۷۰ ټنه او اروپايي اتحادیه ۸۸ ټنه مخدره مواد استعمالوي) او هر کال تقریباً تر یو لکو پورې پر مخدره موادو روږدي کسان مړه کېږي، [29]چې له دېرشو زرو څخه تر څلوېښتو زرو پورې یوازې روسان دي. د روسانو په اند روسیې ته د مخدره موادو قاچاق تر ډېره له افغانستان څخه کېږي. ځکه افغانستان اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه د نشه‌يي توکو تقاضا برابروي. او  بل عامل دا هم کېدای شي، [30]چې په شمال کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ؛ په کندز، فاریاب، بدخشان او تخار کې د وسله‌والو مخالفینو زياتېدونکي عملیات، د روسیې د جګپوړو چارواکو ژورې اندېښنې راپارولې دي. له همدې امله په دې اړه روسي چارواکیو څرګندونې هم کړې دي. روسیه له دې وېره لري، چې هسې نه د دغو ناامنیو لړۍ مسکو ته هم وغځېږي پورتني هغه عوامل دي چې د روسانو لېوالتیا یې د افغان سولې په پروسه کې زیاته کړې ده، د تېرې جمعې ورځې څلور اړخیزه ناسته، چې د مسکو په کوربتوب ترسره شوه او د امریکایانو او طالبانو  د مذاکراتو په بیا پیل کېدو ټینګار په‌کې شوی دی.

د روسیې په نوښت تر سره شوې ناستې

لومړۍ بین‌الافغاني ناسته: [31]د ۱۳۹۷هـ ش کال د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷ مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادي رهبرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دوه‌ورځنۍ ناسته وشوه او په پای کې يې د ګډونوالو له‌خوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه. [32]د مسکو په دوه‌ورځنۍ ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، محمد یونس قانوني، ملا عبدالسلام ضعیف، محمد اسمعیل خان، وکیل احمد متوکل، محمد محقق، عطا محمد نور او نورو ګڼو مطرح سیاستوالو قومي او دیني مشرانو، د عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب استازو سره ناسته وکړه. یاده غونډه د ګډ پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده: په پرېکړه لیک کې ذکر شویې نقطې رانغاړل شوې وې: [33]“ګډونوال پر دې باور دي، چې د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده. [34]او د بین الافغاني خبرو په دوام یې ټینګار وکړ، هغه وخت په قطر کې امریکا- طالبانو خبرو هم دوام درلود د هغه نه یې ملاتړ اعلان کړ. د سولې د ټینګښت په صورت کې به د افغانستان دفاعي او نور ملي بنسټونه خوندي او اصلاحات به پکې راوستل کېږي. په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمه‌ییزو او سترو نړېوالو هېوادونو همکاري او ملاتړ اړین بلل کېږي. د نظام په ټولو امورو کې د اسلام له اساساتو پیروي، افغانستان د ټولو ګډ کور بلل، د قوي او ټول‌شموله مرکزي اسلامي حکومت پر خوندیتوب ټینګار. د ملي یووالي او عدالت تأمینول. په سیمه‌ییزو او نړېوالو منازعو کې د افغانستان بې‌طرفي. له هېواده د بهرنیو قواوو بشپړ وتل. [35]په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر نه لاس‌وهنې او ګواښونو ټینګار. له افغانستانه نړیوالې ټولنې ته د ګواښ نه متوجه کېدو ډاډ. له اسلامي اصولو سره سم د بیان آزادي، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه. د هېواد د بیارغولو او پراختیا لپاره د نړېوالو مرستو جلبول. [36]د باور جوړونې په موخه د سپین ږیرو، ناروغو او همدارنګه هغو بندیانو را خوشي کولو لپاره هڅې، چې د بند موده یې پوره شوې يا کمه پاتې ده. دغه راز، د ملګرو ملتونو سازمان له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د قطر په دوحه کې په رسمي توګه د دفتر پرانیستل. [37]د قطر په پلازمینه دوحه کې په نږدې راتلونکي کې د بین‌الافغاني تفاهم بله ناسته جوړول چې یاده ناسته هم جوړه شوه.

دویمه بین الافغاني ناسته: د ۱۳۹۸هـ ش کال د جوزا په ۸مه او ۹ مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې  د روسیې او افغانستان د سل کلنو ډيپلوماټیکو اړیکو د جوړه شوې غونډې په څنډه کې؛ بین الافغاني ناسته هم تر سره شوه، یادې غونډې دوه ورځې دوام وکړه په یاده ناسته کې د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادي رهبرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو  برخه لرله، یاده غونډه کې د طالبانو مشري ملا عبدالغني برادر کوله او په پای کې يې د ګډونوالو له‌خوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه، په اعلامیه کې په ذکر شویو نقطو بحث شوی ؤو: د بهرنیانو په وتلو، اوربند، ځمکنۍ پشپړتیا، د ښځو حقوق، دنړېوالو او سمییزو هېوادونو د مداخلې د لاسونو لنډول او ورته مسائل مطرح شوي ؤو، دواړو لوریو د یو بل منل، زغم، او د داسې غونډو په دوام یې ټینګار کړی ؤو.

دری اړخیزو ناستو کوربتوب: [38]د ۱۳۹۷ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۹مه نېټه د روسیې په پلازمېنه «مسکو» کې د افغان سولې په تړاو دری اړخیزه ( چین، پاکستان او روسیه) ناسته تر سره شوه په دې ناسته کې د افغانستان په اوسني سیاسي وضعیت بحث شوی ؤو، او تر څنګ یې ټينګار شوی ؤو، چې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه وایستل شي تر څو دوی وکولای شي په غونډو کې ګډون وکړی شي، [39]او د افغان کشالې د حل لپاره یې په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی ؤو. د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې دوه دری اړخیزې ناستې د مسکو په کوربتوب تر سره شوې دي.

شپږ اړخیزو ناستو کوربتوب: [40]د ۱۳۹۵ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۶ مه نېټه باندې؛ د افغانستان، پاکستان، روسیې، هند، ایران او چین هېوادونو استازي په مسکو کې سره راغونډ شوي ؤو، ترڅو په افغانستان کې د سولې په اړه سره سلامشورې وکړي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو د څېړنې د مرکز رئیس ویلي ؤو، چې دغه ډول ناستې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو د همپالنې ،همغږۍ او ګډو هڅو د ترسره کېدو لپاره ګټورې دي، [41]د یادې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې رسېدو په موخه په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او له ټولو لوریو یې غوښتنه کړې وه چې تاوتریخوالی کم کړي [42]تر څو مخامخ خبرو اترو ته لار پرانېستل شي. تر اوسه پورې د مسکو په کوربتوب دری شپږ اړخیزې غونډې جوړې شوې دي.

په روسیه کې څلور اړخیزې ناستې ته کتنه

د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۳مه نېټه  [43]په مسکو کې د افغان سولې په تړاو دویمه څلور اړخیزه ناسته وشوه، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د چین استازی ډنګ ژیان، د روسیې استازی ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد اعجاز د دې ناستې ګډونوال ؤو[44].د دې ناستې ګډه پای بیانیه کې د افغان جګړې له ټولو اړخونو غوښتل شوي چې سملاسي د تاوتریخوالي کچې کمولو سره د سولې خبرو ته لار برابره کړي. د دې هېوادونو استازو د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د اوربند تمه ښودلې ده. په بیانیه کې پر طالبانو او افغان حکومت غږ شوی چې د خپلمنځي خبرو پیل کې د باور د فضاء جوړولو لپاره دې د پام وړ شمېر بندیان دواړه لوري خوشي کړي. همدارنګه دوی له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د نورو هېوادونو امنیت وګواښي. [45]د دې ناستې ګډونوالو د افغانانو راتلونکو خپلمنځي خبرو د کوربتوب له امله د چین هرکلی وکړ. او په افغان سوله کې د چین د صادقانه رول نه مننه کړې، ټاکل شوې یاده ناسته په راتلونکو څو  ورځو کې  جوړه شي په دې ناسته کې [46]تر اوسه پورې طالبانو،  او افغان سیاسي مشرانو چې مشري به یې پخوانۍ جمهور رئیس حامد کرزی کوي ګډون وکړي [47]همدارنګه افغان حکومت هم ویلي چې د هغه کسانو نوملړ چې په یاده ناسته کې به ګډون وکړي ډېر زر له چین حکومت سره شریک کړي.

پایله

کله چې امریکا په افغانستان باندې برید وکړ روسیې یې هرکلی وکړ، د کابل او مسکو اړیکې د سیمې د وضعیت سره تړلې د بدلېدو په حال کې وې، د ۲۰۰۱م کال کې د کابل او مسکو اړيکې ګرمې شولې د لوړ رتبه چارواکو سفرونه تر سره شول په افغانستان باندې د روسیې قرضونه چې ؤو هغه وبښل شول، په نظامي برخه کې له افغان حکومت سره همکاري پیل کړه، خو کله چې د کرزي او امریکا اړیکې خرابې شولې او د روسیې او امریکا اړیکې د جورجیا په قضیه خړې شوې د افغان حکومت او روسیې اړیکې د هر بل وخت په پرتله سره ګرمې شولې، خو په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیانو د حضور کمېدلو او په افغانستان کې د داعش پیدا کېدو سره روسیه اندېښمنه شوله دوی داسې وپتیله، چې وضعیت ته په کتو سره هم د افغان حکومت سره اړیکې وپالي او هم له طالبانو سره که چېرې امریکا له افغانستان نه وځي چې دلته بیا د نظام تشه رامنځته نشي نو ځکه یې افغان حکومت سره نظامي مرستې کړلې او د داعش د مقابلې لپاره یې خپل دیرینه دښمن ته د هر اړخیزې همکارۍ لاس ور اوږد کړ، له ۲۰۱۴م کال وروسته روسیې د افغان کشالې د حل په موخه خپلې هڅې پیل کړې دي، د دری اړخیزو، څلور اړخیزو، شپږ اړخیزو او بین الافغاني ناستو کوربتوب یې کړی، دا چې روسیه په خپلو هڅو کې صادقه ده دا به وخت ځواب ووایي خو اوس شرایطو ته په کتو سره ویلی شو چې باثباته افغانستان د همسایه، سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه دی چې دا وضعیت روسانو درک کړی نو ځکه په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره هلې ځلې کوي.

[1] https://pa.azadiradio.com/a/27456738.html

[2]https://csrskabul.com/pa/blog/%D8%AA%D8%AD%D9%84%D9%8A%D9%84-%D9%87%D9%81%D8%AA%D9%87-%D8%B4%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%87-%DB%B1%DB%B4%DB%B2-%D8%A7%D8%B2-%DB%B2%DB%B3-%D8%A7%D9%84%DB%8C-%DB%B3%DB%B0-%D8%B9%D9%82%D8%B1%D8%A8/

[3] http://alemara1.org/?p=37360

[4] https://www.mfa.gov.af/fa/table/

[5] وحید مژده، افغانستان در پنچ سال سلطۀ طالبان، تهران: نشر، ۱۳۸۲

[6] https://thediplomat.com/2017/11/hamid-karzai-and-the-russia-connection/

[7]http://prod.tolonews.com/afghanistan/karzai-sees-moscow-summit-%C2%A0%C2%A0first-step-towards%C2%A0peace

[8]https://www.csmonitor.com/World/Asia-South-Central/2011/0120/Karzai-visits-Moscow-as-Russia-eyes-greater-role-in-Afghanistan

[9] https://www.aljazeera.com/news/europe/2011/01/201112014297833879.html

[10] https://csrskabul.com/?p=960

[11] https://en.wikipedia.org/wiki/Afghanistan%E2%80%93Russia_relations

[12]https://www.usip.org/sites/default/files/SR373-Failed-Relations-between-Hamid-Karzai-and-the-United-States.pdf

[13] https://www.theguardian.com/world/2014/jan/29/relationship-hamid-karzai-us-afghanistan

[14] https://edition.cnn.com/2009/POLITICS/05/08/afghanistan.karzai/index.html

[15] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-38444157

[16]https://www.pashtovoa.com/a/former-afghan-president-called-for-establishment-of-loya-jirga-/4067101.html

[17] https://csrskabul.com/?p=960

[18]https://tolonews.com/pa/afghanistan/%DA%A9%D8%B1%D8%B2%DB%8C-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%84%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D8%A8%D8%A7%DB%8C%D8%AF-%D9%84%D9%87-%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%88-%DA%86%D9%8A%D9%86-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AA%D9%81%D8%A7%D9%87%D9%85-%D9%88%DA%A9%DA%93%D9%8A

[19] https://www.europeanforum.net/countries/russia

[20] https://www.facebook.com/376547942465547/posts/1203419479778385/

[21]https://www.crisisgroup.org/asia/south-asia/afghanistan/285-afghanistan-future-national-unity-government

[22] https://www.crpaweb.org/single-post/2018/01/10/The-National-Unity-Government-and-the-Re-Shaping-of-Political-Coalitions-in-Afghanistan-Antonio-Giustozzi-Ali-Mohammad-Ali

[23] https://www.globalsecurity.org/military/world/afghanistan/forrel-ru.htm

[24] https://foreignpolicy.com/2019/09/11/in-the-demise-of-the-taliban-peace-talks-russia-is-the-winner/

[25] https://thediplomat.com/2019/09/as-u-s-taliban-peace-process-collapses-an-opportunity-for-russia/

[26] http://www.soufangroup.com/intelbrief-russia-takes-on-a-more-prominent-role-in-afghan-peace-talks/

[27] http://www.ponarseurasia.org/memo/russia-and-afghan-peace-process

[28] https://www.rferl.org/a/explainer-afghan-peace-process-two-tracks/29757472.html

[29] https://csrskabul.com/?cat=13&paged=10

[30] https://www.bbc.com/pashto/amp/45276414

[31] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50191596

[32] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-47803430

[33] https://csrskabul.com/?p=4757

[34] https://csrskabul.com/?p=5015

[35] https://csrskabul.com/?p=5462

[36] https://www.dailyweesa.com/?p=41090

[37]https://www.avapress.com/ps/note/135947/%D8%AF-%D9%85%D8%B3%DA%A9%D9%88-%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%87-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%8C%DA%9A%D9%86%DB%8C

[38]https://www.avapress.com/ps/note/135948/%DB%8C%D9%88-%D8%A8%D9%84-%DA%89%D9%88%D9%84-%D8%AF%D8%B1%DB%8C-%D8%A7%DA%93%D8%AE%DB%8C%D8%B2%D9%87-%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%87

[39]https://www.nunn.asia/143720/%d8%af-%d9%85%d8%b3%da%a9%d9%88-%d8%af%d8%b1%db%90-%d8%a7%da%93%d8%ae%db%8c%d8%b2%d9%87-%d8%ba%d9%88%d9%86%da%89%d9%87-%da%a9%db%90-%d9%be%d8%b1-%d8%b3%d9%88%d9%84%d9%87-%d8%a8%d8%ad%d8%ab-%d8%b4/

[40] http://www.afghanistantimes.af/kabul-moscow-discuss-peace-efforts-bilateral-relations/

[41] https://www.voanews.com/south-central-asia/taliban-russia-demand-foreign-troops-leave-afghanistan

[42] https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/game-russia-playing-afghanistan-181113160715311.html

[43]https://www.washingtonpost.com/world/europe/us-meets-china-russia-and-pakistan-to-talk-afghan-peace/2019/10/26/e2c3ae18-f7af-11e9-b2d2-1f37c9d82dbb_story.html

[44] http://www.bernama.com/en/news.php?id=1783330

[45] https://www.news18.com/news/world/negotiation-is-the-only-road-us-meets-china-russia-and-pakistan-to-talk-afghan-peace-2362935.html

[46]http://www.uniindia.com/china-russia-us-pakistan-hold-talks-on-afghan-peace-process/world/news/1771104.html

[47] https://www.pashtovoa.com/a/taliban-has-invitaed-in-intra-afghan-talks-in-chiana/5135664.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *