هبیتات

لیکنه: امان الله تاند – د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

هبیتات څه ته وايي

هبیتات چې په اصل کې یو لاتینی لفظ دی، هغه طبیعي چاپیریال ته ویل کېږي چې ژوندي موجودات پکې ژوند تر سره کوي. انسانان، حیوانات او نباتات چې ژوندي موجودات ګڼل کېږي اوبو، هوا، لمر، استوګنې ځای او خوړو ته اړتیا لري، او ژوندي موجودات تر هغه خپل ژوند ته ادامه ور کولی شي ترڅو د اړتیا وړ توکي له خپل محیط څخه ترلاسه کړي. په لنډه توګه ویلی شو، تاسو چې په کوم ځای کې ژوند کوئ، هغه ته محیط ویل کېږي چې هبیتات باله شي. دلته چې کوم هبیتات یا د مېشتېدنې ځای په اړه لیکل کېږي، هغه په ځانګړي ډول د بشر استوګنې ځای څخه عبارت ده.

د ملګرو ملتونو لخوا هر کال د اکتوبر لومړنی دوشنبه د هبیتات یا بشرمېشتېدنې ورځې په توګه لمانځل کېږي، او په دې ورځ د نړۍ په سطحه د ټولو پام ښاري پراختیا، پرمختګ او هوساینې لوري ته راګرځوي، ترڅو ټول خلک د ښه ژوند تېرولو لپاره د مېشتېدنې وړ او مناسب ځای څخه برخمن شي. د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۵ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري د هبیتات ورځ رامنځ ته شوه، او له هغې نېټې یو کال وروسته د لومړي ځل لپاره یاده ورځ ولمانځل شوه. د لومړي ځل لپاره (استوکنځۍ درلودل زما حق دی) تر عنوان لاندې د هبیتات ورځ ولمانځل شوه او د هبیتات ورځ هر کال د یوې نوې موضوع په ټاکلو سره ځکه لمانځل کېږي، ترڅو د ملګرو ملتونو هبیتات اړینې موخې چې عبارت دي له: د ماشومانو، ځوانانو، ښځو او د زیات عمر لرونکو کسانو لپاره د محفوظ او پاک محیط چمتو کول، د مناسب او وړ ټرانسپورټ او انرژۍ برابرول، د زرغونو ښاري سیمو ساتنه او پراختیا، د پاکو اوبو او کاناليز آسيونونو درلودل، د صحي او مناسبې هوا درلودل او د دندو پیدا کول.  د ملګرو ملتونو هبیتات ادارې د راپورونو پر بنسټ د نړۍ نیمايي نفوس په ښاري سیمو کې اوسیږي، په داسې حال کې چې زیاتره د چټلو ځایونو، ګردونو، بیروبار او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي. ښه ښاري توب هغه اصول چې د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام کې رانغښتي دي پرې نه دي پلي شوي، ترڅو خلک په هر اړخیزه توګه د ښه ښاري توب ژوند پکې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام موخه دا ده ترڅو په ټولنیزه او د چاپیریال په برخه کې د ټولو خلکو لپاره د مېشتېدنې وړ ځایونو لاسته راوړل او په دوامداره توګه په یاده برخه کې د پرمختګ لپاره کار کول دي. په ښارونو کې ښه بدلون راوستل ترڅو نړیوال په راتلونکې کې د ژوند تېرولو لپاره مناسب ښارونه ولري.

په همدې بنسټ د هبیتات ورځې لمانځلو څخه موخه دا ده ترڅو په ټوله نړۍ کې خلک د یو مناسب او وړ استوکنځي څخه برخمن شي، د ژوند تېرولو لپاره ښه او وړ ښارګوټي او ښارونه ولري، او د مېشتېدنې ځایونو اوسني بد وضعیت ته په ښه توګه بدلون ورکړي، چې په دې توګه به آن د راتلونکو نسلونو لپاره هم په یاده برخه کې د پام وړ مسؤلیت ترسره کړی اوسي.

د بشر مېشتېدنې پروګرام له خلکو څخه غواړي ترڅو په ګډه له یو بل سره دا غږ چې ټول د ژوند تېرولو او ښې راتلونکې لپاره یو مناسب ځای ته اړتیا لري، بدرګه کړي، او یو مناسب ځای کولی شي د فرصتونو، صحت او بریا په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي، او دا کار بیا د یوې کورنۍ لپاره د هوسا او آرامه ژوند تېرولو زیري په معنی دی.

د بشر استوګنې لومړنی جایزه چې په کال ۱۹۸۹ کې د ملګرو ملتونو د بشر مېشتېدنې ادارې له لوري رامنځ ته شوه، د ملګرو ملتونو د هبیتات پروګرام لخوا هر کال د هبیتات ورځې لمانځلو پر مهال هغو کسانو ته چې د بشر مېشتېدنې په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کوي ورکول کېږي، ترڅو هغوی وهڅول شي چې د بشر مېشتېدنې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري او ښه پرمختګونه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام مالي سرچینې

د یاد پروګرام پر بنسټ د مالي ملاتړ په برخه کې څلور بنسټیزې سرچینې شتون لري چې عبارت دي له څو اړخیزه او دوه اړخیزه مرستندویانو څخه چې خپلې مرستې د تخنیکي برخې لپاره ترسره کوي. ځینې هېوادونه، مرستندویان او بنسټونه او ۵ سلنه مالي مرسته بیا د ملګرو ملتونو له لوري په منظمه توګه ترسره کېږي.

د هبیتات پروګرام پخوانی اجرايیوي رئیس ډاکتر جان کلاس ( Dr. Joan Clos) پر وینا د ۱۹ پیړۍ په لومړیو کې ښاري مېشتېدنه یوازې دوه سلنه اټکل شوې وه، د ۲۰ پیړۍ په لومړیو کې بیا لس سلنه او د ۲۱ پیړۍ په لومړیو کې بیا ۵۰ سلنې ته رسېدلې، او په پام کې ده چې په راتلونکو دېرش یا څلویښت کلونو کې ښاري استوګنه تر ۷۵ سلنې ورسیږي.

د جګړو په اوسني دور کې ښاري پراختیا د ملي او محلي دولتونواو مالي ادارو  لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي، ترڅو هغوی په مالي لحاظ د ښاري پراختیا او ښاري خدماتو وړاندې کولو کې خپله مثبته ونډه ترسره کړي، او که وکتل شي ښارونه کولی شي په اقتصادي پرمختګ کې ښه ونډه درلودلی شي، چې د دولتونو لپاره د مالیې راغونډولو ښه برخه ګڼل کېږي، ځکه په ښاري سیمو کې دولت په زیاته کچه مالیه راټولوي. او له بلې خوا زیات خلک اوس کوښښ کوي ترڅو ښاري سیمو کې ژوند غوره کړي، ځکه هلته د ژوند ډېرې آسانتیاوې په ښه توګه ترلاسه کولی شي.

د هبیتات ۲۰۱۹ کال راپور د افغانستان برخې پر بنسټ تر اوسه شاوخوا ۵ لکه کورونه په ۱۲ مختلفو ښارونو کې سروي شوي چې د هغې جملې څخه یوازې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴۷ زره کورونه سروي شوي او د کورونو د اسنادو صفایی په برخه کې تر اوسه تقریباً ۵.۴ میلیونه ډالر مالیه راټوله شوې ده، چې دا بیا له یوې خوا د ښاري پرمختګ لپاره د افغانانو لیوالتیا او له بلې خوا د اقتصادي ودې لپاره اړین ګام اخیستل ګڼل کېدی شي.

ملګري ملتونه د هبیتات  پروګرام له لارې د ښه ښاري توب په اړه تر اوسه په یو لړ پالیسو کار کړی، او د جوړو شویو پالیسو په مرسته په شاوخوا ۹۰ هېوادونو کې د دولتونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو هغوی وهڅوي چې ښاري پرمختګ لپاره ځانګړې ملي پالیسۍ جوړې او پلي کړي، چې په دې برخه کې افغان دولت هم یو لړ کارونه ترسره کړي دي.

ملي پالیسۍ یو شمېر پوښتنو ته لکه په اوس کې ولسونه کوم ځای کې مېشته دي؟ په راتلونکو ۲۰ یا دېرش کلونو کې به ولسونه کومو ځایونو کې مېشته وي؟ او دولتونه د خلکو په لارښوونه کې چې عام خلک څنګه ښه مېشتېدنه غوره کړي کوم ډول ونډه ولري؟ باید ځوابونه ولري، او دا کار بیا کولی شي، راتلونکو نسلونو ته ښه چاپیریال او د مېشتېدنې ځایونه په میراث پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې د افریقا نفوس چې په ۲۰۱۶ کال کې یې شاوخوا ۱.۲ بیلیون ته رسېده، او تر راتلونکو ۵۰ کلونو پورې به درې برابره شي، د چټکې ښاري پراختیا په لوري ګامونه اخلي. او داسې اټکل کېږي چې د ۲۰۵۰ کال پورې به ښاري مېشتېدنه هلته ۶۰ سلنې ته ورسیږي.

ښاري مېشتېدنه چې پخوا د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼل کېده، په اوس کې بیا جوته شوې چې ښاري مېشتېدنه په پرمختګ کې ښه ونډه لري، د بېلګې په توګه هغه سیمې چې په ښاري سیمو بدلیږي، هلته د ځمکو بیې تقریباً لس برابره لوړیږي، خلک په اسانه توګه کولی شي هلته خپل اقتصادي بوختیاوې ترسره کړي، او له دې پرته ښاري سیمې د SDGs چې د ۲۰۱۵ کال په پای کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۳ نړیوالو مشرانو لخوا د نړۍ وال پرمختګ لپاره پېنځه لس کلنه (۲۰۳۰ – ۲۰۱۵) اجنډا باندې کار وشو چې درې بنسټیزې موخې پکې رانغښتي دي لکه: د بې وزلۍ کچې راټیټول، د بې عدالتۍ او نابرابرۍ پر وړاندې مبارزه، او له هر ډول ناوړه اغیزو څخه د ځمکې ساتنې په ترلاسه کولو کې ښه ونډه درلودلی شي او داسې نور…

د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام په پام کې لري ترڅو د خوندي، غزېدونکو، ټول شموله او دوامداره ښارونو په برخه کې د خپلو مرستندویانو او خپل خوښو (رضاء کارانو) پر مټ لا ډېر پرمختیایي کارونه ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام اټکل له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۵۰ کلونو ترمنځ به د نړۍ په سطحه درې بېلونه خلک ښاري سیمو کې استوګن شي او بلخوا ویل کېږي د نړۍ ۸۰ سلنه جي ډي پي یا ناخالص کورني محصولات له ښاري سیمو څخه ترلاسه کېږي، په همدې بنسټ د ښاري سیمو پرمختګ د راتلونکې لپاره د ښو اقتصادي پرمختګونو وړاندوینه بللی شو.

د ملګرو ملتونو د هبیتات پروګرام په ۵۹ هېوادونو کې دفترونه او استازولۍ لري، چې په تخنیکي، عملیاتي ملاتړ، او مشوره ایزه برخو کې د شاوخوا ۹۵ هېوادونو سره مرستې کوي. د هبیتات پروګرام د نړۍ په سطحه پېنځه سیمه ایز دفترونه لري چې عبارت دي له په آسیا کې (جاپان هېواد)، لاتیني امریکاکې (برازیل هېواد) افریقا کې (کینیا هېواد) او مصر، او اروپا کې (بلجیم هېواد) سیمه ییز دفتر.

د آسیا لپاره د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام سیمه ایز دفتر په کال ۱۹۹۷ کې د جاپان هېواد کې جوړ شوی دی او د افغانستان په ګډون په نورو آسیايي هېوادونو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

په افغانستان کې د بیا پیوستون یا یو ځای کېدنې ملاتړ چې په ښاري سیمو کې د خلکو د مېشتېدنې په اړه دی، په ۲۰۱۸ کال کې پیل شو،  ټاکل شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې به پای ته ورسیږي او دې برخې لپاره څه د پاسه ۳۰ میلیونه ډالر بودیجه هم ځانګړې شوې.

د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام نه یوازې د ښارونو په پراختیا او پرمختګ کې ونډه اخلي، بلکې د چاپیریال ساتنې، پاکو اوبو رسولو او ځینو نورو اړینو برخو کې چې په مختلفو ځایونو کې میشت خلک ور ته اړتیا لري خپلې مرستې او همکارۍ ترسره کوي.

په افغانستان کې د هبیتات پروګرام چې د افغانستان د ځینو ادارو سره په ګډه کار ترسره کوي او په اړوندو برخو کې مشورې ورکوي، د پاک او زرغون ښار پروژې له لارې چې د افغانستان په سطحه په دولسو لویو ښارونو کې پلي کېدونکې ده، د ښارونو د پاکوالي او زرغون والي پرته ډېری کسانو ته د دندو په پیدا کولو کې هم  مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنې (هبیتات) ادارې فعالیتونه په انځورونو کې

میمونه شریف له ولسمشر محمد اشرف غني سره کابل
د هبیتات اجرائیوي رئیسه میمونه شریف له ولسمشر محمد اشرف غني سره

 

د هبیتات اجرائیوي رئیسه میمونه شریف کابل کې د یو پارک پرانستې پر مهال
د هبیتات اجرائیوي رئیسه میمونه شریف کابل کې د یو پارک پرانستې پر مهال

 

کابل کې د هبیتات فعالیتونه
کابل کې د هبیتات فعالیتونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *