د ټرمپ لومړنی سفر افغانستان ته  او د سولې په پروسه یې اغېزې

لیکوال: احمدشاه راشد- د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیندۍ/قوس میاشتې په ۷مه نېټه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی، او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یې هم د ده د لیدلو په پار د بګرام هوایي اډې ته بلنه ورکړل شوه او د بلنې سره سم افغان ولسمشر هم د بګرام هوایي اډې ته د لیدنې په پار تشریف وروړ.

 ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي، افغان ولسمشر  محمد اشرف غني، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال مېلر او نور امریکايي چارواکي یې تر څنګ ولاړ ؤو، سرتېرو ته په وینا کې ووېلې، له افغانستان څخه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېري به له دغه هېواد څخه باسي.

همدا راز ده د خبرو پر مهال یې وویل، طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره  خبرې وکړي او دوی دېته هم قانع شوي، چې اوربند وکړي خو ده زیاته کړه، چې طالبان ډېره بده معامله او هوکړه غواړي خو دېته یې اشاره ونکړه، څه ډول بده هوکړه او معامله کول غواړي خو ده زیاته کړه چې موږ به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شو تر څو پورې مو بریا تر لاسه کړې نه وي او د سولې واقعي هوکړې ته نه وو رسېدلي، ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متآثره کړی دی.

نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته خپل لومړنی ناڅاپي سفر کوي، چې د سولې خبرې اترې له یو څه ځنډ وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روانې دي، تر ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی ؤو. هغه هم په خپلو خبرو کې ویلي ؤو، چې نېږدې راتلونکې کې به د سولې پروسه کامیابه شي او له طالبانو سره  خبرې پیل‌کېدونکې دي، د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي، چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ناڅاپي توګه ودرولې. خو تېره اوونۍ د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د یو شمېر مهمو بندیانو له تبادلې وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ځل بیا پیل شي. په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده خوشي کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل. په پایله کې شته بې باوري کمه، او د سولې د خبرو بیا پیل کېدل یې یقیني کړل.

د ټرمپ سفر ته کتنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام د افغانستان په وخت د شپې اته نیمې بجی ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او له څو ساعتونو ځنډ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو، د نوموړي د سفر په اړه بېلا بېل تحلیلونه موجود دي، د نوموړي سفر یو غیرې رسمي سفر ؤو،  چی په ډېره بيړه او په کم وخت کی پشپړ شو تر ډېره امکان لري، ښاغلی ټرمپ د دغه سفر ځخه یوازې او یوازې کمپایني ګټه پورته کړي او د شکرانې مراسمو د لمانځلو په موخه دا د امریکا د جمهور رئیسانو دود دی دوی د کرېسمېس او شکرانې مراسمو په ورځو کې بهرنیو هغو هېوادونو ته سفر کوي چېرته، چې نظامي حضور لري تېر کال په کرېسمس جشن کې عراق ته لاړ او سږ کال د شکرانې مراسمو کې افغانستان ته راغی او دا مراسم یې خپلو مېشتو فوځيانو سره د بګرام هوایي اډه کې،  چې په افغانستان کې د دوی تر ټولو لویه اډه ده. ولمانځل تر ځو په دې سره په دې اړه باندې د خپل ملت توجه ځانته را جلب کړي، او بل ده په تېرو ټاکنو کې له خپل ملت سره وعده کړې وه، چې د افغانستان جګړه به ختموم، دا جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنی جګړه ده، ده په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان په افغانستان کې سوله غواړي او موږ هم نور نه غواړو چې په افغانستان کې تر دې زیات پاتې شو له طالبانو سره توافق ته له رسېدو وروسته موږ خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسو خو دا یې په ډاګه نه کړه، چې څومره شمېر سرتيري به په افغانستان کې له توافق وروسته هم پاتې شي، نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل لومړني سفر پر مهال پر جمهور رئیس محمد اشرف غني باندې فشار راوړی، چې خپل داخلي مشکلات حل کړي او له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په برخه کې هم خپله همکاري زیاته کړي. همدارنګه دوی زیاتوي، د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري فساد ځپلې اداره کیدای شي د طالبانو د تشدد په خلاف د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي. بهرني خبریالان چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی ؤو وایي، چې ډونالډ ټرمپ د محمد اشرف غني سره د خبرو په وخت، لهجه تېزه وه، هغه د غني هېڅ تعریف ونکړ. شاید په دې سره ټرمپ غوښتل غني په دې پوه کړي، چې د هغه په دوهمه دوره کې داسې ډیر شیان دي چې د لومړۍ ورځې نه ورته توجه نه ده شوې.

د دې سفر اغېزې د سولې په پروسه باندې

د ولسمشر ټرمپ دا سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې ورسره هم‌مهاله د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې کیږي او دې هڅو نتیجه هم ورکړې ده. افغانستان ته د ټرمپ اول سفر دی او جنګي سیمې ته یې دا دویم سفر دی، دا سفر داسې مهال کیږي، چې کابو دری میاشتې وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ ۹ پړاوه خبرې تر سره شوې او دواړو لوریو د پرمختګ او د توافق‌نامې د نهایي خبره کوله، خو په دې پلمه، چې طالبانو په یوه برید کې یو امریکایي سرتېری وژلی، او په پایله کې د ټرمپ د یوه ټوېټ سره بندې شوې، خو هغه وخت هم کیسه د سرتيري د وژل کېدو نه وه. موخه دا وه چې طالبانو پلاوی او د افغان حکومت په مشری به محمد اشرف غني امریکا ته سفر کوي او دا کومه توافق‌نامه چې د امریکایي لوري او طالبانو تر منځ نهایي شوې ده، طالبان به یې په کېم ډېوېډ کې د افغان حکومت د جمهور رئیس او ټرمپ په حضور کې له امریکا سره امضاء کوي. خو دا چاره د طالبانو له لوري رد شوه، خو هغه وخت افغان حکومت منلې وه، نو له همدې امله هغه مهال خبرې بندې شوې، او په نړېواله سطحه داسې معلومه شوه، چې د خبرو د بندېدو سبب خپله امریکایان ؤو نو په همدې اساس دوی مجبور شول، چې بېرته له طالبانو سره خبرې پیل کړي د باور جوړونې په موخه د طالبانو پلاوي پاکستان ته سفر کړی ؤو دوی هم خپل استازی زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته ورولېږلو نوموړي هلته له طالبانو سره دری ورځې پرل‌پسې ناستې درلودې خو ددې ناستو جزیات په ډاګه نشول خو د همدې ناستو په لړ کې د بندیانو تبادله تر سره شوه او د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد فضاء د جوړېدو په طرف لاړه، نو اوس له بل هر وخت نه د سولې د خبرو پیل ته زمینه برابره شوې خپله د ټرمپ راتګ دا د خبرو د پیل لپاره یو ښه فرصت دی او د په خپلو خبرو کې هم یادونه وکړه، “چې موږ له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړې دي،  او موږ کوښښ کړو چې له دوی سر نتیجې ته ورسیږو”. د ټرمپ له دې سفر نه معلومه شوه، که چېرې امریکایان له طالبانو سره توافق ته رسیږي داسې بریښي چې دا توافق به نه افغان ملت د منلو وي او نه د جګړې دواړه لوریو (افغان حکومت او طالبان) ته نو پکار ده چې افغان حکومت او طالبان له شته نایاب فرصت نه پوره ګټه پورته کړي او په پایله کې یې تل پاتې سوله افغانستان ته راشي.

ټرمپ په افغانستان کې سوله غواړي؟

د ټرمپ هڅه داده، چې د ۲۰۲۰م کال له ولسمشریزو ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، تر څو له خپل ملت سره شوې وعده پوره او د ده بیا ځل راتګ سپینې ماڼۍ ته یقني کړي او بل په اوس وخت کې د امریکا او چین اقتصادي ټکر، د شمالي کوریا او ایران اټومي کېدل، په سوریه کې له ترکانو او روسانو سره ستونزې، په اروپا کې د ناټو د شتون او نه شتون خبره خوله په خوله کېدل، منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت، د ترکيې او روسیې نېږدې کېدل، د چین او هند ترمنځ د اړیکو تر هر بل وخت نه رغېدل او په خپله دننه امریکا کې د ډيموکراتانو او جمهوریت‌پالو ترمنځ ستونزې او د ټرمپ استیضاح، اوس کې دده پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې دي او ټرمپ هڅه کړي، چې د دویم ځل لپاره د امریکا واګې په خپل لاس کې واخلي. نو دی اړتیا لري، چې د ټاکنو مخکې د افغانستان موضوع یو طرفه کړي که یو طرفه نه کیږي حد اقل د خپلو سرتېرو شمېر حد اقل ته ورسوي،  له خبرو یې داسې معلومېدله چې د سفر موخه یې د خپلو سرتېرو سره لیدل ؤو. او دا امریکا کې دود دی چې د هېواد ولسمشر دې ورځو کې بهر کې خپلو پوځي اډو ته ځي، د خپلو سرتېرو سره ډوډۍ خوري، د دوی مننه کوي او قرباني یې ستايي. خو د دې ترځنګ دې سفر یو څه نور پیغامونه هم له ځان سره لرل لومړی: په دې راتګ سره یې هغه هېوادونو، چې هغه د افغان په کشاله کې یو ډول نه یو ډول ځانونه ښکېل بولې او خپلې ګټې دلته ګوري هغه ته یې دا وښودله، چې موږ په افغانستان کې شته یو او د افغانستان موضوع هم تر اوسه پورې زموږ د لومړنیو او د مېز د سر له موضوعاتو څخه ده، چې په دې سره یې په بیجېنګ کې کېدونکې ناسته ناکامه کړه. دویم: خپل ملت ته یې دا وښودله، چې دی د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او د خپلو سرتېرو د کمېدو اعلان یې هم وکړ، چې دا اعلان یې مخکې هم بار بار کړی دی. درېیم: طالبانو ته یې د خبرو د پیل شین چراغ ورکړ او داسې یې وښودله، چې دا ځل به خبرې خپل منزل ته رسیږي. دا او دېته ورته نور موضوعات، ټرمپ غواړي په افغانستان کې دا جګړه پای ته ورسوي او دا هم غواړي، چې د دوی له وتلو وروسته د شوروي د وتلو تجربه تکرار نشي دا هم له وېرې نه که داسې وشي نو بیا به یې مخه نيول او کنټرول ناشونی وي.

د غني کتنه له ټرمپ سره د افغاني غرور د ماتې په معنې

د ټرمپ د راتګ معلومات یو ساعت مخکې د ټرمپ له رسېدو له ارګ سره شریک شول او له دوی یې غوښتنه وکړه، چې د بګرام هوایي اډې ته تشریف راوړي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوی د غوښتنې سره سم له کابل څخه د پروان ولایت ته، چې هلته د امریکایانو لویه نظامي اډه شتون لري تشریف یووړ او په یوه بارک کې چې کاملآ یې د نظامي پوستې شکل درلود له ټرمپ سره ګډ راڅرګند شولو، دواړو ولاړو نظامیانو ته خبرې وکړې ټرمپ د امریکايي او افغان سرتېرو هڅې وستایلې، چې د دوی په هڅو سره القاعده او داعش ختم او طالبان یې هم د خبرو مېز ته اماده کړل همدارنګه افغان ولسمشر هم د امریکایي سرتېرو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړه او دوی ته یې مبارکي وکړه چې په تېره اوونۍ کې یې ننګرهار له داعش څخه پاک کړ او په راتلونکو درېیو میاشتو کې به ټول افغانستان له داعش څخه پاک اعلان شي، د محمد اشرف غني لیدنه له ټرمپ سره د افغان ولسمشر په حیث په داسې وخت او ځای کې له شرم او ننګ نه ډکه خبره ده د ډيپلوماتیکو اصولو په اساس د یو هېواد ولسمشر چې بل هېواد ته سفر کوي باید مقابل حکومت په جریان کې کړي د دوی له توافق وروسته خپل سفر پلان کړي دا خو یې پر ځای پرېږده چې یو ساعت مخکې له خپل راتګ ورته وایي او بلنه ورکوي چې تاسو تشریف راوړی مشخص شوي ځای ته خو دغه د ده ورتګ له پایتخت څخه بل ولایت هغه هم یوې نظامي اډې ته دا کړنه یې د اصولو، افغاني کلتور او هر ډول نورمونو خلاف کړنه وه چې تر سره یې کړه.کله، چې  اوباما خپله واکمنۍ کې افغانستان ته راغی او بګرام کې یې سرتېرو سره ولیدل پخواني ولسمشر حامدکرزي ور سره ځکه ونه لیدل چې هغه کابل ته نه راغی. دا چې کرزي په خپل دور کې دا توره وکړه، چې ورسره یې ونه لیدل ده هم کولی شوی خو په دې خاطر چې د ده راتګ تر پنځو نورو کلونو یقیني شي هر ډول معاملې کړلو ته اماده دی، چې د دې بیه دا خوار او په لاسو پښو تړلی ویاړلی ملت ورکوي چې تل یې تاریخونه جوړ کړي خو د دې بې کفایته رهبرانو له لاسه له خاورو سره خاورې شوي دي.

پایله

دا چې ټرمپ ولې ناڅاپي راغی، زموږ حکومت یې ولي په جریان کې نه دی کړی او بیا یې ولې زموږ جمهور رئیس نظامي اډې ته د لیدنې په موخه غوښتی دا هغه څه دي، چې موږ  په دې باندې اوس خبره نشو کولای، او لا بله یې دا چې زموږ د خاورې نه همسایه او د سیمې هېوادونو ته اخطاریې ورکول دا هغه څه دي، چې په اوس کې زموږ له کنټرول  څخه وتلي، دا چې څه ډول کولای شو له شته فرصت نه ګټه واخلو هغه دا چې امریکا له بل هر وخت نه په افغانستان کې اوس سولې راتلو ته لېواله ده او شرایط داسې راغلي، چې دوی باید له افغانستان نه ووځي. او د افغانستان چارې داسې چاته وسپاري تر څو په اینده کې دوی ته سرخوږی نه وي نو پکار ده، چې افغان حکومت او طالبان له دې نه په خپل هېواد کې د ځلوېښت کلن ناورین د ختم په موخه ګټه واخلي هغه دا، چې شته حکومت د خپل شتون په خاطر له طالبانو سره له سولې وېره ونه لري او طالبان هم د شته حکومت سره خبرې چې په هر ډول کیږي وکړي، په ګډه باندې د باور جوړونې فضاء رامنځته کړي او دواړه لوري باید سولې ته د رسېدو په موخه یو څه له لاسه ورکړي او یو څه تر لاسه کړي نو  دوی دې مساعد شوي چانس ته د فرصت په سترګه وګوري او استفاده دې ترې وکړي دواړه لوري دې هڅه وکړي، چې داسې کړنې تر سره کړي چې د دې مظلوم ملت په خیر وي او په پایله کې یې دا ځلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او موږ وکولای شو چې په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې خاوندان شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *