د آسیا زړه – استانبول پروسه په افغانستان او سیمه یې اغېزې

لیکوال: احمدشاه راشد د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

 

د آسیا زړه – استانبول پروسې د وزیرانو اتمه غونډه د 1398لمریز کال د لیندۍ په اتلسمه نېټه د ترکیې هېواد په  استانبول په ښار کې جوړ شوه. یاد کنفرانس د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه ترکي سیال رجب طیب اردوغان  په ویناوو سره پرانیستل شو. په دې کنفرانس کې د پنځلسو ګډون کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو، شپاړس ملاتړي هېوادونو استازو او د آسیا زړه – استانبول پروسې دولس ملاتړي سیمه ایز او نړېوال سازمانونو ګډون کړی ؤو. د آسیا زړه – استانبول پروسې د وزیرانو کنفرانس په لړ کې د بحث وړ اصلي موضوع سوله، مشارکت او سوکالي وه.[1]

په یاد کنفرانس کې د یادې پروسې د لیدلوري د نویو ژمنو په پام کې نیولو سره یوه اعلامیه تصویب او صادره شوله. وروستۍ غونډه په داسې حال کې ترسره شوله، چې غړي هيوادونه یې له ګڼو اقتصادي، سیاسي، ترانزیټي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د آسیا زړه کنفرانس غونډه هغه فرصت ؤو، چې غړي هېوادونو هڅه کوله، چې پخپلو منځو کې د باور فضا رامنځته کړي او د ګډو همکاریو له لارې شته ګواښونه محدود کړي.[2]

د آسیا زړه – استانبول پروسې مخینه

په 2011م کال کې افغان حکومت د ترکیې په همکارۍ د استانبول پروسې د پیل په موخه هڅې ګړندۍ کړې، چې پایله یې د 2011م کال د نومبر په دویمه په انقره کې د اسیا زړه کنفرانس لومړنۍ غونډه تر سره شوه.  د اسیا زړه کنفرانس 15 دایمې غړي هېوادونه لري چې په دې ډول دي: افغانستان، اذربایجان، چین ، هندوستان، ایران، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، روسیه، ترکیه، ترکمنستان، پاکستان  او ازبکستان. د اسیا زړه کنفرانس کې 16 نور هېوادونه د مرستندویه غړو هیوادونو په توګه غړیتوب لري او عبارت دي له: ناروې، پولنډ، هسپانیا، سویډن، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، فنلنډ، جرمني، عراق، ایټالیا، جاپان، انګلستان، امریکا. همدارنګه د ناټو، سارک، ملګري ملتونو، او اروپایې اتحادیې په ګډون دولس ستر بنسټونه او سازمانونه هم د استانبول د پروسي او اسیا زړه کنفرانس غړیتوب لري. د استانبول پروسه د ځانګړو موخو په پار رامنځته شوې: د افغانستان او د افغانستان اړوند همسایه او د سیمې هېوادونو تر منځ د سیاسي مشورې، چې موخه یې په افغانستان کې د سولې راتلل او پرمختیا ده.[3]

همدارنګه د استانبول د پروسي د هوکړې پر بنسټ د اسیا زړه هیوادونو تر منځ د دوامداره مفاهمي، همکاریو او په لاسته راوړنو ولاړ تعهداتو په اساس د باور د فضا د رامنځته کولو لپاره دوامداره تدریجي اقدامات تر سره کول دي. پر دې سر بېره هغه سازمانونه، پروسې او بنسټونه چې په افغانستان کې کار کوي یا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته زمینه برابره کړي د هغې ترمنځ د ښې همغږی د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي. د استانبول پروسې د غونډو لړۍ درې برخې لري: د وزیرانو په کچه غونډه، چې هر کال د اسیا زړه هیوادونو څخه په یو هیواد کې جوړیږي. د اسیا زړه کنفرانس له پیل څخه دوه کوربانه او چلوونکي لري. ځکه نو دا کنفرانس، چې د اسیا په هر هېواد کې جوړیږي، یو کوربه یې همېشه افغانستان وي ځکه ددې کنفرانس د تمرکز برخه افغانستان دی نو افغانستان ددې پروسې او د اسیا د زړه کنفرانس یو دایمي کوربه او چلوونکی او کوربه هیواد یې دوهم کوربه او چلوونکی دی.[4]

او په دې کچه غونډه کې د هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په سطحه تصمیمونه نیول کیږي، د دې غونډې په تعقیب د سام کنفرانس جوړیږي، چې د پورته نیول شویو تصمیمونو د پلي کېدو په موخه عملي ګامونه اخلي، او درېیم هم د سیمي تخنیکې ګروپ دی، چې هر هېواد د نیول شویو تصمیمونو او کړنلارو د پلي کولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه او ګروپونه معرفي کوي ترڅو د شويو وعدو او نیول شويو تصمیمونو د پلي کېدو لپاره په ګډه سره کار وکړي. په دې اساس ددې پروسي او د اسیا زړه د کنفرانس ټول تمرکز په افغانستان دی، چي په ټوله کې په سیمه‌ییز ثبات اغېز لري، د افغانستان اهمیت او په افغانستان کې د ثبات اړین والی تري له ورایه ښکاري، د دغه بهیر اساسي موخه د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه، د سیمې هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړول، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا او په سیمه کې د ثبات ټينګښت په ګوته شوي دي. استانبول پروسه څو اړخیزه دیپلوماسي ده. په څو اړخیزه دیپلوماسي کې بېلابېل ښکېل هېوادونه په ګډو ګټو سلا کېږي او د تحقق لپاره یې هلې ځلې کوي.[5]

اوس‌مهال او د یادې پروسې په اتمه ناسته کې د سیمې په کچه دوه اساسي ګډې موخې موجود دي: اقتصادي پرمختګ او د ترهګرۍ له‌منځه وړل. دا چې په څو اړخیزه دیپلوماسۍ کې بېلابېل لوري دخیل دي او هر لوری هڅه کوي خپلې ګټې خوندي کړي، نو وخت نا وخت د ټولیزو ګټو تحقق له ستونزو سره، ځنډ او حتی له خنډ مخ کېږي. اما له ستونزو سربېره د اسیا زړه کنفرانس- استانبول بهیر له لارې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې برجسته دي. په لومړي ځل افغان حکومت وتوانېد، چې د ترهګرۍ پر وړاندې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي. د کاسا زر، ټاپي، اورګاډو پټلۍ  او … اقتصادي برخو کې ملموس پرمختګونه شوي دي. له‌دې لاسته‌راوړنو سربېره؛ لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې ګډه هوکړه‌ نه‌ده شوې. په‌دې برخه کې توافق ته نه رسېدل تر ډېره د یادې پروسې د غړو هېوادونو نه همکاري په ګوته شوې ده.[6]

افغانستان او ګډه همکاري

ګده همکاري هغه وخت مؤثر تمامېدای شي چې په یوې جغرافیې کې پراته هېوادونه خپلې ګډې غوښتنې او موخې د ګډو سیاسي، اقتصادي او د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې په موخه له یو بل سره  همکارۍ تر سره کړي.  همدې اصل ته په کتو؛ افغان حکومت د سیمې د هېوادونو خاصتآ د ترکیې هېواد په همکارۍ هڅې پیل کړې، تر څو له یوې خوا سیمه‌ییزه همکاري پياوړې کړي او له بلې خوا سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي. د ملي یووالي حکومت په هڅو سره دغه هڅې نوي پړاو ته دننه شوې. افغانستان د سوېلي او منځنۍ اسیا ترمنځ پروت هېواد دی، چې د دواړو لوریو ترمنځ د پله حیثیت لري. له‌ دغه پله څخه هم مثبته او هم منفي استفاده کېدای شي. له‌دې امله چې د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې افغانستان له سختو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ هېواد پاتې شوی؛ د سیمې په کچه د یوه ګواښ په توګه مطرح و؛ خو د فعاله سیمه‌ییزې همکارۍ په پایله کې  کېدای شي چې یاد ګواښ په فرصت تبدیل کړی شي او د دې لپاره هڅې شوې او اوس هم روانې دي. د ملي یووالي حکومت هڅه دا وه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په موخه، سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي. دغه اجماع د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس له لارې  د رامنځته کېدو هڅه وشوله  تر څو په‌دغه پروسه کې ټول ښکېل هېوادونه او نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې سره سلا شي، چې ډېر یې په دې سره سلا شوي هم ؤو خو ځیني هېوادونو چې په ظاهر کې یې په افغانستان کې سوله راتلل د خپل ځان په ګټه بلل خو په اصل کې یې د افغان جګړې د اوږدېدو سره رغنده همکارۍ ته ادامه ورکړله چې اوس هم ادامه لري. د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر له پېښې مخکې او تر اوسه پورې افغانستان د سیمې په کچه د یوه ګواښ په توګه مطرح ؤو، د سیمې هېوادونو سربېره؛ تقریبا د نړۍ ټولو هېوادونو پر دې توافق درلود،  چې افغانستان د سیمې په کچه ګواښ او د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز دی.  او په افغانستان کې یې د جګړې ختم او د سولې راتلل په جګړه باندې کول خو اوس د سیمې هېوادونه او نړېوال دې پایلې ته رسېدلې چې د افغانستان ستونزه د جګړې د لارې نه بلکې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او په دې اړه باندې د ملي یووالي حکومت په دوران کې په نړېواله سطحه اجماع رامنځته شوې ده، چې په پایله کې یې امریکایانو له طالبانو سره له تېر یوه کال راهیسې مخامخ خبرې پیل کړې، چې تر اوسه پورې لس پړاوه خبرې تر سره شوې او اوس مهال د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم په پایله کې د یو لنډې مودې لپاره مخامخ خبرې درېدلې خو د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې دوی به له امریکایانو سره د نوي میلادي کال نه مخکې یو هوکړې ته ورسیږي چې د دې هوکړې وروسته به د لسو ورځو په جریان کې بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي، چې دا مذاکرات به ټاکونکی رول ولري.[7]

د آسیا زړه – استانبول پروسې د هېوادونو ګډې موخې

د یاد سازمان غړي هېوادونه د ګډو موخو د درلودو په پایله کې په ۲۰۱۱م کال کې سره یو ځای او په پایله کې یې د آسیا زړه- استانبول پروسه پیل کړه، چې دې موخو ته د رسېدو سره ټول له اوسني بحراني وضعیت څخه د وتو فرصت تر لاسه کوي، ګډ فرصتونه د ټولو ملتونو ترمنځ ګډې همکارۍ رامنځته کوي او ګډې همکارۍ شریک اقتصاد ته لار پرانېزي، چې د ځان بسیاینې یوازینۍ کیلي ده. ګډې موخې یې په لاندې ډول خلاصه کولای شو: [8]

امنیتي ستونزو او مخدره توکو سره ګډه مبارزه: امنیتي ستونزې او مخدره توکي د یاد سازمان د هېوادونو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږي، چې ورسره د ګډې مبارزې فرصت ټولو ته له دې وضعیت څخه د خلاصون فرصت برابروي باید ووایو، چې د یاد سازمان ځینې هېوادونه له ترهګریزو ډلو د سیاسي ابزارو په توګه استفاده کوي، خو د هغوی بې پولې فعالیتونو له امله نن پخپله هم قربانیان دي. وخت را رسېدلی، او دوی هم پوهېدلي دي، چې د دې ګډ ګواښ پر وړاندې له شته ګډ فرصت څخه سمه ګټه پورته شي او یوازې رښتینی عمل کولای شي، سیمه د خپلو ملي ګټو پر اساس سره ونښلوي او د بې باورۍ فضا له منځه یوسي.[9]

ترانزیټ او انرژي: د یاد سازمان هېوادونه هڅه کوي چې د سیمې د نښلولو یوازینی لاره د ترانزیټ نښلون دی، چې په پایله کې سوداګریزې راکړې ورکړې د باور فضا او ټولنیز تړون ته زمینه برابره کړي. د ملتونو ترمنځ د باور فضا په رامنځته کېدو فرهنګي تړون رامنځته کېږي، چې د سیمې ملتونه له معنوي اړخه هم له یو بل سره تړي . ترانزیټ کولای شي سویلي اسیا له مرکزي آسیا سره ونښلوي او افغانستان دا مهال د مهمو لویو پروژو په عملي کولو سره د عطف ددې ټکي په توګه د خپل ځای خپلولو په حال کې دی. د انرژۍ ترانزیټ به د یو بل مارکېټونو ته تولیدات ورسوي او په دې توګه ګډ اقتصادي فرصتونه زیاتېږي. انرژۍ ته د سویلي اسیا جدي اړتیا افغانستان ته چانس ورکوي، چې له مرکزي اسیا څخه د انرژۍ د ترانزیټ له لارې په دغو ګډو فرصتونو کې شریک شي او نور هېوادونه هم دې ته اړ باسي، چې د افغانستان اهمیت ته په کتو، په امنیتي برخه کې همکاري وکړي.[10]

ګډه پانګونه: د یاد سازمان هېوادونه په مختلفو برخو کې ښه فرصتونه لري لکه: د کانونو، انرژی د تولید، اوبو او کرنې په برخه کې د مثال په ډول د امریکایي کانونو پېژندونکو د وړاندوینې په اساس چې په افغانستان کې د څو ټرېلیون ډالرو په اندازه کانونه شتون لري همدارنګه که د افغانستان اوبه په درست ډول مدیریت شي کېدای شي د سیمې هېوادونو ته اوبه او برېښنا دواړه ورکړي همداسې په نورو برخو کې. خو د شته ګډو ګواښونو له وجې متأسفانه تر اوسه ترې سالمه استفاده نه ده شوې. د دې سالمې استفادې پر وړاندې لوی خنډ د ګډې پانګونې او امنیت نشتوالی دی. هماغسې چې پورته یې یادونه وشوه، کله چې د بې باورۍ فضا له منځه یوړل شي، په امنیتي او اقتصادي برخه کې د شراکت په کچه همکاري پیل شي، نو پخپله د ګډې پانګونې فرصت ته زمینه برابرېږي. لکه څرنکه چې برسېره ترې یادونه وشوه، افغانستان په دې برخه کې پرېمانه سرچینې لري او د اسیا زړه کنفرانس، هغه فورم دی، چې د دغو فرصتونو د تشریح لپاره ترې استفاده کېدای شي او د ټولو لپاره د یو ګډ فرصت په توګه به ورسره په سیمه کې امنیت، اقتصاد او فرهنګي همکارۍ وغوړېږي. په دې سیمه کې د ګډې پانګونې نشتوالي له امله ده، چې له ګډو تجربو او امکاناتو استفاده نه کېږي او د پورتنیو ستونزو په زیاتوالي کې یې رول لوبولی دی.[11]

د آسیا زړه – استانبول پروسې د هېوادونو ګډې ستونزې

د یادې پروسې اصلي برخه‌وال ترکیه، هند، روسیه، چین، پاکستان تر څنګ یې د مرکزي اسیا هېوادونه او نړېوال سازمانونه دي او د دې وروستۍ غونډې موخه چې د ترکیې په کوربتوب جوړه شوې وه څنګه کولای شو، چې د یادې پروسې د هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته او وکولای شو په راتلونکې کې د یوې کامیابې همکارۍ لوري ته لاړ شو، همدارنګه د یادې پروسې اساسي موضوع په افغانستان کې د سولې موضوع ده، چې په یاده ناسته کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو د بیا پیل هرکلی وشو، او غوښتنه یې وه چې یادې خبرې دوام وکړي او د بین الافغاني خبرو اترو دپاره دې هم زمینه سازي وشي د یادې پروسې اکثریت هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې ټیکاو د سیمې او د دوی د هېوادونو په ګټه دی. ترهګري په ځانګړي ډول د هغو پرمختګونو پر وړاندې خنډ ده، چې سیمه یې د ترلاسه کولو په هڅه کې ده. ترورېزم، جرمي ډلې، نشه‌یي توکو قاچاق، انساني قاچاق او تور بازار څخه په ګټنې د دغو هېوادونو امنیت ته لوی سرخوږی جوړ کړی او د فعالیت دوام یې هغوی پخپلمنځي بې باورۍ اخته کړي دي، چې له امله یې د دغو هېوادونو ګډه همکاري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. د بې باورۍ او اړیکو کمزورۍ بله مهمه ستونزه، ددې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو نشتوالی دی، چې له دې خلا څخه استفادې هم د جرمي ډلو د غښتلتیا زمینه برابره کړې. دغه هېوادونه له یو بل سره د تړل کېدو پرېمانه سرچینې او امکانات لري او د اقتصادي سرچینو په شراکت کولای شي نه یوازې شته ستونزې له منځه یوسي، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه په غښتلو اقتصادي شریکانو هم بدل شي. ددې سازمان غړي هېوادونه د انرژۍ پراخې سرچینې او مارکېټ لري، خو ترمنځ یې د شته بې باورۍ له امله د افغانستان په ګډون د ډېری غړو هېوادونو ملتونه په لوږه او بېوزلۍ کې ژوند کوي. د انرژۍ د تولید او ترانزیټ له شته فرصتونو څخه هم د ګټې نه اخیستو له امله، تر نیمو زیات خلک په تیاره کې ژوند کوي، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یادې پروسې اتمې غونډې ته په وینا کې وویل چې د افغانستان ۴۰ سلنه خلک له فقر سره لاس او ګرېوان دي. دغو ستونزو له اقتصاد نیولې تر ټولنیز ژوند پورې، ددې سازمان غړي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي، خو د ګډو فرصتونو او همکاریو چانسونه هم شته، چې یاد هېوادونه له دې وضعیت څخه ایستلی شي او د اسیا زړه پروسه د همدې هڅو یوه برخه جوړوي.[12]

د کابل- انقرې اړیکې او راتلونکی

ترکیې د یووشتمي پېړۍ له پیل سره سم د خپل پرمختګ درست مسیر پیل کړ، په اوس کې د شلو اقتصادي ځواکمنو هېوادونو په کتار کې راځي او یاد هېواد په سیمه او نړۍ کې د خپل تاریخي، ستراتېژیک ارزښت او کلتور له مخې ځانګړی ځای لري. همدارنګه افغانستان هم د آسیا لويې وچې په زړه کې پروت هېواد دی، او په اوسنۍ نړۍ کې  افغانستان هم د خپل ستراتېژيک موقعيت د لرلو په اساس  خورا زيات اهميت لري. افغانستان له ترکیې سره لرغونې اړیکې درلودلې؛ د تاریخي څېړنو له مخې، تُرک قوم له آریانا (د آمو د سیند له غاړو) څخه اوسنۍ ترکیې ته ولاړ، هلته مېشت شو او اوسنی ترکیه یې جوړه کړه. که د عثماني خلافت د بنسټګر عثمان شجره راوسپړو، نو معلومه به شي چې دی هم له منځنۍ آسیا څخه ترکیې ته ولاړ او هلته يې د عثماني خلافت بنسټ کېښود. د غزنويانو دورې د لومړي پاچا سلطان محمود غزنوي پلار ترک و او همدا راز بل ستر افغان شخصيت مولانا جلال الدین بلخي هم، چې په بلخ کې زيږېدلی و، د اوسنۍ ترکيې (هغه مهال روم) مرکز استانبول ته ولاړ او په دواړو تخلصونو (رومي او بلخي) سره ښه وځلید. په معاصر تاریخ کې هم، ترکیې افغانستان ته د افغان اردو د روزنې لپاره خپل نظامي قوماندانان راولېږل او ترکيه له شوروي وروسته دویم هېواد و، چې افغانستان یې پر رسمیت وپېژانده او افغانستان هم بيا هغه دویم هېواد و، چې نوی جمهوریت یې په رسمیت وپېژاند. غازي امان الله خان لومړی افغان مشر و، چې ترکیې ته يې سفر وکړ او هغه مهال د افغانستان لومړی سفارت هم په ترکیه کې پرانیستل شو.  ترکیې د افغان جهاد په دور کې د افغانستان ملاتړ وکړ او وروسته د افغانستان په کورنيو جګړو کې هم، د چين ترڅنګ بې طرفه پاتې شوه چې له امله یې په افغانستان کې د دغو هېوادونو په تړاو هيلې موجودې دي. په ۲۰۰۱م کال چې کله امریکا په افغانستان باندې برید وکړ، ترکیې هم د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته خپل سرتیري راولېږل، خو له پېله یې روښانه کړې وه چې د دوی سرتېري به په نظامي عملیاتو کې ګډون نه کوي. دوی یوازې د افغان پوځ په روزنه، تعلیم او تربیه او نورو خدماتي کارونو باندې بوخت ؤو. همدا راز د افغانستان د کلنۍ احصائيې له مخې تر ۲۰۱۸م کال پورې دواړو هېوادونو له یو بل سره تر ۶۰۰ميلیون ډالرو پورې مجموعي تجارت درلودلی. ترکیې د ۲۰۱۱م کال له نومبر څخه د افغانستان په اړه د اسیا زړه- استانبول پروسه پیل کړه. په دې غونډو کې هم د افغانستان ټول ګاونډیان برخه اخلي، چې موخه یې د افغانستان امنیت او ثبات دی. په دغو ناستو کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ولسمشران، د ایران مرستيال ولسمشر، د چین د ولسمشر استازی او د چین د بهرنیو چارو وزیر او ځينې نور چارواکي رابلل کېږي.

د ترکيې او افغانستان ترمنځ اړيکې تر ډېره پر کلتوري اړخ راڅرخي. او په اوس کې ترکیه کوښښ کړي چې یادې اړیکې په اقتصادي برخه کې غښتلې کړي په اوس کې ترکي شرکتونه کوښښ کوي، چې په ساختماني، کانونو، د قیمتي ډبرو او نورو محصولاتو په برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ همدارنګه د لاجوردو د لارې پرانېسته یاده لاره د افغانستان د هرات له تورغونډۍ پیلېږي او د ترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر ته رسیږي. د ازاربایجان د باکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به د ترکیې فارس ته رسیږي، چې بيا استانبول او وروسته ازادو اوبو ته لار پيدا کوي. همدارنګه له دې ورهاخوا اسلامي کلتور او د ازبکانو او ترکمنانو شتون هم نور لاملونه دي، چې دا اړيکې يې پياوړې کړې دي. د ډېری شنونکو په اند، ترکيه به په راتلونکو کلونو کې هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همدا کلتوري اړيکې او اقتصادي برخه پياوړې کړي. که څه هم ترکيه د منځني ختيځ په مسائلو کې هم ښکېل ده او همغه لوري ته يې ډېر پام هم اړولی؛ مګر بيا هم د دغه هېواد له ديپلوماتيکو هلو ځلو څخه روښانه ده، چې د افغانستان په ثبات او امنيت ټينګولو کې هم ښه رول لوبول غواړي. د ترکي چارواکو له هڅو ښکاري، چې دغه هېواد د افغانستان امنیت او ثبات ته ډېر ارزښت ورکوي؛ ځکه د افغانستان ثبات به نه یوازې دا چې سیمې ته ثبات راوړي، بلکې تر یوه بريده به د ترکیې امنیت هم خوندي کړي او په ټوليزه توګه به د سیمې او په تېره بیا د ترکیې لپاره نوې اقتصادي ګټې هم راوزیږوي.[13]

پایله

د اسیا زړه- د استانبول پروسې غونډه په داسې حال کې تر سره شوه، چې په افغانستان کې د جګړې د پای او د امریکایانو د مسؤولانه وتلو په پار د طالبانو او امریکایانو ترمنځ اوږدې بندې شوې خبرې یو ځل بیا پیل شوې دي او د ډېری افغانانو هیلې بیا ورسره راټوکېدلې دي، امید دی چې یادې خبرې له ځان سره مثبتې پایلې ولرې او د دې خبرو په تمامېدو سره بین الافغاني خبرو ته لاره خلاصه شي په اوس کې ټولو افغانانو هغه که حکومت کې دي، طالبانو کې دي، سیاسیون دي او ملت باید په یوه خوله او موخه یې هم په افغانستان کې تل پاتې سولې راتلل وي کار وکړي. هغه نایاب فرصت، چې ښائي افغان سیاست‌والو ته د خپل هېواد د یوې غوړېدلې راتلونکې لپاره په لاس ورغلی بیا پیدا نشي نو په کار ده چې د خپل هېواد د ښې راتلونکې په موخه مثبته ګټه ترې واخلي، د سیمې او په ځانګړي توګه ګاونډي هېوادونه هم خپلې مخلصانه هڅې وکړي تر څو په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې راتلو سبب شي.  دا ځکه چې په افغانستان کې سولې راتګ نه یوازې سیمې ته ثبات راوړي، بلکې تر یوه بريده به د نړۍ امنیت هم خوندي کړي او په ټوليزه توګه به د سیمې او په تېره بیا د همسایه هېوادونو لپاره به نوې اقتصادي ګټې هم راوزیږوي.

پای

[1] ولسمشر غني د افغان ټیکاو لپاره د استانبول پروسې کنفرانس ته ورغلی https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50703706

[2] 8th Ministerial Conference of the Heart of Asia- Istanbul Process Conclude Declaration of Firm Commitments https://www.hoa.gov.af/item/22-8th-ministerial-conference-of-the-heart-of-asia-istanbul-process-conclude-declaration-of-firm-commitments.html

[3] The last Ambassadorial Meeting of the Heart of Asia – Istanbul Process for 2019 held at the Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Republic of Afghanistan  https://www.hoa.gov.af/item/21-the-last-ambassadorial-meeting-of-the-heart-of-asia-istanbul-process-for-2019-held-at-the-ministry-of-foreign-affairs-of-the-islamic-republic-of-afghanistan.html

[4] The Istanbul Process: prospects for regional connectivity in the heart of Asia https://link.springer.com/article/10.1007/s10308-014-0385-7

[5] د “اسیا د زړه” کنفرانس به په سياسي- تعلیمي چارو غونډ وي

 https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/05/120522_ss-asia-heart-kabul-conference

[6] Guest Blog: Heart of Asia Hardly Beating at the Second ‘Heart of Asia Meeting’

 https://www.afghanistan-analysts.org/guest-blog-heart-of-asia-hardly-beating-at-the-second-heart-of-asia-meeting/

[7]https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/06/120614_as_heart_asia_con https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2012/06/120614_as_heart_asia_con

[8] د استانبول پروسې ـ اسیا زړه اتم کنفرانس کې د جمهوررئیس محمداشرف غني د وینا ژباړه https://president.gov.af/ps/?p=24741

[9]Will the ‘Heart of Asia’ start beating? A review of the regional co-operation process  https://www.afghanistan-analysts.org/will-the-heart-of-asia-start-beating-a-review-of-the-regional-cooperation-process/

[10] د آسیا زړه کنفرانس؛ ګډ ګواښونه او ګډ فرصتونه

 https://ocs.gov.af/pa/article_details/62

[11] استانبول پروسه؛ څو اړخیزه ډیپلوماسي او سیمه‌ییزه هم‌پالنه

https://ocs.gov.af/pa/article_details/69

[12] د آسیا زړه کنفرانس؛ ګډ ګواښونه او ګډ فرصتونه  https://ocs.gov.af/pa/article_details/62

[13] آسیا زړه کنفرانس او د افغان-پاک اړيکو نوې څپه  http://csrskabul.com/?p=1832

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *