ډاکټر تیڅو ناکامورا؛ له ډاکټرۍ تر نالوستې انجینرۍ

امان الله کاکړ

د روان کال دسمبر میاشتې په ۴ نېټه هغه جاپاني الاصله افغان چې د ۱۹۸۴ کال راپدیخوا یې خپل ژوند د افغان ولس لپاره د خیریه او مرستندویه کارونو په برخه کې وقف کړی وو، په جلال آباد ښار کې د نامعلومه کسانو له لوري د خپلو پېنځه افغان مرستندویانو سره یو ځای ووژل شو. د اوونۍ په دې تحلیل کې مو د نوموړي ډاکټر ژوند، خیریه او مرستندویه کړنو او فعالیتونو ترڅنګ په هغو اړخونو لیکل کړي چې کولی شي د افغانستان راتلونکی روښانه کړي.

د جاپاني الاصله افغان ژوند ته لنډه کتنه

ډاکټر ناکامورا په کال (۱۹۴۶ م) کې د جاپان په فوکواکا هغه ښار چې دوه زره کلن لرغونتوب لري، او د ټکنالوژۍ سیورۍ پرې له ډېرې پخوا غوړیدلی وزېږېد. نوموړي خپلې لومړنی او لوړې زده کړې په یاد ښار کې د طب په برخه کې د (Kyushu University School of Medicine ) څخه وکړې او په ځايي کلینکونو کې یې د خدمت چارې تر یوې مودې پورې ترسره کړې. په کال ۱۹۸۴ کې پېښور ته ولاړ  او هلته یې د جزام یا پیس (Leprosy) رنځ په ګډون د یو شمېر نورو ناروغیو په برخه کې د ځایي خلکو ترڅنګ د نویو ورغلیو افغان کډوالو درملنه هم په وړیا ډول پیل کړه. په ۱۹۹۱ کال کې یې د ننګرهار ولایت دره نور سیمه کې یو روغتیايي مرکز پرانست، دا ځکه چې د نوموړي په آند افغانان تر نورو د زیاتې مرستې وړ دي. په کال ۱۹۹۸ کې یې په پېښور کې د (PMS(Peace Japan Medical Services په نوم روغتون پرانیست. په افغانستان کې د ۱۹۷۰ کال څخه را روانه وچکالي چې کچه یې ورو ورو زیاتېده، او په سیمه کې یې د نس‌ناستي (اسهال)، کلورا او یو شمېر نورو ناروغیو ته لاره هواره کړې وه، د ډاکټر ناکامورا او د هغه کاري ډلې پاملرنه ځانته جلب کړه. همدا وو چې نوموړي څرګنده کړه: یو روغتون نه شي کولی خلکو ته د تغذیې او پاکو اوبو رسولو په برخه کې د پام وړ مرسته ترسره کړي، نو ځکه غواړو له دې تنګې ساحې (طبابت) څخه بېرون ولاړ شو او خلکو ته د خوړو  او پاکو اوبو رسولو برخه کې بنسټیز او اوږد مهاله ګټې رسولو لپاره کار ترسره کړو.

هغه مسافر چې افغانستان ته یې ژوند وقف کړ

ډاکټر ناکامورا د افغانانو بې وزلۍ او روغتیایي ستونزو ته د بنسټیزې حل لارې موندلو په خاطر د طبابت مقدسه چپن (لباس) له تنه لرې کړه. د ننګرهار ولایت په ډېرو سیمو کې یې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې، ۱۶ سوه څاه ګانې، ۳۳ کاریزونه او ۱۳ د ځمکې اوبو کولو لویې څاه ګانې یې وکېندلې او زیاتره هغه خلک چې د وچکالۍ په وجه سیمې پرېښودو ته تیار وو له کډې کولو څخه راوګرځول. په ۲۰۰۱ کال کې یې د (Afghan Fund for Life) بنسټ کېښود، چې تر ۲۰۰۲ کال پورې یې د وچکالۍ او جګړو له امله (۱۵۰) زره بې ځایه شویو وګړو سره د خوړو په برخه کې مرستې وکړې او دې کار په افغانستان کې د (Green Ground Project) ته لاره هواره کړه چې وروسته د نوموړي ډاکټر له لوري پلې شوه. په کال ۲۰۰۱ کې چې د بهرنیانو له لوري پر افغانستان نظامي یرغل ترسره شو او د ډېرو مرستندویه ادارو بندېدو لامل شو. مګر ډاکټر ناکامورا به ویل مونږ د نورو برخلاف هغه ځای ته تلل غواړو چې هلته خلک اړینو مرستو ته اړتیا ولري او هر څوک هلته تګ ته زړه نه ښه کوي.

په کال ۲۰۰۳ کال کې، د کنړ سیند څخه د ګمبیري دښتې ته د مروارید په نوم د ۲۵ کیلو متره په اوږدوالي د یو کانال غځولو چارې یې د ځایي خلکو په مرسته پیل کړې. هغه سیمه چې خلکو د پاکو اوبو په برخه کې ژورې ستونزې درلودې، او ډېری وخت به د ځایي خلکو ترمنځ د اوبو په سر شخړې هم ترسره کېدې. په داسې حال کې چې د نوموړي سره د عصري وسائلو، ماشینونو او د بشري ځواک کمښت له ورایه ښکارېده، مګر یادو دوو نیمګړتیاوو د نوموړي د کانال جوړولو پلان له خنډ سره ځکه مخ نه کړ چې د نوموړي د زېږېدو ښار (فوکواکا) او ننګرهار هغه سیمه چې نوموړي پکې د کانال جوړولو پلان درلود د نوموړي په آند ډېر ورته والی درلود. له دې پرته د بشري ځواک په برخه کې نوموړي سره د فوکواکا ښار کې د اوبو کانال چې چارې یې ۲۲۰ کاله وړاندې ترسره شوي ډېره مرسته وکړه. داسې چې د نوموړي په باور ۲۲۰ کاله وړاندې نه عصري وسائل وو او نه باتجربه بشري ځواک، مګر د یادې سیمې خلکو په خپله ګډه همکارۍ او مرسته کانال جوړ کړای شو، چې په اوس  وخت کې یې پلي کول هیڅ ناشونی کار نه برېښي. غواړو د سیمې خلکو په مرسته دا اوږد کار ترسره کړو چې بلآخره یې د جوړېدو چارې په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسولې.

ډاکټر ناکامورا یو داسې شخصیت وو، چې د رهبرۍ او مدیریت غښتلې وړتیا یې لرله، د افغان ولس کلتور او دین ته یې احترام لاره او تل به یې ویل که غواړئ خیریه چارې په ښه ډول ترسره کړئ یادو برخو ته باید پاملرنه وکړئ. افغان ولس ته یې دا په ډاګه کړه، چې څنګه کولی شي د خپلو طبیعي سرچینو څخه په ښه او سمه توګه ګټه پورته کړي. نوموړي په ننګرهار کې د کانال جوړولو په برخه کې عملاً د عامو  خلکو سره هر ډول کار کولوته ملا پخپله تړلې وه. تر دې چې د کانال جوړولو پر وخت عام کارکوونکي د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ترسره کېدونکو شخړو او بمباریو له ستر ګواښ سره مخ وو او یو ځل داسې هم وشول چې امریکايي ځواکونو په هغه سیمه چې دوی پکې د کانال جوړولو چارې ترسره کولې، د هوا څخه د مرمیو باران پرې جوړ کړ. مګر د ډاکټر ناکامورا غښتلې اراده یې ونه ځپله او د نوموړي دې کار عامو کاریګرو ته د لا کار کولو جرئت ورکاوه. دلته ده چې د ریښتونې او حقیقي سولې اتل په څرګنده توګه په ډاګه کېدلی شي، یوه هغه ډله چې عامو خلکو بمباریو ته کار وايي، او په خپلو درواغجنو وعدو په میلیاردونو ډالرو مصرفولو سره بیا هم نه شي کولی آن د افغان ولس د بې وزلې کچه را ښکته کړي، مګر برعکس وژنو او وېرولو ته کار وايي. بلخوا د ګمبیري ډاګ هغه زمری (ډاګټر ناکامورا) چې په یوازې ځان یې د افغانستان د ټول نفوس دوه سلنه (۶ لکه) وګړو ته یوه وچه بیدیا نه یوازې خړوبه کړه، بلکې هغوی ته یې د مسجد او مدرسې تعمیرونه هم جوړ کړل چې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکي پکې زده کړې کوي او په یاده سیمه کې د جګړو پر ځای سولې او ښې راتلونکې ته لاره هواروي.

پایله

ډاکټر ناکامورا د بشریت او په ځانګړې توګه د افغان ولس ریښتینی مرستندویه او خدمتګار شخص وو، د نوموړي وژنه د افغان ولس او د هېواد د آبادۍ او بیا رغونې د دښمنانو کار دی. افغان حکومت باید د ټولو مرستندویه ادارو او د هغوی کارکوونکو نه یوازې ستاینه او حمایت وکړي، بلکې په ځانګړې توګه د هغوی ژوند ژغورولو ته باید ځانګړې پاملرنه ترسره کړي. ځکه خیریه او مرستندویه ادارې د افغان دولت له اوږو څخه په مختلفو برخو کې درانه بارونه راکموي. که څه هم افغان ولس د نوموړي د سترو ارمانونو چې د افغانستان ابادۍ او عامو ولسونو سره مرسته وه، په پار  د نوموړي د ژوند پر مهال یو پارک د نوموړي په نوم ونوماوه، او تر دې چې د افغانستان افتخاري تابعیت یې هم ورډالۍ کړ. افغان دولت باید د شویو ستاینو پرته د نوموړي ډاکټر کورنۍ ته د افغان دولت تر ټولو ستر نښان (علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان) ډالۍ او سترې مرستندویه پروژې د نوموړي په نوم پیل کړي. د ډاکټر ناکامورا خیریه مرستې هغو نړیوالو مرستندویه ادارو ته چې غواړي په افغانستان کې خیریه چارې ترسره کړي دا پیغام ورکوي چې هغوی باید په هغو بنسټیزو برخو کې چارې ترسره کړي چې کولی شي د افغان ولس لپاره په اوږدمهاله کې ګټې ولري. داسې نه چې د افغان ولس په نوم راټولې شوې مرستې بېرته د هغو کسانو شخصي جیبونو ته ولاړې شي چې نړیوالو ته په افغانستان کې د پروژو تطبیق کول یوازې د کاغذ پر مخ ورښايي او بس. افغان ولس باید د رهبرۍ او ښه مدیریت تشې ډکولو لپاره هڅې پیل کړي. هغه کسان چې د دوی د بنسټیزو پروژو مخه نیسي باید په وړاندې یې ودریږي، او د ناکامورا هغه پاتې او نیمګړي ارمانونه او پلانونه چې په افغانستان کې یې درلودل په ښه ډول پلي کړي. په ناکامورا د افغان ولس ژوره خواشیني له یوې خوا د دې ښکارندوي کوي چې د افغانستان او جاپان ولسونو دښمن ځکه ګډ دی چې دواړه ولسونه د سولې او  ښه ژوند کولو غوښتونکي او د بشري مرستندویانو پلویان دي. له بلې خوا د نوموړي وژونکو ته دا پیغام پرېږدي چې افغان ولس د  اوبو او نورو سترو طبیعي سرچینو خاوند دی چې له یادو سرچینو څخه به د هغو نړیوالو مرستندویانو لکه د جاپان ولس چې بشر دوسته ولس دی د هغوی په مرسته او په خپلې غښتلې ارادې سره به د افغانستان روښانه راتلونکی حتماً تضمینوي. او هغه ډله چې د ناکامورا د وژنې طرحه یې جوړه کړې وه، هیڅکله خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره پرېنږدي.

 

1 دیدگاه برای «ډاکټر تیڅو ناکامورا؛ له ډاکټرۍ تر نالوستې انجینرۍ»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *