د تحلیل ژورنال پېنځمه او شپږمه ګڼه
تحلیل، د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز شپږ میاشتنۍ علمي او څېړنیزه مجله ده، چې پر بېلابېلو ملي، سیمهییزو او نړیوالو موضوعګانو څېړنې خپروي.
د تحلیل ژورنال دا (پېنځمه او شپږمه) ګڼه، چې تازه له چاپه راوتلې ده، د افغانستان پېژندنې، سیمه او نړۍ او فکري بحثونو په تړاو څېړنیزې لیکنې لري، چې په ټولیز ډول په دغو برخو کې له شته ستونزو او ننګونو څخه د وتلو پر لارو چارو بحث کوی.
په دې ګڼه کې پر سریزه سربېره په لاندې برخو کې لیکنې راغلي دي:
د افغانستان پېژندنه
- د سوداګرۍ په نړېوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب؛ یوه حقوقي ارزونه
اکرام الدین کامل
- آموزه های پروسه های صلح برای افغانستان؛ قرارداد کلمبیا و فارک
مارتینا فن بیلرت
د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو وضعیت ته لنډه کتنه (۲۰۱۴-۲۰۱۵)
احمد بلال خلیل
- افغانستان مرکز وصل مدنیت های ګذشته جهان و مرکز تقاطع راه ابریشم
دکتور محمد حلیم تنویر
- د ملي یووالي حکومت پرمهال په افغانستان کې د روسانو لېوالتیا او ستراتېژي (۲۰۱۴-۲۰۱۹)
څېړندوی عمران زکریا
- آینده صلح در افغانستان؛ کشمکش های منطقوی و استراتيژی های جهانی
اجمل جلال
- ولې د لاجوردو لاره افغانستان او غړو هېوادونو ته ارزښت لري؟
شعیب رحیم
- د ملي یووالي حکومت پرمهال؛ د اساسي قانون نقض (۲۰۱۴-۲۰۱۹)
څېړنیار عبدالصبور مبارز
- ولې باید افغانستان او پاکستان د اوبو د وېش تړون لاسلیک کړي؟
حکمت الله ځلاند
سیمه او نړۍ
- د سیمې جیوپولیټیکي وضعیت او د چین-افغانستان اړیکې
عبدالکریم خُرم
- تهدید های امریکا علیه ایران؛ امنیت شکننده و سناریو های پُر مصرف
فاطمه الصمادی
- د سیمې جیوپولیټیکي بدلونونه او پر افغانستان یې اغېزې (۲۰۱۴-۲۰۱۹)
احمد بلال خلیل
فکري بحثونه
- اسلامپال؛ او د سیاسي ماتې او نه ماتې ماجراء
محمد زمان مزمل
- اعتدال، توازن، او منځلارېتوب؛ شرعي معناوې او غلطې انګېرنې
دکتور مصباح الله عبدالباقي
- د «اسلامي ثقافت» مضمون؛ د ترورېزم او توندلارۍ تر تورونو لاندې
د ستراتېژيکو او سیمهييزو څېړنو مرکز د څېړونکو ډله
موږ هیله لرو چې د ژورنال دا ګڼه د هېواد په اوسنی خراب وضعیت کې د ستونزو د هواری او حللارو په موندلو کې مرستندویه واقع شی.
پای
د تحلیل ژورنال PDF بڼه