د بېجېنګ په سمپوزيم کې برخه واخېستل شوه

د ملګرتيا لپاره چينايي ټولنه یا (Chinese Association for Friendship (CAF له لوري د ډسمبر میاشتې پر پېنځمه نېټه په بېجېنګ کې د Jointly Combating Terrorism and Safeguarding Regional Security (له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او د سيمه ييز امنيت ساتنه) تر سرلیک لاندې سمپوزيم ترسره شو. یاد سمپوزيم کې د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د رهبري بورډ غړي وحيدالله مصلح د CSRS په استازیتوب برخه واخیسته.

په سمپوزيم کې د وحيدالله مصلح د ليکنې عنوان (افغان سولې خبرې اترې؛ هيلې او انګېرنې!) وو، په دې ليکنې کې لاندې بحثونه ترسره شول:

  • ملي ګټې او پر امريکا باور!
  • افغان حکومت؛ د سولې اراده او خڼدونه
  • طالبان؛ سوله او ابهامونه
  • طالبان؛ نظرياتي تحريک او ملي اډانه
  • که طالبان او حکومت خبرې ونه کړي؟

د سږني سمپوزيم ګډونوال له درېيو هيوادونو افغانستان، چين او پاکستان څخه رابلل شوي وو، د سمپوزيم تسهيل او مشري CAF کوله.

له اجنډا سره سم د پروګرام تر رسمي پیل کېدو وړاندې د CAF مشر ښاغلي (چين زيمين) له ګډون والو سره تعارفي ناسته درلوده او نېکې هيلې سره تبادله شوې.

ورپسې سمپوزيم په رسمي ډول د چين، افغانستان او پاکستان د پلاوو د مشرانو له خوا په پرانېستونکو خبرو سره پرانستل شو. د سمپوزيم لومړی محور (په سيمه کې اوسني تروريستي ګواښونه او ميلانونه) وو، په دې برخه کې د چين، افغانستان او پاکستان څلورو ويناوالو خبرې وکړې.

دويم محور (له تروريستي ګواښونو سره په مبارزه کې د چين، افغانستان او پاکستان جلا جلا اقدامات) وو، په دې برخه کې شپږو ويناوالو خبرې وکړې.

وروستی او درېيم محور (له تروريستي ګواښونو سره په مبارزه کې د درې اړخيزو همکاريو د تقويه کولو لارې چارې) په اړه وو، په دې برخه کې شپږو ويناوالو خبرې وکړې.

د پروګرام په پای کې د هر پلاوي مشر د پروګرام لنډیز وړاندې کړ، او د ورځې په پای کې ټولو برخوالو د CAF د رئيس له خوا په جوړې شوې ماښامنۍ کې برخه واخېسته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *