د «اسلامي ثقافت» مضمون؛ د ترورېزم او توندلارۍ تر تورونو لاندې

https://csrskabul.com/wp-content/uploads/2020/01/اسلامي-ثقافت.pdf

په دغه لیکنه کې ډېری راغلي موضوعات د ستراتېژيکو او سیمه‌ييزو څېړنو مرکز د تحلیل اوونۍ له دوو ګڼو څخه راغلي، چې د ۲۰۱۶ز او ۲۰۱۹ز کلونو پرمهال د مرکز د دوو څېړونکو احمد بلال خلیل او ضیاءالاسلام شیراني له خوا لیکل شوي وو. دلته د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د ډلې تر نامه لاندې راغلل. اداره

لنډیز

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي ثقافت مضمون په تړاو د یو شمېر کړيو له خوا توندې نیوکې کېږي. که څه هم د اسلامي ثقافت مضمون په منځپانګه کې به یو شمېر اصلاحاتو او یا هم د تدرېس د مېتود بدلولو ته اړتیا وي؛ خو د دغې ستونزې شتون او اصلاحات بیا یوازې د اسلامي ثقافت تر مضامینو پورې محدود نه دي، بلکې په پوهنتونونو کې د ډېری مضامینو نصاب او تدرېس مېتود رانغاړي.

دلته د اسلامي ثقافت پر مضامینو نیوکې تر ډېره پر دغو برخو –په نصاب کې بدلون او یا د تدرېس مېتود بدلول– نه وي، بلکې هڅه کېږي، چې دغه مضمون د ترورېزم، توندلارۍ او راډيکالېزم د خپراوي مضمون په توګه وپېژني.

همدا لامل دی، چې موږ هم، په دغه لیکنه کې، د دوو انتقاد کوونکو، چې یو یې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالحفیظ منصور ادعاوې دي او بل د افغانستان د ستراتيژيک انستیتوت د یوې سروې پایلې دي، تر خپل بحث لاندې نیولي. د ښاغلي منصور نیوکو ته له دې ځایه ځواب ویل شوی، چې د توندلارۍ اصلي جرړې بل ځای دي، نه د اسلامي ثقافت په مضمون کې. په بل اړخ کې مو هڅه کړې، چې د افغانستان د ستراتيژيک انستیتوت په سروې کې ځينې تناقضونه په نښه کړو، او له مخې یې ادعا وکړو، چې دغه سروې په سمه توګه پر علمي معیار برابره نه ده، او یو شمېر نیمګړتیاوې لري.

کیلي: اسلامي ثقافت، سیاسي اسلام، ترورېزم، راډيکالېزم، توندلاري

مقدمه

د ۲۰۱۹ز کال د اپریل پر ۱۹مه د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انستیتوت[3] د یوې څېړنې د پایلو په خپرولو سره ادعا وکړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون (د اسلام سیاسي نظام) د سخت‌دریځۍ او توندلارۍ د زیاتوالي لامل شوی دی[4]. د نوموړي مرکز دغې ادعا هغه مهال د خلکو ترمنځ په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپورته کړل او خلکو یې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه هم ښودلي وو. د بېلګې په توګه د دغه مرکز د وروستۍ څېړنې د موندنو په هکله، پژواک خبرې آژانس له ۱۴ زره کسانو څخه آنلاین نظرپوښتنه کړې او له خلکو یې پوښتي چې د نوموړې څېړنې له موندنو سره موافق دي که مخالف؟ د دغې نظر پوښتنې په پایله کې لس زره (۷۹) سلنه کسانو د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز وروستۍ څېړنه بې‌بنسټه ګڼلې او په پوهنتونونو کې یې د اسلامي ثقافت د مضمون له تدریسه ملاتړ کړی وو[5].

د اسلامي ثقافت په تړاو دا ډول څرګندونې لومړی ځل نه دی چې کېږي، له دې وړاندې په ۱۳۹۵هـ ش کال کې هم د یو پخواني جهادي تنظیم، د رهبرۍ شورا غړي عبدالحفیظ منصور په ولسي جرګه کې ویلي و چې اسلامي ثقافت او جوماتونه د “ترهګرۍ” زېږنده ځایونه دي؛ خو هغه مهال هم د منصور خبرې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

که څه هم له یوې پېړۍ راهیسې د اسلام سیاسي اړخ د لویدیځ د ډېری مفکرینو او ناقدینو تر نیوکو لاندې وو؛ خو په دې وروستیو کې په تېره بیا د ۲۰۰۱ز کال راهیسې اسلامي ثقافت، مدارس او مساجد هم تر پراخو نیوکو لاندې راغلي. د دوی په اند په نړۍ او په تېره بیا په اسلامي نړۍ کې د ترورېزم او توندلارۍ اصلي سرچینې همدا ځایونه دي. دا د ډېرې لېوالتیا خبره ده، چې د سړې جګړې پرمهال دغه نوموړي ځایونه د ترورېزم او افراطیت ځایونه نه وو؛ خو له ۲۰۰۱ز کال وروسته بیا یو دم هر څه بدل شول او نور دغه ځایونه د ترورېزم او توندلارۍ راخوټکېدونکې سرچینې شوې؟!

که څه هم په اسلامي ثقافت مضمون کې د محتوا او موضوعاتو له پلوه د بدلونونو په تړاو به ډېرې ملاحظې وي. دغه راز د جوماتونو د مدیریت په تېره بیا د محصلینو، استادانو او نصاب به هم یو څه نیمګړتیاوې ولري. خو دا بیا په دې معنا نه ده، چې د ترورېزم ځالې هم همدا دوه ځایونه دي.

د لیکلو مېتودولوژي

دغه لیکنه د ستراتيژيکو او سیمه‌يیزو څېړنو مرکز د بېلابېلو څېړونکو له خوا د میزي څېړنې پرمټ په دوو برخو کې لیکل شوې:

لومړۍ برخه: اسلامي ثقافت، جوماتونه او د ترورېزم تور

دویمه برخه: اسلامي ثقافت او توندلاري

په لومړۍ برخه کې زموږ ډېری بحث پر دې پوښتنې راڅرخېږي، چې آیا مسجدونه او اسلامي ثقافت په ريښتیا هم تروریستان زیږوي؟ او په دویمه برخه کې مو بیا هڅه کړې، چې د اسلامي ثقافت (د سیاسي اسلام مضمون) په تړاو د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له خوا د ترسره شوې سروې په موندنو کې تناقضونو وښيوو.

د اسلامي ثقافت مضمون پېژندنه

ثقافت په اصل کې عربي کلمه ده، په پښتو کې کلتور بلل کېږي، ثقافت د بشري ټولنې د تجربو، مادي او معنوي لاسته راوړنو مجموعې ته وایي. د اسلام مبارک دین ټولو مادي او معنوي ارزښتونو او شتمنیو ته اسلامي ثقافت ویل کېږي، په اسلامي ثقافت کې د اسلام مبارک دین د اعتقادي او عملي احکامو ټول اړخونه بیانېږي.

پر افغاني ټولنه د پردیو کلتورونو د پراخ یرغل او د مبتذلو رسنیو د ګرم بازار په پام کې نیولو سره، د اسلامي ثقافت مضمون د ځوانانو لپاره د عصري علومو د زده کړې ترڅنګ، د خپل دین په اصولو د پوهاوي ترلاسه کولو یوازینی مضمون دی، چې د پوهنتون په دوره کې هر سمسټر د یوه مضمون په توګه تدریس کېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو په ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو کې په اتو سمسټرونو کې محصلینو ته د اسلامي ثقافت په مضمون کې د اسلامي نړۍ لید، د عباداتو فلسفه، د اسلام اخلاقي نظام، د اسلام سیاسي نظام، د اسلام ټولنیز نظام، اسلامي تمدن، قرآن او معاصر علوم او د اسلامي ښوونې او روزنې د څرنګوالي اړخونه د قرآن او حدیثونو په رڼا کې تدریس کېږي، چې لږ تر لږه ځوانان مو د خپل دین له اساساتو سره بلدوي او نږدې ساتي.

د اسلامي ثقافت تدریس د لومړي ځل لپاره په اویایمه لسیزه کې، د استاد برهان الدین رباني د حکومت پر مهال د څلورو مضمونونو په توګه په څلورو سمسټرونو کې پېل شو؛ خو وروسته د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د یوه ۲۱ کسیز کمیسیون له لوري د اسلامي ثقافت مضمونونه اتو سمسټرونو ته زیات شول. همدارنګه اسلامي ثقافت، هغه مضمون دی چی له ډېرې مودې راهیسي په ‌ډېرو اسلامي هېوادونو کې هم، په یو او بل نوم تدریس کیږی.

لومړۍ برخه: اسلامي ثقافت، جوماتونه او د ترورېزم تور

مخکې له دې چې له ترورېزم سره د اسلامي ثقافت او جوماتونو اړیکه بحث کړو، اړینه ده چې لومړی په خپله د ترورېزم تعریف وړاندې کړو.

«ترورېزم»؛ یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح

د «ترورېزم» اصطلاح یوه مجهوله او متنازع فیه اصطلاح ده، چې په ډېری توګه د لوېدیزوالو لخوا کارول شوې ده. د دغې اصطلاح په تړاو هېڅوک هم په یوه تعریف سره همغږي نه دي او د “ایلیکس پي شمېډ” د څېړنې پر بنسټ تراوسه د بېلابېلو لورو لخوا د ترورېزم په تړاو له ۲۵۰ څخه زیات تعریفونه وړاندې شوي دي[6].

که څه هم ډېری د «ترورېزم» د اصطلاح پر تعریف همغږي نه دي؛ خو بیا هم یو شمېر تروریستي کړنو او پېښو ته د تروریستي کړنو یا پېښو پر ویلو همغږي دي. د بېلګې په توګه د ملکي یا بې‌ګناه کسانو وژنه، سړي تښتونه، ترڅو په ټولنه کې وېره خپره کړي او یا دولت وپاروي، یا حکومت، یا نړېواله ټولنه په دې مجبوره کړي، چې داسې کار وکړي، چې د کار په دایره کې ورته سم نه وي او داسې نور. له دې سره او د یو شمېر خلکو او ملګرو ملتونو د هڅو باوجود په نړېوال قانون کې د ترورېزم اصطلاح تر اوسه پورې په سمه توګه نه ده تعریف شوې[7].

په نړېواله کچه د ترورېزم داسې تعریف وړاندې کول، چې ټولمنلی وي، ستونزمن برېښي. ځکه د ترورېزم له اصطلاح سره تر ډېره سیاسي او جذباتي چلند کېږي. د وروستیو دوو پېړیو تاریخ هم په همدې خبرې شاهدي وايي، ډېری استعماري او اشغالوونکو ځواکونو دغه اصطلاح د خپلو هغو دښمنانو پرضد هم کارولې، چې د آزادۍ او خپلواکۍ مبارزې یې پرمخ بېولې.

د بېلګې په توګه نېلسن منډیلا په پېل کې د یوه تروریست په توګه پېژندل کېده، د شورویانو پرضد د خپلواکۍ په جګړه کې افغان مجاهدین او د آزادۍ مبارزین په همدغې اصطلاح تورنېدل، د فرانسې پرضد د الجزائر د خپلواکۍ مبارزین هم په ورته تور تورنېدل او داسې نور. له همدې ځایه ده، چې په نړېواله کچه دا خبره تر ډېره ومنل شوه او د ترورېزم په علومو کې یې بحثونه هم راپورته کړل، چې “د یوه تروریست د بل د خپلواکۍ اتل وي!”.

آیا جوماتونه او اسلامي ثقافت ریښتیا هم تروریستان زېږوي؟

عبدالحفیظ منصور په پارلمان کې د خپلو خبرو پرمهال په هېواد کې د ترورېزم دوې اصلي سرچینې مساجد او ثقافت اسلامي وګڼل. ده وویل:«اکثریت مساجد ما فکر افراطی پخش می‌کند، ثقافت اسلامی همین اکنون در افغانستان تروریست تربیه می‌کند».

په اکاډمیک او علمي بحث کې دا تر ډېره ناممکنه ده، چې موږ په کُلي ډول د ثقافت اسلامي مضمون د تروریستانو پر روزنې تورن کړو؛ خو که د دې پرځای داسې ویل شوي وای، چې د اسلامي ثقافت د محتوا یا د مضمون د ځینو مفرداتو په تړاو د بحث اړتیا ده او یا هم ځینې استادان په دې تورن کړای شي، چې د اسلامي ثقافت تر مضمون لاندې خپل فکر وړاندې کوي، نو چا به ورسره ډېره ستونزه نه وای لرلې. البته په بشپړه توګه او بې له علمي دلایلو، څېړنو او احصائیو څخه ډېری مساجد او د اسلامي ثقافت مضمون د تروریستانو په روزنه تورنول تر ډېره سیاسي او جذباتي اړخ لري.

په تاریخي توګه هم، دغه ادعا چې مساجد او د اسلامي ثقافت مضمون د تروریستانو د روزنې مرکزونه دي، تر ډېره ناسمه برېښي. که څه هم په افغانستان کې د توندلارۍ پدیده له شلمې پېړۍ راهیسې رامنځته شوې؛ خو له هغې وړاندې د مساجدو او اسلامي ثقافت مضمون په شتون کې (د اسلامي ثقافت مضمون ډېری مفردات به تر نورو عنوانونو لاندې د افغانستان په مساجدو او مدرسو کې تدریسېدل) افغانستان د توندلارۍ له اغېزو پاک و. بلکې همدا مساجد او پکې تدریسېدونکي مضامین وو، چې د هېواد د تاریخ ځلانده تمدنونه یې رامنځته کړل، د بېلګې په توګه د غزنویانو، غوریانو، تېموریانو پرمهال د هرات، بلخ او غزني تمدنونه.

د ترورېزم اصلي رېښه چېرته ده؟

په اسلامي نړۍ کې توندلاري او ترورېزم د شلمې پېړۍ له لومړۍ لسیزې راهیسې پېل شوه، چې تر ډېره په منځني ختیځ کې د انګلستان او امریکا له سیاستونو سرچينه اخلي، په تېره بیا د عثماني خلافت پرضد د دوی هڅې، د سایکس پیکوټ تړون، په فلسطین کې اسرائیل هېواد ته زمینه برابرول او نور.

وروسته، د سړې جګړې پرمهال د لوېدیځ لخوا په اسلامي نړۍ کې له دکتاتورو، تپل شويو او د ولس له ملاتړه بې‌برخې واکمنانو څخه ملاتړ وشو. په دغو هېوادونو کې دغه حالت په خلکو د سیاسي مبارزې ماحول تنګ کړ. او کله چې ځینې مسلمانان په افغانستان کې د شورویانو پرضد جګړه کې له برخې اخیستلو وروسته خپلو هېوادونو ته وګرځېدل نو دوی تعقیب شول او بالاخره یې ځای زندانونه شول. دغو کړنو هم ډېری د توندلارۍ او ترورېزم په لور مایل کړل. دوی په تدریجي توګه دې ته وهڅول شول، چې سیاسي مبارزه یوه ناکامه پروسه ده، دوی له دغو ډيموکراتیکو لارو خپلو موخو ته نه رسېږي، او له همدې کبله باید د تشنج او زور لاره خپله کړي.

له ۲۰۰۱ز کال وروسته، په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړه او هلته د دوی کړنې هغه څه وو، چې په افغانستان کې يې د طالبانو بياراپورته کېدو او په عراق کې یې د داعش رامنځته کېدو ته لاره هواره کړه. له همدې ځایه ده، چې موږ وایو په اسلامي نړۍ کې ترورېزم یا افراطیت په طبیعي ډول د لوېدیځ په تېره بیا د امریکا د تګلارو له کبله رامنځته شوی دی. دغه راز که څه هم دغه ترورېزم او توندلاري به یو شمېر کورني عوامل هم ولري؛ خو ترورېزم او توندلارۍ ته انګیزه ورکوونکي عوامل بیا تر ډېره بهرني دي.

په افغانستان کې د توندلارۍ او «ترورېزم» تر شا اساسي لاملونه مساجد او اسلامي ثقافت مضمون نه، بلکې دلته د توندلارۍ او په اصطلاح د ترورېزم تر شا د امریکا پوځي شتون، د امریکا هغه کړنې چې په بګرام او ګوانتنامو زندانونو کې يې وکړې، شپني عملیات او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی بلل کېږي. همدا لامل دی، چې د ملي اردو ځینې سرتېري هم دې ته اړ کېږي، چې امريکايي او نور بهرني سرتېري په نښه کړي. دغه راز ناپوهي، له اسلامه ناخبري، فقر او بې‌کاري یې نور عوامل دي؛ خو دا بیا تر ډېره جزوي عوامل ګڼل کېږي.

په افغانستان او عراق کې د امریکا د ترورېزم پر تګلارې خپله امریکایان او د امریکا اوسني ولسمشر هم نیوکې کړې او هم د اسلامي نړۍ په هره برخه کې د دوی د دغې جګړې پرضد اوازونه پورته شوي. ان پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا د ترورېزم پرضد جګړې توندې نیوکې کړې، او ځینې مهال یې د امریکا د ترورېزم ضد تګلارې ځینې اړخونه د «طالب جوړونې فابریکې» هم بللې دي[8].

په بل اړخ کې که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالحفیظ منصور په ولسي جرګه کې په خپله وروستۍ وینا کې د ترورېزم پرضد د افغانستان پر تګلاره کلکه نيوکه وکړه او ویې ویل:«استراتيژي مبارزه با ترورېزم در طول سال‌های اخیر ناکار آمد بوده، و در ناکار آمدیش هم جانب حکومت و هم شورای ملی به خصوص ما، دخيل و سهیم استیم»؛ دلته ډېره هېښونکې ده چې د ښاغلي منصور نیوکه بيا پر دې ده، چې د ترورېزم پر وړاندې د حکومت تګلاره تر ډېره ناکامه ده او حکومت باید د ترورېزم پرضد نور کوټلي ګامونه پورته کړي؛ ځکه د ده په اند «تروریست‌ها بیش از این که مواد منفجره باشند فکر افراطی و تروریستی دارند. پولیس و امنیت می‌تواند که جلو بمب را بگیرند آما جلو فکر که ذهن به ذهن می‌گردد و زبان به زبان توزیع می‌شود و از سوی رسانه‌ها پخش می‌شود آن‌ها را پولیس گرفته نمی‌تواند…»[9].

له همدې ځایه ده، چې دا ډول څرګندونې به د ترورېزم پرضد جګړه کې ګټورې ثابتې نه شي، بلکې توندلارۍ او په اصطلاح ترورېزم ته به نوره هم لاره پرانيزي.

د دې ترڅنګ یوه بله مهمه موضوع هم دا ده، چې توندلاري له ترورېزم سره تړل کېږي او ځینې مهال بیا دا دواړه د مترادفو کلمو په توګه هم کارول کېږي، چې دا ناسمه ده. کېدای شي، ځینې مهال توندلاري هم له ترورېزم سره تړاو ولري؛ خو په ډېرو نورو برخو کې بیا له ترورېزم سره تړاو نه لري. دغه توندلاري یوازې په نظریاتو کې وي، نه په کومو کړنو یا پېښو کې. که د افغانستان د وروستۍ یوې پېړۍ تاریخ ته ځیر شو، نو دلته توندلاري یا په اصطلاح ترورېزم تر ډېره د تفریط له کبله رازيږېدلی، چې دغو برخو ته بیا څوک ډېره پاملرنه نه کوي.

که په لنډه توګه ووایو، په افغانستان او عراق کې د امریکا د ترورېزم ضد تګلاره تر ډېره د محسن حامد د انګریزي ناول د «نازړه بنسټپال» (Reluctant Fundamentalist) په څېر ده، چې د چنګیز په نامه یو کرکټر په زوره او زړه نازړه د نورو د کړنو او چلند له کبله بنسټپال یا تروریست کېږي. ورته کار په اسلامي نړۍ او افغانستان کې هم له خلکو سره کېږي او دوی د نورو د تګلارو له کبله په نازړه توندلاري، بنسټ‌پالنې یا ترورېزم ته مخه کوي.

دویمه برخه: اسلامي ثقافت او توندلاري

د اسلامي ثقافت مضمون په اړه ترسره شوې څېړنه

د افغانستان د ستراتېژیکو څېړنو مرکز د “لوړو زده کړو په نظام کې د دیني راډیکالیزم رېښه موندنه.” تر عنوان لاندې یوه څېړنه کړې ده. په دغه څېړنه کې د اسلامي ثقافت مضمون د اسلام سیاسي نظام اړوند درسونه او پر محصلینو یې اغېزې څېړل شوې دي. په څېړنه کې د هرات، ننګرهار او کابل پوهنتونونو ۳۷۳ محصلین او ۸ استادان پوښتل شوي.

د دغې څېړنې د موندنو عمده ټکي په لاندې ډول دي:

لومړۍ: په پوهنتونونو کې د اسلام سیاسي نظام تر عنوان لاندې مضمون له کبله په محصلینو کې دیني راډیکالیزم زیاد شوی دی!

دویم: ۹۲.۸ سلنه محصلینو ویلي چې اسلام یو تر ټولو بشپړ دين دی چې ټول یې باید پیروي وکړي.

درېیم: ۸۸ سلنه محصلینو ویلي چې موږ د “امر بالمعروف و نهی عن المنکر” یعنې ښو کارونو ته را بلل او له بدو کړنو منع کولو له تطبیق سره موافق یو.

څلورم: ۸۴.۷ سلنه محصلینو ویلي، اسلام یو بهترین دین دی چې باید د ژوند په هر پړاو کې د هغه اصول په پام کې ونیول شي.

پنځم: ۵۲.۱ سلنه محصلینو ویلي چې د اسلام سیاسي نظام، اسلامي خلافت او یا هم اسلامي امارت دی[10].

پورته ذکر شوو موندنو ته په کتلو سره څېړونکي د دغې څېړنې په پایله کې ویلي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې توندلاري او سخت دریځي مخ پر زیاتېدو ده او پورتني موارد یې توندلاري بللې ده؛ خو د څېړنې پایلو ته په کتلو سره، د یوه مسلمان او یوې اسلامي ټولنې لپاره دا توندلاري نه شي کېدای، چې یو څوک د خپل دین له اساساتو او ارزښتونو ملاتړ وکړي او یا هم هغه یو بشپړ دین وګڼي!

په څېړنه کې له محصلینو یوازې دومره پوښتل شوي، چې ایا اسلام سیاسي نظام لري او که نه؟ اسلام تطبیق شي او که نه؟ امر بالمعروف و نهی عن المنکر منې او که نه؟ اسلامي خلافت غواړې او که نه؟ دا ډول پوښتنې چې له هر مسلمان څخه وشي، طبیعې خبره ده چې یوازینی ځواب به یې “هو” وي؛ دا نه توندلاري ګڼل کېدای شي او نه هم د دې دلیل کېدای شي چې په دې برخه کې یوازینی اغېز د اسلامي ثقافت مضمون دی، بلکې، دا هغه بنیادي خبرې دي چې د لږ اسلامي سواد لرونکی انسان هم ورباندی پوهیږي او ورباندې باور لري.

که چېرې دا څېړنه په یوه کفري ټولنه کې ترسره شوې وای او په دومره لوړه فیصدي یې پایلې راوتلې وای، نو ښایي د هغوی لپاره به دا حیرانوونکې وه؛ خو د افغانستان په شان یوه اسلامي هېواد کې دا حیرانوونکې نه ده او نه هم د تشویش وړ خبره ده؛ ځکه، طبیعي ده چې هر مسلمان باید د خپل دین اساساتو ته ژمن واوسي او د ژوند په هر پړاو کې ترې ګټه واخلي.

په دغه څېړنه کې چې په کومو مواردو نقد شوی له لویه سره څېړنیزه بڼه نه لري او تر ډېره یوازې د همدې مرکز د چلونکو شخصي څرګندونې دي. د څېړنې له غیر علمي تګلارې، داسې ښکاري چې نوموړي مرکز هڅه کړې، ترڅو له وړاندې یوې فرض کړل شوې نظریې د اثبات لپاره، د سروې په نوم مشروعیت ورکړي؛ خو له بده مرغه دې موخې ته  نه دي رسیدلي.

په څیړنه کې په لاندې مواردو باندې باور لرل، د محصلینو د توندلاریتوب او رادیکالیزم د دلایلو په حیث راوړل شوي دي:

  • امر بالمعروف و نهی عن المنکر ته ژمنتیا او هغه دیني واجب ګڼل
  • دا چې اسلام د ژوند په ټولو برخو باندې شامل دین دی
  • اسلام له نورو دینونو څخه غوره دی او په نورو دینونو کې باید ژوند ترسره نشي
  • د اسلام خپراوي او دعوت ته ژمنتیا
  • په اسلامي سیاسي نظام باندې باور لرل

که څه هم پورته ذکر شوي ټول موارد د اسلام برخه دي؛ خو نه پوهیږو چې دا څېړنه څه شی ردول غواړي او څه شی ثابتول؟ آن که چېرې دغه پوښتنې له عامو خلکو څخه هم شوې وای، چې اسلامي ثقافت یې په پوهنتونونو کې نه دی لوستی، نو دوی به هم دغو پوښتنو ته مثبت ځواب ویلای وای. آیا دوی به بیا هم په پای کې ویلي وای، چې دغه ټول توندلاري او راډیکاله دي؟!

د اسلامي ثقافت په تړاو د سروې تناقضات

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت دغه سروې یو شمېر تناقضونه لري او  له کبله یې ستونزمنه برېښي، چې د هېواد علمي حلقې دې د دغې سروې هغه موندنې او د سروې فرضیه، چې د اسلامي ثقافت او راډیکالیزم ترمنځ تړاو په نښه کوي، ومني. موږ به دلته د نوموړې سروې د تناقضاتو یو شمېر بېلګې وړاندې کوو:

لومړی؛ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې «که اسلام د سیاسي نظام درلودونکی دی نو ستاسو په اند کوم یو نظام اسلامي دی؟» د ننګرهار پوهنتون څخه ۴۵.۴ سلنه محصلینو «امارت» او ۹.۳ سلنه «خلافت» اسلامي نظامونه ګڼلي دي. خو ورپسې په بله پوښتنه کې، چې آیا ستاسو په اند د افغانستان اوسنی سیاسي نظام اسلامي دی؟ د ننګرهار پوهنتون یوازې ۳.۱ سلنه د هېواد اوسنی سیاسي نظام «غیر اسلامي» بللی او ۸۱.۴ سلنه محصلینو  بیا «اسلامي» او ۱۵.۵ سلنه «تر یوه حده اسلامي» ګڼلی دی. دلته پوښتنه زیږي، چې دا څرنګه ممکنه ده، چې په یوه پوښتنه کې دې د ننګرهار پوهنتون  ۵۴.۷ سلنه محصلین یوازې «امارت» او «خلافت» اسلامي نظامونه وګڼي او په بله پوښتنه کې دې بیا د همدغه پوهنتون  تقریباً ۸۱.۴ سلنه محصلین بیا «اوسنی جمهوري نظام» اسلامي وبولي؟!

ورته وضعیت د هرات په پوهنتون کې هم دی. په لومړۍ پوښتنه کې د هرات پوهنتون ۵۵.۵ سلنه محصلینو «خلافت» او «امارت» اسلامي نظامونه ګڼلي؛ خو دا بیا په داسې حال کې ده، چې د نوموړي پوهنتون د همدغو محصلینو ۱۴.۳ سلنه بیا په یوه بله پوښتنه کې اوسنی جمهوري نظام غیر اسلامي ګڼي!

دویم؛ دغه سروې هغه مهال نوره هم غیر معیاري کېږي، چې کله له محصلینو پوښتي، «دا چې د هېواد اوسنی نظام اسلامي نه ګڼئ، آیا په سیاسي نظام کې د بدلون غوښتونکي یاستئ؟ که هو، نو د کوم نظام غوښتونکي یئ؟». په دغه پوښتنه کې دغه سروې د دوو دلایلو له کبله غیر معیاري بولو. لومړی، د محصلینو ډېری برخه دغه پوښتنه نه ځوابوي، نو ځکه موږ په محدوده کچه پر راغلو ځوابونو دا استناد نه شو کولای – که چیرې د سروې ترسره کوونکو دا فرضیه ومنو – چې محصلین د اسلامي ثقافت مضمون له کبله رادیکاله شوي دي. د مجموعي سروې په کچه دغه پوښتنه ۳/۲ برخې بې ځوابه پاتې شوې. د ننګرهار او هرات په پوهنتونونو کې بیا د ځواب نه ورکوونکو سلنه ۸۴ سلنې ته رسېږي. دویم؛ دغه سروې له دې کبله هم متنازعه او غیر معیاري ده، چې د دغې پوښتنې موندنې د نورو اړوندو پوښتنو له موندنو سره اختلاف لري. د بېلګې په ډول، د ننګرهار په پوهنتون کې هغه محصلین چې اوسنی سیاسي نظام اسلامي نه ګڼي، یوازې ۸.۳ سلنه یې امارت، او ۲.۱ سلنه یې بیا خلافت غواړي. دا په داسې حال کې ده، چې لومړی د ننګرهار په پوهنتون کې تقریباً ۵۵ سلنه محصلینو امارت او خلافت اسلامي نظامونه ګڼلي وو. بیا د همدغه پوهنتون له ۸۰ سلنه څخه ډېری محصلینو په یوه بله پوښتنه کې اوسنی نظام سیاسي ګڼلی وو. یو څوک چې یوازې امارت او خلافت اسلامي نظامونه وګڼي، څرنګه ممکنه ده، چې اوسنی جمهوري نظام دې هم اسلامي وبولي. دغه راز، هغه څوک چې اوسنی نظام اسلامي نه ګڼي، او په ورته حال کې امارت او خلافت اسلامي نظامونه ګڼي، ولې بیا په یوه بله پوښتنه کې دا چې د هېواد اوسنی نظام اسلامي نه ګڼئ، آیا په سیاسي نظام کې د بدلون غوښتونکي یاستئ؟ که هو، نو د کوم نظام غوښتونکي یئ؟ چې کله ترې غوښتل کېږي نو  په ډېره کمه کچه امارت او خلافت غواړي؟!!

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت د سروې د موندنو تناقضونه یوازې د همدغو پورتنیو یادو شوو بېلګو پورې محدودې نه دي، بلکې په ډېرو نورو پوښتنو کې هم موندل کېږي. خو په ډېری توګه دغه تناقضونه د پورته یادوو شوو تناقضونو په څېر دي او دلته یې موږ له راوړلو څخه ډډه کړې.

د سروې له پامه غورځول شوي مثبت ټکي

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت په سروې کې یو شمېر مثبت ټکي هم دي، چې له بده مرغه ډېره پاملرنه ورته نه ده شوې. د بېلګې په ډول:

لومړی؛ هغه محصلین چې د امر بالمعروف و نهی المنکر په تړاو موافق دي، تقریباً ۳۸.۳ او ۳۶.۵ سلنه یې غواړي چې دا باید د وعظ و خبرو، او د نشراتو (ورځپاڼې، مجلې، ټولنیزې شبکو) له لارې پلي شي.

دویم؛ له نیمايي زیات محصلین د امر بالمعروف و نهی المنکر پلي کوونکې ډله دولت ګڼي؛ له نیمايي کمې بیا بېلابېلې وسله والې او دعوتي ډلې ګڼي.

درېیم؛ په داسې حال کې، چې یو شمېر کړۍ دا استدلال کوي، چې د اسلامي ثقافت د مضمون تدریسولو پرمهال استادان د اسلام د لومړني سیاسي او حکومتولۍ نظام (خلافت) د بیا ژوندي کولو په تړاو خبرې کوي. خو د دغې سروې د یوې پوښتنې موندنې تر څه حده دغه استدلال هم کمزوری کوي. په دغه سروې کې له ۶۸ سلنه څخه زیاتو محصلینو وویل، چې د درس پرمهال دوی ته هېڅ مهال هم اسلامي خلافت د حکومتولۍ د یوې غورې الګو په توګه نه معرفي کېږي.

څلورم؛ په محصلینو کې د بېلابېلو ډلو د موجودیت په تړاو زغم او د یو بل منل. د نوموړي مرکز د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که تاسو د بېلابېلو ډلو له شتون سره موافق نه ئې نو دوی سره باید څه وکړای شي؟ که څه هم تقریباً ۸۰.۲ سلنه محصلینو د دغو ډلو له شتون سره موافقت ښودلی وو؛ خو بیا هم هغه چا چې مخالفت ښودلی وو، ډېرو کمو یې په فزیکي ډول د خپلو مخالفینو لرې کول (۳.۲ سلنه) او د هغوی پرضد تبلیغات (۱.۱ سلنه) له هغوی سره د مبارزې لارې چارې ښودلې وې[11].

دغه ټکي په حقیقت کې دغه مفروضه غلطه ثابتوي، چې اسلامي ثقافت د ترورېزم اصلي سرچینه یا توندلارۍ ته لاره پرانېزي. د دغو پوښتنو له موندنو داسې معلومېږي، چې د اسلامي ثقافت لوستونکي زغم په یوه داسې چاپېریال کې چې په سیستماتیکه توګه د توندلارۍ پر لور ټېل وهل کېږي څومره دی؟!

د اسلامي ثقافت ردول او پکې اصلاحات؛ دوه بېل مفاهیم!

د اسلامي ثقافت مضمون په اړه درې خبرې شته دي:

لومړی؛ هغه څوک چې دا مضمون تدریسوي

دویم؛ په خپله او په کلي توګه دغه مضمون

درېیم؛ د دغه مضمون محتوا یا مفردات

لومړي او درېیم مورد کې اصلاحات غوښتل یا پکې بدلونونه راوستل کومه ستونزمنه او بده خبره نه ده او ډېری به ورسره همغږي هم وي. موږ هم د بیاکتنې اړتیا محسوسوو. خو دا چې په بشپړه توګه د ثقافت اسلامي مضمون بیخي له پوهنتوني نصاب څخه حذف کړای شي، لانجمنه او بحث راپورته کوونکې ده؛ ځکه:

لومړی؛ په دغه نصاب کې په ټوليز ډول د اسلام پر نړېوالتوب، هر اړخیزوالي او عباداتو بحثونه شوي، چې په ځینو برخو کې به يې یو څه اجتهادي مسایل وي، چې په بله طریقه هم تفسیرېدلای شي؛ خو دا د دې معنا نه لري، چې ټول نصاب یا په خپله دا مضمون ترورېزم یا توندلارۍ ته لاره هواره کړې.

دویم؛ نړېوالتوب په دې پړاو کې، چې له هرې خوا له سیاسي او اقتصادي یرغل سره فکري او کلتوري یرغل هم روان دی، د اسلامي ثقافت مضمون به زموږ ځوانانو ته یو ډول فکري او رواني خوندیتوب هم ورکړي او په دغه عصري پړاو کې به د هغو پوښتنو د ځوابولو په لاره کې هم مرستندوی واقع شي، چې مستشرقینو او ځينو په اصطلاح روڼ‌اندو لخوا وړاندې شوې دي.

سپارښتنې

  • افغانستان چې اوس د وروستۍ یوې پېړۍ په پرتله له تر ټولو بدو شرایطو تېرېږي، باید پکې روڼ‌اندي او لوړ پوړي چارواکي د دیني حساسیت له پارولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي.
  • د اسلامي ثقافت بشپړ نصاب او مضمون د ترورېزم د مرکز په توګه تورنول به هېواد د نور تاوتریخوالي په لور بوځي او د نورې توندلارۍ لپاره به لاره پرانیزي.
  • موږ هم په ځینو مواردو کې د اصلاحاتو غوښتونکي یو؛ خو دا باید په سمه طریقه وشي. اصلاحات باید په احساساتو ولاړ نه وي، نور تاوتریخوالی ونه زیږوي او د اصلاحاتو د وړاندې کولو او عملي کولو تګلاره هم پر افراط یا توندلارۍ ولاړه نه وي.
  • د دې ترڅنګ دا چې د اسلامي ثقافت په مضمون کې د مفرداتو د بدلون په تړاو کومه جلسه یا پروګرام جوړیږي، نو باید چې د اسلامي ثقافت متخصصین پکې ونډه واخلي او دا کار د اسلامي ثقافت متخصصینو ته وسپارل شي. د اسلامي ثقافت د مفرداتو له بدلون سره باید سیاسي، ذوقي او جذباتي چلند ونه شي.

=======================================================================================

سرچینې:

[2] دغه لیکنه چې د تحلیل اوونۍ د دؤو بېلو تحلیلونو مجموعه ده، د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د دوو څېړونکو له خوا لیکل شوي وو: ضیاء الاسلام شېراني او احمد بلال خلیل. ضیاءالاسلام شېراني د مرکز پخوانی څېړونکی او اوس په کابل پوهنتون کې د پښتو په څانګه کې استاد دی او ښاغلی خلیل د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د تحلیل ژورنال مسؤل مدیر دی.

[3]  انستیتوت مطالعات استراتژیک افغانستان یک پژوهشکده مستقل پژوهشی و غیرانتفاعی می‌باشد که در سال ۱۳۹۱ تاسیس شده. رییس عمومی این مرکز داکتر داوود مرادیان است.

[4]  رامین کمانګر، ریشه یابی رادیکالیسم دینی در نظام آموزش عالی؛ بررسی درسګفتارهای نظام سیاسی اسلام و تاثیر آن بر دانشجویان، انستیتوت مطالعات ستراتيژيک افغانستان، ۱۳۹۸ کال، کابل:
http://www.aiss.af/persian/assets/aiss_publication/Religious_Radicalism_in_the_Higher_Education_of_Afghanistan_Analysis_of_the_political_System_of_Islam_Course_and_its_Impact_of_the_Students(Farsi).pdf

[5]  جاوید حمیم کاکړ، نظر پوښتنه: ۷۹ سلنه خلکو د اسلامي ثقافت مضمون ملاتړ کړی، پژواک نیوز، د ۲۰۱۹ کال اپریل ۷مه، په پرلیکه بڼه:
https://www.pajhwok.com/ps/2019/04/07/%D9%86%D8%B8%D8%B1-%D9%BE%D9%88%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%A7%D9%A9-%D8%B3%D9%84%D9%86%D9%87-%D8%AE%D9%84%DA%A9%D9%88-%D8%AF-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D9%8A-%D8%AB%D9%82%D8%A7%D9%81%D8%AA-%D9%85%D8%B6%D9%85%D9%88%D9%86-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%AA%DA%93-%DA%A9%DA%93%D9%89

[6] Alex P. Schmid, The Routledge Handbook of Terrorism Research, Routledge: New York, 2011, see it online:< https://www.routledgehandbooks.com/doi/10.4324/9780203828731>

[7] Human Rights Voice, there is no UN definition of terrorism, see it online: http://www.humanrightsvoices.org/eyeontheun/un_101/facts/?p=61

[8] بي بي سی پښتو، کرزی: بګرام زندان د طالب جوړولو فابریکې ده، ۲۵ جنوری ۲۰۱۴، په پرلیکه بڼه:
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2014/01/140125_karzai_conference

[9] سپوتنیک افغانستان، حفیظ منصور: تفکر تروریستی در مساجد و ثقافت ها است، ۲۳ نومبر ۲۰۱۶، انلاین:
https://af.sputniknews.com/world/20161123992839/

[10] رامین کمانګر، ریشه یابی رادیکالیسم دینی در نظام آموزش عالی؛ بررسی درسګفتارهای نظام سیاسی اسلام و تاثیر آن بر دانشجویان، انستیتوت مطالعات ستراتيژيک افغانستان، ۱۳۹۸ کال، کابل:
http://www.aiss.af/persian/assets/aiss_publication/Religious_Radicalism_in_the_Higher_Education_of_Afghanistan_Analysis_of_the_political_System_of_Islam_Course_and_its_Impact_of_the_Students(Farsi).pdf

[11] رامین کمانګر، ریشه یابی رادیکالیسم دینی در نظام آموزش عالی؛ بررسی درسګفتارهای نظام سیاسی اسلام و تاثیر آن بر دانشجویان، انستیتوت مطالعات ستراتيژيک افغانستان، ۱۳۹۸ کال، کابل:
http://www.aiss.af/persian/assets/aiss_publication/Religious_Radicalism_in_the_Higher_Education_of_Afghanistan_Analysis_of_the_political_System_of_Islam_Course_and_its_Impact_of_the_Students(Farsi).pdf

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *