د ملي یووالي حکومت پرمهال په افغانستان کې د روسانو لېوالتیا او ستراتېژي (۲۰۱۴-۲۰۱۹)

https://csrskabul.com/wp-content/uploads/2020/01/د-ملي-یووالي-حکومت-پرمهال-په-افغانستان-کې-د-روسانو-لېوالتیا-او-ستراتېژي.pdf

څېړندوی عمران زکریا د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه‌ییزو څېړنو مرکز علمي غړی او اوس‌مهال د چین پهCentral China Normal University کې په نړېوالو اړیکو کې ماسټري کوي.

لنډیز

روسیه په افغانستان کې اوږدمهالې ستراتیژيکې لېوالتیاوې لري، چې په دې کې د هېواد سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او د نشه یي توکو مخنیوی دی. په افغانستان کې د مسکو ستراتيژي څه دا رنګه ده، چې له یوې خوا، نه غواړي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، خو له بلې خوا بیا دا هم نه غواړي، چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه سمدستي او چټک ووځي او په دې توګه ګډوډي  شاته پرېږدي.

په افغانستان کې د روسیې لېوالتیاوو وخت ته په پاملرنې بدلون موندلی دی؛ د سترې لوبې (The Great Game) په اوږدو کې افغانستان د روسیې لپاره د ځمکنۍ پراختیا په پار یو ښه فرصت و. د دوو نړېوالو جګړو او سړې جګړې پرمهال ورته د کابل ناپېیلتوب ارزښت درلود. د دې ترڅنګ  د ۲۰ مې پېړۍ په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې پر افغانستان د پوځي یرغل تر شا ګرمو اوبو ته رسېدل او په افغانستان کې د خپلو ایډیالوژيکو پلویانو د حکومت باثباته کول د روسانو د لېوالتیاوو نور ډولونه وو.

 خو اوس‌مهال مسکو افغانستان ته نور د یو فرصت په سترګه نه، بلکې د یو داسې هېواد په توګه ګوري، چې له بې ثباتۍ، د بهرنېو ځواکونو له شتون او نشه یي توکو له کرکېلې څخه پاک وي؛ ځکه د مسکو په ګمان د دغو درې واړو په شتون کې به لومړی منځنۍ آسیا او بیا په دویم قدم کې روسیه اغېزمنه شي.

کیلي: روسیه په افغانستان کې، داعش، افغان-روس اړیکې، د مسکو افغان سولې پروسه

سریزه

له تاریخي پلوه په افغانستان کې بې ثباتي د بهرنېو لاس‌وهنو او د هېواد او سیمې پر سر د سیالیو له امله ده. په ۱۹مه مېلادي پېړۍ کې په افغانستان کې د روسیې ښکېلتیا له برتانیې سره پر سیالۍ پېل شوه، چې یادې سیالۍ هغه مهال د سترې لوبې Great Game په نامه شهرت درلود[2].

د ۲۰مې مېلادي پېړۍ پرمهال د امریکا او روسیې ترمنځ سړه جګړه، چې نړۍ یې پر دوو قطبونو وېشلې وه؛ افغانستان ته یې هم رېښې په ۱۹۵۰مه مېلادي لسیزه کې راوغځېدلې او  په پای کې د سړې جګړې پرمهال د امریکا او روسیې دغه رقابت هم همدلته پای ته ورسېد. په ۱۹۹۰ مه میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له کبله روسیې په منځنۍ آسیا کې خپل پوځي شتون زیات کړ. د دې ترڅنګ، د ۱۹۹۰ مې لسیزې په وروستېو کې د روسیې اړیکې له طالبانو سره هغه مهال خرابې شوې، چې کله طالبانو په ۲۰۰۰ز کال کې په یوه اړخیزه توګه د چېچنیا خپلواکي ومنله[3].

د طالبانو رژیم له ړنګېدو سره سم، د ۲۰۰۱ز کال د نومبر پر ۲۶ مه د روسانو یو ډيپلوماتیک پلاوی کابل ته د ډیپلوماتیک ماموریت پرانېستلو په موخه راغی[4].

معاصره فدراتیفه روسیه د ولادیمیر پوټین تر رهبرۍ لاندې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي لېوالتیاوې لري. په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا متحدو ایالتونو تر رهبرۍ لاندې پر افغانستان تر برید وروسته، روسیه په کمه کچه په افغانستان کې د امریکا له متحده ایالاتو سره په پوځي عملیاتو کې ښکېله شوه. دغه ښکېلتیا د شمال ترانسپورتي لارې تاسیس او پرانېستل او بیا په منځنۍ اسیا کې د ناټو ځواکونو ته د دغې سیمې پوځي اډو ته د لاسرسي زمینې برابرول وو. دغه مهال په افغانستان کې د روسیې بنیادي ګټې د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او ستره هڅه یې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او بیا روسیې ته د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی وو[5].

په ۲۰۰۴ز کال کې په اوکراین کې د رامنځته شوو پېښو – په ځانګړي ډول نارنجي انقلاب – له امله د روسیې او لوېدیځ اړیکې سړې شوې، نو دې د روسیې او افغانستان پر اړیکو هم اغېزې وښندلې او په پایله کې په ۲۰۰۶ز کال کې مسکو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره خپل پوځي ملاتړ ته د پای ټکی کېښود[6].

دغه مهال د امریکا-افغان او امریکا-روسیې اړیکو خرابېدو ته جدي اړتیا وه، څو د افغان-روسیې همکاري بیا له سره پېل شي. داسې چې د ۲۰۰۸ز کال په اپرېل کې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر اوباما د ټاکنیز کمپاین یو له بنسټیزو موضوعاتو له افغانستان څخه د بهرنېو ځواکونو ویستل وو، نو د اوباما ټیم په ښکاره ډول پر کرزي او په افغانستان کې پر اداري فساد نیوکې وکړې. په پایله کې کرزي هڅه وکړه، چې د متحدو ایالتونو او ناټو پر ځای د خپل هېواد د بهرنېو اړیکو لیدلوری بدل کړي. هم‌مهاله، د ناټو له لوري ګرجستان ته په ناټو سازمان کې د غړیتوب وړاندیز او د روسیې او ګرجستان تر منځ پنځه ورځنۍ جګړې د مسکو او لوېدیځ اړیکې لاپسې سړې کړې. په پای کې په ۲۰۰۹ز کال کې د افغان-روسیې په حکومتي کچه تماسونه د ولسمشر کرزي او ولسمشر مېډوېډوف ترمنځ د خطونو له تبادلې وروسته یو ځل بیا پېل شوې[7].

له پورتني حالت څخه په ډاګه کېږي، چې د ولسمشر کرزي هدف لوېدیځ ته په ډاګه کول و، چې افغانستان نورې لارې هم لري، ترڅو خپلې اړیکې پیاوړې او ملګري پیدا کړي. د ۲۰۱۴ز کال په اوږدو کې په افغانستان کې د بهرنېو ځواکونو د شمېرې په کمېدو سره، روسیې هم لکه د یو شمېر ګاونډیانو او سیمې هېوادونو په څېر په افغانستان کې لېوالتیا په اوتومات ډول زیاته شوه. د سیمې په کچه د روسیې بنسټیزه لېوالتیا د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې ثبات وو. روسیه اوسني افغانستان ته د یو مسوولیت په سترګه ګوري، نو ځکه روسیه په افغانستان کې ګام په ګام خپل رول لوبوي. روسیه په افغانستان کې نفوذ غواړي، څو له دې لارې په منځنۍ اسیا کې خپلې امنیتي لېوالتیاوې چټکې کړي. همدارنګه روسیه د منځنۍ اسیا په ګاونډ او سوېلي اسیا کې د امریکا اوږدمهاله پوځي شتون نشي زغملی، نو هڅه کوي په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت رامنځته شي، څو د امریکا او ناټو ځواکونو د پوځي شتون زمینه راکمه شي[8].

له بله اړخه، په افغانستان کې د داعش پراختیا روسیې ته زمینه چمتو کړه، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې او لاپسې پیاوړې کړي. هر څومره چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خرابيږي او هېواد د سیاسي بې ثباتۍ پر لور ځي، هومره روسیې ته په منځنۍ اسیا کې د پوځي شتون او نفوذ زمینه برابرېږي.

تیوري

د نړېوالو اړیکو د ریالېزم تیوري له مخې انسان خود غرضه او د خپل قدرت زیاتولو لېواله دی؛ له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې د جګړو شاهدان یو، چې دولتونه هڅه کوي له هره اړخه خپل قدرت زیات کړي. ماکیاولي په ۱۵۳۲ز کال کې په خپل کتاب (The Prince) کې پر دې ټینګار کوي، چې د رهبر اساسي دنده د ملي امنیت خوندي کول دي او د دې لپاره چې دغه دنده په ښه توګه ترسره کړي، باید کورنېو او بهرنېو ټولو خطرونو ته متوجه اوسي[9].

په ۲۰۱۴ز کال کې له روسیې سره د کرېمیا یوځای کېدل د پیاوړې روسیې د بېرته راګرځېدو تصدیق کوي، چې دا په روسیه کې د نړېوالو اړیکو د نورو تیوریو پر باور لرونکو د ریالېستانو له سپیناوي سره مرسته کوي. د روسیې بهرنۍ پالیسي د سړې جګړې پر مهال او اوس هم د ریالېزم تیورۍ پر بنسټ ولاړه ده، چې رهبران یې د ملي ګټو پر بنسټ ګامونه پورته کوي[10].

په ۲۰۰۷ز کال کې د میونیخ په کنفرانس کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ نوی چوکاټ په نښه کړ، چې تر دې دمه د ریالېزم تیوري پر اساسي اصولو او د روسیې هېواد پر ګټو ولاړ دی[11]. روسیې هم د سړې جګړې او هم اوسمهال په خپل بهرني سیاست کې د قدرت د موازنې میکانیزم پر مخ وړي.

د افغانستان او روسیې پر اړیکو د مسکو- واشنګټن اړیکو سیوری

په ۲۰۰۱ز کال کې روسیې پر افغانستان د امریکا د برید ملاتړ وکړ؛ په پایله کې د طالبانو رژیم نسکور شو، ډېره موده وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل، “افغانستان هغه مهال یوازینی ځای و، چې د مسکو او واشنګټن ګټې سره په ټکر کې نه وې”[12].

روسیې په ۲۰۰۶ز کال کې له افغانستان سره خپلې پوځي مرستې بندې کړې. د افغانستان-امریکا او روسیې-امریکا اندېښنو زیاتوالي د کابل او مسکو حکومتونو ترمنځ لېوالتیاوو ته لاپسې زمینه چمتو کړه؛ داسې چې د پخواني ولسمشر کرزي او اوباما ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخواني استازي کای اېډې (Kai Eide) په وینا، کرزي غوښتل له متحدو ایالتونو غچ واخلي، هماغه و چې د سوچي په المپیک لوبو کې یې ګډون وکړ، چي لوېدیځو هېوادونو ورسره بایکاټ کړی وو، ان په ۲۰۱۴ز کال کې کرزي له روسیې سره د کرېمیا د یوځای کېدو ملاتړ هم وکړ[13].

همدارنګه روسیې د ۲۰۱۰ز کال په اوږدو کې د امریکا-روسیې اړیکو تر خرابېدو وروسته بیا هڅه پېل کړه، چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي[14].

په افغانستان کې د روسیې لېوالتیا او ښکېلتیا باید د امریکا او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو له لارې وپېژندل شي. درې نمونې یې د توپیر وړ دي:

  1. د سپټمبر له ۱۱ مې وروسته، د روسیې له خوا د ترورېزم پر وړاندې د امریکا په جګړه کې لومړنۍ همکاري؛
  2. له ۲۰۰۵ز کال څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې په منځنۍ اسیا کې د امریکا د موخو پر وړاندې د شک راپورته کېدل، چې روسیې په افغان جګړه کې د همکارۍ پر ځای د خنډونو جوړولو هڅې پيل کړې؛
  3. له ۲۰۱۱ز کال را په دېخوا او له ۲۰۱۴ز کال وروسته د امنیتي تشې په اړه د روسیې د اندېښنو زیاتېدل، خو ترڅنګ یې په کمه اندازه د روسیې همکاري[15].

د روسيې چارواکي له افغانستانه د بهرنېو ځواکونو د بېړني تګ له کبله سخت اندېښمن وو، چې دا به د افغانستان او سیمې امنیت وګواښي.

که د پایلې په توګه ووایو، نو روسیه له درېیو غوراویو سره مخ شوه:

  1. د ۱۹۹۰ مې لسیزې پالیسۍ ته بېرته ګرځېدل او د شمال له ټلوالې ملاتړ، څو د شمال بفر زون بیا تاسیس کړي، او له دې لارې د منځنۍ اسیا متحدین له یرغله خوندي کړي.
  2. د ملي یووالي له حکومت سره همکاري او یا هم له معتدله طالبانو سره همکاري.
  3. له لوېدیځو هېوادونو سره همکاري او له منځنۍ اسیا څخه د خوندي سیمې راچاپېرول[16].

په حقیقت کې د افغانستان پر وړاندې د روسیې له بهرني سیاست څخه په ډاګه کېږي، چې روسیه په منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د خپل نفوذ پراختیا غواړي، څو د سیمه‌ییز قدرت په توګه خپلې او د خپلو متحدینو ګټې خوندي کړي.

روسي چارواکي پر دې باور دي، چې روسیه په افغانستان کې چندان ښه موقعیت نه لري، نو ځینې وخت فکر کوي، چې روسیه دې په افغانستان کې د بې ثباتۍ ستر خطر ومني، خو امریکا ته به دا پیغام واستوي، چې روسان د امریکا فشار نشي منلی[17].

د افغان طالبانو او روسیې اړیکې

افغان طالبانو هغه مهال چې په ۱۹۹۵ز کال کې یې د هېواد یو شمېر ولایتونه تر کنټرول لاندې وو، له روسیې سره د اړیکو د تاسیس غوښتنه وکړه. د ۱۹۹۵ز کال په اګست کې د روسیې الوتکه د طالبانو د جټ الوتکې له لوري دې ته اړ شوه، چې د کندهار په نړېوال هوايي ډګر کې ناسته وکړي، وروسته که څه هم افغان طالبانو د روسانو الوتکه پرېښوده خو دغه مهال د دواړو لوریو ترمنځ په ډيپلوماتیک ډګر کې مخامخې ناستې وشوې. د دغو خبرو اترو پرمهال طالبانو وکولای شول، د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال په کندهار ولایت کې ځای پر ځای شوي ماینونه خنثی کړي. همدارنګه طالبانو هڅه وکړه روسیه دې ته مجبوره کړي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ د طالبانو په استازیتوب ومني، خو روسیې دا کار ونه کړ او د پخوا په څېر یې د مجاهدینو د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړ، او په دې توګه طالبانو ونشوای کړای د روسیې له لوري سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي[18].

روسیې پر افغانستان د امریکا تر پوځي برید وروسته، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ز کال کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې، چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي پر موضوع بحث وکړي. خو اوسمهال دغه تماسونه توپیر لري، د روسيې چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د امریکا پالیسي له ناکامۍ سره مخ ده، نو ځکه روسیه غواړي په افغانستان کې «مداخله» وکړي[19].

د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې مسکو له طالبانو سره له خپلو پټو اړیکو پرده پورته کړه او د روسیې د بهرنېو چارو وزیر اعلان وکړ، چې له طالبانو سره استخباراتي معلومات شریکوي[20]، ترڅو په افغانستان کې د داعش پر وړاندې جګړه وکړي. افغان حکومتي چارواکو په غبرګون کې پر روسیې تور پورې کړ، چې له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي، خو روسي چارواکو دا خبر رد کړ[21]. همدارنګه، طالبانو هم له روسیې څخه د پوځي ملاتړ موضوع رد کړه[22]. د افغانستان پر وړاندې د روسیې نوی دریځ داسې په ډاګه کوي، چې د اسیا په زړه کې یوه بله نوې ستره لوبه پېلېدونکې ده.

د دې ترڅنګ، د ۲۰۱۷ز کال په مارچ میاشت کې، په افغانستان کې امریکايي پوځي چارواکو مسکو پر دې تورن کړ چې د روسیې له لوري د افغان سولې د ډېپلوماسۍ موخه په افغانستان کې د ناټو ماموریت کمزوري کول دي او پر مسکو يې  تور پورې کړ، چې طالبانو ته وسلې ورکوي. خو روسي چارواکو دا تور رد کړ او په دې باندې یې اعتراف وکړ چې له طالبانو سره اړیکې لري[23].

د امریکايي پوځي چارواکو د ادعا پرضد روسي چارواکي وايي، چې امریکا له پوځي عملیاتونو سره بیا هم د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال دې ته ملا وتړله، څو له طالبانو سره روغې جوړې ته کښېني، نو روسیه هم هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي او د افغانستان شخړې ته د پای ټکی کېږدي. د سوریې، شمالي کوریا او د افغانستان په مسایلو کې د روسیې ښکېلتیا له امریکا سره د تعادل د موازنې برابروالی دی. له طالبانو سره د روسیې تماسونه کولای شي ځانګړې پایلې ولري. په افغانستان کې له طالبانو سره د روسیې اړیکې او د سولې په نامه له طالبانو سره مذاکرات په دې معنی، چې دا به په نړېواله کچه د شخړو په حل کولو او د روسیې په ښکېلتیا کې د روسیې له وضعیت سره ځانګړې مرسته وکړي، څو په نړېواله کچه مقام ترلاسه کړي[24].

په واشنګټن کې د وډرو وېلسن نړېوال څېړنیز مرکز کې مایکل کوګل من د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ کې وویل، چې روسیه څو لسیزې وړاندې له افغانستان څخه وتلې وه، خو اوس یو ځل بیا د افغانستان مسایلو ته رادننه شوې ده. د کوګل من په نظر، روسیې پر ځان ستر خطر منلی، چې په افغانستان کې د طالبانو لوري ته راګرځېدلې ده. کوګل من وايي: “روسیه د یو نادولتي لوبغاړي ملاتړ کوي، چې د داعش دښمن دی. همدارنګه روسیه له طالبانو څخه په افغانستان کې داسې ګټه اخلي، چې پر واشنګټن فشار راوړي. خو کوګل من دا هم وايي چې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ تر شا داسې راز دی، چې سپړل یې ستونزمن کار دی”[25].

مسکو څه غواړي؟

روسیه په داسې حال کې افغان طالبان په مسکو کې د سولې خبرو ته رابولي، چې له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د طالبانو ډله د یوې تروریستې ډلې په توګه پېژني. د ۲۰۱۶ز کال په سپټمبر کې جنرال اولېګ سیرومولوتوف، د روسیې د بهرنېو چارو مرستیال وزیر وویل، طالبان په روسیه کې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، چې روسیه د ملګرو ملتونو له نظر سره همغږې ده. همدارنګه د روسیې دولتي رسنۍ تاس (TASS) هم “په روسیه کې طالبان د یوې تروریستې او ناقانونه ډلې” په توګه اعلان کړې ده[26].

دا چې ولې روسیه اوس‌مهال له همدې «تروریستې ډلې» سره خپلې اړیکې پراخې کړي، دا یو شمېر عوامل لري:

لومړی – روسیې له طالبانو سره د بهرنېو اړیکو له لارې لوېدیځ ته ور په زړه کړه، چې که لوېدیځ د افغانستان په اړه په سیمه‌ېیزه او یا نړېواله کچه پلانونه جوړوي او د روسیې ګټې له پامه غورځوي، نو روسیه هم کولای شي په خپل وار له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. په ۲۰۱۶ز کال کې په افغانستان کې د سولې په موخه د همغږۍ څلور اړخیزه ګروپ بڼه غوره کړه (Quadripartite Coordination Group) چې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان یې غړي هېوادونه وو. غړو هېوادونو له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه ناستې جوړې کړې، خو کومه بریالۍ لاسته راوړنه یې نه درلوده.

دویم – د طالبانو د ملاتړ له لارې د روسیې مشرتابه غواړي، په سیمه کې د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو د نفوذ پر وړاندې خنډونه پیاوړي کړي.

درېیم – روسیه په افغانستان کې د داعش د نفوذ له لارې د خطر احساس کوي. له ۲۰۱۴ز کال وروسته، روسیه منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول روسیې ته د داعش د نفوذ پراخېدو او یا انتقال اندېښنه لري؛ دا چې طالبان د داعش پر وړاندې جنګېږي، نو له طالبانو سره مرسته د روسیې لپاره ښه وسیله جوړه شوه. د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر کې د روسیې د بهرنېو چارو وزیر څرګنده کړه، چې روسیې له داعش سره د مبارزې په موخه له طالبانو سره استخباراتي معلومات شریکول[27].

څلورم – د روسیې لپاره بل سرخوږی افغان تریاک دي. افغانستان د ټولې نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي برابروي، چې ډېری یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې کرل کېږي. په روسیه کې د نشه یي توکو  د استعمال له کبله  هر کال ۷۰۰۰ کسان وژل کېږي. نو ځکه روسي چارواکي باور لري، چې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت په پرتله افغان طالبان کولای شي ښه مرسته وکړي[28].

په افغانستان کې د نشه يي توکو  تولید د ۲۰۰۱ز کال په پرتله په ۲۰۱۲ز کال کې ۱۹ ځله لوړ شوی دی، او روسیه یې ستر مارکېټ دی. د روسیې شاوخوا شپږ سلنه  وګړي پر نشه يي توکو روږدي دي  او د یادو نشه يي توکو اساس تر ډېره  له افغانستان څخه دی[29].

پنځم؛ د امریکا څنډې ته کول او خپل نرم ځواک زیاتول

له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ کولای شي د افغانستان راتلونکي لپاره بېلابېلې پایلې ولري، لکه د مرکزي حکومت کمزوري کول، چې په دې سره به په کابل کې د متحدو ایالتونو د ملاتړي حکومت قدرت هم محدود کړي. همدارنګه روسیه هڅه کوي، د افغان شخړې د حل په موخه د امریکا متحده ایالتونه څنډې ته کړي. د طالبانو له وسله والې ډلې سره د روسیې خبرې به د روسیې رول د یو منځګړي په توګه هم پیاوړی کړي. د ۲۰۱۶ز کال د ډسمبر راهیسې، روسیه په دوامداره توګه له طالبانو سره خبرې پر مخ وړي، ترڅو په افغانستان کې روان بحران ته د پای ټکی کېږدي[30].

د مسکو د افغان سولې پروسې ارزونه

مسکو ته د افغان طالبانو له رابللو وړاندې، روسیې د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر کې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته پيل کړه. خو د افغان حکومت چارواکو له خوا توند غبرګون وښودل شو، چې روسیه غواړي افغان حکومت څنډې ته کړي او دغه راز د افغانستان په کورنېو مسایلو کې هم لاسوهنې کوي. د افغان حکومت د توند غبرګون او نیوکو له کبله روسیې یو ځل بیا د ۲۰۱۷ز کال په فبرورۍ کې د شپږو هېوادونو د استازو په شمول د افغان حکومت استازي هم راوغوښتل او پر افغان سولې یې ټینګار وکړ. له یادې ناستې داسې په ډاګه کېږي، چې روسیه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موازنې ستراتېژۍ ته غېږ پرانېستې او هڅه کوي له دې لارې د شخړې په حل کولو کې خپل اغېز پراخ کړي[31] .له دې ناستې دوه میاشتې وروسته، روسیې د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل په میاشت کې د افغانستان په تړاو د ۱۱ هېوادونو یوه بله ناسته هم چمتو کړه. د مسکو په دغه پروسه کې د ۱۱ هېوادونو ګډون (د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران، هندوستان او افغانستان) په ډاګه کوي، چې د مسکو له لوري له طالبانو سره د همکارۍ ستراتېژي ځانګړې اغېزه لري او د سیمه‌ېیزو ملګرو له لوري په رسمیت پېژندل شوې[32].

دغه راز، وروسته روسیې په مسکو کې د افغان سیاسي ګروپونو ترمنځ د خبرو اترو زمینه هم برابره کړه، ترڅو د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه یوې ځانګړې اجماع ته سره ورسېږي. له دې غونډې د روسیې دوه اساسي موخې وې:

لومړی – دا چې امریکا او طالبان د خبرو په جریان کې دي او روسیه په مسکو کې افغان سیاسي ګروپونه د خبرو لپاره راغواړي، داسې په ډاګه کوي، چې روسیه د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه لري او روسیه باوري ده، چې له طالبانو سره له خبرو پرته سوله ناشونې ده، نو ځکه روسیه په لومړي ګام کې طالبان په افغانستان کې د یو پیاوړي سیاسي لوبغاړي په توګه پېژني، ترڅو په راتلونکي کې په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوي.

دویم – په چټکۍ سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، هېواد ته خطر اړولی شي. نو سوله هغه مهال په افغانستان کې راتلای شي، کله چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو واک په خپله د افغانانو په لاسونو کې وي. له دې لارې نه یوازې دا چې د افغانستان بلکې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم ثبات شونی دی؛ نو روسان پر دې باوري دي، چې د افغانستان په اړه په روسیه کې د داسې مجلسونو جوړول یوازې او یوازې همدا موخه لري[33].

ځینې لیکوالان ادعا کوي، چې د افغانستان شخړې په حل کولو کې کېدای شي دا هم مرسته وکړي، چې امریکا دې په خپله ډیپلوماتیکه کړنلاره کې بدلون راولي. په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په موخه د امریکا اوسنۍ هڅې د منځګړي په توګه تمرکز کوي. لیکوالان وړاندیز کوي، د سولې په موخه ګټوره کړنلاره به دا وي، چې امریکا دې د افغانستان د سولې په مسله کې شپږ ګاونډیان او نور سیمه‌ېیز لوبغاړي لکه روسیه، هند، اروپايي اتحادیه ښکېل کړي، ترڅو د هېواد په راتلونکي کې رول ولري[34].

د روسیې حکومت د افغان سولې په موخه ګام په ګام خپله ډېپلوماتیکه ښکېلتیا پر مخ وړي، ترڅو پر طالبانو د خپل زیاتېدونکی نفوذ او له تماسونو په ګټې اخیستنې سره د سولې پروسه مخ ته یوسي[35]. په بل اړخ کې مسکو ته د طالبانو د تګ او ګډون هدف هم یوازې دا نه وو، چې د سولې په خبرو کې دې ګډون وکړي، بلکې دا هم و، څو واشنګټن ته په ډاګه کړي، چې که امریکا د سولې خبرو ته چمتو نه وي، نو طالبان نور غوراوي هم لري، چې هغه روسیه ده، ترڅو له دې لارې سیاسي او پوځي ملاتړ ترلاسه کړي[36].

پایله

روسان تر ډېره بریده په افغانستان کې له روان وضعیت-په ځانګړي ډول ناامنۍ وېره لري. په افغانستان کې لوېدیځ او روسیه مشترکې ګټې لري، خو همکاري بیا د یو شمېر نورو سیمه‌ېیزو مسایلو لکه اوکراین او سوریې له امله قرباني کېږي.

په دې وروستېو کې د مسکو او کابل په اړیکو کې اندېښنې په زیاتېدو دي. دا چې په دې وروستېو کې د سولې په پروسه کې روسیې د افغان حکومت د اپوزېسیون سیاسي څېرې  ځان ته رانېږدې کړي او د سولې په پروسه کې یې د حکومت له استازو پرته طالبان ښکېل کړي دي، نو دا به په راتلونکي کې د کابل او مسکو اړیکې نورې هم سړې کړي.

له همدې ځایه په هغه کچه چې د ولسمشر غني په  دوره کې له سعودي عربستان، چین او د سیمې له یو شمېر نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې، د سیمې له ستر قدرت روسیې سره هومره پراخې نه شوې، په ځانګړي ډول کله چې په دې وروستېو کې روسیې په خپله مشرتابه او کوربه توب د افغان سولې په موخه په مسکو کې یو شمېر سیمه‌ېیز کنفرانسونه راوبلل، چې تر ډېره بریده د افغان دولت په ناخوښۍ تمام شول.

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه ترسره شوې غونډې که څه هم تر دې دمه کومه ځانګړې پایله نه ده لرلې، خو روسیه یو ځل بیا غواړي په افغانستان کې د یو مهم یا ستر لوبغاړي په توګه ځان راڅرګند کړي. له بل لوري یاد کنفرانسونه د طالبانو لپاره هم ګټور تمامېږي، ځکه د لومړي ځل لپاره د دوی استازو په داسې ناستو کې ګډون وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي-یعنې روسیې له لوري تنظیم شوي وو.

روسیه د افغانستان د سولې په پروسه کې هڅه کوي فعال رول ولوبوي چېرته چې د سیمې او نړۍ د زبرځواکو هېوادونو ګټې نغښتې دي. په افغانستان کې د روسیې د سولې هڅې له امریکا سره له ملګرتیا پرته نشې بریالي کېدلای، ځکه امریکا په افغانستان کې پوځي شتون لري او د موجوده حکومت ملاتړ هم کوي. د طالبانو مشرتابه هم پر دې پوهېږي، چې د روسیې د سولې هڅې د امریکا له ګډون پرته بریالۍ نه ښکاري، نو ځکه طالبان هم چمتو دي له امریکایانو سره د سولې مخامخ خبرې پر مخ بوځي.

په هره اندازه چې د افغانستان ثبات له خطر سره مخ کېږي، هومره د روسیې مداخلې ته زمینه چمتو کېږي، ځکه بې ثباته افغانستان د روسیې ګټو ته خطر دی، نو دا چې په باثباته افغانستان کې د روسیې په ګډون د ګاونډیو او سیمې ټولو هېوادونو ګټې خوندي شي، باید افغان سوله د یوې ځانګړې اجماع له لارې ترسره شي.

وړاندیزونه

روسیه د سیمې ستر سیاسي، پوځي او اقتصادي قدرت دی، افغان دولت باید هڅه وکړي، چې د روسیې په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره په موازي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پراخې کړي. د روسیې په ګډون د سیمې ټول هېوادونه باید د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او د افغانستان سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ خپل ګډ مسولیت وګڼي او د افغان سولې په تړاو په هره موضوع کې باید له افغان دولت سره په مستقیم ډول په اړیکه کې شي.

=====================================================================================

سرچینې:

[2]Kathryn Stoner, Russia’s 21st Century Interests in Afghanistan: Resetting the Bear Trap, University of California Press, Asian Survey, Vol. 55, March/April 2015, P.399. Access date: 10 June 2019. Online access: https://www.jstor.org/stable/10.1525/as.2015.55.2.398

[3]Richard Ghiasy, the Evolution of Russian Geopolitical Interests in Afghanistan: from Opportunity to Liability, 22 March 2017. Access date: 24 June 2019. Online access: https://www.bishkekproject.com/memos/13

[4]Thomas Ruttig, From Point Zero to ‘New Warmth’: Russian-Afghan Relations since 1989, Afghanistan Analysts Network, 8 Aug 2014, P4. Access date: 5/6/2019. Online access: https://www.afghanistan-analysts.org/from-point-zero-to-new-warmth-russian-afghan-relations-since-1989/?format=pdf

[5]Kathryn Stoner, Russia’s 21st Century Interests in Afghanistan: Resetting the Bear Trap, University of California Press, Asian Survey, Vol. 55, March/April 2015, P.398. Access date: 10 June 2019. Online access: https://www.jstor.org/stable/10.1525/as.2015.55.2.398

[6]Joakim Brattvoll, Is Russia Back in Afghanistan? Peace Research Institute Oslo, 04 2016, P. 3. Access date: 16/6/2019.

[7]Thomas Ruttig, From Point Zero to ‘New Warmth’: Russian-Afghan Relations since 1989, Afghanistan Analysts Network, 8 Aug 2014, P5. Access date: 5/6/2019. Online access: https://www.afghanistan-analysts.org/from-point-zero-to-new-warmth-russian-afghan-relations-since-1989/?format=pdf

[8]Richard Ghiasy, the Evolution of Russian Geopolitical Interests in Afghanistan: from Opportunity to Liability, 22 March 2017. Access date: 24 June 2019. Online access: https://www.bishkekproject.com/memos/13

[9]Sandrina Antunes and Isabel Camisao, Introducing Realism in International Relations, 27 FEB 2018. Access date: 25 June 2019. Online access: https://www.e-ir.info/2018/02/27/introducing-realism-in-international-relations-theory/

[10]Sumantra Maitra, Realism in Russian Foreign Policy: The Crimean Case, CLAWS Journal, 2014, P116. Access date: 25 June 2019. Online access date: https://www.claws.in/images/journals_doc/267144158_SumantraMaitra.pdf

[11]تېر مأخذ، ۱۲۶ مخ

[12]Afghanistan-Russia Relations, Global Security. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.globalsecurity.org/military/world/afghanistan/forrel-ru.htm

[13]Joakim Brattvoll, Is Russia Back in Afghanistan? Peace Research Institute Oslo, 04 2016, Pp. 3-4. Access date: 16/6/2019.

[14]Arkady Dubnov, What game is Russia playing in Afghanistan? 14 Nov, 2018. Access date: 18/6/2019. Online access: https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/game-russia-playing-afghanistan-181113160715311.html

[15]Kathryn Stoner, Russia’s 21st Century Interests in Afghanistan: Resetting the Bear Trap, University of California Press, Asian Survey, Vol. 55, March/April 2015, Pp.418-419. Access date: 10 June 2019. Online access: https://www.jstor.org/stable/10.1525/as.2015.55.2.398

[16]Kathryn Stoner, Russia’s 21st Century Interests in Afghanistan: Resetting the Bear Trap, University of California Press, Asian Survey, Vol. 55, March/April 2015, Pp.418-419. Access date: 10 June 2019. Online access: https://www.jstor.org/stable/10.1525/as.2015.55.2.398

[17]Antonio Giustozzi and Ali Mohammad Ali, the National Unity Government and Re-Shaping of Political Coalitions in Afghanistan, January 9, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.crpaweb.org/single-post/2018/01/10/The-National-Unity-Government-and-the-Re-Shaping-of-Political-Coalitions-in-Afghanistan-Antonio-Giustozzi-Ali-Mohammad-Ali

[18]Arkady Dubnov, What game is Russia playing in Afghanistan? 14 Nov, 2018. Access date: 18/6/2019. Online access: https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/game-russia-playing-afghanistan-181113160715311.html

[19]Afghanistan-Russia Relations, Global Security. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.globalsecurity.org/military/world/afghanistan/forrel-ru.htm

[20]تېر ماخذ

[21]تېر ماخذ

[22]تېر ماخذ

[23]تېر ماخذ

[24]Shaikh Muhammad Bilal, Russia Elbowing the U.S. Out of the Afghan Political Process? June 29, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.geopoliticalmonitor.com/russia-elbowing-the-u-s-out-of-the-afghan-political-process/

[25]Afghanistan-Russia Relations, Global Security. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.globalsecurity.org/military/world/afghanistan/forrel-ru.htm

[26]Samuel Ramani, Russia and the Taliban: Talking with Terrorists, January 12, 219. Access date: 19/6/2019. Online access: https://thediplomat.com/2019/01/russia-and-the-taliban-talking-with-terrorists/

[27]Shaikh Muhammad Bilal, Russia Elbowing the U.S. Out of the Afghan Political Process? June 29, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.geopoliticalmonitor.com/russia-elbowing-the-u-s-out-of-the-afghan-political-process/

[28]Shaikh Muhammad Bilal, Russia Elbowing the U.S. Out of the Afghan Political Process? June 29, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.geopoliticalmonitor.com/russia-elbowing-the-u-s-out-of-the-afghan-political-process/

[29]Richard Ghiasy, the Evolution of Russian Geopolitical Interests in Afghanistan: from Opportunity to Liability, 22 March 2017. Access date: 24 June 2019. Online access: https://www.bishkekproject.com/memos/13

[30]Shaikh Muhammad Bilal, Russia Elbowing the U.S. Out of the Afghan Political Process? June 29, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.geopoliticalmonitor.com/russia-elbowing-the-u-s-out-of-the-afghan-political-process/

[31]Samuel Ramani, Russia’s falling out with Kabul, The Diplomat, June 06, 2019. Access date: 18/6/2019. Online access: https://thediplomat.com/2019/06/russias-falling-out-with-kabul/

[32]Shaikh Muhammad Bilal, Russia Elbowing the U.S. Out of the Afghan Political Process? June 29, 2018. Access date: 6/6/2019. Online access: https://www.geopoliticalmonitor.com/russia-elbowing-the-u-s-out-of-the-afghan-political-process/

[33]Umair Jamal, Understanding Russia’s Motivations in Hosting Inter-Afghan Talks, February 12, 2019. Access date: 9/6/2019. Online access: https://thediplomat.com/2019/02/understanding-russias-motivations-in-hosting-inter-afghan-talks/

[34]Richard N. Haass, Agonizing Over Afghanistan, Council on Foreign Relations, January 14, 2019. Access date: 16/6/2019.  Online access: https://www.cfr.org/article/agonizing-over-afghanistan

[35]Ayaz Gul, Russia set to host Taliban, Afghan Politicians, VOA, 27 May 2019. Access 23 June 2019. Online access: https://www.voanews.com/world-news/europe/russia-set-host-taliban-afghan-politicians

[36]Arkady Dubnov, What game is Russia playing in Afghanistan? 14 Nov, 2018. Access date: 18/6/2019. Online access: https://www.aljazeera.com/indepth/opinion/game-russia-playing-afghanistan-181113160715311.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *