په افغانستان کې د چاپېریالي ستونزو د پېژندلو په موخه علمي ناسته تر سره شوه

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د چاپېريال ساتنې په برخه کې د څېړنیز ګروپ د جوړولو په پار له اهل نظر او په یاده برخه کې د تجربه لرونکو کسانو سره د بحث او نظرياتو د وړاندې کولو په موخه د روان کال د دلوې مياشتې په لومړۍ نېټه په یاد مرکز کې غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس استاد نصیر احمد نویدي، د  کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي رئیس محترم امان الله صافي او په یاده برخه کې څو تنو فعالینو برخه اخستې وه.

په ناسته کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس وویل: په هېواد کې د ۴ لسیزو راهیسې د جګړې شتون، د حکومت او خلکو نه پاملرنه، د بودجې کمښت او د اړوند ادارو ترمنځ نه همغږي هغه څه دي،چې زمونږ چاپېریال یې له سترو ستونزو سره مخ کړی دی، او خپرو شویو راپورونو ته په کتو سره دا جوتیږي، چې چاپېریالي ستونزې له جګړې زیاته قرباني له افغانانو اخلي نو موږ ته په کار ده، چې په دې برخه کې ټول د مسؤولیت احساس وکړو او لاس په کار شو. د غونډې بل ګډونوال د کابل ښاروالۍ د تنظیف عمومي رئیس امان الله صافی ؤو، ده وویل: تر هغه وخت پورې موږ د دې احساس ونکړو، چې دا چاپېریال زموږ دی که دا خبرابیږي تاوان یې موږ ته او زمونږ آینده نسل ته رسیږي نو موږ به له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان ؤو، ده زیاته کړه: د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده، چې باید ترسره شي او ډاډ یې ورکړ، چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست به په ټول توان د پلازمینې د صفایی او ښایسته کولو په پار به کار کوي او د کارونو د بهبود په خاطر په نویو طرحو باندې کار کړی. د غونډې بل برخه وال د چاپېریال ساتنې فعال ډاکتر سبحان الله شاکر ؤو، ده د چاپېریال په برخه کې د شته ستونزو یادونه وکړه او د دې ترڅنګ یې د خلکو په بسیج کولو ټینګار وکړ او ددې کار د ترسراوي لپاره یې د ټولنې په مشرانو، د مسجدونو په امامانو او د ښوونځیو په استادانو غږ وکړ چې په دې برخه کې کار وکړي. د غونډې بل ګډونوال علي نویدي ؤو، هغه زیاته کړه کوم راپورونه چې د چاپېریالي ستونزو په اړه خپریږي تر ډېره غیر واقعي دي، څکه دې معلوماتو په راټولولو کې تر ډېره برخه ستونزې موجودې وي. همدارنګه حذیفه مصلح د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلې شتون او په یاده برخه کې د حکومت په سطحه د یوه کارا پلان او ارادې نه شتون یاد کړ، چې له امله یې ستونزې تر دې ځایه رارسېدلي دي. د غونډې بل ګډون کونکي شاه محمد عزیز د چاپېریال ساتنې په اړوند ادارو کې د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو په ګمارلو تاکید وکړ، د غونډې بل ګډونوال نورالدین جلالي بیا د چاپېریال د ککړتیا په مخنیوي کې د ټولنې او مدني جریانونو په رول تاکید وکړ، او ویې ویل چې د دې ستونزو پر وړاندې باید خلک لاس په کار شي. د غونډې وروستی ګډونوال ظهور احدي د کار اهل کار ته په نه سپارلو کې ستونځې یادونه وکړه، چې سبب  د  ورځ تر بلې د ستونزو د زیاتېدو شوی.

په پای کې د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر د غونډې د ټولو ګډون والو  څخه مننه او د چاپېریال ساتنې په موخه د علمي او مشورتي ناستو په دوام یې ټینګار وکړ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *