د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو وضعیت ته لنډه کتنه (۲۰۱۴-۲۰۱۵ز)

احمد بلال خلیل د ستراتيژيکو او سیمه‌يیزو څېړنو مرکز علمي غړی، او د تحلیل ژورنال مسؤل مدیر دی. د دې ترڅنګ ښاغلی خلیل د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښاري چارو څېړونکی هم دی.

لنډیز

 په یوویشتمه پېړۍ کې په تېره بیا په ښاري پلان جوړونه کې د عامه ځایونو ارزښت تر ټولو زیات څرګند دی. همدا لامل دی، چې عامه ځایونه د نوې ښاري اجنډا او د دوامداره پرمختیايي موخو یوه اړینه برخه جوړوي.

په افغانستان کې عامه ځایونه تاریخي ریښې لري. دا چې په ښاري ابادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب څرنګه معلومېږي، په دې تړاو نړېوال معیار او فورمول شته دی. د همدې فورمول له مخې، د افغانستان د ښاري ابادو سیمو ۱۳.۱۱ سلنه عامه ځایونه جوړوي، چې دا بیا د ۴۵ او ۵۰ سلنه نړېوال معیار په پرتله ډېره کمه برخه ده. په عامه ځایونو کې تر ټولو زیاته برخه د سړکونو او جادو ده. زموږ د څېړنې له مخې سړکونه د ښاري ابادو سیمو ۱۰.۳ سلنه جوړوي او د ټولو عامه ځایونو ۷۹ سلنه جوړوي. د سړکونو ډېری برخه (۵۸.۳ سلنه) د هېواد په پنځو لویو ښارونو کې ده.

د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو د کمښت تر شا دوه عمده دلایل دي: لومړی، په هېواد کې ښاري پلان جوړونه یا د ښارونو پراختیا په غیر پلاني  بڼه پرمخ تللې. لومړی خلک په ښاري سیمو کې اباد شوي او بیا ورته ښاري پلان جوړونه شوې. دویم؛ ښاري پلان جوړونه یا د ښارونو ماسټر پلانونه، چې یوازې د یو څو ښارونو په تېره بیا د کابل ښار لپاره چمتو شوي وو، په ډېره کمه توګه عملي شوې ده.

افغان حکومت او یو شمېر نړېوالو موسسو د عامه ځایونو د زیاتولو او د شته عامه ځایونو د ابادولو په موخه یو شمېر پروژې پلي کړي؛ خو بیا هم د عامه ځایونو په تړاو دغه هلې ځلې نیمګړې دي، او لا ډېره لاره پاتې چې په افغانستان کې د عامه ځایونو وضعیت د نړېوال معیار پر اصولو برابر شي.

د دې ترڅنګ، عامه ځایونه له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي، د بېلګې په توګه ترافیکي او امنیتي پېښې، د مېرمنو د عامه ځایونو اړوندې ستونزې، د ځایونو غصب او د کلتوري او تاریخي ځایونو لوټل.

په دغه مقاله کې هڅه شوې، چې د عامه ځایونو تعریف وړاندې شي، د افغانستان د عامه ځایونو مخینه بیان شي، د نړېوال معیار له مخې د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو تناسب معلوم کړای شي او په دغو ښاري سیمو کې د عامه ځایونو اړوندې ستونزې او ننګونې بیان شي.

کیلي: عامه ځایونه، سړکونه او جادې، کلتوري او تاریخي ځایونه، شنې ساحې، لوبغالي، ښاري پراختیا، ښاري سیمې

  1. پېژندنه

د «عامه ځایونو منشور» عامه ځایونه په لاندې ټکو کې تعریفوي:

«ټول هغه ځایونه چې د عامه ملکیت درلودونکي او یا هم د عامه استعمال لپاره وي، ټول ورته لاسرسۍ ولري او په وړیا توګه ترې ګټه واخیستلای شي، د عامه ځایونو په توګه یادېږي.»[3]

له همدې ځایه په عامه ځایونو کې سړکونه، جادې، پلي‌لارې، څلور‌لارې، باغونه، پارکونه، لوبغالي او سټیډیمونه، عامه تاسیسات لکه عامه کتابتونونه او نور، او د ساتنې وړ ځایونه لکه کلتوري او تاریخي ځایونه شامل وي.

د عامه ځایونو ارزښت له دې کبله هم څرګندېږي، چې دا د ژوند د کچې په لوړولو، د ډيموکراسۍ په ترویج، د اقتصادي ودې په ښه کولو، او د ترانسپورت د اغېزمنتیا په زیاتولو کې اړین رول لوبوي. دغه راز عامه ځایونه نه دا چې له چاپېریال سره مرستندویه واقع کېږي، بلکې ښارونه په راتلونکي کې هم له جمود څخه ژغوري[4]. همدا لامل دی، چې څېړونکي او ښاري پلان‌جوړوونکي په ښارونو کې د عامه ځایونو شتون یوه اساسي اړتیا بولي[5].

له همدې ځایه، د نړۍ وتلي ښاري پلان جوړوونکي پر دې اند دي، چې د ښاري پلان جوړوونې په تړاو د تاریخي څلورو لوستونو څخه دوه مهم لوستونه د عامه ځایونو په باره کې دي. د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګرام (یو-این هبیتات) د یو راپور له مخې باید په ښاري سیمو کې د آبادو سیمو له ۴۵ سلنې څخه تر ۵۰ سلنه پورې عامه ځایونو – لکه سړکونو، جادو، واټونو، مارکیټونو او پارکونو – ته ځانګړې شي[6]، او که د عامه ځایونو برخه له دې سلنې څخه کمه وي، نو د یو-این هبیتات د پخواني مشر په وینا دا به په راتلونکي کې د جمود یوه لویه ستونزه رامنځته کړي.[7]

له دې وراخوا، نه یوازې دا چې عامه ځایونو ته په ښاري پلان جوړوونه کې لومړیتوب ورکړل شوی، بلکې د ملګرو ملتونو په دوامداره پرمختیايي موخو[8] (Sustainable Development Goals) او نوې ښاري اجنډا[9] (New Urban Agenda) کې هم مهم ځای لري. د دوامداره پرمختیايي موخو په یوولسمه موخه کې راغلي، چې «ژمنه کوو» تر ۲۰۳۰ مېلادي کال پورې به د نړۍ وګړي په تېره بیا میرمنې او ماشومان، زاړه کسان او معیوبین خوندي، ټولشموله او د لاسرسی وړ شنو او عامه ځایونو ته لاسرسی ولري. د دې موخې د معلومولو او څارنې لپاره دوه شاخصونه مشخص شوي دي:

لومړی؛ په ابادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب (۱۱.۷.۱)

دویم؛ په وروستیو دولسو میاشتو کې د وګړو پر وړاندې د فزیکي او جنسي آزار تناسب. (۱۱.۷.۲)

د دې ترڅنګ، په نوې ښاري اجنډا کې هم، د عامه ځایونو یادونه یوولس ځله راغلې، او دغه راز د عامه ځایونو په تړاو ۹ ژمنې هم پکې شوي دي.[10]

څېړندود

د دغې مقالې د کښلو پرمهال موږ تر ډېره تکیه پر (Geographic Information System (GIS) Analysis) یا د جغرافیاوي معلوماتي سېستم پر تحلیل کړې ده. افغان حکومت د یو این هبیتات په تخنیکي همکارۍ د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ ز کلونو پرمهال د هېواد د ټولو ښاري سیمو د ځمکو اندازه، ډولونه او د کورونو شمېره د سټلایټ انځورونو او د GIS سافټ وئیر پر مټ معلومه کړه. موږ له دې سروې څخه یوازې د عامه ځایونو په تېره بیا مسجدونه، زیارتونه او د عامه ځایونو اړوند نور ځایونه له سړکونو سره یوځای جمع کړي، څو موږ د ښار په آبادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب معلوم کړای شو. دغه د عامه ځایونو تناسب معلومول د ملګرو ملتونو د مېتودولوژۍ سره همغږی دی، چې د یو-این هبیتات په راپورونو او ملګرو ملتونو د تل پاتې پرمختیايي موخو په مېتودولوژۍ یا کړنلاره کې راغلي.

د دغه تحلیل یوه بېلګه، چې څنګه مو د کابل په خېرخانه سیمه کې د عامه ځایونو تناسب معلوم کړی، په شکل ۱ کې وګورئ. موږ د ټول هېواد لپاره د عامه ځایونو تناسب په همدې طریقه کړی دی. خو دلته بیا یادونه کوو، چې دغه تناسب یوازې د هېواد د ښاري سیمو یا د ۳۴ ولایتي مراکزو لپاره ترسره شوی دی:

شکل ۱: د کابل په خیرخانه سیمه کې د عامه ځایونو تناسب معلومول

ماخذ: یو این هبیتات؛ د افغانستان د ښارونو وضعیت ۲۰۱۴

د دې ترڅنګ مو د دې مقالې کښلو پرمهال یو شمېر مرکې هم ترسره کړي، او د مختلفو ادارو له راپورونو، مطبوعاتي اعلامیو، او ارقامو څخه مو هم ګټه اخیستې، چې تاسو به یې د دې مقالې د لوستلو پرمهال په یو شمېر لمنلیکونو کې هم ووینئ.

  1. په افغانستان کې د عامه ځایونو مخینه

د افغانستان ډېری اوسني ښارونه له ۲۰ پېړیو څخه زیات تاریخي قدامت لري، د بېلګې په توګه د مزار شریف لرغونی ښار، هرات، کابل، کندهار او جلال آباد. له همدې ځایه ده، چې په هېواد کې د «عامه ځایونه» اصطلاح او یا شتون هم کومه نوې خبره نه ده او په تاریخي توګه په هېواد کې یو شمېر داسې ځایونه شته دي، چې موږ یې د عامه ځایونو په توګه یادولای شو لکه تاریخي مذهبي ودانۍ، پارکونه او سړکونه.

دلته په لنډه توګه د لرغونو عامه ځایونو نومونه مشخصوو:

سړکونه او لارې: زموږ هېواد چې د لرغوني چین سره یوځای د ورېښمو لارې په جوړونه کې رول لوبولی و[11]، هغه مهال افغانستان د چین، سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ او ان تر اروپا او شمالي افریقا پورې د یوه ځمکني پُل حیثیت درلود. همدا لامل دی، چې دوو مشهورو مورخینو لکه لویس ډوپري او ارنلډ ټواین بي افغانستان د سوداګرۍ د تقاطع نقطې په توګه یاد کړی دی، چېرته چې د نړۍ نیمايي لارې یوازې باګرام ته سیخې وې. د افغانستان دغه حیثیت د څو عواملو له کبله وو:

لومړی؛ د افغانستان جغرافیاوي موقعیت؛

دویم؛ د افغانستان طبیعي منابع (د بېلګې په توګه او د څېړنو له مخې د ۲۵۰۰ او ۲۶۰۰ قبل میلاد څخه د سویلي عراق په «اور» سلطنتي قبرونو کې د بدخشان لاجورد استعمال شوي وو[12]. همدغه راز د مصر په فرعوني مقبرو کې هم، هغه مهال دغه قیمتي ډبرې کارول شوې وې. دا د سیمې په امپراتوریو کې د افغانستان طبیعي منابعو یا کانونو تقاضا ته اشاره کوي)؛

درېیم؛ په سیمه او په هېواد کې د امنیت او ثبات ټينګښت؛

څلورم؛ په هېواد کې د سړکونو او پلي لارو جال.
مذهبي او تاریخي ودانۍ: زموږ په هېواد کې مذهبي او نامذهبي ودانۍ هم ډېر زوړ قدامت لري. دلته اوس هم بودايي او اسلامي لرغوني ودانۍ شته دي، چې تاریخ یې ان د قبل میلاد دورې ته ورګرځي (د اسلامي دورې له ودانیو پرته). د بېلګې په توګه په بامیانو، لوګر (مېس عینک) او جلال آباد (هډه) کې بودايي مجسمې، سټوپې او مذهبي ځایونه؛ د مزار شریف مذهبي زیارتونه او مساجد؛ د هرات جامع مسجد، د ګذرګاه زیارتونه او د مالان پُل؛ د غور منار او د غزني زیارتونه شامل دي.

که څه هم تر اوسه – زما د مطالعې له مخې – په افغانستان کې د لرغونو عامه ځایونو په تړاو کومه سروې یا څېړنه نه ده خپره شوې؛ خو بیا هم په مجموعي توګه په افغانستان کې د لرغونو تاریخي اثارو او ځایونو په تړاو یو شمېر څېړونکو او ادارو خپلې څېړنې او مېداني سروې ګانې ترسره کړي دي. د بېلګې په توګه د واروېک بال د افغانستان د لرغون‌پېژندنې جریدې له مخې په افغانستان کې تقریباً ۲۸۰۰ لرغوني ځایونه او تاریخي ودانۍ ثبت کړې وې[13]. د افغانستان د لرغون‌پېژندنې انستیتوت په وینا له دوی سره تر دې زیات لرغوني ځایونه ثبت دي. له دوی سره تر ۴۵۰۰ لرغوني ځایونو، چې د ځمکې د پاسه او یا لاندې دي، لېست شته دی. د دوی دغه موندنې د ساحوي او مېداني څېړنو له کبله دي[14]. خو له بده مرغه په افغانستان کې د جګړو له کبله دغو اثارو ته ډېر زیات تاوانونه اوښتي. د نانسي ډوپري او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني وزیر په وینا، یوازې د کورنۍ جګړې پرمهال د کابل موزیم ۷۰ سلنه توکي ورک شول[15]؛ او د غېر قانوني کېندنو له کبله د افغانستان د لرغونو ځایونو ۹۰ سلنه اثار لوټ/غلا کړای شول[16].

دا چې زموږ بحث یوازې د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو د وضعیت په تړاو دی، نو له همدې کبله د افغانستان د لرغونو او تاریخي ځایونو له تفصیلي بحث څخه تېرېږو. پورته لنډکی بحث مو ځکه وکړ، چې دا – د افغانستان لرغوني ځایونه – د افغانستان د لرغونو عامه ځایونو سره تړاو لري.

  1. په افغانستان کې د عامه ځایونو اټکلونه

په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو د تناسب د معلومولو په تړاو د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګرام (یو-این هبیتات) او د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختیايي موخو فورمول په لاندې ډول دی:

د پورته فورمول په بنسټ، اوسمهال د افغانستان ښاري سیمې په ډېره کمه توګه عامه ځایونه لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګرام د څېړنې له مخې، د افغانستان د ښاري مېشتو آبادو سیمو ۱۳.۱۱ سلنه برخه عامه ځایونه جوړوي، چې په دې کې سړکونه، جادې، واټونه، پارکونه، شنې ساحې، مذهبي او کلتوري ځایونه شامل دي. دغه راز د افغانستان په ښار‌ي مېشته ابادو سیمو کې په ټولیزه توګه سړکونه، واټونه، څلور‌لارې او جادې ۱۰.۳ سلنه جوړوي او پارکونه، لوبغالي، شنه ځایونه، مذهبي او کلتوري ځایونه بیا په ټولیزه توګه د ښاري مېشته ابادو سیمو ۲.۷۴ سلنه جوړوي.

د افغانستان په ښاري مېشته ابادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب له نړېوال معیار څخه ډېر ټیټ دی. د نړېوال معیار له مخې، ښاري مېشته سیمې باید د ښاري مېشته ابادو سیمو ۴۵ سلنه عامه ځایونو ته ځانګړې کړي، چې ۳۰ سلنه برخه پکې سړکونو، واټونو، څلور لارو او جادو ته ورکړل شي او پاتې ۱۵ سلنه بیا نورو عامه ځایونو لکه پارکونه، لوبغالي، شنه ځایونه او نورو ته.

په ښاري مېشته ابادو سیمو کې د عامه ځایونو د کم تناسب له کبله ده، چې اوسمهال په ښاري مېشته سیمو کې یو شمېر ستونزو سر راپورته کړی دی لکه د زیربناوو کمښت او د پرمختیا په لاره کې يې خنډونه، د افغان ښاریانو د ټولنیزې شمولتیا نه شتون او دغه راز د ښاریانو د ژوند ټیټه کچه، ترافیکي جمود او غېر صحي چاپېریال د یو څو بېلګو په توګه یادولای شو.

جدول 1 په افغانستان کې عامه ځایونه (ارقام په هکتار کې)

د عامه ځایونو مجموعي سطحه (د سړکونو پرته) شنې سیمې 886.9
پارک 1595.9
لوبغالي 167.7
مذهبي ځایونه (مساجد او زیارتونه)/ او کلتوري ساحې 670.3
مجموعه 3320.76
سړکونو/جادو او څلور لارو مجموعي سطحه 12563
د عامه ځایونو مجموعي سطحه 15883.76
د افغانستان ښاري آبادو سیمو مجموعي سطحه 121141
د افغانستان د ښاري آبادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب 13.11٪

ماخذ: د افغانستان د ښارونو وضعیت (۲۰۱۵)

د افغانستان په ښاري سیمو کې عامه ځایونو ته لنډه کتنه

د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګروام د څېړنې له مخې، شنه ځایونه، پارکونه، لوبغالي، مساجد/کلتوري ځایونه، او سړکونه په ترتیب سره د افغانستان د ښاري مېشته سیمو د عامه ځایونو ۶ سلنه، ۱۰ سلنه، ۱ سلنه، ۴ سلنه او ۷۹ سلنه برخه جوړوي.

شکل ۲: په افغانستان کې د عامه ځایونو سلنه

 

دا چې په هېواد کې د پارکونو، لوبغالو، مساجد/کلتوري ځایونو او سړکونو وضعیت څرنګه دی، په لاندې توګه ورته اشاره شوې ده:

پارکونه: د افغانستان په ۳۴ ښاري مرکزونو کې د پارکونو مجموعي سطحه ۱۵۹۵.۸۹ هکتاره ده. پارکونه د عامه ځایونو ۱۰ سلنه برخه جوړوي او د افغانستان تقریباً ۷۵ سلنه پارکونه په پنځو مرکزي ښارونو کې دي (یوازې کابل د افغانستان د ټولو پارکونو درېیمه برخه جوړوي). د یو شمېر ولایاتو مرکزونه یا بیخي پارکونه نه لري او یا یې هم ساحه له ۸ هکتارو څخه کمه ده. د بېلګې په توګه په  ترینکوټ، قلعه نو، اسد اباد او پارون کې پارکونه نشته، او کندز (۵ هکتاره)، ګردېز (۲.۶۷ هکتار)، سرپل (۲.۳۷ هکتار)، محمود راقي (۱.۸۵ هکتار)، قلات (۰.۹۲ هکتار)، بامیان (۴.۳۹ هکتار)، مهترلام (۷.۲ هکتار)، چغچران (۵.۰۴ هکتار)، بازارک (۴.۸۴ هکتار)، پُل علم (۴.۰۱ هکتار)، نیلي (۳.۹۸ هکتار) او ښرنه (۵.۲۶ هکتار) له ۸ هکتارو څخه کم پارکونه لري.

لوبغالي: د افغانستان په ۳۴ ولایتي مرکزونو کې د لوبغالو وضعیت هم غوره نه دی. زموږ د موندنو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتي مرکزونو کې د لوبغالو مجموعي ساحه ۱۶۷.۶۶۲ هکتاره ده. په مجموعي توګه په عامه ځایونو کې د لوبغالو برخه ۱ سلنه ده. د کابل (۳۹.۸۱ هکتار)، مزار شریف (۱۶ هکتار)، کندهار (۱۱.۸۶ هکتار)، کندز (۲۰.۰۵ هکتار)، او شبرغان (۱۰.۵۸ هکتار) پرته په نورو ولایتي مرکزونو کې د لوبغالو ساحه له ۱۰ هکتارو څخه کمه ده.

شنې سیمې: شنې سیمې هغه سیمې دي، چې په عمده توګه نه زراعتي وي او نه هم د انسان له‌خوا ابادې شوې وي، بلکې دغه ساحې د بوټو/او وړو نباتاتو له‌خوا پوښل شوې وي. زموږ د موندنو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتي مرکزونو کې د شنو سیمو ساحه ۸۸۶.۹ هکتاره ده او د شنو ساحو له مخې لښکرګاه (۳۱۳.۸ هکتاره)، کابل (۱۲۲.۲ هکتاره)، او چاریکار (۱۱۷.۹ هکتاره) د هېواد لوی مرکزي ولایتونه دي.

مساجد/کلتوري ساحې: موږ مساجد او کلتوري ساحې هم د عامه ځایونو برخې ګرځولي؛ ځکه مساجد او کلتوري ساحات تر ډېره عامه ملکیتونه دي او دغه راز دغه سیمې د ټولو لپاره د لاسرسی وړ هم دي. هر هغه ساحې چې مساجد/زیارتونه او کلتوري ساحې دي او کم تر کمه یو هکتار وي د مساجدو او کلتوري ساحو برخه ګرځول شوي. زموږ د موندنو له مخې، د افغانستان په ۳۴ ولایتي مرکزونو کې تقریباً ۶۷۰.۳ هکتاره ځمکه مساجدو/زیارتونو او کلتوري ساحو پوښلې، چې دا بیا د مجموعي عامه ځایونو ۴ سلنه جوړوي. تقریباً د هېواد پنځه لوی ښارونه د مساجدو/زیارتونو او کلتوري ساحو ۴۳.۴ سلنه لري. د مساجدو/زیارتونو/کلتوري ساحاتو له مخې کابل (۱۵۱.۸۷ هکتار)، فراه (۶۶.۱۲ هکتار)، کندز (۵۴.۵ هکتار)، مزار شریف (۴۳.۷ هکتار)، کندهار (۴۰.۷ هکتار) او هرات (۳۴.۲ هکتار) لوی ښارونه دي.

په بل اړخ کې سړکونه د ښاري ابادو سیمو ۱۰.۳ سلنه جوړوي او د ټولو عامه ځایونو بیا ۷۹ سلنه جوړوي. د سړکونو ډېری برخه (۵۸.۳) سلنه د هېواد په پنځو لویو ښارونو کې دي.

 

د عامه ځایونو له پلوه افغان ښارونه

د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګرام د موندنو له مخې، کابل د نورو ۳۳ ولایتي مرکزونو په پرتله تر ټولو زیات د عامه ځایونو ساحې لري، چې دا تقریباً ۳۸۰۰.۶۱ هکتاره کېږي. ورپسې کندهار (۱۶۳۸.۹ هکتار)، هرات (۱۴۳۱.۲ هکتار)، مزار شریف (۱۳۸۴.۲ هکتار)، لښکرګاه (۹۹۱.۶۵ هکتار) او جلال اباد (۸۶۲.۵۹ هکتاره) دي. په ټوله کې دغه شپږ ښارونه د هېواد د ښاري مېشته ابادو سیمو د عامه ځایونو ۶۳.۶ سلنه جوړوي.

د سړکونو، جادو او څلورلارو پرته، د نورو عامه ځایونو ساحه ۳۳۲۰.۷۶ هکتاره ده، چې له دې جملې څخه ۸۴۳.۸ هکتاره ساحه یوازې په کابل ښار کې ده.

خو په بل اړخ کې، که د ولایتي ښارونو په ابادو ساحو کې د عامه ځایونو تناسب ته وګورو، نو په کابل ښار کې د ابادې ساحې یوازې ۹.۴۷ سلنه عامه ځایونو ته ځانګړې شوې ده. د بازارک عامه ځایونه د دغه ښاري مېشته ابادې سیمې ۳۲ سلنه جوړوي، چاریکار، پارون په ترتیب سره ۲۹.۱۸ سلنه او ۲۳.۸۵ سلنه دي، او د پاتې نورو ولایتونو مرکزونه بیا له ۲۰ سلنه کم لري، چې دا بیا په ټوله کې د نړېوال معیار ۴۵ سلنه څخه زیات کم دي.

جدول 2 د افغانستان په ښاري سیمو کې د عامه ځایونو وضعیت (۲۰۱۵) (ارقام په هکتار کې)

د ولایتونو مرکزونه د ښاري ابادو سیمو ساحه سړکونه شنې سیمې پارکونه لوبغالي مذهبي ځایونه (مساجد او زیارتونه)/ او کلتوري ساحې د عامه ځایونو مجموعه په ښاري ابادو سیمو کې د عامه ځایونو تناسب
کابل 40142.6 2956.8 122.2 529.922511 39.812521 151.876005 3800.61 9.47%
هرات 9476.5 1075.2 47.2 276.131949 3.219355 29.451706 1431.20 15.10%
مزار شریف 7546.2 1273 0 51.533697 16.005082 43.730107 1384.26 18.34%
کندهار 11291.2 1305.5 11.6 269.263249 11.862402 40.769814 1638.99 14.52%
جلال اباد 5481 718.9 41.6 70.98659 6.330561 24.772908 862.59 15.74%
لښکر ګاه 6121.8 612.1 313.8 46.540259 6.245381 12.968603 991.65 16.20%
کندز 3059.1 264.5 4.7 5.002071 20.051716 54.559038 348.81 11.40%
تالقان 2780.5 232.5 0 19.584761 0 23.548271 275.63 9.91%
پلخمري 4373.1 392.8 6.3 55.084402 6.355511 21.023893 481.56 11.01%
شبرغان 3236.5 333.1 0 68.507059 10.581778 15.29102 427.47 13.21%
زرنج 2158 286.8 0 8.931716 0 2.173048 297.9 13.80%
میمنه 1499.5 146.4 0 8.667137 2.479567 12.870226 170.41 11.36%
غزني 3334.5 511.1 0 21.435379 5.753904 18.040072 556.32 16.68%
خوست 1869.5 165.2 41.3 36.022147 4.54356 34.242797 281.30 15.05%
چاریکار 1303.9 244.4 117.9 10.273486 1.285366 6.68254 380.54 29.18%
فیض اباد 1485.3 213.2 25.2 13.157313 5.935454 9.866459 267.35 18.00%
ترینکوټ 1254.9 91.5 10.6 0 1.737852 1.908503 105.74 8.43%
ګردېز 1795.5 204.3 19 2.672452 1.822103 10.456347 238.25 13.27%
قلعه نو 776.5 59.6 0 0 1.306643 2.863988 63.77 8.21%
ایبک 787.3 96 0.5 32.870603 3.270077 10.896212 143.53 18.23%
اسد اباد 694.9 53.3 61.5 0 0 2.718063 117.51 16.91%
سرپل 711.4 87.7 0 2.379575 1.195226 9.328402 100.60 14.14%
محمود راقي 514.1 49.3 29.8 1.856139 1.760777 3.604186 86.32 16.79%
قلات 937 108 0 0.925824 0.967523 1.422192 111.31 11.88%
فراه 2891.5 465.8 0 12.404478 1.809294 66.124423 546.2 18.89%
بامیان 634.8 72.2 4.2 4.397608 1.414504 22.560743 104.77 16.50%
مهترلام 710 78.7 2.6 7.299853 0 3.398397 91.99 12.96%
چغچران 668.8 108 2.2 5.042691 0 0.764998 116 17.35%
بازارک 168.3 20.7 22.2 4.84434 2.889153 3.749892 54.38 32.31%
پل علم 710.3 88.3 0 4.012507 2.480494 3.01335 97.80 13.77%
نیلي 238.6 30.6 0 3.987882 3.987889 1.516225 40.09 16.80%
ښرنه 1472.2 109.4 0 5.264842 1.793702 22.844474 139.30 9.46%
میدان ښار 990.7 102.5 2.5 16.889437 0.765297 1.106737 123.76 12.49%
پارون 25 5.8 0 0 0 0.161764 5.961 23.85%

ماخذ: د افغانستان د ښارونو وضعیت (۲۰۱۵)؛

  1. ولې په ښاري سیمو کې عامه ځایونه کم دي؟

په عمده توګه په افغانستان کې عامه ځایونو ته په ښاري پلان جوړوونه کې لومړیتوب نه دی ورکړل شوی؛ ان که ځینې مهال یو څه ورکړل شوی هم وي (په ماسټر پلانونو کې)، نو هغه هم په سمه توګه نه دی عملي شوی.

د بېلګې په توګه، په افغانستان کې رسمي او عنعنوي ښاري پلان جوړوونه تر ټولو وړاندې کورونو او ساختمانونو ته لومړیتوب ورکوي، بیا سړکونو ته، او په آخر کې بیا یو څه پاملرنه د عامه ځایونو پاتې ډولونو لکه پارکونه او لوبغالو ته ورکول کېږي. دغه انځور د سړې جګړې پرمهال د کابل په ماسټر پلان کې هم منعکس شوی دی.

په بل اړخ کې د تېرو څلورو لسیزو شخړو او ناامنیو، او د ښاري مېشته کېدنې له زیاتېدنې سره، نارسمي ښاري پلان جوړوونه پېل شوه. خلک تر ډېره له ځانه جوړ کړي اصل باندې عمل کوي: لومړی ځمکه غصب کړه، هستوګن‌ځی یا ځای جوړ کړه او بیا د عامه ځایونو پاتې ډولونو ته پاملرنه وکړه. همدا پروسه تر ډېره په کابل او په نورو ښارونو کې عملي شوه.

دغه راز د کابل د ۱۹۷۸ز کال په ماسټر پلان کې که څه هم عامه ځایونو ته پاملرنه ورکړل شوې وه، د بېلګې په توګه هغه مهال سړکونو ته ۲۸۷۸ هکتاره، عامه جوړښتونو ته ۶۷۹ هکتاره او پارکونو او خلاصو ځایونو ته ۳۵۵۷ هکتاره زمکه ځانګړې شوې وه. خو دا پلان هم بیا د جګړو له کبله عملي نه شو او د یوې څېړنې له مخې په ۲۰۰۲ ز کال کې د دغه پلان یوازې ۲۰ سلنه عملي شوې وه[17].

دغه راز د کابل د ۱۹۷۸ز کال په ماسټر پلان کې پارکونو او نورو خلاصو ځایونو ته ۳۵۵۷ هکتاره ځمکه ځانګړې شوې وه؛ خو د ملګرو ملتونو د بشر د مېشته کېدنې پروګرام د افغانستان د ښارونو وضعیت (۲۰۱۵) موندنې ښيي، چې په کابل کې په ۲۰۱۵ز کال کې د پارکونو او خلاصو ځایونو ساحه ۸۴۳.۸ هکتاره وه. دا په خپله ښيي، چې د کابل د ښار جوړوونې په پلان کې پارکونو او خلاصو ځایونو ته ځانګړې شوې سیمې او یا پلان څومره عملي شوی دی؟! (وګورئ شکل ۵)

  1. د عامه ځایونو د رغولو او جوړولو په تړاو هلې ځلې

دا چې موږ په خپله مقاله کې اشاره کړې، چې په عامه ځایونو کې سړکونه، جادې، پلي‌لارې، څلور‌لارې، باغونه، پارکونه، لوبغالي او سټیډیومونه، عامه تاسیسات لکه عامه کتابتونونه او نور، او د ساتنې وړ ځایونه لکه کلتوري او تاریخي ځایونه راځي، نو له همدې ځایه موږ وغوښتل چې دغه برخه په دوو برخو کې ولیکو: لومړی؛ سړکونه او ترانسپورتي زیربناوې. دویم؛ د عامه ځایونو پاتې انواع.

لومړی؛ سړکونه او ترانسپورتي زیربناوې

د شلمې پېړۍ پرمهال د عامه ځایونو په تېره بیا د سړکونو جوړونه او رغونه پېل شوه. عمده لامل یې دا و، چې افغانستان ته هم هغه مهال د ترانسپورت مدرن وسایل راورسېدل. په همدې تړاو د هوايي ډګرونو او سړکونو رغونه پېل شوه. په بل اړخ کې په یوویشتمه پېړۍ کې په باقاعده توګه د رېل پټلیو غځولو کارونه هم پېل شول؛ خو لا هم اوږده لاره پرمخ لرو.

په افغانستان کې د سړکونو جوړونه د ۱۹۵۰مې، ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې پرمهال په تدریجي توګه زیاته شوه. د ۱۹۵۶ او ۱۹۷۲ز کلونو پرمهال په افغانستان کې تقریباً ۲۵۰۰ کیلومتره پاخه سړکونه جوړ شوي وو، چې دې بیا د هېواد پر اقتصاد مثبتې اغېزې وکړې[18]. خو د شورویانو له یرغل سره او د کورنۍ جګړې له کبله د افغانستان ترانسپورتي زیربناوې تر ډېره اغېزمنې شوې. د یو اټکل له مخې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ز کلونو پرمهال تقریباً د هېواد له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې سړکونه د روانې جګړې له کبله ویجاړ شول[19].

له ۲۰۰۱ز کال راهیسې، په هېواد کې افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د زیربناوو جوړونې په تېره بیا سړکونو ته لومړیتوب ورکړ. په ملي، سیمه‌ییزه او محلي کچه سړکونه قیر او پاخه کړای شول. د ۲۰۰۸ز کال راهیسې تر ۲۰۱۶ز کال پورې، په افغانستان کې د موجوده سړکونو شرحه ۲۱۳.۵ سلنه او د قیر شوو سړکونو شرحه ۱۴۵سلنه زیات شول. دغه راز د ریل پټلۍ غځولو چارې هم پېل شوې او د رسمي ارقامو له مخې تر اوسه په هېواد کې ۱۰۶ کیلو متره پورې ریل پټلۍ غځول شوي دي. (وګورئ جدول ۳).

جدول ۳: په افغانستان کې د سړک جوړونه (۱۳۸۷ څخه تر ۱۳۹۵ پورې)( ارقام په کیلو متر کې)

1395 1394 1393 1392 1391 1390 1389 1388 1387 شاخص
2016-17 2015-16 2014-15 2013-14 2012-13 2011-12 2010-11 2009-10 2008_09
39855 37090 33864 28245 24330 19106 14897 13689 12710    ټول موجوده سړکونه

 

11168 10768 9468 8538 7479 7000 5611 4848 4550  قیر شوي سړکونه

 

27475 25125 24146 19564 16708 12000 9212 8814 8155 کریړ اچول شوی سړکونه

 

1106 1091 144 37 37 32 32 27 5 نورسړکونه

 

106 106 106 106 106 106 42 0 0 داوسپنې پټلۍ

 

2765 3226 5619 3915 5192 4241 1208 979 1686 ټول جوړ شوي سړکونه

 

400 1300 930 1059 479 1389 763 298 1132 قیر شوی سړکونه

 

2350 979 4582 2856 4708 2788 398 659 549 کریړ اچول شوی سړکونه

 

15 947 107 _ 5 ــ 5 22 5 نور سړکونه

 

_ _ _ _ ــ 64 42 0 0 داوسپنې پټلۍ

 

ماخذ: د افغانستان د فواید عامه وزارت، ښاروالۍ، شخصي کمپنۍ، د احصائې مرکزي اداره  ۱۳۹۵

دویم؛ د عامه ځایونو نور ډولونه

د عامه ځایونو د نورو ډولونو په تړاو لکه د پارکونو، لوبغالېو جوړونه او د کلتوري، مذهبي او تاریخي ځایونو خوندیتوب او بیا احیا په تړاو هم یو شمېر نړېوالو موسسو او افغان حکومت هلې ځلې کړي دي. د کلتوري، مذهبي او تاریخي ځایونو د خوندیتوب او رغولو په تړاو یو شمېر نړېوالې موسسې لکه دافا (DAFA)، اغا خان، یونیسکو پر خپلو فعالیتونو بوختې دي. دغه راز له عامه سکتور څخه د کلیو پراختیا وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د ښاري پراختیا او ځمکې وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کانونو وزارت په دې تړاو خپلې پروژې لري.

دا چې د کلتوري، مذهبي او تاریخي ځایونو د خوندیتوب په تړاو نړېوالو موسسو تر اوسه څومره خپله بودیجه ځانګړې کړې، په دې تړاو موږ وغوښتل چې له دافا، اغا خان، د امریکا سفارت او یو شمېر نورو ادارو څخه ارقام راټول کړو خو ډېری په خپلو ایمیلونو کې دغه ارقام محرم وګڼل. په بل اړخ کې، د افغانستان د ۱۳۹۶ کال په انکشافي بودیجه کې، زموږ د محاسبې له مخې، د دغو لرغونو او کلتوري ساحو په تړاو ۲۷ پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې په نښه شوې وې، او د خوندیتوب په تړاو یې ۱۳.۵ میلیون ډالره ځانګړي کړي وو، چې له دې جملې څخه ۷.۵۲ میلیون ډالره نوې بودیجه وه او پاتې نوره د تېر کال څخه راپاتې وه[20].

دا چې د پارکونو او لوبغالېو د بیا رغونې او جوړونې په تړاو افغان حکومت او یا نړېوالو موسسو څومره هلې ځلې کړي، څېړونکو ته ستونزمن دي، چې دقیقو ارقامو ته لاسرسی ومومي. خو بیا هم په لنډه توګه په دې تړاو او په ډېری توګه یو این ډي پي، یو این هبیتات، اغا خان، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا او ځمکې وزارت، او یو شمېر نورې ادارې پر خپلو فعالیتونو بوختې دي. یوازې یو این هبیتات له ۲۰۱۶ز کال څخه نیولې تر اوسه (۲۰۱۹ز)، د هېواد په بېلابېلو ښاري سیمو کې تقریباً ۷۳ پارکونه رغولي او جوړ کړي دي. د دې ترڅنګ په همدغه پېر کې يې له یو میلیون متر مربع څخه زیات عامه ځایونه هم رغولي او په بیا جوړونه کې يې برخه اخیستې ده.

  1. د افغانستان عامه ځایونو ستونزې او ننګونې
  • ترافیکي پېښې

افغانستان په نړېواله کچه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ترافیکي پېښو له کبله خلکو ته ډېری مرګ ژوبله اوړي. د رسمي ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ز کال پرمهال په افغانستان کې تقریباً ۳۰۸۹ ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې، چې دا بیا د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ز کال په پرتله ۱۰۴.۸ سلنه زیاتوالی ښيي[21]. د دغو ترافیکي پېښو له کبله یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله هم واوښتله. د نړېوال روغتیايي سازمان د ارقامو له مخې یوازې په ۲۰۱۸ز کال کې تقریباً ۵۲۳۰ تنه په ترافیکي پېښو کې وژل شوي، چې دا بیا ۱۵.۱ تنه پر یو لکو تنو راځي او د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان په پرتله لوړ ارقام دي[22].

  • امنیتي پېښې

که څه هم موږ په دې تړاو چې په عامه ځایونو کې څومره امنیتي پېښې رامنځته شوي، دقیق ارقام نه لرو؛ خو بیا هم، عمومي وضعیت ته په کتلو، له کله چې په افغانستان کې روانه جګړه ورځ تر بلې توده شوې، او د جګړې مخه هم د ۲۰۱۴ز کال راپدېخوا په تدریجي توګه د ښارونو پر لور اوښتې، نو له دې کبله د افغانستان په عامه ځایونو کې – د بېلګې په توګه مساجد، پارکونو، لوبغاليو، سړکونو او جادو – د یو شمېر چاودنو له کبله عامه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» وروستی راپور یو څه وضعیت روښانه کوي. د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۸ز کال کې تقریباً ۱۰۹۹۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې دا بیا د ۲۰۱۷ز کال په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي[23].

  • په عامه ځایونو کې د مېرمنو په تړاو ستونزې او ننګونې

مېرمنې زموږ په کلتور کې خاص ځای او مقام لري خو له بده مرغه زموږ په ښاري جوړښتونو کې دې ارزښت ته ډېره کمه پاملرنه شوېده په همدې خاطر د افغانستان په عامه ځایونو کې له یو شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ دي. د بېلګې په توګه د ترانسپورت په برخه کې مېرمنې له نارینه‌وو څخه زیات انتظار باسي، ځکه مېرمنو ته ځانګړي شوي مخکني سیټونه څوک نه مراعتوي. د دې ترڅنګ د مېرمنو لپاره پارکونو، او مساجدو ته تګ هم یوه بله ستونزه ده. افغان مېرمنې په عمومي ډول چېرته چې د ښځینه وو او نارینه وو شمولتیا مختلطه وي، یا خو نه ځي او که ځي هم، نو د ډول ډول ځورونو سره مخ کېږي. د بېلګې په ډول د یوې سروې له مخې، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له ۳۴۶ ښځینه‌وو سره شوې، ۹۰سلنه ښځينه‌وو ویلي وو، چې دوی په عامه ځایونو کې د راحت احساس نه کوي او آن تر دې جنسي ځورونې سره مخ شوي دي. په دې تړاو ۴۲سلنه سړکونه، ۲۸ سلنه مارکیټونه، ۱۲ سلنه لوی سړکونه او ۶ سلنه د انجونو د ښوونځیو شاوخوا سیمې یادې کړې وې[24].

  • د ځایونو غصب

د عامه ځایونو غصبول یوه بله ننګونه ده، چې افغان حکومت ورسره مخ دی. که څه هم موږ په دې تړاو تر اوسه کوم رسمي او کره ارقام په لاس کې نه لرو، چې په عمومي توګه په هېواد کې د عامه ځایونو د غصب شوو ځمکو وضعیت څرګند کړي. خو بیا هم د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه په خپل یو راپور کې لیکي، چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په هېواد کې تقریباً ۱.۲ میلیونه جریبه ځمکه د ۱۵زرو څخه زیاتو غاصبینو له خوا غصب شوې[25]. همدغه راپور په یوه بله برخه کې، چې د عامه ځایونو له یو ډول سره تړاو لري، لیکي: «د ارشاد حج او اوقافو وزارت تقریباً د [۵۰زرو] جریبې ځمکې څښتن دی. خو له دغې جملې څخه تقریباً ۳۳ زره جریبه ځمکه د زورواکو او حکومتي ادارو له خوا غصب شوې ده. په دغو غصب شوو ځمکو کې هدیرې تر ټولو لویه برخه جوړوي او د مساجدو د ساحاتو او ځمکې غصبولو بېلګې هم شته دي.»[26]

  • د کلتوري او تاریخي اثارو غلا

دا چې کلتوري او تاریخي ځایونه هم په عامه ځایونو کې راځي، نو له همدې ځایه د دغو ځایونو او اثارو خوندیتوب هم حکومت ته لویه ننګونه ده. لکه څنګه چې پورته یې یادونه وشوه، د تېرو څلورو لسیزو جګړو د افغانستان د فرهنګ دغو ډګرونو ته لوی تاوانونه واړول.

اوسمهال هم، د ملګرو ملتونو ښوونیزې او فرهنګي ادارې «یونیسکو» له ۱۰۷۳ نړېوالو فرهنګي ساحاتو څخه دوه د افغانستان دي (یو د غور منار او بل د بامیانو دره او پاتې شوي لرغوني اثار دي)، چې دواړه یې بیا د یونیسکو له خوا له ګواښ سره مخ بلل شوي دي[27].

په ۲۰۱۴ز کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وویل، چې په هېواد کې تقریباً ۱۲۰۰ لرغونې سیمې، ځایونه، او اثار د منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. د دغه وزارت په اند د بودیجې د کمښت له کبله نه شي کولای، چې دغو له ګواښ سره مخ سیمو او ځایونو بیارغونه او ساتنه وکړي[28].

د دې ترڅنګ په دې وروستېو کې د غزنین په نامه قلعه چې ۳۶ برجونه لري او تاریخ یې له اسلام څخه وړاندې بودايي دورې ته ورګرځي، د وروستېو کلونو جګړو، بارانونو او بې پامۍ له کبله یې ۱۴ برجونه نړیدلي دي[29].

سپارښتنې

  • د ښار جوړوونې په پلان کې باید عامه ځایونو ته لومړیتوب ورکړل شي او په تړاو یې باید نړېوال معیارونه او زموږ کلتوري ارزښتونه په نظر کې ونیول شي؛
  • په ښارونو کې باید عامه ځایونه په نښه او خوندي شي، ترڅو د ښار مېشته کېدو د لوړې کچې له کبله عامه ځایونه اغېزمن نه شي؛
  • د ښاروالۍ له‌خوا باید د عامه ځایونو خوندیتوب او نظارت وشي، ترڅو عامه ځایونه له یوې خوا له غصب وژغورل شي او له بلې خوا یې څارنه هم وشي؛
  •  د افغانستان د کلتوري او تاریخي ځایونو او اثارو د ساتنې او خوندیتوب په تړاو باید له یو شمېر نړېوالو ادارو سره په همغږۍ پروژې پلي شي. د دې ترڅنګ د بودیجې کمښت شاید دومره لویه ننګونه نه وي، ځکه هر کال وزارتونه او د هېواد ملي بودیجه په بشپړه توګه نه مصرفېږي. د پروژو په نښه کول او پلي کول یې ننګونه ده.

======================================================================================

منابع

[1]  د دغې مقالې د بشپړولو پرمهال د افغانستان د مرکزي احصايې مرکز د جغرافیاوي معلوماتي سیستم جوړونې له رییس ښاغلي محمود الله جامع څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د (GIS) په تحلیل کې يې راسره مرسته وکړه.

[3]  د عامه ځایونو منشور په لاندې لېنک کې وګورئ: http://www.inu.it/wp-content/uploads/Inglese_CHARTER_OF_PUBLIC_SPACE.pdf

[4] Sangmoo Kim, Public Spaces-not a ‘nice to have’ but a basic need for cities, World Bank, see it online:< http://blogs.worldbank.org/endpovertyinsouthasia/public-spaces-not-nice-have-basic-need-cities> (Accessed on 7th Nov 2017)

[5] تېر ماخذ

[6] UN-Habitat, Streets as Public Spaces and Drivers of Urban Prosperity, UN-Habitat:Nairobi, 2013. See it online:< http://mirror.unhabitat.org/pmss/listItemDetails.aspx?publicationID=3513>

[7] Gregory Scruggs, How much Public Space Does a City Need?, Next City, Jan 2015, see it online:< https://nextcity.org/daily/entry/how-much-public-space-does-a-city-need-UN-Habitat-joan-clos-50-percent>

[8]  دوامداره پرمختیايي موخې یا Sustainable Development Goals چې مخفف یې SDGs دی، له ۲۰۱۵ زکال څخه تر ۲۰۳۰ ز کال پورې په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ، ټولنیز خوندیتوب (لکه په بشپړه توګه د فقر او لوږې ختمول) او د چاپیریال ساتنې په تړاو د ملګرو ملتونو پلان دی. دغه موخې په عمومي توګه ۱۶ لویې موخې او  ۱۶۸ ټارګیټونه لري. د نظارت او د هرې موخې د اټکلونې په تړاو ۲۳۴ شاخصونه هم لري. د افغانستان په شمول د ملګرو ملتونو ټولو غړیو هېوادونو منلې ده او ژمنه یې کړې چې تر  ۲۰۳۰ ز کال پورې به دغه موخې ترلاسه کوي. د دغو موخو په تړاو وګورئ:

http://www.acbar.org/upload/1541578761120.pdf؛ دا چې دغه موخې په افغانستان کې څنګه عملي کېږي او اوسنی وضعیت یې څه دی، په دې تړاو وګورئ د اقتصاد وزارت راپور: http://sdgs.gov.af/80/sdgs-forum

[9]  نوې ښاري اجنډا د ملګرو ملتونو د کور جوړونې او دوام لرونکې ښاري پراختیا په کنفرانس (هبیتات) کې، چې د ۲۰۱۶ زکال د اکتوبر له ۱۷مې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې په کوېټو ښار کې ترسره شو، تصویب شوه. دغه اجنډا د افغانستان په شمول د نړۍ ۱۶۷ هېوادونو له خوا منل شوې ده. په عمومي توګه نوې ښاري اجنډا د ښارونو د علم پر اساس یو انقلابي بدلون وړاندې کوي؛ نوموړې اجنډا د ښارونو د پلان جوړونې، ودانولو، پرمختګ، مدیریت کولو، او د ښاري سیمو د ښه والي په تړاو مقررات او ستندردونه طرحه کوي. د دغې اجنډا د پلي کولو پنځه مهمې ستنې عبارت دي له: ملي ښاري پالیسي، ښاري قوانین او مقررات، ښاري پلان جوړونه او ډیزاین، محلي اقتصاد او د ښاروالۍ مالیات، او په محلي کچه پلي کوونه. د نورو معلوماتو لپاره وګورئ: یو-این هبیتات، نوې ښاري اجنډا (پښتو ژباړه)، یو-این هبیتات:کابل، ۲۰۱۹ کال. پرلیکه بڼه: http://habitat3.org/wp-content/uploads/NUA-Pashto.pdf

[10]  د نوې ښاري اجنډا ۱۲مه، ۳۶مه، ۳۷مه، ۵۳مه، ۶۷مه، ۹۷مه، ۹۹مه، ۱۰۰مه، او ۱۰۹مه ماده د عامه ځایونو په تړاو دي. وګورئ: یو-این هبیتات، نوې ښاري اجنډا (پښتو ژباړه)، یو-این هبیتات:کابل، ۲۰۱۹ کال. پرلیکه بڼه: http://habitat3.org/wp-content/uploads/NUA-Pashto.pdf

[11]  په تفصیلي توګه د دغه بحث لپاره وګورئ: احمد بلال خلیل، افغانستان او چین؛ دوه اړخیزې اړیکې (۱۹۵۵-۲۰۱۵)، د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز: کابل، ۲۰۱۸ کال

[12]  د سینټکام تاریخي او کلتوري مشورتي ډلې لیکنه او د افغانستان کرونولوژي. وګورئ په لاندې لینک کې: https://www.cemml.colostate.edu/cultural/09476/afgh02-01enl.html

[13] STATEMENT BY MR. ABDUL WASEY FEROOZI, DIRECTOR GENERAL OF THE NATIONAL INSTITUTE OF ARCHAEOLOGY, MINISTRY OF INFORMATION AND CULTURE OF AFGHANISTAN AT THE 105TH ANNUAL MEETING OF THE ARCHAEOLOGICAL INSTITUTE OF AMERICA IN SAN FRANCISCO, JANUARY 3, 2004. See it online:< https://www.cemml.colostate.edu/cultural/09476/afgh08-01enl.html>

[14]  د افغانستان د لرغون‌پېژندنې انستیتوت له رییس نور آغا نوري سره د لیکوال مرکه: دیسامبر ۲۰۱۷

[15] STATEMENT BY MR. ABDUL WASEY FEROOZI, DIRECTOR GENERAL OF THE NATIONAL INSTITUTE OF ARCHAEOLOGY, MINISTRY OF INFORMATION AND CULTURE OF AFGHANISTAN AT THE 105TH ANNUAL MEETING OF THE ARCHAEOLOGICAL INSTITUTE OF AMERICA IN SAN FRANCISCO, JANUARY 3, 2004. See it online:< https://www.cemml.colostate.edu/cultural/09476/afgh08-01enl.html> ; Nancy Hatch Dupree, Museum Under Siege, Archaeology.org, April 20, 1998, see it online:< https://archive.archaeology.org/online/features/afghan/>

[16] Brendan Cassar and Ana Rosa Rodriguez Garcia, “The Society for the Preservation of Afghanistan’s Cultural Heritage: An Overview of Activities since 1994” in Art and Archaeology of Afghanistan: Its Fall and Survival, ed. Juliette van Kerieken-Pieters (Leiden: Brill, 2006), 15–38 cited in Laila Hussein Moustafa, From Peshawar to Kabul: Preserving Afghanistan’s Cultural Heritage during Wartime, 2016, see it online:< https://www.ideals.illinois.edu/bitstream/handle/2142/95222/134.full%285%29.pdf?sequence=2&isAllowed=y>

[17] Yamini Narayanan (ed), Religion and Urbanism: Reconceptualising sustainable cities for South Asia, Routledge: New York, 2016, page 57

[18] Maxwell J Fry, The Afghan Economy: Money, finance, and the critical constraints to economic development, Leiden: E.J Brill, 1974, page 57

[19] Gary R. Shaye, “Save the Children,” Afghanistan: Is There Hope for Peace, p. 36; Afghanistan’s Endless War: state failure, regional politics, and the rise of the Taliban, p.92; The Fragmentation of Afghanistan, pp.227-228

[20]  وزارت مالیه، د افغانستان د ۱۳۹۶ کال ملي بودیجه، منظور شوې.

[21] د افغانستان مرکزي احصائیوي اداره، د ۱۳۹۶ کال احصائیوي کلنۍ،

[22]  په دې تړاو وګورئ د WHO ارقام په دې لینک کې: https://extranet.who.int/roadsafety/death-on-the-roads/#country_or_area/AFG

[23]  د یوناما راپور په دغه لینک کې وګورئ: https://unama.unmissions.org/sites/default/files/unama_annual_protection_of_civilians_report_2018_-_23_feb_2019_-_english.pdf

[24]  آریانا نیوز، افغان مېرمنې له جنسي ځورونې سره مخ دي: سروې، په پرلیکه بڼه: https://ariananews.af/afghan-women-face-increased-sexual-harassment-survey/
دغه راز په دې تړاو د نورې مطالعې لپاره ولولئ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یوه څېړنیزه مقاله:

https://www.afghanistan-analysts.org/harassment-of-women-in-afghanistan-a-hidden-phenomenon-addressed-in-too-many-laws/

[25] MEC, Report of the Public Inquiry into Land Usurpation, Independent Joint Anti-Corruption Monitoring and Evaluation Committee (MEC): Kabul, Nov 2014

[26] تېر ماخذ

[27] See World Heritage List of UNESCO online at:< http://whc.unesco.org/en/list/>

[28] په دې تړاو وګورئ د ازادۍ رادیو راپور: نوراني: دولس سوه لرغونې سیمې د له منځه تلو له خطر سره مخ دي، په پرلیکه بڼه: https://pa.azadiradio.com/a/25286068.html

[29] په دې تړاو وګورئ د دویچه ویله پښتو راپور: په افغانستان کې ډېر لرغوني ځایونه له ګواښ سره مخامخ دي، په پرلیکه بڼه:
https://www.dw.com/ps/%D9%BE%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%89%DB%8C%D8%B1-%D9%84%D8%B1%D8%BA%D9%88%D9%86%D9%8A-%DA%81%D8%A7%DB%8C%D9%88%D9%86%D9%87-%D9%84%D9%87-%DA%AB%D9%88%D8%A7%DA%9A-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%85%D8%AE%D8%A7%D9%85%D8%AE-%D8%AF%D9%8A/a-49219603

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *