کاسا ۱۰۰۰؛ په افغانستان او سیمه یې اغېزې
امان الله کاکړ
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې طرحه چې د ۲۰۰۵ کال مۍ میاشت کې د سیمه ییزې همکارۍ یا ریګا کنفرانس کې جوړه شوه، او هوکړه یې د قرغزستان، تاجکستان، پاکستان او افغانستان لوړ پوړو مشرانو لخوا لاسلیک شوه. په افغانستان کې یې عملي چارې د روان کال فرورۍ میاشتې په ۶ نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا په داسې حال کې چې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان او د تاجکستان سفیر شرف الدین امام هم ګډون درلود رسماً پیل شوې. دا چې دا پروژه څنګه او ولې پیل شوه؟ په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان به یې اغېزې څه وي؟ او د دې پروژې راتلونکی څنګه ارزول کېږي؟ د اوونۍ په دې تحلیل کې مو پرې شننه کړې.
کاسا ۱۰۰۰ پروژه او اړتیا یې
د شوروي اتحاد له وخت څخه چې قرغزستان او تاجکستان چې د (UP Stream) یا پورتنۍ برخې او ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان د (Down Stream) یا لاندینۍ برخې هېوادونو په توګه پېژندل کېدل.[۱]
پورتني برخې هېوادونو د اوبو په واسطه او ښکتنیو هېوادونو د ګازو او تیلو څخه چې پراخه زېرمې یې لري برېښنا تولیدوله. پورتني اړخ به ښکتني اړخ ته په دوبي کې او ښکتني اړخ به پورتني هغه ته په ژمي کې شاوخوا ۲۵۴۱۳ ګیګا واټ برېښنا د (CAPS) یا (Central Asia Power System) له مخې چې پورتني پېنځه هېوادونه پکې راتلل یو بل ته لېږدوله. خو کله شوروي اتحاد له منځه ولاړ یادې مرستې هم د پای موندلو ګامونه پیل کړل. په ۲۰۰۳ کال کې ترکمنستان په یاده برخه کې له مرستې لاس واخیست. په یاده برخه کې د برېښنا لېږد کچه له ۲۵ زره څخه په ۲۰۰۰، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو کې په ترتیب سره ۷۸۰۳، ۶۳۱۹ او او ۳۷۱۲ ګیګا واټ ته راښکته شوه.[۲]
لکه څنګه چې معلومه ده، د نړۍ په سطحه ټول هېوادونه برېښنا ته ځکه ډېره اړتیا لري ترڅو برېښنا په اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې د پرمختیايي کارونو ترسره کېدو لپاره وکاروي.
بلخوا په اوس وخت کې د نړۍ په سطحه د هوا ککړتیا یوه ستره ننګونه ګڼل کېږي. د نړۍ مشران ټینګار کوي ترڅو ټول هېوادونه د پرمختیايي کارونو ترسره کولو لپاره د هغو موادو استعمال بند او یا کم کړي کوم چې د هوا ککړتیا کې ونډه لري.
پر همدې بنسټونو ډېر شمېر هېوادونه چې د اوبو پراخه سرچینې لري هڅه کوي ترڅو د خپلو اوبو څخه په ګټې اخیستنې سره برېښنا تولید کړي. د اوبو څخه تولید شوې برېښنا که له یوې خوا د هغو موادو د استعمال مخه نیسي او کموي یې کوم چې د پرمختیايي کارونو ترسره کېدو لپاره استعمالیږي او هوا ککړوي، له بلې خوا اوس د ډېرو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او عوایدو راغونډولو لویه سرچینه ګڼل کېږي.
قرغزستان او تاجکستان په منځنۍ آسیا کې هغه هېوادونه دي چې د اوبو پراخه زیرمې لري او برېښنا تولید کې ورڅخه ګټه پورته کوي. یاد هېوادونه د دوبي په موسم کې د خپلې اړتیا څخه ډېره برېښنا لري. بلخوا په سویلي آسیا کې پاکستان هغه هېواد دی چې د دوبي په موسم کې شاوخوا ۵۰۰۰ میګا واټ برېښنا ته اړینه اړتیا لري او په یاد موسم کې له ستر او ننګوونکي کمښت سره مخ وي. او په ورځنۍ کچه د یاد هېواد وګړي د ۱۰ څخه تر ۲۰ ساعتونو پورې د برېښنا بندېدو ستونزې سره مخ وي. نو ځکه پاکستان غواړي د خپلې دغې اړتیا پوره کولو لپاره د قرغزستان او تاجکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې خپل هېواد ته د دوبي په موسم کې برېښنا وارده کړي.[۳]
په افغانستان او سیمه یې اغېزې
د دغې پروژې برېښنا مزۍ د ۵۰۰ کیلو واټ برېښنا لېږد ظرفیت لري. د قرغزستان او تاجکستان څخه د ۴۷۷ کیلو متره په اندازه به د افغانستان شیرخان بندر له لارې د اوو ولایتونو (کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار) څخه په افغانستان کې د ۵۷۰ کیلو متره په اندازې تېرېږي او د تورخم له لارې به د پاکستان نوښار سیمې ته رسول کېږي.
په دغې پروژې د ۱٫۲ میلیارد ډالرو لګولو اټکل شوی. په افغانستان کې یې د لګښت کچه ۴۰۴ میلیون ډالر اټکل شوې چې ۸۰ سلنه به یې نړیوال بانګ او پاتې ۲۰ سلنه به یې افغان حکومت پر غاړه اخلي. له پلخمري کابل ته د مزي غځولو لګښت د آسیا پرمختیايي بانګ لخوا تمویلیږي او اټکل کېږي افغانستان به د دې مزي د ټرانزیټ څخه ۱٫۲۵ سینټ د یو کیلو واټ ساعت پر بنسټ چې شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر کلنۍ عاید کېږي ترلاسه کوي.
په افغانستان کې به د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا لاټونه یا مرکزونه چې په ۶۸ سلنه حکومتي ځمکو کې به جوړیږي د جوړولو لپاره به درې کمپونه په کندز، پنجشیر او جلال آباد کې جوړیږي. په هر کمپ کې به ۷۰ تنه کار کوونکي په دندو وګمارل شي د هغې ډلې به ۱۰ بهرنیان ۵۰ ځايي کار کوونکي او ۱۰ امنیتي مسؤلین وي. او په هره برخه کې به د اټکل شوې شمېرې له مخې ۱۲۵ کسان په کار بوخت وي، چې هغې کې به د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې مسلکي کسان او نور به د ځايي خلکو څخه عام کار کوونکي وي.
د لومړنۍ مطالعې په وخت کې لومړی د بدخشان او واخان له لارې پاکستان ته د مزي غځولو طرحې باندې کار کېده ځکه ستره ګټه یې د لارې کموالی وو. مګر د کندز څخه تر ننګرهار ولایت پورې دویمه لار چې اوږدوالی یې هم ډېر وو، ځکه غوره شوه چې په دغې لارې پاخه سرکونه او لارې شتون لري او د مزي غځولو او بیا رغونې کارونه پکې په آسانه توګه ترسره کېدلی شي او محیطي او ټولنیزې اغېزې یې هم کمې دي. دغه پروژه د تاجک، ازبک، هزاره او پښتنو توکمو سیمو څخه تېرېږي او ګټه یې ټولو ته رسیږي.
د افغانستان برخې کارونو ترسره کېدو تړون یې، افغان لوري د دوه هندي کمپنیو (Kalpataru Power Transmission Limited (KPTL)) او (M/s KEC international Limited, India) سره لاسلیک کړی دی.[۴]
کاسا ۱۰۰۰ پروژه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د اقتصادي او هر اړخیزو مرستو او سیمه ییز نښلون کې مرستندویه واقع کېدلی شي. تاجکستان او قرغزستان چې نسبتاً بې وزله هېوادونه دي د هغوی د عوایدو لوړوالي کې هم مرسته کولی شي. افغانستان به په عملي توګه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د یو پل لوبولو حیثیت څرګند کړي او په راتلونکې کې به د سیمې هېوادونه نورو اقتصادي مرستو شریکولو ته هم د افغانستان له لارې لیواله کړي.
کاسا ۱۰۰۰ پروژې د امنیت لپاره لس میلیون ډالر ځانګړي شوي دي چې له یوې خوا د دې پروژې امنیت غښتلی کولی شي او له بلې خوا د افغانستان په امنیت ښه کولو کې هم تر یوې کچې رغنده ونډه لوبولی شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې راتلونکی
په داسې حال کې چې د دې پروژې پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم شتون لري، په اوس وخت کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د سیمې هېوادونو په اقتصادي پرمختګ، تقاضا او اړتیا، سیمه ییز نښلون او امنیت برخو کې مرسته کولی شي. د دې پروژې پر وړاندې ستر خنډ امنیت ګڼل کېږي، بل خنډ چې کولی شي د دې اقتصادي پروژې مخه په راتلونکې کې ډب کړي هغه جیو پولیټیکل ستونزه ده.
ځکه که په راتلونکې کې په منځنۍ آسیا کې د برېښنا بل پلان په نظر کې نیول کېږي نو دا پروژه به له خنډ سره مخ کوي. د بېلګې په توګه د تاجکستان هېواد چې د راغون برېښنا بند جوړولو په سر د ازبکستان هېواد سره په سیاسي کړکیچ کې واوښت او شاوخوا ۱۸ کاله ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ترمنځ اړیکې یې ترینګلې کړې وې.[۵]
پاکستان هڅه کوي ترڅو روسیه هم کاسا ۱۰۰۰ پروژې ته راوبولي[۶]، که څه هم روسیې له افغان لوري سره په کاسا ۱۰۰۰ پروژې خبرې کړي او غواړي په یاده پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پورې پانګونه وکوي او پاکستان او افغانستان ته برېښنا صادره کړي. مګر تاجکستان بیا نه غواړي چې روسیه په دې پروژه کې ور ګډه شي او د روسیې وړاندیز بې ځایه ګڼلی دی.[۷]
بل خطر چې په راتلونکې کې کاسا ۱۰۰۰ له خنډ سره مخ کولی شي هغه د چین هېواد له لوري پاکستان ته د ۳٫۲ ګیګا واټ برېښنا ورکړې ژمنه ده، او کولی شي د یاد هېواد برېښنا تقاضا را ښکته کړي او په کاسا ۱۰۰۰ حتماً سترې اغېزې لرلی شي.[۸]
ویل کېدل چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې به ۱۳۰۰ میګا واټ برېښنا لېږدول کېږي چې زر هغه به يې پاکستان او پاتې نوره به یې افغانستان ته ورکول کېږي. مګر په وروستیو کې افغان دولت پرېکړه کړې چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې څخه به ۳۰۰ میګا واټ برېښنا ځکه نه اخلي چې د سیمې نورو هېوادونو په پرتله یې بیه لوړه ده. نو که چېرته پاکستان ته هم په راتلونکې کې د ارزانه برېښنا امکانات برابریږي نو حتمي ده چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به له زیان سره مخ کېږي.
په کال ۲۰۱۶ می میاشت کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي کارونه په تاجکستان هېواد کې پیل شول او ښایي د ۲۰۲۲ کال پورې د دغې پروژې ټول کارونه پای ته ورسیږي.
خو هغه څه چې په اوس کې یې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې سره مرسته کړې هغه نړیواله اجماع او مرسته ده چې د نړیوال بانګ، آسیا پرمختیايي بانګ او USAID لخوا په مالي برخه کې ترسره کېږي. مګر که نړیوال رېښتیا غواړي چې افغانستان خپل پرمختګ لور ته عملي ګامونه پیل کړي، اړینه ده ترڅو افغانستان سره د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې نه یوازې مالي او تخنیکي مرستې ترسره کړي بلکې د سیمې په سطحه هغه هېوادونه چې افغانستان دې کار پیلولو ته نه پرېږدي او پر وړاندې یې خنډونه جوړوي مخې ډب کولو او د هغوی راګرځولو کې افغانستان سره روا او قانوني مرستې ترسره کړي.
ترڅو افغانستان یوازې د یو پل په حیث نه بلکې د نورو اقتصادي پرمختګونو لاره او څښتن شي. پاکستان چې ۵۰۰۰ زره میګا واټ برېښنا ستر او اړین کمښت سره مخ دی، که چېرته افغان دولت د اوبو بندونو جوړولو کارونه د نړیوالو په مرسته چې څومره زر کېدلی شي ترسره کړي نو کولی شي په یاد هېواد (پاکستان) خپله برېښنا وپلوري. او دا کار کولی شي د سیمې په سطحه امنیت راوستلو، اقتصادي پرمختګونو او په ځانګړې توګه د دواړو ګاونډیو هېوادونو وروسته پاتې ولسونو په اقتصادي ځواک پیاوړي کولو کې او اړیکو ټینګولو کې لا ډېره مرسته وکوي. او بلخوا پاکستان کولی شي د افغانستان څخه ارزانه او د لږ واټن په حساب برېښنا خپل هېواد ته وارده کړي.
=====================================================================================
سرچینې
[۱] https://eurasianet.org/upstream-downstream-the-difficulties-of-central-asias-water-and-energy-swaps
[۲] https://www.csis.org/events/tutap-interconnection-concept-and-casa-1000
[۳] پورتنی لینک
[۴] https://main.dabs.af/News/NewsDetail/3154
[۵] http://www.europarl.europa.eu/thinktank/en/document.html?reference=EPRS_BRI(2015)571303
[۶] https://tribune.com.pk/story/1194194/bolstering-cooperation-pakistan-invites-russia-join-casa-1000/
[۷] https://main.dabs.af/News/NewsDetail/345
[۸] https://www.researchgate.net/publication/284205684_A_study_on_the_risk_management_of_the_CASA-1000_project