سوله؛ د افغان ولس اړتیا او نږدې شوې هیله

په اوس وخت کې د افغان ولس یوازینی اړتیا او لومړیتوب سوله ده. هغه سوله چې د څو لسیزو راپدیخوا یې افغان ولس نامعلوم انتظار باسي.  د روان کال نومبر میاشتې په 29 نېټه په قطر کې د طالبانو او امریکې ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک کېدل افغان ولس ته د خوشحالۍ یوه لویه شېبه وه. دا چې د سولې راتللو ګنګوسې ترپخوا اوج ته رسیدلي، افغان ولس د غونډو جوړولو او نورو مناسبو لارو څخه په ټولو خواوو غږ کوي چې د هغوی د سولې راتللو اوږد انتظار ور لنډ کړي او د سولې راتللو کې ورسره مرسته وکوي. د عام ولس یاد انتظار د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې دومره تتې کړې چې اوس بهرنیان هم په یوه خوله د ټاکنو پایلو منلو وړاندې د سولې په اړه څرګندونې کوي. دا چې د سولې راتللو شېبې څومره رالنډې شوي؟ په وړاندې یې څوک خنډونه جوړوي؟ او افغان ولس به د رېښتونې سولې څرک وګوري او که نه؟ د ورته موضوعاتو په اړه مو په دې تحلیل کې شننه کړې ده.

په پلازمینې او ولایتونو کې پراخه ولسي غونډې

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک وړاندې او وروسته د پلازمینې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د سولې او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي لړۍ غځولو په اړه ترڅو هر اړخیزې سولې ته لاره هواره کړي غونډې وشوې. د نومبر میاشتې په 25 نېټه په کابل کې یوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه او د عام ولس ترڅنګ د ټولو سیاسي ګوندونو استازو پکې پراخه ګډون درلود او په یوه غږ یې د اړوندو اړخونو څخه په کلکه غوښتنه کوله ترڅو د تاوتریخوالي کمولو لړۍ ته دوام ورکړي او د سولې هوکړې ته چې د نومبر میاشتې په ۲۹ لاسلیک شوه، ټول اړوند اړخونه د یادې هوکړې ټولو موادو ته ژمن پاتې او پابند پاتې شي. په کابل کې د سولې په اړه د سترې ولسي غونډې څخه دا په ډاګه شوه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیک وروسته چې کومه لړۍ د بین الافغاني خبرو اترو په نوم پیلیږي په کور دننه ورته د سیاسي ډلو ترڅنګ عام ولس نه یوازې هرکلی کوي بلکې پوره چمتوالی هم ور ته لري. یادې غونډې کې افغان سیاست پوه سید اسحاق ګیلاني په افغان مشرانو غږ وکړ چې د پوره زغم څخه کار واخلي ترڅو افغان ولس په ښه توګه سولې ته رهبري شي. د مجلس تنسیق علماء رئیس مولوی عنایت الله بلیغ د سولې په اړه د خبرو اترو روانې لړۍ څخه نه یوازې ملاتړ څرګند کړ بلکې سوله یې د اولس یوه حیاتي اړتیا یاده کړه. د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس دوکتور عبدالصبور فخري بیا په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان داسې سوله غواړي چې ټول افغان لوري پکې شامل وي او په هېواد کې یې د بهرنیو ځواکونو شتون د روانو بدبختیو لامل یاد کړ او سوله یې یوه دیني فریضه او انساني غوښتنې په توګه یاده کړه. د جمعیت اسلامي ګوند غړې آغلې بصیره سلطاني بیا د افغان ښځو په استازیتوب څرګنده کړه چې د سولې راتګ سره افغان مېرمنې او خویندې دا ډاډ ترلاسه کولی شي، ترڅو د یو ځانګړي او لوی ادرس څخه خپلې مشروع او قانوني غوښتنې په ښه توګه مطرح کړي. د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب عبدالستار مراد د سولې له روانو خبرو اترو څخه د بشپړ ملاتړ په اړه څرګندونې ترسره کړې. په پاکستان کې د افغانستان پخوانی لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال چې سولې ته ډېر هیله مند ښکارېده، د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د یوه پلاوي ټاکلو په اړه څرګنده کړه: دا چې په کور دننه د سولې لپاره یوه اجماع منځ ته راغلې نو اړینه چې یو ځانګړی پلاوی ور ته وټاکل شي او له روان فرصت څخه پوره ګټه پورته شي. د حزب اسلامي ګوند په استازیتوب ښاغلي حفیظ الرحمن نقي بیا وویل چې د سولې په اړه خبرو اترو کې باید هیڅوک د ویټو حق و نه لري او اړینه ده ترڅو ټول اړخونه د سولې په روانه پروسه کې ګډون ولري. د سیاسي او ولسي مشرانو یادې څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، که چېرته د روانې جګړې اصلي لوري (طالبان او امریکا) د سولې لاسلیک هوکړې موادو ته ژمن پاتې شي له هغې وروسته لړۍ چې بین الافغاني مذاکرات ګڼل کېږي له هیڅ ډول کورني خنډ سره ځکه نه شي مخ کېدلی چې د پخوا په پرتله اوس د سیاسي ګوندونو او مشرانو ګډه اجماع د سولې په اړه شتون لري. له دې پرته په کونړ، ننګرهار او د هېواد شمالي ولایتونو کې هم د سولې روانې پروسې څخه د ملاتړ  په پار پراخه ولسي غونډې ترسره شوې.

د ولس اړتیا او د مخکښو سیاسینو ملامته چوپتیا

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو په اړه د دوو مخکښو کاندیدانو او د ملي یووالي حکومت مشرانو هر یو ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکتر عبد الله عبد الله ترمنځ په داسې حال کې ستونزې را ولاړې شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په اړه خبرو اترو وروستي پړاوونه وهل.  تر دې چې دواړه خواوې دتاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل کولو هوکړې ته هم سره ورسېدل.  مګر د ثبات او همپالنې ټاکنډلې لخوا د نویو والیانو پېژندلو او دولت ساز ټیم لخوا د لوړې مراسمو لمانځل چې ټاکل شوې وه د حوت میاشتې په اتمه نېټه ترسره شي عام ولس د یو نامعلوم راتلونکي سره مخ کړی وو.

د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان هم وو، د ټاکنو پایلې رد کړې او د سولې په برخه کې یې د ګامونو اخیستو غوښتنه کوله. مګر مخکښو کاندیدانو چې د خپلو لوړو مراسمو ترسره کېدو او نویو ګمارنو ګامونه یې اخیستل د سیاسيونو غوښتنې تر ډېره په پام کې و نه نیولې. تر دې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او پخوانی جهادي شخصیت استاد عبدالرسول سیاف د یادو مخکښو کاندیدانو سره بېلا بېلې ناستې درلودې او د پخواني ولسمشر له لوري داسې طرحه هم وړاندې شوه، ترڅو ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ دندې ته دوام ور کړي او د لوړې مراسم وځنډوي ترڅو د سولې روانه پروسه ښه پرمخ ولاړه شي او د ټاکنو پایلو جنجالونه ارام کړای شي.

خو کله چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل ترڅو د لوړې مراسم وځنډوي او ولیدل شول چې د امریکا یادې غوښتنې ته مثبت ځواب ور کړل شو.[1] د لوړې مراسمو ځنډول که له یوې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني یو اخلاقي جرئت ګڼل کېږي، مګر ښه به وای چې دغه اخلاقي جرئت یې د هغو افغان سیاسیونو غوښتنې پر بنسټ ترسره کړی وای چې له نوموړي څخه یې د امریکا د غوښتنې وړاندې درلود. دې کار کولی شول د افغان سیاسیونو ترمنځ د سولې په اړه اجماع او په بین الافغاني خبرو اترو کې چې اټکل کېږي د مارچ میاشتې په 10 نېټه به پیل شي، د ولسمشر محمد اشرف غني ونډه لا ډېره کړای وای او په عام ولس کې به یې د نوموړي محبوبیت هم زیات کړی وای.

د سولې رېښتونی څرک

په سیمه کې وروستیو هر اړخیز بدلونونو ته په کتو ویلی شو چې د افغان سولې په اړه په نړیواله او سیمه یيزه توګه یوه اجماع منځ ته راغلې چې افغان ولس او افغان سیاسي څېرې یې کلک ملاتړ کوي. او ښه بېلګه یې د روانې حوت میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د سولې په اړه جوړه شوې غونډه وه چې ټولو ګډون والو په یوه خوله د سولې په وروستیو پرمختګونو خوښي وښوده او د افغان خاورې څخه د شخړو ټغر غونډولو او د تاوتریخوالي کمولو لړۍ دې په سرتاسري اوربند بدله شي هیله څرګندوله. له دې وراخوا د غونډې ګډون والو او سیاسي څېرو ډاډ ور کړ چې نوربه  هیچا ته اجازه ور نه کړي ترڅو د افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې پلي کېدل تر ډېره بریده د دوحې هوکړې د موادو سم تطبیق پورې اړه لري. هیله ده چې د هوکړې دواړه خواوې، د شوې هوکړې بندونو ته ژمن پاتې شي او په رېښتينې توګه یې د پلي کېدو هڅه وکړي.

پایله

په اوس وخت کې د سولې په اړه د يو څيز چې ډېره اړتیا لیدل کېږي هغه د افغان سیاسیون همغږي او قطر کې د افغان سولې په اړه د ترسره شوې هوکړې څخه ملاتړ دی. افغان سیاسیون باید په دې وخت کې ټوله انرژي په افغانستان کې د تل پاتې سولې پلي کېدو باندې مصرف کړي او له نورو سیاسي اختلافاتو څخه لاس واخلي. د سولې په اړه د تاوتریخوالي راکمولو لړۍ په بریالۍ توګه پای ته رسېدل، په افغانستان کې د سولې راتللو هيلې په پراخه کچه نورې هم زیاتې کړې . له دې وروسته هغه څرګندونې چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې سوله ګواښي باید مخنیوي ترې وشي، ترڅو افغانان د رېښتونې سولې څښتنان شي او د نورو ولسونو په څېر د سولې په فضاء کې د نورو ولسونو سره ګډ او مرستندویه ژوند ته دوام ور کړي. دا ځکه په افغانستان کې سوله مستقیماً کولی شي د سیمې هېوادونو پرمختګ سبب شي کوم چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او نا امنۍ له امله د خنډ سره مخ شوي ښکاري.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لړۍ کمولو سره د خپلو شرطونو څخه تېرېدو ته ژمنتیا ښودلې، اړینه ده ترڅو د حکومت له ادرسه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره یو داسې پلاوي وټاکل شي، په کوم کې چې د ټولو سیاسي ګوندونو ترڅنګ ولسي استازي ګډون ولري او هیڅوک د سولې روانې پروسې څخه بېرون او ګیله مند پاتې نه شي.

====================================================================================

سرچینې:

[1] https://www.state.gov/presidential-election-in-afghanistan/

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *