د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه؛ هیلې او خنډونه

د روان کال فرورۍ میاشتې په 29 نېټه د امریکا متحده آیالاتو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې خپل منځي هوکړه د یو لړ پیچلو او سختو خبرو اترو په پایله کې په دې هیله لاسلیک شوه، ترڅو په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې او روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي. که څه هم یاده هوکړه د زیات شمېر هېوادونو استازو په وړاندې لاسلیک شوه، مګر بیا هم لیدل کېږي چې د افغانستان دننه د ځینو سیاسي مشرانو له نیوکو سره مخ ده کوم چې د هوکړې پر وړاندې خنډ ګڼل کېدای شي. دا چې د دې هوکړې پلي کېدل به په ټاکل شوې موده کې ترسره شي او که نه؟ د هوکړې پر وړاندې نور کوم خنډونه شتون لري او دواړه خواوې یې پلي کېدو ته تر اوسه او په راتلونکې کې څومره ژمن ښکاري په دې تحلیل کې پرې شننه کوو.

افغانستان ته د سولې راوستل

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې څلورو برخې لري د هغو خبرو اترو په پایله کې لاسلیک شوه چې شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت یې ونیوه. د دواړو لوریو ترمنځ خبرو اترو یو لړ لوړې ژورې هم درلودې تر دې چې په ځینو پړاوونو کې دا خبرې د حملو د زیاتوالي له امله د ځنډ ښکار هم شوې. سیمه ییزو مرستندویانو او د افغانستان ګاونډیانو په هغه ورځ چې دا هوکړه لاسلیک کېده په اړه یې پراخه مګر د هرکلي غبرګونونه درلودل. د یادې هوکړې لاسلیک کېدا چې د قطر هېواد دوحه کې ترسره کېده د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د شاوخوا دېرشو هېوادونو استازو په یاده لاسلیک غونډه کې ګډون درلود. افغان ولس د دې هوکړې لاسلیک په ورځ پراخې خوښۍ لمانځلې تر دې چې په یو شمېر سیمو کې د خیراتونو او شیرنیو ویشلو په ترڅ کې د یادو مراسمو ترسره کېدو څخه هرکلی وشو او د سولې ستره هیله چې د کلونو راهیسې یې هغوی په تمه او لټه کې دي د پوره کېدو هیله په بې سارې توګه څرګنده کړه.

په لاسلیک شوې هوکړه کې دواړو خواوو یو شمېر ژمنې ترسره کړي دي. د بېلګې په توګه د هوکړې د لومړۍ برخې په درېیمه حصه کې په ښکاره توګه یادونه شوې چې د مارچ په لسمه به بین الافغاني خبرې اترې پیل کېږي او په همدې ورځ به د باور جوړولو فضاء په پار 5000 طالب زندانیان د اړوندو اړخونو سره د هماهنګۍ او تائید وروسته خوشې کېږي او طالبان به هم د افغان حکومت 1000 تنه بندیان خوشې کوي. په داسې حال کې چې د هوکړې لاسلیک وړاندې امریکايي چارواکو څرګنده کړې وه چې د سولې لاره اوږده او پیچلې ده. دې ته ورته څرګندونو څخه له وړاندې داسې انګېرل کېده چې د هوکړې لاسلیک کېدل به حتمي ډول سوله افغانستان ته را نه ولي خو دا د سولې په لار کې یو ستر ګام وو.

بلخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک په ورځ پلازمینه کابل بیا د افغان دولت، امریکا او ناټو ترمنځ د ګډې اعلامیې خپرولو شاهد و. د ناټو مشر او د امریکا دفاع وزیر د اعلامیې خپرولو غونډه کې خبرداری ور کړ که طالبان د هوکړې ژمنو ته وفادار پاتې نه شي دوی به تړون لغوه کړي. او له دې پرته یې په امنیتي برخه کې د افغان ځواکونو سره د مرستې ترسره کېدو په اړه هم څرګندونې ترسره کړې چې په یو وخت کې دې دواړو غونډو د افغانانو هیلې د ناهیلی لور ته بوتلې. افغان حکومت که څه هم د هوکړې لاسلیک کېدلو څخه هرکلی وکړ، مګر د طالب زندانیانو خوشې کول یې نه یوازې سره کرښه وګڼله، بلکې دا یې داخلي پرېکړه ګڼله چې یوازې د افغان حکومت پورې اړه لري. طالب مشرانو بیا ټینګار درلود چې امریکا دې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او د هغې له مخې دې د هغوی 5 زره زندانیان ور آزاد کړي، تر دې چې امریکايي چارواکو کابل ته سفرونه پیل کړل. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو وروسته د طالب زندانیانو آزادولو په اړه یو پیچلی فرمان صادر کړ. د یاد فرمان له مخې د روانې میاشتې په 14 نېټه باید 100 تنه طالب زندانیان د پروان (بګرام) زندان څخه د بایومیټرک کېدو او د لیکلې ژمنې ورکولو وروسته چې بیا ځلې به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي آزادیږي او په همدې ترتیب به هره ورځ 100 تنه طالب زندانیان عمر او روغتیايي وضعیت ته په کتو له نورو زندانونو څخه آزادیږي. د زندانیانو آزادېدو په بدله کې له دې پرته افغان حکومت د طالبانو څخه دا هم غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه به راکموي او د افغان حکومت سره به مخامخ خبرې ترسره کوي، هغه څه چې د هوکړې لاسلیک وړاندې ورته طالب مشران ژمن نه ښکاریدل او نه ورته تیار دي.

د زندانیانو موضوع او سوله

ټاکل شوې وه ترڅو بین الافغاني خبرې اترې د مارچ په لسمه نېټه ترسره شي، مګر د 5000 زره طالب زندانیانو نه خوشې کېدل د بین الافغاني خبرو اترو لړۍ نه پیل کېدو لامل شوه چې تر دې دمه یې څرک نه ترسترګو کېږي. خو د لوړې مراسمو وروسته کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د طالب زندانیانو د مشروطې آزادۍ څرګندونې ترسره کړې، افغان سوله بیا د رسنیو د سر ټکیو په کتار کې راغله، مګر د مارچ نهمې نېټې دوه ګوني د لوړې مراسمو چې د ډاکتر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله لخوا په جلا جلا توګه ترسره شول د سولې په اړه کورنۍ اجماع او هیله تته کړه، هغه څه چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره اړین ګڼل کېږي.

امریکا چې له یوې خوا طالب مشرانو سره یې هوکړه لاسلیک کړه، بلخوا د تېرو ټاکنو پایلو څخه یې نه یوازې هرکلی ترسره کړ، بلکې امریکايي لوړ پوړو چارواکو د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون هم ترسره کړ. او په دې سره یې د سولې او بندیانو خوشې کولو موضوع لاپسې پیچلې کړه، ځکه د حکومت سیاسي مخالفین تور لګوي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د حکومت پلاوي ټاکلو کې ورسره مشوره نه ده شوې او همدا ځای دی چې ډېری سیاسي مشران د سولې په اړه د حکومت په کړنو شک څرګندوي. په داسې حال کې چې افغان ولس د بې وزلۍ او جګړې څخه په لویه کچه تنګې ته راغلی، د افغان سیاسي مشرانو دغه خپل منځي بې باوري د هغوی هغه هیلې چې تل پاتې سولې ته یې لرلې بیا ځلې کمزوې کړې.

امریکا چې له یوې خوا یې طالب مشرانو سره په شوې هوکړه کې د طالب زندانیانو ورخوشې کولو ژمنه کړې، بلخوا د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو خوشې کولو په اړه پیچلي او نامعلوم پړاوونه چې وخت ته په کتو پکې بدلونونه هم مینځ ته راځي کولی شي افغانستان ته د سولې راتګ د لا ځنډ او خنډ ښکار کړي. ټاکل شوې وه د مارچ په 14 مه نېټه یو شمېر طالب زندانیان له بند څخه آزاد کړل شي، مګر لیدل کېږي چې هغه هم د نامعلومو دلایلو له امله ځنډیدلی ښکاري او دا هغه څه دي چې طالبان به تاوتریخوالي زیاتولو ته وهڅوي او د تاوتریخوالي زیاتوالي سره به هغه بهرني او داخلي اړخونه چې په روان ناورین کې یې ګټې نغښتي دي، کوښښ وکړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ فضاء جوړولو لپاره لمن ووهي. په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو وار دمخه ګواښ کړی که طالبان خپلو ژمنو ته پاتې نه شي نو لاسلیک شوې هوکړه به لغوه اعلان کړي، او روان حالت د یو همداسې څرګ ثابتولو ښکارندویي کولی شي.

د سولې پر وړاندې شته خنډونه څنګه له منځه تللی شي؟

که امریکا او طالبان په رېښتینې توګه غواړي چې افغانان د یوې رېښتینې سولې شاهدان واوسي، دواړه خواوې باید نه یوازې لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، بلکې دواړه خواوې د هوکړې هغه موارد چې شکونه یې زېږولي او په اړه یې ډېر وضحات ته اړتیا لیدل کېږي د افغان ولس هغو سیاسي مشرانو ته په ډاګه کړي، چې په اړه یې وېرې او شکونه لري. د بېلګې په توګه د طالب زندانیانو خوشې کولو موضوع چې افغان حکومت یې په اړه وېره څرګندوي چې ګواکې بیا د جګړې ډګر ته ورستانه نه شي. د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو موضوع، ځکه داسې څرګندونې هم ترسره کېږي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د خپلو فوځي اډو د پراخوالي چارې ترسره کوي چې د امریکايي ځواکونو وتلو موضوع سره په ښکاره ټګر کې لیدل کېږي.

بلخوا د شوې هوکړې له مخې چې کومې نېټې په ډاګه شوي چې په ټاکل شوې موده کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي د حقیقت څخه واټن غوره کوي. دا ځکه چې په هوکړه کې هغه لومړنۍ نېټې د بېلګې په توګه د مارچ په لسمه نېټه به بین الافغاني خبرې اترې پیل کېږي او د باور جوړولو لپاره د دواړو خواوو زندانیان آزاديږي، عملي نه شوې، هغه څه چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو پرېکړو په پرتله ډېرې ستونزمنې نه وي د ځنډ او خنډ ښکار شوې، نو د ځواکونو وتلو پړاوونه ښايي هم په خپل وخت کې ترسره نه شي او دا چارې کولی شي د سولې لړۍ لاپسې وغځوي، او که چېرته ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتګ حتمي کولی شي.

اړینه ده ترڅو طالبان او افغان حکومت د زندانیانو آزادولو پلاوو په اړه داسې څرګندونې ترسره نه کړي، چې د باور فضاء خړه کړي، دواړه خواوې باید د باور فضاء رامنځ ته کولو لپاره د یو څه منلو او یو څه څخه تېرېدلو یوه داسې پالیسي غوره کړي، چې رېښتیني او واقعي ګټه یې افغان ولس ته ورسیږي.

په ورته وخت کې افغان سیاسي مشران باید د سیاسي سیالیو او تورونو لګولو څخه لاس واخلي، او د بین الافغاني خبرو اترو پلاوي ټاکلو کې چې د حکومت له لوري نهايي شوی هم دی، په اړه یې د ټولو سیاسي مشرانو ملاتړ خپل کړي ترڅو په پایله کې روانو ناخوالو ته د پای ټکي کېښودل شي او افغان ولس د یوې رېښتینې سولې شاهد واوسي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *