د کوویډ ۱۹ ناروغۍ په کنټرول کې د سارک هېوادونو ونډه

د چین په ووهان ولایت کې د راپیدا شوي کرونا وایروس له امله چې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې خپور شوی نړیوالو ته یوه ستره او ننګونکي ستونزه جوړه کړې ده. له هغې وروسته چې په ایټالیا هېواد کې یې زیات شمېر کسان ووژل د نړیوالو ځانګړې او وېرونکې پاملرنه ځانته جلب کړه. پر همدې بنسټ د مارچ پر ۱۵ نېټه د سویلي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنې یا(سارک) غړیو هېوادونو چې افغانستان یې هم غړیتوب لري مشرانو یې د یو ویډیوي کنفرانس له لارې د یاد وایروس څخه د سیمې د وګړو ژغورولو په موخه په یو شمېر حل لارو او پر همدې برخه کې یو بل سره د مرستو ترسره کولو په اړه خپل نظرونه او سپارښتنې شریکې کړې.[1] دا چې په وروستیو کې د نړۍ هېوادونو د یاد وایروس څخه ژغورنې په برخه کې کوم ګامونه اخیستي؟ د افغانستان په څېر بې وزلو هېوادونو سره د نړیوالو مرستې په کوم پړاو کې دي؟ او په ځانګړې توګه د سارک غړي هېوادونه کولی شي د خپلو سپارښتنو شریکولو وروسته په ګډه د یاد وایروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي کنه؟ په دې تحلیل کې مو په دی اړه شننه کړې ده.

د کرونا وایروس وروستي معلومات

په لومړي سر کې کرونا وایروس د درې زرو څخه زیات چینايي وګړي د وژل کیدو سبب شو. د چین هېواد په ګډون یې ټولو هغو هېوادونو ته چې د چین سره د سوداګرۍ او نورو برخو کې راکړه ورکړه لري پراخه اقتصادي زیانونه واړول. د چین وروسته یې په اروپا کې ایټالیا او په آسیا کې ایران او کوریا هېوادونه ډېر وځپل. وروستۍ شمېرې ښيي چې یاد وایروس د نړۍ په کچه ایټالیا هېواد زیات ځپلی دی، او دم ګړۍ یې د یاد هېواد د ۴ زرو څخه زیات وګړي د کرونو په وجه وژل شوی دي او شاوخوا ۴۹ زره تنه په یاد هېواد کې په کرونا وایروس اخته دي. ایران چې له یوې مخې اقتصادي ستونزو او له بل پلوه د امریکا له لوري د پراخه اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، کورونا وایروس ورته لویه ننګونه جوړه کړې ده او د زرو څخه زیات وګړي یې تر دې مهاله د یاد وایروس له امله مړه شوي دي او په زرګونو نور یې پرې اخته دي. په داسې حال کې چې کورونا وایروس له چین وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته په تیزۍ سره د خپرېدو په حال دی، د ایران په څېر هېوادونو ته د نړیوالو نه پاملرنه کولی شي یاد وایروس نور هم په چټکۍ سره د ایران ګاونډي هېوادونو وګړو ته سرایت وکړي.

نړیوالو تر اوسه څه کړي دي؟

د کرونا وایروس مخنیوي په برخه کې چین هېواد د لومړنیو پراخه او هر اړخیزه ګامونو اخیستلو وروسته وکولی شول، کووید ۱۹ کنټرول کړی او تقریبا خپل هېواد نوی وګړي په یاد وایروس اخته کېدو څخه وژغوري. وروستي ارقام ښيي چې په چین هېواد کې په یاد وایروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ په ورځ په کمیدو دی او دا په ډاګه کوي چې چین توانیدلی چې د یاد وایروس مخه تر ډېره ډب کړي.

جاپان هېواد بیا په لیبارټرۍ کې د یاد وایروس په تولید توانیدلی او د جاپاني ډاګترانو پر وینا دا کار کولی شي د کرونا وایروس کنټرول او مخنیوي برخه کې مرستندویه واقع شي. امریکايي څېړونکو او ډاکټرانو هم هڅې پیل کړي ترڅو د کرونا وایروس مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړي.

له دې پرته د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو د وایروس مخنیوي لپاره د ځمکې او هوا له لارې په هر ډول سفرونو کلک بندیز لګولی. د وروستی اعلان مطابق،پاکستان د افغانستان او نورو هیوادونو سره په اول سرکی خپلی ځکمنی پولی او بیا هوایی پولی هم وتړلی. روسیې د راتلونکې می میاشتې پورې یاد هېواد ته په هر ډول تګ راتګ بندیز ولګاوه او په همدې ترتیب اروپايي او عربي هېوادونو هم په ورته سفرونو د نامعلومې نېټې پورې بندیزونه لګولي دي.

د علي بابا په نوم د الکترونیکي توکو سوداګریز چینايي شرکت مشر جاک ما بیا بشري او انساني مرستو په برخه کې د نړۍ زیات شمېر هېوادونو سره د وایروس مخنیوي په پار پراخه مرستې ترسره کړي دي، نوموړي تېره ورځ د افغانستان په ګډون د یو شمېر آسیایي هېوادونو سره هم د ماسکونو او د روغتیايي کیټونو مرستې اعلان ترسره کړ.[2] اړینه ده چې دا کار افغان سوداګر دې ته وهڅوي ترڅو د افغان ولس سره په دې سخت وخت کې خپلې بشري او انساني مرستې پراخه کړي، او د ټولنې مالداره قشر باید د بې وزلو کسانو لاسنیوی ته له هر بل وخت زیات ورودانګي.

چین د ایټالیا هېواد په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د روغتیايي سامان الاتو او ماسکونو په برخه کې مرستې ترسره کړي دي[3] او ډاډ یې ورکړی چې د کرونا وایروس مخنیوي تجربې او لاسته راوړنې به له نورو سره هم شریکې کړي، او روسیې هم د ایټالیا هېواد سره د کرونا وایروس څخه ژغورنې په برخه کې د مرستې اعلان کړی دی[4]، دا کار کولی شي د نړۍ په کچه د وایروس مخنیوي کې اغېزمن واقع شي.

د کرونا وایروس په مخنیوي کې د سارک ونډه

سارک یا د سویلي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنه چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، د کرونا وایروس پر ضد د ګډې مبارزې او ستراتیژۍ جوړولو اعلان د یادې ټولنې مشرانو لخوا د ویډیوي کنفرانس په ترڅ کې ترسره شو. یاد کنفرانس چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ابتکار جوړ شوی وو، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د نورو غړیو هېوادونو مشرانو او استازو پکې ګډون درلود. ولسمشر محمد اشرف غني یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې له ایران څخه د افغان کډوالو بې پلانه ورستنول یې د هېواد لپاره ستر ګواښ دی او کولی شي د وایروس په خپراوي کې مرسته ترسره کړي. له دې پرته ولسمشر د هېوادونو ترمنځ د پولو او سرحدونو په تړلو هم خوښي څرګنده کړه چې دا کار کولی شي د وایروس په مخنیوي کې مرستندویه واقع شي، ولې د نوموړي په آند اړین توکي او  د درملو لېږد رالېږد باید ځنډنی نه شي.

سارک غړي هېوادونه چې نفوس یې د ټولې نړۍ ۲۱ سلنه جوړوي[5]، د کرونا وایروس پر وړاندې تر دې دمه جدي ښکاري او تر ټولو اړین ګام چې د یاد وایروس په اړه یې ترسره کړی، هغه وروستی ویډیوي کنفرانس وو چې د اړوندو هېوادونو استازو او مشرانو پکې خپل نظرونه او سپارښتنې شریکې کړې. د سارک غړي هېوادونو له ډلې هند چې په څېړنیزو او ساینسي برخو کې په پراخه کچه ځواک لري، کولی شي د نورو هېوادونو سره د تجربو شریکولو په لړ کې د وایروس مخنیوی ترسره کړي. د سارک غړي هېوادونه اړ دي ترڅو د وګړو ژغورولو لپاره په دې وخت کې یو بل سره نه یوازې خپلې تجربې شریکې کړي، بلکې د ښاغلي مودي هغه وړاندیز چې د کرونا وایروس پر وړاندې د ایمرجنسي فنډ یا د یوې بېړنۍ مالي مرستې چمتو کول وو هم پلي کړي. هندوستان یاد فنډ سره په لومړي سر کې 10 او افغانستان او مالدیو هېوادونو بیا یو اعشاریه دوه میلیون ډالر مرسته د خپلو هېوادونو له لوري اعلان کړې ده.[6] خو د کرونا ناورین ته په کتو سره، دا ‌ډیرې لږې روپۍ دي. په اروپا کې یوازې انګلستان ددې وایروسي ناروغۍ د کنټرول لپاره ۴۰ ملیارده ډالر او امریکې بیا ۵۰ ملیارده ډالر، ځانګړي کړي دي.

د مالي لګښت نه پرته، اړینه ده ترڅو د سارک غړي هېوادونه په ایران فشار راوړي، ترڅو په دې حساس وخت کې هغه افغان کډوال چې په یاد هېواد کې مېشت دي، د ویستلو څخه ډډه وکوي. داسې راپورنه هم شته چې افغان کډوال په ایران کې د روغتیايي مرستو او اسانتیاوو څخه په قصدي توګه لرې ساتل کېږي.[7] د کډوالو نړیوالې ادارې باید د افغان کډوالو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي، ترڅو هغوی سره انساني او بشري سلوک ترسره شي، نه دا چې هغوی په زور او بې پلان افغانستان ته وشړل شي، او یا وځورول شي. ځکه دا کار کولی شي د ایران څخه چې د کرونا وایروس پکې په پراخه کچه خپور شوی دی، افغانستان اود سیمې نور هېوادونه هم په بده توګه اغېزمن کړي.

 د کرونا وایروس مخنیوي لپاره افغان حکومت اړ دی ترڅو د چین هېواد په ګډون د نورو مرستندویه هېوادونو هر اړخیزو مرستو جلب کولو لپاره مخکې له دې بېړه وکوي چې د هېواد په سطحه د کرونا وایروس له امله بېړني حالت اعلانېدو ته خبره ورسیږی. افغان سیاسي مشران باید د هېوادوالو ژغورولو په موخه سیاسي اختلافاتو او کشمکشونو څخه لاس واخلي او ټوله پاملرنه د کرونا وایروس مخنیوي ته ځانګړې کړي، دا ځکه  چی افغانستان د کرونا وایروس له امله د سختو پړاوونو سره مخ کړی، که پر وخت ورته پاملرنه ترسره نه شي نو لرې نه ده چې د ایټالیې  په څېر به افغانستان هم د وایروس له کبله سخت وځپل شي.

د سیمې هېوادونو وګړي او په ځانګړې توګه افغان ولس باید په دې وخت کې د روغتیايي ادارو سپارښتنو ته پاملرنه ترسره کړي، او د هغوی لخوا د ژغورنې وړ موارد باید په پام کې ونیسي. د سارک هېوادونو روغتیايي ادارې باید په بېړنۍ توګه خپلې سپارښتنې او تجربې یو له بل سره شریکې کړي، ځکه کرونا وایروس په اړه بې غوري او په دې اړه له نورو سره نه مرسته، کولی شي د غړیو هېوادونو وګړي چې زیات شمېر یې بې وزلۍ سره مخ دي په بې سارې توګه په یاد وایروس اخته کړي. له دې پرته غړي هېوادونه باید په دې سخت وخت کې د بشري مرستو کچه پراخه کړي. د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې افغانستان د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې د 3.5 میلیون ډالرو کمښت سره مخ دی.[8] او د کرونا وایروس څخه ژغورنې وړ مواد او توکي چې افغان روغتیاپالان یې باید ولري هم نه لري، د سارک هیوادونو په هڅونې د روغتیا نړیوال سازمان او نورې مرستندویه ادارې باید افغانستان سره اړینې او بېړنې مرستې ترسره کړي.

 همداراز، اړینه ده ترڅو افغان حکومت او طالبان د کرونا وایروس څخه ژغورنې لپاره سرتاسري اوربند اعلان او پلي کړي، ځکه نا امني کولی شي د روغتیا پالو مخه ډب کړي، د سارک غړي هېوادونه  باید د افغان حکومت اوطالبانو ترمینځ  د عاجل اوربند ټینګولو لپاره لاس په کار شي.

=====================================================================================

سرچینې:

[1] http://saarc-sec.org/news/detail_front/pres-release-the-leaders-of-the-member-states-of-the-south-asian-association-for-regional-cooperation-saarc-held-a-video-conference-on-15-march-2020-to-discuss-measures-to-contain-the-spread-of-covid-19-in-the-region

[2] https://www.alizila.com/jack-ma-foundation-aids-asian-countries-in-fight-against-covid-19/

[3] http://www.xinhuanet.com/english/2020-03/14/c_138877537.htm

[4] https://www.aljazeera.com/news/2020/03/italy-tightens-lockdown-coronavirus-deaths-mount-live-updates-200321233509033.html

[5] https://worldpopulationreview.com/countries/saarc-countries/

[6] https://www.deccanherald.com/international/afghanistan-maldives-pledge-usd-12-million-to-saarc-covid-19-emergency-fund-816095.html

[7] https://www.middleeasteye.net/coronavirus-iran-hospitals-refusing-treat-afghans

[8] https://www.thenewhumanitarian.org/news/2020/02/26/Afghanistan-coronavirus-Covid-19-Iran-outbreak-conflict-epidemic

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *