نوې سیاسي هوکړه او پر سوله یې اغېز

امان الله کاکړ

د ثور میاشتې په ۲۸ نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د تېرو ټاکنیزو پایلو په سر د راولاړو شویو جنجالونو پای ته رسولو په موخه یوه سیاسي هوکړه لاسلیک شوه. د دې هوکړې له مخې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته د ملي پخلاینې شورا مشري او ملګرو ته یې په کابینه کې د پنځوس سلنه چوکیو ورکولو فیصله شویده. دغه سیاسي هوکړه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د ټاکنو پایلو اعلان وروسته هېواد د سیاسي بې ثباتۍ، تاوتریخوالي زیاتوالي، اقتصادي او په ځانګړې توګه د کرونا وایروس په څېر ستونزو سره مخ وو. د دې هوکړې له مخې هڅې شوې ترڅو ورته ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو په موخه دواړه مشران پر دې هوکړې د لاسلیک کرښې راکاږي.

دا چې د دې هوکړه لیک تفصیلات څه دي؟ او آیا د ۲۰۱۴ کال د ملي یووالي حکومت د هوکړې په پرتله به څومره وکولی شي چې د سولې په روانه پروسه ښې اغېزې ولري؟ او اړونده نورو مواردو ته په دې تحلیل کې کتنه شوې ده.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰کلونو هوکړو ته ځغلنده کتنه

په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو وروسته د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو پایلو پر سر یو لړ جنجالونه رامنځ ته شول او یادو جنجالونو څو میاشتې وخت ونیو. د یادو جنجالونو پای ته رسولو پر موخه د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځکړتوب د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ قدرت تقسیم او د ملي یووالي په نوم حکومت رامنځ ته شو.

د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کېدو له مخې اجرائیه ریاست چې په ښکاره د اساسي قانون سره په ټکر کې وو رامنځ ته شو چی مشري یې ډاکټر عبدالله عبدالله ترسره کوله. له دې پرته د دواړو مشرانو ترمنځ د ځینو ادارو په برخه کې د ګمارنو په اړه هم توافق شوی وو، هغه څه چې په تېرو ۵ کلونو کې د دواړو مشرانو ترمنځ د ډېرو اختلافاتو او ستونزو پیدا کیدو ته لاره هواره کړه.

د ۲۰۲۰ کال سیاسي هوکړه چې د افغان مشرانو د هڅو په پایله کې رامنځ ته شوه،  د اجرائیه ریاست پر ځای ډاکټر عبدالله عبدالله ته د ملي پخلاینې شورا مشرۍ دنده ورکړل شوه، دا په داسې حال کې ده چې اجرائیه ریاست خو لا په خوا د جمهور رئیس غني د فرمان په بناء له منځه تللی ده. د دې پرته د نوې هوکړې له مخې د دولت عالي شورا به رامنځ ته کېږي چې غړي به یې د ځینو سیاسي څېرو څخه منځ ته راځي او دا شورا به د جمهور رئیس په خوا کی مشورتي چارې ترسره کوي.

همدارنګه د نوې هوکړې له مخې ستر جنرال عبدالرشید دوستم ته چې په تېرو ټاکنو  کې د ثبات او همپالنې د ټیم د مشرانو څخه وو؛ د ولسمشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ د مارشالۍ لوړه رتبه ورکول کېږي. او یو ۵ کسیز منځکړی پلاوی چې غړي به یې سیاسي او ملي شخصیتونه وي ټاکل کېږي، ترڅو د دې سیاسي هوکړې د پلي کېدو څخه څارنه وکړي او پر وړاندې یې احتمالی خنډونه له منځه یوسي.

سیاسي هوکړه او پر سوله یې اغېز

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د نوې سیاسي هوکړې لاسلیک په داسې حال کې ترسره شو چې له دې وړاندې په کورنۍ او نړیواله سطحه زیات شمېر مشرانو هڅې وکړې ترڅو د یادو مشرانو اختلافات پای ته ورسوي او په پایله کې یو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي. مګر تر درېیو میاشتو موده کې دواړه مشران په دې و نه توانېدل ترڅو یو ټول منلی حکومت رامنځ ته کړي. او بلآخره د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي شخصیت عبد الرب رسول سیاف په منځکړتوب چې نور سیاسي مشران هم ورسره وو، لخوا جدي هڅې پيل شوې چې شته اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدي. دا چې  د تېر ملي یووالي حکومت په خلاف؛ دا نوې سیاسي هوکړه د افغاني جهت په هلو ځلو رامنځ ته شوه نو قدر وړ خبره ده او پر همدې اساس ولسمشر او د ملي پخلاینې شورا مشر ، دواړو د یادو مشرانو د هلو ځلو څخه ځانګړې مننه وکړه.

د نوې سیاسي هوکړې له مخې د ملي پخلاینې شورا مشر به د سولې پروسه پر مخ بیایي او په دې اړه د تصمیم نیونې پوره واک ورکړ شوی دی. همدارنګه ددې هوکړه لیک په اساس، د ملي پخلاینې شورا د ناستو ترسره کېدو مشرۍ ترڅنګ، د پخلاینې شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو او منسوبینو ټاکلو واک هم لري.

د ملي پخلاینې شورا چې ځانګړی بودیجوي واحد به لري، دنده لري ترڅو د دولت د اړوند ادارو سره په همغږۍ په ملي، سیمه ییزه او نړیواله توګه د سولې لپاره اجماع رامنځ ته کړي.  او همدارنګه د سولې پروسې د ښه پرمختګ لپاره په نړیواله توګه مرسته او همکاري ترسره کولو ترڅنګ یاده شورا اړ ده ترڅو د سولې راتګ وروسته د نړیوالو مرستې جلب او ترلاسه کولو په برخه کې کوښښونه ترسره کړي.

که څه هم څو ورځې وړاندې په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د پراخو حملو ترسره کېدو په لړ کې ولسمشر ځانګړو ځواکونو ته د تعرضي حالت غوره کولو په اړه توندې څرګندونې کړې وې، مګر د نوې سیاسي هوکړې لاسلیک وروسته د ولسمشر لهجه نرمه او سوله ایزه وه. هغه د سولې څخه د یو لومړیتوب په حیث یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې هېواد د سولې په برخه کې ملي اجماع ته اړتیا لري او نږدې راتلونکي کې یې تل پاتي اوربند او سولې راتللو ته هیله مندي وښوده. د دې ترڅنګ یې ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د هېواد په سطحه یو وړ او مناسب شخص وباله.

د ولسمشر د دا ډول څرګندونو څخه معلومیږي چې لا هم د سولې په برخه کې هیلې شته او د نوې سیاسي هوکړې له مخې دواړه مشران سولې ته چمتو والی لري. او بل دا چې دغه ډول څرګندونې کولی شي مقابل لوري (طالبان) هم په راتلونکي کې لازیات و هڅوی  چې د سولې او دایمي اوربند په اړه نرمي وښيي. که څه هم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دې نوې هوکړې ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان یوې دایمي سولې ته اړتیا لري او دا نوې هوکړه لیک نه شي کولی ستونزه حل کړي. خو، دا چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله بنیادي شعار، وطن ته د سولې راوستل و، نو هیله ده چې د نوې هوکړه لیک سره د سولې پروسه لا ګړندۍ شي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو اعلان وروسته چې هېواد له یوې مخې سیاسي بې ثباتۍ، پراخو اقتصادي ستونزو او همدارنګه عام ولس د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د قرنطین له امله بې کارۍ او بې وزلۍ سره مخ دی، که دواړه خواوې په رښتیا سره وغواړي، نو دغه نوې سیاسي هوکړه کولی شي د یادو ستونزو کمولو لپاره اغېزمنه ثابته شي. د داخلي جوړ جاړي هوکړه لیک د تېرو لانجه منو ټاکنو د دوو اصلي سیالانو تر مینځ په داسې حال کی لاسلیک کیږي چې د جمهور رئیس لمړی معاون؛ امرالله صالح، ننګرهار کی یو وار بیا طالبان ټکوي او وروستي تروریستی بریدونه د هغوی کار بولي. که نوی حکومت په رښتیا سولې ته ژمن وي؛ نو اړینه ده چی راتلونکی کې د دې ډول څرګندونو مخه ونیسي. د بین الافغاني خبرو اترو د شروع کیدو او کامیابۍ لپاره اړینه ده، چې په کشاله کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي، یو د بل پر ضد منفي تبلیغات ودروي او په رسنیو کې د سولې ادبیات د جګړه‌ییزو ادبیاتو ځای ونیسي. همدارنګه د سولې په خاطر، دواړه لوري باید یو د بل پر سنګرونو، روان انتقامي بریدونو ته د پای ټکی کېږدي چې د افغانستان ملت پکې قرباني کېږي.

افغان اولس هیله لري چې د وروستي تاور تریخوالی کچه به د نوې هوکړې پر اساس راښکته او دایمي اوربند ته به لاره هواره شي. او د سولې روانې پروسې پر وړاندې شته ستونزې لکه د زندانیانو خوشې کېدل چې د بین الافغاني خبرو اترو پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي هم حل شي او دا کار کولی شي شته بې باورۍ له منځه یوسي او افغان ولس یوې تلې پاتې سولې ته د رسېدو لپاره ورنږدې کړي.

پایله

په داسې حال کې چې محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله ترمینځ نوې سیاسي هوکړې ته په ملي او نړیواله سطحه د پراخه هرکلي غبرګونونه مخې ته راغلي، دواړه مشران باید سولې ته لومړیتوب ورکړي او دا کار کولی شي د ملي پخلاینې شورا ته چې د سولې په اړه د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځ ته کول دي په ښه توګه لاری پرانیزي. دواړه مشران باید د ملي یووالي حکومت ناکامې تجربې دا ځل بیا تکرار نه کړي او د افغان ولس هغه قربانۍ او سرښندنې ته په احترام چې تر دې دمه یې ورکړي، خپله ټوله انرژي په دې مصرف کړي چې څنګه هېواد یوې پایدارې سولې په لور رهي او د سولې راتګ حتمي شي.

که د نوې هوکړه لیک موخه یوازې د قدرت ساتل او روان حکومت پنځو نورو کلونو ته غزول وي هیڅ لاس ته راوړنه به و نه لري او د تیرې دورې په څېر، ناکامېدل یې له ورایه ښکاري. خو که د دې جوړ جاړي موخه هېواد کې تل پاتې سولې ته رسېدل وي؛ نو په رښتیا سره یو تاریخي فرصت په لاس راغلی. دواړه مشران باید شته اختلافات شا ته وغورځوي، کارونه په تفاهم سره مخ ته یوسي او د سولې لپاره راپیدا شوي فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي.

د نوي هوکړه لیک نه وروسته، ډاکټر عبدالله عبدالله د ولس په وړاندې د یو واقعي امتحان سره مخ شوی، ځکه چی تېرو ټاکنو کې یې مرکزي شعار؛ سولې لپاره کار، او د سولې په خاطر خپله څوکۍ قربانول وو. اوس نو ولیدل شي چې دی کومه لار انتخابوي؟ د سولې کاروان د کامیابۍ منزل ته رسوي او تاریخي افتخار ګټي؛ یا د سولې په نوم یو څو نور کلونه په اقتدار کې پاتې کېدل او د ملت  آرزوګانې خاوروې کول غواړي چې بې له شکه؛ پایله به یې د اولس او الله په وړاندې ملامت او رسوا کېدل وي.

په افغانستان کې د تل پاتې او عادلانه سولی په هیله

====================================================================================

https://thediplomat.com/2020/04/what-the-covid-19-outbreak-means-for-afghanistans-troubled-economy/https://www.theguardian.com/world/2014/aug/08/afghanistan-presidential-kerry-kabul-ghani-abdullah-election-disputehttps://www.washingtonpost.com/world/asia_pacific/rival-afghan-leaders-sign-power-sharing-agreement-breaking-political-deadlock/2020/05/17/ec5c5a8c-9828-11ea-a282-386f56d579e6_story.htmlhttps://twitter.com/hmohib/status/1262071718350336001

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *