د افغان کډوالو د ډوبیدو پیښه ، او په ایران- افغان اړیکو یې اغېزې

امان الله کاکړ

د راپورونو له مخی؛ د روان کال د ثور میاشتې په ۱۲ مه نېټه یو شمېر افغان کډوال چې په غیر قانوني توګه د ایران پولي ته اوښتي وو، د ایران د پوله ساتو ځواکونو لخوا په دهانه ذوالفقار سیمه کې ونیول شو. دا افغانان له زورونې او شکنجې وروسته په بېرحمۍ سره سیند ته ګوزار شوي وو. د دې غیر انساني عمل په وړاندې په سیمه ییزه او نړېواله سطحه سخت غبرګونونه راپورته شول، افغان حکومت وویل چې دا ډول عمل د بخښلو وړ ندی او د څېړلو لپاره یې با صلاحیته پلاوی ټاکلی.

ایران ته د افغان کډوالو هجرت د روسي لښکرو د تیري سره پیل شو چې اوسمهال نږدې یو میلیون ثبت شوي او نږدې دوه میلیونه ناثبت کډوال په ایران کې میشت دي[۱]، د تېرو لسیزو په اوږدو کې ډېر ځله افغان کډوال په ایران کې د تاوتریخوالي، او ځورونې ښکار شوي، وهل ټکول شوي، او وژل شوي هم دي، د افغان کډوالو په وړاندې د ایرانیانو کرکه او ناوړه برخورد وړاندې هم ډېر ځله په هیواد کې دننه او د باندې غبرګونونه پارولي وو، خو افغان حکومت، ایران او د نړېواله ټولنه پدې نده توانېدلې چې په ایران کې له میشت افغان کډوالو څخه په سمه توګه دفاع وکړي او خپلو لومړنیو انساني حقوقو یې برخمن کړي. د CSRS تحلیل دا ګڼه مو د همدې پېښې څېړلو او ایران سره د افغانستان پر اړیکو د پېښې د اغېزو په هکله ځانګړې کړې ده.

ایران او افغان کډوال

افغان کډوال په ایران کې د لسګونو کلونو مهاجرت په لړ کې؛ وار په وار د ایراني امنیتي مقاماتو له خوا د ځورونو او تبعیض ښکار شوي دي، د بشري حقوقو د نړېوال سازمان په وینا هغه افغانانو چې په ایران کې ثبت هم دي ، یوازې د محدودو، سختو او کمې مزدورۍ لرونکو دندو او کارونو اجازه ورکول کېږي[۲]، کډوالو ته تعلیم، واده او له انساني حقوقو څخه د خپلې دفاع په برخه کې محدودیتونه رامنځ ته شوي، زرګونه افغانان په بندیخانو کې دغلا، قاچاق، او قتل په تور ساتل شوي، او د حقوقو د دفاع په خاطر وکیل او حقوقي مشاور ته د لاسرسي اجازه نلري[۳]

د ګاردین د ريپورټ پر بنسټ، ایران دولت ددې لپاره چې ایران ته په غیر قانوني ډول راتلونکو افغان کډوالو شمېر راکم کړي، د کډوالو  او ددوی د ماشومانو سره ناوړه برخورد او سپکاوی کوي، کورنۍ سره ویشي، او کورنیو لویان په زوره کار ته مجبوري او شکنجه کوي یې، د کډوالو د شړلو په موده کې بې دلیله پیسې ترې غوښتل کیږي، بې مزده کار ته مجبوریږي او له کافي اندازه خوراکي توکو پرته له هیواده ویستل کیږي[۴].

له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو په وینا په ایران کې د افغان په حیث ژوند کول د مجرم غوندې ژوند کولو په شان دی، د ډنمارک د نړېوالو مطالعاتو انسټېټیوټ په یوه څېړنه کې له افغان کډوالو داسی نقل قول کوی: ) ایرانیانو به مونږ د «مردارخورو افغانانو» او «افغانی خځلو» خطاب کاوه، افغانانو ته سپکاوی یو عادي نورم ګرځېدلی، ددوی په اند افغانان خراب او مردار خلک دي، دوی فکر کوي چې مونږ هیڅ انسانان نه یو، په ایران کې ځناورو سره د افغانانو په نسبت ښه سلوک کیږي، هر څوک چې وغواړي له افغانانو سره هر رنګه سلوک کولای شي او داسې ډېر د تاوتریخوالي واقعات شته چې ثبت کیږي نه او ایراني چارواکي یې په اړه چوپ پاتې کیږي[۵]). د افغانانو په وړاندې په ایران کې تبعیضی چلند او تاوتریخوالي په اړه زیات راپورونه او څرګندونې شوي دی.

د خامه پرس د ریپوټ له مخی، د کرونا بحران په پیل سره د ایران روغتونونو په کرونا ککړو افغانو مریضانو له معالجې ډډه کوله [۶]، چې په نتیجه کی افغانستان ته په کرونا ککړو افغانانو د راستنېدو سیلاب راخوشې شو.

د پېښې جریان

د ۱۳۹۹ کال د ثور د میاشتې په ۱۲ امه نېټه،۵۰ پنځوس افغانان چې غوښتل یې د کار په موخه له پولې څخه ایران ته واوړي، د ایران د پوله ساتو ځواکونو له لورې نیول شوي، چې له سختو شکنجو وروسته د هریرود سیند ته غورځول شوي، د پېښې له شاهدانو څخه یوه تن د فرانس ۲۴ خبري شبکې ته ویلي : « مونږ د ۵۰ په شاوخوا کی کسان وو، په مونږ کې سپین ږیري او ماشومان هم وو ، په پړیو مو ځانونه تړلي وو او هریرود له سیند څخه پورې وتو چې د ایران پوله ساتونکو ونیولو، یوه شپه یې په پوسته کې وساتلو، بیا یی مونږ ته په سپکو سپورو پیل وکړل. مونږ یې لوڅې نڅا ته اړ کړو، په لغتو او د ټوپکو په قنداغونو یې ووهلو، بیا یې په لوی بس کې بار کړو، د سید غاړې ته یې بوتلو او ویې ویل چې له سینده بیرته پورې وزی، که نه په ډزو مو وژنو. د اخطار په شکل یې هوايي ډزې هم وکړې،  مونږ د مرګ له وېرې له سینده پورې وتل پیل کړل، مونږ کې اکثرو لامبو نه وه زده، د سیند څپې هم قوي وې، ایراني ځواکونو خندل او ملګري مې په سیند لاهو شول».[۷]

د ایراني ځواکونو له لورې زړه دی بوږنوونکي عمل توند غبرګونونه راوپارول. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یادې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او د هر رنګ دیپلوماتیکو لارو یې د څېړلو وعده وکړه، [۸]د امریکا د بهرنیو چارو وزير مایک پمپیو هم د پېښې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي : «افغان مقامات هڅوم چې پراخې پلټنې وکړي او ددې پیښې عاملانو سره حساب کتاب وکړي».

ددې تر څنګ د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم د پېښې په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي:”له افغان کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند او ناوړه استفادې په اړه چې په دغه راپور کې ادعا شوې، وحشتناکه ده، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو څخه ملاتړ اعلانوو.”[۹]

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد اقدام ظالمانه بللی او له ایراني حکومته یې غوښتي چې د کډوالو سره د ترحم، اسلامي اخوت او ګاونډیتوب د اصولو سره سم چلند وکړي. افغانستان کی دننه هم سیاسی او ټولنیزو ډلو، اولسی او مدنی شخصتونو؛ د ایرانی مقاماتو ددی ناوړه چلند په کلکه غندنه کړی او هغه یی د نه منلو بللی دی.

 افغان دولت ویلي چې د پېښې د پلټنې لپاره یې د ایران سره په ګډه پلاوی ټاکلی چې په ۲۴ د ثور یې خپلې پلټنې په یاده سیمه کې پیل کړي، او ویلي یې دي چې پېښه به د قربانیانو د کورنیو لپاره تر تامینولو په جدي ډول تقیب کړي.[۱۰]

د پېښې لاملونه

په ایران کې د افغانانو په وړاندې تبعیض له دوو اړخونو له خوا تر سره کیږي: لومړی د ایران دولت دی چې افغانان له پارکونو او ځينو سیمو منع کوي، د تحصیل په وړاندې یې محدودیتونه را منځ ته کوي، د سپکاوی او تاوتریخوالي له لارې یې د هیواد پرېښودو ته مجبوروي. دوهم ځايي خلک دي چې په کورونو، لارو او سرکونو کې افغانانو ځوروي، د کار اجوره یې نه ورکوي او هیواد او قوم ته یې سپکاوی کوي.

د ځینو شنونکو په اند؛ د ایرانیانو لخوا د افغانانو په وړاندې رقابت، نژاد پالنه او قوم پالنه ددې لامل شوې چې د دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ اجتماعي روابط متاثره کړي، ایرانیان د افغانستان د ناوړه حالاتو ته په کتو غواړي افغانانو ته خپل عظمت وښايي او د ځورونې، سپکاوی او تاوتریخوالي له لارې ورته د کمتری احساس ورکړي.[۱۱]

ښایی چی د ایران کمزوری کیدونکی اقتصاد هم ددې لامل دی چې د افغانانو په وړاندې تبعیضی چلند کې زیاتوالی راشي. په تیرو لسیزو کې ایران د امریکا لخوا له بیلابیلو اقتصادي بندیزونو سره مخ شو، چې له امله یې ددې هیواد اقتصاد وځپل شو. د ایران حکومت په وینا حکومت یې د بندیزونو په شتون کې ددې توان نلري چې مهاجرین ومني او اداره یې کړي، [۱۲]همداراز  د ایران لخوا ترسره شوې څېړنې ښيي چې د افغانانو شتون په هیواد کې د کارونو په شتون منفي اغیزه لري او د هیواد په ټولو سکتورونو کې کاري پرستونه له کمبود سره مخي کړي.[۱۳]

پایله

ایران لخوا دده وروستیو اقداماتو او همدارنګه نورو تبعضونو او تاوتریخوالو ترسره کول کولای شي د سیمي په سیاسي او اقتصادي پالیسیو ژورې اغیزې ولري، کوم ډول چې د دواړو اړخونو د خلکو او دولتونو ترمنځ واټن رامنځ ته کیږي، د وګړیو په سینو کې نفرت او کرکه رامنځ ته کیږي، هماغه ډول د هیوادونو سیاسي نظریات او اقتصادي اړيکې هم رخ پیدا کوی.

د وروستۍ پېښې عاملین ممکن د افغان حکومت د ضعف او ناکامه ډیپلماسۍ له امله د عدالت غېږ ته و نه سپارل شي، خو دا او ورته پېښې به ضرور د دواړو ګاوندي هېوادونو ارتباطات کمزوري کړي. افغان حکومت د یو زیات شمېر مجبوریتونو سره، سره بیا هم د امریکا او ایران په شخړه کې تر اوسه بې پری پاتې شوی. که د ایران دولت ددې پېښې شفافه پلتڼه و نکړي او د هغې په خاطر د افغان اولس نه بښنه و نه غواړي، کیدلی شي د افغانستان لخوا د اعلان شوې بې طرفي کچه را ښکته او امریکې ته د ایران په وړاندې د افغان حکومت د لمسولو پلمه په لاس ورشي. ددې نه ور اخوا؛ د هلمند سیند ټول وژنه یوه حقوقي او جنایي پېښه هم ده چی حق العبدي جنبه لري. هیڅوک هم نشي کولای د متضررینو د ژوند حق د حادثې مرتکبینو ته ور وبخښي. ایراني مقامات که نور هیڅ شي ته تیار نه وي نو لږ تر لږه د وژل شویو افغانانو دیت ( د وینې بیه) خو باید د هغوی کورنیو ته پرې کړي.

په داسې حال کی چې سیمه د مخکې نه د امریکا- ایران د کشمکشونو په وجه له یوې خوا او په افغانستان کې د روانې جګړې په خاطر، له بلې خوا کړکیچنه ده، دا ډول پېښې د هیڅ یو ګاونډي هیواد (ایران او افغانستان) په ګټه نه دي. دا ډول اقدامات نه یوازې غیر انساني کړنې دي، بلکې د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو د کمزورتیا سبب کیدای شي. نو دواړه هیوادونو مشران باید په ګډه هڅه وکړي تر څو له یوې خوا د پېښې عاملین ژر تر ژره په ګوته او سزا ورکړی شي. او له بله اړخه د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو ترمنځ دانساني همدردۍ، غوره ګاونډیتوب او ګټورو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره ګډ کار دوام ومومي.

پای

===================================================================================

[۱] https://www.acaps.org/country/iran/crisis/afghan-refugees

[۲] Iran: Afghan Refugees and Migrants Face Abuse: Thousands Denied Refugee Rights, Summarily Deported, https://www.hrw.org/news/2013/11/20/iran-afghan-refugees-and-migrants-face-abuse

[۳] Unwelcome Guests: Iran’s Violation of Afghan Refugee and Migrant Rights,  November 20, 2013 https://www.hrw.org/report/2013/11/20/unwelcome-guests/irans-violation-afghan-refugee-and-migrant-rights#48bb9b

[۴] Afghan Refugees in Iran Face Harassment, Report: https://www.theguardian.com/world/2013/nov/20/afghan-refugees-iran-face-harassment-report

[۵] GUESTS OR TRASH: Iran’s precarious policies towards the Afghan refugees in the wake of sanctions and regional wars, 2016 https://pure.diis.dk/ws/files/732765/DIIS_RP_2016_11_WEB.pdf

[۶] https://www.khaama.com/hospitals-in-iran-refuse-to-treat-afghans-amid-coronavirus-pandemic-04533/

[۷] https://observers.france24.com/en/20200508-iran-afghanistan-migrants-afghan-drowned-river-border-guards

[۸] https://twitter.com/MHaneefAtmar/status/1257693856478515201

[۹] https://www.pashtovoa.com/a/afghan-gov-reaction-about-afghan-refguees-/5407991.html

[۱۰] https://www.pashtovoa.com/a/afghans-killed-in-iran-border-afg-gov-to-invistigate-it-/5402231.html

[۱۱] https://www.researchgate.net/publication/248706846_Discrimination_against_Afghan_Refugees_in_Iran_The_social_and_institutional_reflections_of_Discriminatory_Ideologies

[۱۲] https://www.aa.com.tr/fa/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D9%87-%D8%AA%D9%86%D9%87%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D9%82%D8%A7%D8%AF%D8%B1-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%AC%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%AA-%D9%BE%D9%86%D8%A7%D9%87%D9%86%D8%AF%DA%AF%D8%A7%D9%86-%D9%86%DB%8C%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D9%85/1520159

[۱۳] http://economic.mofidu.ac.ir/article_26118.html

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *