د کوویډ 19 بېمارۍ په اړه انلاين کنفرانس  ترسره شوه

لینک

د ستراتيژيکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز CSRS د ثور میاشتې په ۲۷ مه نېټه (د کوويډ ۱۹ بېمارۍ پر وړاندې د افغان حکومت غبرګون؛ شته ستونزې او راتلونکي چېلنجونه!) تر سرلیک لاندې آنلاین کنفرانس ترسره کړ.

کنفرانس د کابل پر وخت مازديګر په 3:30 بجو پيل شو، او کلیدي ویناوال یې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې رئيس او له کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد (Nafcovid-19) اجرائيه رئيس ډاکټر سيد خالد راشد و. نوموړي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت پر هر اړخیزو فعاليتونو لکه عامه پوهاوی، قرنطين، درملنه او روغتوني خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. او د حکومت د ترسره شوي فعاليتونو د تائيد تر څنګ، له يو شمېر نيمګړتياوو یې هم پرده پورته وکړه. او په دې برخه کې يې په بېلابېلو کچو د همغږۍ له کمزورتيا، د حج او اوقافو وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کمزوري نقش، د رضاکارو بوختياوو لپاره د يو ښه مديريتي سېسټم نه درلودل، کمزوري روغتوني خدمتونه او مديريتي ستونزې، د صحي کارکوونکو عدم مصئونيت، تشخيصيه ستونزو او نورو څخه هم يادونه وکړه.

ډاکټر راشد د خپلې موضوع په پای کې پر يو شمېر بديلونو او حل لارو خبرې وکړې او ويې ويل چې د کرونا وبا پر ضد مبارزه کې مونږ د خپل دولت په څنګ کې ولاړ يو. د بېلابېلو خدمتونو او ټولنو د همغږۍ د يوه ماډل په توګه د کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد يا Nafcovid-19 يادونه یې  وکړه، کوم چې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې “ايما” او جمعيت اصلاح افغانستان لخوا رامنځته شوی دی. په دې اتحاد کې له اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ سره د مبارزې لپاره احساس خيريه بنسټ، د ديني لارښوونو او فتواو لپاره د  افغانستان د علمواو علمي مجمع، د رضاکارو د بوختيا لپاره د مسلمانو ځوانانو بنسټ (نجم)، د تحقيقي مجال لپاره CSRS څېړنیز مرکز، د رسنيو په برخه کې اصلاح رسنيزه شبکه او دې ته ورته نورې ټولنې او بنسټونه راټول شوي.

ډاکټر راشد همدا راز افغان جاپان روغتون د يوې بېلګې په توګه تشرېح کړ، چې په لومړي سر کې دغه روغتون په يو ډېر خراب حالت کې شتون درلود او يوازې 12 بېماران په کې بستر وو. د ايما ډاکټرانو نوموړی روغتون په دغسې يوه نازک حالت کې په ښه توګه مديريت کړ او هلته سېسټمونه ټول ورغېدل، تشخيصيه، معالجوي او داخل بستر مشکلات يې ورغېدل او دا مهال هلته بېماران په روغتوني معيارونو منل کېږي او پالنه يې ترسره کېږي.

دغه کنفرانس چې د زوم اپلیکیشن له لارې ترسره کېده او پر ټولنیزو صفحو هم په ژوندۍ بڼه خپور شو، د کوربه توب چارې یې د ډاکتر محمد سلیم سلیمي لخوا ترسره کېدې. د کنفرانس دويمه برخه د تبصرو، سوال او ځواب لپاره ځانګړې شوې وه چې د ډاکټر وحيدالله مصلح لخوا پرمخ یوړل شوه. په دې برخه له بېلابېلو هېوادونو څخه مختلفو افغانانو تبصرې، تجربې او پوښتنې شريکې کړې او د ډاکټر راشد لخوا ځوابونه ورکړل شول.

د پای خبره د ستراتيژيکو او سيمه یيزو څېړنو مرکز CSRS رئيس استاد نصير احمد نويدي لخوا ترسره شوه. نوموړي په تخنيکي برخه کې له ښاغلي محمد منیب، عبدالرزاق حبیبي او امان الله تاند څخه د مرستې ترسره کولو په پار مننې ترڅنګ له ډاکټر سيد خالد راشد څخه يې د جامع او راټولې موضوع د وړاندې کولو له امله هم ځانګړې مننه ترسره کړه. او په پای کې يې د CSRS پر لرليد، هدفونو او فعاليتونو رڼا واچوله.کنفرانس مازيګر په ۵ بجو پای ته ورسېد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *