افغان سوله او نوې هیلې

امان الله تاند – د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز څېړونکی

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې درې میاشتې وړاندې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي. مګر د یادو خبرو اترو وړاندې اړینه وه چې د طالبانو ۵ زره زندانیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي، کوم چې په لومړیو کې د افغان حکومت لپاره سره کرښه ګڼل کېده او دا یې خپله داخلي پرېکړه او واک ګاڼه. خو قطر او کابل ته د امریکايي چارواکو د ګرمو سفرونو په ترڅ کې افغان حکومت سولې ته د رسېدو په موخه د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ د یو لړ لوړو ژورو سره پیل کړه او طالبانو هم د افغان حکومت یو شمېر سرتیري د ښه نیت او سولې ته د رسېدو په پار خوشې کړل. بلخوا طالبانو د کوچني اختر په ورځو کی درې ورځنۍ اوربند اعلان کړ چې افغان حکومت یې نه یوازې هرکلی وکړ بلکې د یو شمېر نورو طالب زندانیانو خوشې کېدو اعلان یې هم ترسره کړ. په دې توګه د دواړو لورو ترمنځ د باور فضاء جوړېدو ته لاره هواره شوه او د سولې بحثونه یو ځل بیا تاوده شول. د سولې تازه روانه لړۍ به تر کومه بریده ښه پرمخ ولاړه شي؟ او د سولې پر وړاندې نور کوم خنډونه شته چې افغان حکومت او طالبان یې باید په اړه غور وکړي؟ دلته مو پرې شننه کړې ده.

د سولې روانه لړۍ

افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه چې د روان کال فرورۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، تر دې مهاله د یادې هوکړې عملي کولو لپاره دواړو خواوو ژمنتیا ښودلې ده. خو د یادې هوکړې یو بنسټیز شرط د بین الافغاني خبرو اترو پیل دی، چې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو د ځنډ له امله تر اوسه په ځوړنده بڼه قرار لري. خو دا چې تر اوسه ۳ زره طالب زندانیان خوشې شوي او د اټلانټیک کونسل سره په ځانګړې آنلاین مرکه کې ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړیده چې د هوکړې له مخې پاتې ۲ زره زندانیان به هم په نږدې راتلونکې کې خوشې کړي.

طالبانو په ګډون امریکايي چارواکو د دغه نویو پرمختګونو څخه تود هرکلی ترسره کړ او طالبانو د ولسمشر غني د دې څرګندونو وروسته وویل د هغوی د پاتې زندانیانو ورخوشې کولو یوه اوونۍ وروسته به بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي. د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي کمولو ترڅنګ د سولې په اړه دغه ډول نوی نرمښت ښيي چې د تېر په پرتله افغان اولس تر بل هر وخت ډېر سولې ته نږدې شوی دی.

په افغان سوله کې د پاکستان ونډه

په دوحه کې د سولې هوکړې لاسلیک وروسته د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته خپل سفرونه ډېر کړي دي. ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په اړه څو ورځې وړاندې قطر، پاکستان او په پای کې افغانستان ته سفر ترسره کړ، او په افغان سوله کې یې د پاکستان له مرستې ځانګړې مننه هم ترسره کړه.[1]

د زلمي خلیلزاد سفر وروسته د پاکستان د فوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې لیده کاته ترسره کړل.[2]

د سولې په دې مهم پړاو کې پاکستان ته د زلمي خلیلزاد او کابل ته د جنرال باجوه سفر دا په ډاګه کوي چې لا هم پاکستان د افغان سولې پروسه کې کلیدي ونډه لري او په دې برخه کې د یاد هېواد مرسته ډېره اړینه ده. له دې پرته هغه څه چې پاکستان ته په افغان سوله کې اړین دي هغه د پاکستان پر خلاف د افغان خاورې نه کارول دي کوم چې د جنرال باجوه د وروستي سفر موضوع هم وه. خو که بلخوا وکتل شي پاکستان د یادې موضوع په اړه اندېښنه لري، چې موده وړاندې زلمي خلیلزاد نوي ډهلي ته د خپل سفر په ترڅ کې هند دې ته وهڅاوه ترڅو طالبانو سره مخامخ خبرې اترې ترسره کړي.[3] په افغان سولې موضوع کې د هند ګډون د امریکا لپاره ښايي ځکه اړین وي چې له یوې خوا روانې خبرې اترې او د سولې ترسره شوې هوکړې پر وړاندې خنډونه راولاړ نه شي او بل دا چې امریکا غواړي په سیمه کې خپلو ستراتيژیکو ملګرو له ډلې هند سره د چین او روسیې د نفوذ کمولو په خاطر ښې اړیکې ولري. هغه څه چې پاکستان او د یاد هېواد نږدې ملاتړي چین ته د اندېښنې وړ موضوع ده. او دواړه هېوادونه وېره لري چې ښايي هند افغان خاوره د پاکستان او همدا راز په سیمه کې د چین  اقتصادي پروژو پر خلاف وکاروي. خو کابل ته  د پاکستان لوی درستیز سفر په ترڅ کې افغان چارواکو دا ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د بل هیڅ هېواد پر خلاف نه کارول کېږي. او ښايي جنرال باجوه د افغان سولې پرته په لویه کچه د همدې ډاډ ترلاسه کولو او په دې اړه د افغان چارواکو پاملرنې راګرځولو په موخه کابل ته وروستی سفر ته ترسره کړی وي.

د سولې سبوتاژ کولو هڅې

په دې کې شک نه شته چې یو شمېر کړۍ چې په روانه جګړه کې یې ګټې نغښتي دي، په بيروني او داخلي کچه هڅه کوي ترڅو د سولې هڅې سبوتاژ او له خنډ سره مخ کړي. په تېرو څو کلونو کې ولیدل شول هر کله چې د سولې خبرې اترې ګرمې شوي په ورته مهال کې ناڅاپي جګړه ییز عملیات ترسره شوي یا د دواړو خواوو څخه کلیدي کسان وژل شوي او یا نیول شوي، او په دې توګه د سولې هڅې سبوتاژ شوي دي.

دا چې اوس د طالبانو او افغان حکومت له لوري افغانستان ته د سولې راتګ په موخه د سولې په برخه کې د باور فضاء رامنځ ته شوې او په داخلي او بهرنۍ کچه ترې هرکلی هم کېږي، مګر په همدې حال کې د روانې جون میاشتې په ۲ نېټه د پلازمینې کابل وزیر اکبر خان سیمه کې مشهور دیني عالم، د وزیر اکبر خان جامع مسجد خطیب مرحوم محمد ایاز نیازی، په مسجد کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې شهید کړای شو.[4]

 

ولسمشر محمد اشرف غني په شهید محمدداوود خان روغتون کې د مرحوم دوکتور محمد ایاز نیازی روح ته د دعا پر مهال

طالبانو په ډاکټر نیازي حمله نه یوازې وغندله بلکې دا یې د یو ستر جنایت په توګه یاد کړ. په داسې حال کې چې د پېښې وروسته افغان حکومت د پېښې څېړلو لپاره د پلاوي ټاکلو خبر ور کړ، پرون د جون په ۱۲ نېټه د جمعې لمونځ پر مهال د پلازمینې په زړه کې د شیر شاه سوري په نوم د یو بل مشهور مسجد خطیب عزیز الله مفلح او په همدې ورځ تخار ولایت اړوند چاه آب ولسولۍ کې د مولوی عین الله په نوم د یو مسجد خطیب شهید کړای شو.

علماء چې د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې ځانګړی احترام لري او په ملي او دیني قضایاوو کې د هغوی رول ته په درنه سترګه کتل کېږي، د سولې په دغه روانه لړۍ کې د هغوی د ځنځیري وژنو دوام به د هغو کړیو کار وی چې غواړي د بې باورۍ فضاء دوام ومومي او د سولې روانه پروسه له جدي خنډ سره مخ کړي.

دا چې دواړه خواوې طالبان او افغان حکومت د علماوو د تازه وژنو سره مخالفت ښکاره کوي، دا په ډاګه کوي چې لا هم یو شمېر داخلي او بېرونۍ کړۍ شته چې سوله خپلو ګټو سره په ټکر کې ویني او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل کېدو څخه په وېره کې دي.

سوله او پاتې زندانیان

ولسمشر محمد اشرف غني د اټلانټیک کونسل سره په ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړه چې پاتې دوه زره طالب زندانیان به ډېر ژر له بند څخه آزاد کړي.[5] د ولسمشر د دې څرګندونو وروسته طالبانو په لومړني غبرګون کې د دې ګام اخیستو څخه هرکلی وکړ او له خپل طرف یی د بین الافغاني خبرو اترو ژر پیلولو شین چراغ هم ورکړ.

طالب زندانیان له بند څخه د آزادېدو پر مهال

د طالبانو ۵ زره زندانیانو آزادول چې د بین الافغاني خبرو اترو پیلولو وړاندې د یو بنسټیز شرط په توګه ګڼل کېږي، د پوره کېدو په اړه د وروستیو څرګندونو څخه د سولې په برخه کې د بل هر وخت د باور فضاء رامنځ ته شوې او طالبانو هم هوډ څرګند کړی چې د افغان حکومت د خوشې شویو سرتېرو پرته به پاتې نور سرتیري هم له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي. د هوکړې له مخې د دواړو خواوو څخه د ټولو زندانیانو خوشې کېدو وروسته به ښايي یوه اوونۍ وروسته بین الافغاني خبرې اترې پیل شي. خو د بین الافغاني خبرو اترو په ترڅ کې اړینه موضوع د اوسني افغان حکومت دوام موضوع ده، هغه څه چې طالبان یې مخالفت کوي او په تېر کې یې هم په دې اړه د یو لنډ مهالي حکومت د طرحې وړاندې کولو په اړه څرګندونې ترسره کړې وې. مګر د اټلانټیک کونسل سره په خبرو اترو کې ولسمشر محمد اشرف غني یو واربیا د لنډ مهالي حکومت په اړه هر ډول ګونګوسې رد او څرګنده یې کړه چې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ناکامه تجربه به تکرار نه کړي او له واک څخه به لاس په سر نه شي. د دا ډول څرګندونو څخه داسې برېښي چې ددواړو لورو په مینځ کې اوس هم کافي واټن شتون لري.

پایله

اوس چې د افغان سولې لپاره د بریا چانسونه د بل هر وخت څخه زیات مساعد شوي، افغان حکومت او طالبان باید د همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړي چې خپل مینځي باور ځواکمن او د سولې پاتې پړاوونه هم په ښه توګه طی کړي. دواړه خواوې دې د پاتې زندانیانو لړۍ ګړندۍ کړي ترڅو بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره شي او د هغو داخلي او بهرنیو کړیو مخه دې ونیسي چې غواړي په یو ډول نه یو ډول د سولې روانه لړۍ سبوتاژ کړي. د سیمې هېوادونو اندېښنو ته په کتو دې ټولو هغو خواوو ته چې په افغان سوله کې دلچسپي لري دا په ډاګه شي چې افغان خاوره به د هیچا پر خلاف نه استعمالیږي او په دې برخه کې دې د نړیوالې ټولنې ملاتړهم ترلاسه شي. د دیني علماوو، سیاستوالواو ملي شخصیتونو ترور چې د سولې د سبوتاژ کولو ناکامه هڅه ده، ژرتر ژره دې ودرول شي او عاملین دې بې نقاب کړی شي. ښايي ځینې کړۍ اراده ولري چې د همدې وژنو له لارې د سولې روانه پروسه د خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

[1] https://www.aljazeera.com/news/2020/06/pakistan-hold-talks-restarting-intra-afghan-peace-talks-200608065815806.html

[2] https://www.geo.tv/latest/292243-gen-bajwa-discusses-afghan-peace-process-with-president-ghani-in-kabul

[3] https://tribune.com.pk/story/2219345/1-us-wants-india-shun-role-afghan-peace-spoiler/

[4] https://tolonews.com/afghanistan/explosion-wazir-akbar-khan-mosque-kills-one

[5] https://www.usip.org/publications/2020/06/afghan-president-ghani-freeing-prisoners-can-speed-peace-talks

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *