رنګین تبعیض
اجمل جلال
کله چې د جورج فلوید، د امریکا په مېنیاپولېس کې، د یوه سپین پوستې پولیس تر ګونډو لاندې ساه بنده شوه او بیا مړ شو[1]، مرګ یې په امریکايي ټولنه کې د توکم پالنې او رنګین تبعیض روښانه انځور وړاندې کړ. په تعقیب یې د امریکا کابو په ټولو ښارونو او ځینو نورو هېوادونو کې د توکم پالنې پر ضد لاریونونه وشول او خلکو د هغو کسانو مجسمې را وپرځولې چې له افریقا به یې آزاد انسان را نیول او په زور او جبر به یې اروپا او امریکا ته انتقالول.
هو، امریکايي ټولنه له هماغه پیله تور پوستي آزاد انسانان له اروپايي قاچاقبرانو څخه په پیسو اخیستل او بیا به یې د دوی د خولو او اوښکو پر زور امریکايي بنسټونه آبادول. کله چې اروپایان امریکا ته ورسېدل د امریکا د معادنو، لویو زراعتي ځمکو او نورو بنسټونو لپاره یې د بشري قوې یوې لویې کتلې ته ضرورت وو. په همدې دلیل یې د پوره دوه نیمو پېړیو لپاره د اروپايي او افریقايي سوداګرو په مرسته له افریقا څخه انسانان را وتښتول. د قاچاق په دې پروسه کې به په سل ګونو کسان د سمندرونو د کبانو خوراک هم شول. په امریکا کې به دوی په ډېرو شاقه کارونو بوختېدل او د ژوند له هر ډول آسانتیا او راحت څخه بې برخې شول. سپین پوستو به د دوی پر نجونو تجاوز کاوه او هر ډول مخالفت به د مرګ سبب وو. تور پوستو به کوښښ کاوه چې خپل منځ کې اړیکې ونیسي او واړه واړه ټولګې جوړ کړي خو سپین پوستو به د دې کار ممانعت کاوه. تور پوستو ته اجازه وه چې کورنۍ جوړې کړي او کله به چې کورنۍ غټې شوې نو سپین پوستو به بیا سره ووېشل؛ مور به یې له اولادونو جدا کړه او پر بل چا به یې خرڅه کړه، خویندې او وروڼه به یې سره بېل کړل او پلار به یې کوم بل ځای ته ولېږه او یا به یې پر بل چا خرڅ کړ. او هېڅ تور انسان د درس لوستلو او تعلیم حق نه درلود. په دې توګه به د تور پوستو له هر ډول ټولنیز پرمختګ او اتحاد مخه نېول کېده[2]. دې لړی همداسې دوام درلود تر څو چې امریکایانو خپل استقلال واخیست، د حق او رأی ورکولو خبرې را پورته شوې او سپین پوستي امریکايان په دې فکر شول چې اوس نو تور پوستي، انسانان وګڼل شي او کنه؟ حق او حقوق ولري کنه؟ د رأیې حق ورکړل شي کنه؟ که د رأیې حق ورکړل شي نو رأیه یې څومره ارزښت ولري؟
د تور پوستو د حقوقو او انساني ارزښت ټاکلو پر سر په امریکا کې جدي بحثونه را مینځ ته شول چې په پایله کې یې د امریکا اساسي قانون دوی ته د رأيې حق ورکړ خو د دریو تور پوستو رأیه د یوه سپین پوستي د رأیې سره برابره وه. یعنی دری تور انسانان د یوه سپین انسان پر اندازه اهمیت پیدا کړ. په دې توګه د امریکا اساسي قانون په رسمي شکل غلامي ومنله او تور پوستي یې پوره انسانان حساب نه کړل. که څه هم تور پوستو ته د رأيې ورکولو دلیل دا وه، چې جنوبي ایالتونو (په جنوب کې تورپوستي غلامان ډېر ول) غوښتل د تور پوستو د رأیې په زور خپل نفوس ډېر وښیي او په نتیجه کې یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ او نورو مسائلو کې ډېر امتیازات لاس ته راوړي خو دا کار د تور پوستو په وضعیت کې د مثبت بدلون لمړنی ګام و[3].
د تور پوستو په ګټه د دوهم ګام تصمیم په ۱۸۶۰م کلنو کې د کورنۍ جګړې په پایله کې ونیول شو. د امریکا شمالي او شمال غربي ایالتونو اقتصاد، چې پر کرنیز صنعت ولاړ وو، د جنوبي ایالتونو د کرنیزو ارزانو توکو په مقابل کې په ښه وضعیت کې نه وو. دلیل یې دا وه چې جنوب په میلیونونو غلامان درلودل او دوی ټولو په وړیا توګه سخت کار کاوه. په دې توګه زراعتي توکي په ارزانه تولیدېدل او بازار ته وړاندې کېدل. شمالي ایالتونو دا حالت غیر عادلانه رقابت وګاڼه او، د نورو دلایلو تر څنګ یې، په همدې دلیل د یوې لویې جګړې په ترڅ که د دغو غلامانو د آزادولو او شمال ته د آزاد انتقال د زمینې د برابرولو تابیا ونیوه. په جګړه کې شمال غالب شو او په حقوقي ډول غلامي غیر قانوني وشمېرل شوه[4].
تور پوستي که څه هم آزاد انسانان وګڼل شول خو د دوی په ټولنیز- اقتصادي وضعیت کې کوم تغیر را نغی. رنګین تبعیض د توکمیز بېلتون[5] د قوانینو په چوکاټ کې تر ۱۹۶۰م کلنو پورې دوام وکړ. په ځانګړي توګه په جنوبي ایالتونو کې د توکمیز بیلتون د قوانینو پر اساس ،تور پوستي، سپین پوستو سره مساوي انسانان ګڼل کېدل خو دوی باید له سپین پوستو بېل وی او جدا تعامل ورسره کېده. د سپین پوستو رستورانتونو او کافو ته نه شول ننوتای، تشنابونه یې بېل وو، جدا ښوونځي یې درلودل او حتی عامه ترانسپورت کې دوی ځای نه درلود او که چېرې به یې استفاده هم ترې کوله نو سپین پوستو ته یې باید د لمړیتوب حق ورکړی وی. سپین پوستو ”د مساوي خو بېل” د دوکتورین په عملي کولو غوښتل له یوې خوا د غلامۍ د غیر قانونې کېدو او تور پوستي د کامل انسان په توګه د پېژندو سره ټکر و نه کړي او له بلې خوا یې غوښتل تور انسانان همداسې ذلیل او خوار وساتي. بلاخره په ۱۹۶۰ کلونو کې د مدني حقوقو لپاره د مبارزی په پایله کې توکمیز بیلتون په فدرالي سطحه غیر قانوني اعلان شو[6]. او دا د تورپوستو په ګټه دریم مهم ګام وو. د دې با وجود، د پېړیو غلامي او بیا د توکمیز بېلتون د قوانینو اثرات پر امریکايي ټولنه دومره ژور پاتې شول چې تر ننه هم په کې د تور پوستي انسان ساه بنده بنده کیږي او د جورج فلوید په څېر په سل ګونو تنه یې د ’’ساه مې بندیږي’’ چیغې وهي.
امریکی سیاستوال او تورپوستی
محافظه کار نژاد پرسته سپین پوستي (سور څټي) چې اکثر یې د جمهوري غوښتونکي ګوند پلویان دي او په مرکزي او جنوبي ایالتونو کې اوسیږي تر اوسه هم تور انسان ته په ټیټه سترګه ګوري، غواړي چې منزوي یې کړي، حقوق یې نه مراعتوي او د ټولنیز پرمختګ مخه یې نیسي. څو لسیزې د همدې نژاد پرسته سپین پوستو د هڅو پر اساس تور انسانان د سیستماتیک تبعیض ښکار شوي دي. دا ډول خلک پولیسو کې ځای لري، تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې تصمیم نیونکی رول او پر اقتصادي منابعو کنترول لري. له همدغو امکاناتو څخه په استفادې د تور پوستو سېمو ته د امکاناتو د رسېدو مخه نیسي او د دوی د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کوي[7].
د محافظه کار نژاد پرسته سپین پوستو تر څنګ نور امریکایان هم د تور پوستو په اړه چندان ښه نظر نه لري. دلیل یې عموماً دا نه دی چې دوی نژاد پرسته دي بلکې د ټولنې، مېډیا او په ټولنه کې د تور انسان په اړه د عمومي تصور څخه متأثره دي او د هماغه تصور پر اساس یې د تور انسان په اړه په ذهن کې نامطلوب انځور جوړ شوی دی. د دې تر څنګ، د کلونو کلونو ظلم، حق تلفۍ، فقر او بې چارګۍ په پایله کې د تور انسان حالت دومره وخیم دی چې د ده ټولنیز اخلاق یې متأثره او ناوړه کړي دي. د خلکو سره منفي برخورد، له خلکو تېښته او ځان ته بېلې ټولنې جوړول، د محکومیت د ذهنیت غلبه، د بدلون د ارادې نه موجودیت، فقر، د فقر په سبب د جرایمو ارتکاب، د تعلیم ټیټه سطحه او نور عوامل د دې باعث شوي دي چې تور انسان د مجرم، بد اخلاقه او نامطلوب انسان په شکل په اذهانو کې ځای ونیسي او خلق ترې تېښته وکړي.
د بدلون لار
اوس چې د جورج فلوید مړینه د یوه نوي بدلون لپاره د هیلو څرک ګرځېدلی او ټوله نړی په امریکا کې د تورو انسانانو بحراني حالت ته متوجه شوې ده پوښتنه دا پیدا کیږي چې د بېدارۍ روانه څپه به امریکايي ټولنې ته څومره تغیر ورکړي او د تور پوستو په ګټه به د څلورم ګام سبب وګرځي کنه؟ دې پوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو لپاره دوه مهم فکتورونه باید وڅېړل شي.
لمړی؛ د بېدارۍ روانه څپه، د یوه بهرني فکتور په توګه، که د سیاسیونو او د دوی د سیاسي ګټو څخه پاکه پاتې شي او د یوه مدني حرکت په توګه په دوامداره شکل تعقیب شي نو د دې امکان شته چې د بدلون لامل وګرځي. جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو سیاسیونو په امریکا کې کوښښ وکړ چې له روان حالت څخه د راتلونکو ټاکنو په ګټه کار واخلي او عامه اذهان د ټاکنیزو رقیبانو د ماتولو پر لور توجیه کړي. خو ډېر ژر دواړه خواوې پوه شول چې که همداسې دوام ورکړي نو تور پوستي به د دې جرئت پیدا کړي چې په بېلابېلو برخو کې موجودې پالیسۍ او سیاستونه وننګوي او داسې یو حالت حتی بیا دیموکراتو سیاسونو ته هم د قبول وړ نه دی. په همدې دلیل ورو ورو سیاسیون خپله پاملرنه نورو خواوو ته اړوي او غواړي د لاریونونو روانه څپه نور ختمه شي. په داسې حالت کې ټول مسئولیت تورپوستو ته پاتې کیږي چې د ۱۹۶۰م کلنو په شکل دوامداره مدني فعالیتونه په لار واچوي، منظم یې کړي او د فرصت طلبه سیاسیونو له ناوړه مداخلو څخه یې لرې وساتي.
دوهم؛ د بېدارۍ په روانه څپه کې باید، د داخلي فکتور په توګه، د تورپوستو د موجوده وضعې د تغیر لپاره هم کار وشي. دا ځکه چې د تورپوستو د کردار، برخورد، طرزفکر، د تعلیم ټیټه سطحه، په ټاکنو کې په مختلفو دلایلو عدم اشتراک، او نور… د دوی د وروسته پاتې کېدو مهم لاملونه دي. که تورپوستي وکړای شي چې خپل حالت ته په پورته ذکر شویو مواردو کې تغیر ورکړي نو کېدای شي د بېدارۍ روانه څپه په امریکا کې تور پوستي انسانان له نورو سره مساوي درجې ته پورته کړي.
[1] – Who was George Floyd, man killed in Minneapolis police arrest https://www.ajc.com/news/victim-police-encounter-had-started-new-life-minnesota/rMmT2wipeQFNnsypmh6oBL/
[2] – Black History Milestones: Timeline https://www.history.com/topics/black-history/black-history-milestones
[3] – Black History Milestones: Timeline https://www.history.com/topics/black-history/black-history-milestones
[4] – Civil War https://www.history.com/topics/american-civil-war/american-civil-war-history
[5] – Racial Segregation
[6] – Civil Rights Movement https://www.history.com/topics/black-history/civil-rights-movement
[7] – 7 Ways we know systematic racism is real https://www.benjerry.com/whats-new/2016/systemic-racism-is-real