له افغانستان سره د پیسو نړیوال صندوق پور؛ ولې دومره رسنیز شو؟

لیکنه: کامران ملِک، د افغانستان بانک کارمند او د پوهنتون استاد

څو ورځې کیږي چې په ټولنیزو او خواله رسنیو کې د افغانستان دولت لخوا د پیسو نړیوال صندوق یا IMF  څخه ۲۲۰ میلیون ډالرو پور موضوع تر ګرم بحث لاندې نیول شوې ده، او یاد پور د افغان ولس لخوا تر قوي انتقاد او مخالفت سره مخ شوی. په حقیقت کې د پیسو نړیوال صندوق یوازې هغو هېوادونو ته پور ورکوي چې اقتصادي رکود یې تجربه کړی وي او د قرض اخیستو پرمهال له ستونزو سره مخامخ وي، لومړی پور واخلي او خپلې کورنۍ ستونزې پرې حل کړي. دا ډول هېوادونه تر ډېره اقتصادي هسکو او ژورو کمزوري کړي وي، خو د قرض په اخیستو یې د بیارغولو فرصت ډېر وي او د ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله پور ته ضرورت ولري. د افغانستان حکومت هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه د روانې کورونا ناروغۍ د مخنیوي په‌ پار د ۲۲۰ میلیون ډالرو پور وغوښت چې دغه صندوق ومانه.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې هم د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته د کابل بانک تر کړکېچ وروسته تر ۱۳۳ میلیونه ډالرو پور ورکړی و، چې د هېواد اقتصاد بې ثباته نه شي او د افغانستان اقتصادي ودې اساس وساتل شي.د دې ترڅنګ د افغانستان دولت په تیرو څو لسیزو کې د نړیوال انکشافي مؤسسې، روسیی فدراسیون، د اسیایي پراختیايي بانک، د اسلامي پراختیايي بانک، د سعودي انکشافي بانک، د اوپک صندوق، د ایټالیا او د بلغاریا د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۲۰۰۱ دمخه او وروسته تر ۲۶۸.۸ میلیارده افغانۍ ( نژدی 4 ملیارده ډالره) پورونه اخستي چې ددې جملې څخه ۳.۶ میلیارده افغانۍ په ۱۳۹۸ کال کې افغانستان د پور په توګه اخستي، ددې مجموعي پور څخه افغانستان تراوسه یوازې ۱.۵ میلیارد افغانۍ (چې ۱.۰۱ میلیارد یې اصل پور او ۴۲۰ میلیونه افغانۍ یې د ګټې/سود مقدار دی) بیرته یادو هېوادونو او نړیوال صندوقونو ته تادیه کړي، د یادونې وړ ده چې د نړیوال قانون له مخې د افغانستان اوسني او راتلونکي دولتونه دا مسؤلیت لري چې یاد پورونه پور ورکونکو هېوادونو ته بیرته تادیه کړي.

باید روښانه وي چې آی اېم اېف په مشروط ډول پورونه ورکوي، له پور ورکولو مخکې هر هېواد ته خپل شرطونه وړاندې کوي، کله چې پور اخیستونکي هېواد په لیکنې بڼه ددوۍ شروط ومني، یاد صندوق پور ورته منظوروي، د دغه صندوق په خبره افغانستان ته د بېړنیو اړتیاوو او له اړمنو کورنیو او ټولنیزو فعالیتونو سره د همکارۍ په پار دا مرسته کوي. یاده مرسته به پوروړی هېواد له مشروع ګټې سره دا پور بېرته د پیسو نړیوال صندوق ته ورکوي.

که څه هم د پیسو نړیوال صندوق تر ۱۸۹ ډېر اعضا هېوادونه لري، خو د امریکا او د امریکا متحدو ایالتونو خبره پکې تر ډېره ځای لري، همدا لامل دی چې د رایو اکثریت هم پکې لري، په دې خاطر یې ونډه هم ډېره ده او د امریکا هدفونو ته ډېر پام پکې کېږي.

سربیره پردی د دې پور ونډه د پور اخستونکي هېواد لپاره د سلاکار په توګه کار کوي چې د یاد هېواد نوې اقتصادي او سیاسي پالیسۍ په جوړولو کې خورا مهم رول لوبوي. دا پدې معنی ده چې پور اخیستونکی هېواد به د پیسو نړیوال صندوق په مشوره خپله اقتصادي او سیاسي پالیسي جوړوي، ترڅو د دوی قرض له (اضافي ګټې) سره بېرته تادیه کړي.

ولې دا پور ډېر رسنیز شو؟

په دې هکله ځینې پوهان وایي چې اوسنی پور د نورو پورونو په پرتله بې برنامې و نو ځکه رسنیز شو او په پراخه کچه له مخالفت سره مخ شو، د ۲۰۱۹ کال انتخاباتو وروسته چې د ډاکټر صیب غني او عبدالله ترمنځ کومې سیاسي ناندرۍ رامنځته شوې او دواړو د امریکا د استازو خبرې ونه منلې نو د امریکا لخوا  یو میلیارد ډالر مرستې بندې شوې، نو له دې وروسته د پیسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې افغانستان به راتلونکی کال د ۸۵۰ میلیونو ډالرو نه زیاتې خسارې سره مخ شي، له همدې امله د افغانستان حکومت د ۸۵۶ میلیونو ډالرو غوښته له پیسو نړیوال صندوق څخه وکړه چې هغوی یوازې ۲۲۰ میلیونه ډالر د کورونا سره د مبارزې او پدې برخه د عاجلو اړتیاوو پوره کولو او هغو کورنیو ته د ټولنیزو مرستو رسولو لپاره چې له ستونزو سره مخ کېږي منظور کړل ترڅو هم د کرونا او هم دخسارې تشه پرې ډکه شي.

ځینې بیا داسې انګیري چې د کورونا په نوم چې تېرې کومې مرستې د نړیوال بانک او نورو هېوادونو لخوا له افغان دولت سره وشوې د افغان دولت لخوا په هغه کې هېڅ ډول شفافیت ونه لیدل شو او ددې پیسو زیاته کچه په غیر ضروري برخو کې مصرف شوه، حتی د افغان ولس زیاتې سلنې د کورونا مریضان په شخصي روغتونونو کې ودرملل او ولس ته په سمه توګه طبی او مالي مرسته ونه رسېده. نو د شفافیت نه شتون  او فساد دواړه ددې لامل شول چې ولس په پراخه کچه ددې پورونو مخالفت وکړي.

بل لامل یې دا دی چې دولت ددی پور د مصرف لپاره مشخص پلان نلري چې ولس ته پرې قناعت ورکړي، ولس اټکل کوي چې دا پور به هم زموږ په نامه واخستل شي او بیا به زموږ راتلونکي نسلونه داسې یو پور بیرته تادیه کوي چې یوه افغانۍ یې هم هغوۍ ته نده رسیدلی، غوره مثال یې د نړیوال بانک لخوا د ۱۰۴ میلیون ډالرو مرسته چې د افغانستان دولت سره وشوه هم بې پلانه مصرف شوه، دولت هیڅ مشخص پلان نه درلود چې څرنګه داسې مرستې تر اړو کورنیو او د کرونا په مرض اخته مریضانو ته ورورسوي.

د پیسو نړیوال صندوق پور څومره ګټور دی؟

په حقیقت کې د پورونو ظاهري بڼه ډیری خلکو ته ښه ښکاري او داسی انګیری چې هېواد مو ددی پورونه له امله په پښو ودریږي خو هیڅکله هم پورونه بی هیڅ نه وي. خو د پیسو نړیوال صندوق پور په داسې مهال اخیستل کېږي چې د کورونا له امله افغانستان کې ډېر کاروبارونه په ټپه ولاړ یا کمزوري شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، ۲۲۰ میلیونه ډالر پور به د افغان دولت بېړنیو اړتیاوو ته لګول کېږي او د اوسني کړکېچ له کبله د تشې ډکولو لپاره به کارول کېږي. دا پور په لنډ مهاله توګه کولاۍ شي چې د هېواد د انفلاسیون کچې په کمېدلو، د افغانۍ د ارښت په لوړېدلو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوالي فرصتونه چمتو کېدلو کې زیاته مرسته کولاۍ شي.

د پیسو نړیوال صندوق د پور نیمګړتیاوې

په عمومي شکل د نړیوال پورونو ترشاه حتما نور مسایل وي چې له هغې ولسونه بی خبره پاتې کیږي. د پیسو نړیوال صندوق پورونه که له یوې خوا د یوه هېواد د تادیاتو د کسر ډکولو لپاره اغېزناک تمامېدای شي، بل پلو په اوږدمهال کې د همدې هېواد د اقتصادي او سیاسي لانجو زیاتېدو لامل هم ګرځېدای شي ځکه دغه پورونه دیته لاره هواروي دولتي اداری شخصي شي او په تدریجي شکل ملکی او بهرني پانګوالو لاسونو وغورزیږي. بله ستونزه د یاد هېواد په مالي fiscal  پالیسۍ کې د بدلونو ده د پیسو نړیوال صندوق ددی پور ورکولو وروسته ددی صلاحیت لري چې د یو هېواد په مالي پالیسۍ یا په بله اصطلاح د پیسو پر عرضه کنټرول ولري، سربیره پردې یاد صندوق حق لري چې د یاد هېواد په مالیه راټولو په تګلاره او سلنې کې بدلونونه راولي. سربیره پردی داسی هم ویل کیږي چې د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ اتو شتمنو او صنعتي هېوادونو چې جرمني، انګلستان، روسیه، جاپان، امریکا، ايټالیا، فرانسه، کاناډا) د ګټو لپاره کار کوي. د پوهانو په اند دا او دیته ورته کړنلارې کولاۍ شي چې د پوروړو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې معنی ولري.

پوهان وایی چې د پیسو نړیوال صندوق پورونه غریب یا پرمخ تلونکي هېوادونه دی ته اړ باسي چې نور هم د پیسو نړیوال صندوق پورې وتړل شي او دغه پورونه پوراخستونکي هېوادونه ځان بسیا کېدلو ته نه پریږدي او ددی ترڅنګ پوراخستونکي هېوادونه دیته اړ باسي چې په خپلو اقتصادي او نورو پالیسیانو کې بدولونونه راولي پرته لدې چې د مختلفو هېوادونو اقتصادي حالت، د سوداګرۍ چاپیریال او کلتوري توپیرونه په نظر کې ونیسي او د پالیسیو سمونونه پرې پلي کړي.

د پیسو نړیوال بانک څخه د پور اخستونکو هېوادونو تجربې

پاکستان یو له هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د پیسو نړیوال صندوق د پور له کبله له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی او دا مهال یې له دغه صندوق کابو ۱٫۴ میلیارد ډالر اخیستي او  ۶ ميليارده نور پور چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق څخه غوښتې و هم تير کال د یاد صندوق لخوا منظور شو، د یاد هېواد  پولي واحد خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د توکیو د بیو د لوړوالي لامل ګرځېدلی، خو د پاکستان برعکس، هغه هېوادونه چې له دې صندوق یې پور نه دی اخیستی یا یې که اخیستی ژر یې بېرته ورکړی، اقتصادي وده یې ډېره شوې ده او ډېر پام یې پر کورنۍ پانګونې ورټول دی چې ترکیه او مالیزیا ددې غوره بیلګې کیداۍ شي.

که د بحث پای ته راشو، افغانستان ډېرې طبیعي زېرمې او ښې کرنیزې ځمکې لري. که له خپلو کورنیو سرچنو په سمه توګه ګټه واخیستل شي او کورني پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زړونه ښه کړي، دا هېواد ژر پر ځان د بسیا کېدو جوګه کېدای او د نړیوالې ټولنې یا کوم هېواد ته د مرستې د لاس له غځولو راګرځول کېدای شي.

افغانستان ته د پیسو د نړیوال صندوق په ګډون، د نړیوالو قرض ورکوونکو ادارو پور هغه مهال ګټور او اغېزناک تمامېدای شي چې په دې هېواد کې سیاسي ټیکاو، عدالت، شفافیت او امنیت وای.

په افغانستان کې د حکومت او پارلمان دواړو مسؤلیت اوس دا دی چې د پیسو نړیوال صندوق د پور ټول منفي او مثبت اړخونه سم وشاربي، پر ټولو شرطونو یې معقولانه غور وکړي او بیا یې وسنجوي چې ایا دا پور د هېواد په ګټه دی او که په زیان. خو تر دې زیات اړین لا دا دی چې ددې پور په مصرف باندې پوره څارنه  وشي او اجازه ورنکړل شي چې د فساد ښکار وګرځي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *