آنلان سمینار لنډ راپور

لنډ راپور:

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز په نوښت د کرونا وباء پر وړاندې د علماوو غبرګون تر سرلیک لاندې علمي سمینار د زوم اپلیکیشن له لارې په آنلاین بڼه ترسره شو. په سمینار کی لومړی د مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي میلمنو او ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د پرانستې وینا په ترڅ کې یې د ورته مسایلو په برخه کې د علماوو د ونډې په ارزښت خبرې وکړې.

لومړی ویناوال د افغانستان د علماوو علمي مجمع غړی او په کابل کې د عبدالرحمن جامع مسجد خطیب مولانا عبدالسلام عابد و چی د کورونا په وړاندی د افغانستان د علماؤ دغبرګون  او هلو ځلو په اړه یی خبری وکړی. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:

هېواد کې د کرونا وباء خپرېدو سره د هیواد جید او مطرح دیني علماوو د روغتیا وزارت سره ناسته ترسره کړه او د هغوی تشویشونو یې واورېدل، په همدې اساس اولنۍ ګام چې علماوو پورته کړ هغه د یوې ۳۵ مخیزې فتوی صادرول وو.

د وباء راتګ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې، د جماعت لمونځ، د درمنلې په اړه، هغه کسان چې د کرونا وباء له امله ومري د هغوی د غسل او تکفین او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د افغانستان علماوو د شریعت په رڼا کې لارښوونې ترسره کړې او په لیکلې بڼه یې ټولو ولایتونو ته ورسولې. او علماوو د کرونا وباء مخنیوي لپاره له مختلفو اړخونو سره ناستې ترسره کړې.

د پروګرام دویم ویناوال په کویټ کې د افغانانو اتحادیې بنسټ اېښودونکی او د قرطبه اسلامي انسټیټیوټ استاد دوکتور انوار الله لودین وو. نوموړي په عربۍ نړۍ کې د کرونا وباء پر ضد مبارزه کې د علماوو ونډې په اړه وویل: په عراق، کویټ، عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن او فلسطین کې د کرونا وباء راتګ سره په یادو هېوادونو کې علماوومناسبی فتوا ګانی صادری کړی او عامو خلکو ته یې پکې لازمی لارښوونې ترسره کړې چی په هغو کی په مساجدو کې د جماعت لمونځ نه اداء کول هم شامل و.

د سمینار درېیم وینا وال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلی دوکتور رفیع الله عطاء و چی د اسلامی تعلیماتو او اسلامی تاریخ په رڼا کی یی د کرونا څخه د بچ کیدو په لارو چارو خبری وکړی. هغه وویل چی مونږ د قرنطین اساس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هدایاتو کی بیا مومو او د خوف له وجی په جومات کی فرضی او د جمعی لمونځونه هم مؤقت ډول بندیدای شی.

د سمینار په وروستۍ برخه کې ګډونوالو یو شمېر پوښتنې مطرح کړې چې د یادو میلمنو لخوا ور ته ځوابونه وویل شول. پروګرام مازدیګر په 5:30 دقیقو د دوکتور رفیع الله عطاء صیب لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *