د CSRS د علمي بورډ نوبتي ناسته ترسره شوه

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ نوبتي ناسته د روان کال سرطان میاشتې په ۲۴ نېټه دایره شوه.

غونډې ته لومړی د CSRS د تېرو درېیو میاشتو فعالیتونو راپور د امان الله کاکړ له خوا وړاندې شو چې د ارزولو وروسته وستایل شو او د بورډ غړو د فعالیتونو لا ښه والي په اړه یو لړ سپارښتنې هم ترسره کړې.

د غونډې په دویمه برخه کې د مرکز مطالعات راتلونکو نهو میاشتو کاري پلان د مرکز د رئیس لخوا وړاندې او تفصیلي بحث  ورباندې ترسره شو او د تائید وړ وګرځېد.

د سپارښتنو په برخه کې د علمي بورډ غړي ډاکتر وحید الله مصلح د مرکز د آنلاینو سمینارونو ستاینه وکړه او هغه یې کامیابه او په وخت تجربه وګڼله. ښاغلي مصلح وویل، چې د کرونا وباء نه وروسته دې هم دا ډول برنامې جاري وساتلی شي.

د علمي بورډ بل غړي دوکتور عبدالصبور فخري صیب وویل چې د اسلامي ارزښتونو څخه د دفاع په برخه کې ترسره کېدونکو برنامو چاپي اړخ ته دې هم پاملرنه وشي.

استاد محمد زمان مزمل سپارښتنه وکړه چې د سولې په اړه دې مختلفې تحقیقي برنامې په لاره واچول شي او په میکانیزمونو دې کار وشي، ترڅو د سولې لپاره یو مسیر وټاکل شي.

د CSRS د علمي بورډ رئیس محترم دوکتور مصباح الله عبدالباقي بیا سپارښتنه وکړه دا چې د سولې په برخه کې یو لوری طالبان او بل افغان دولت دی نو د بین الافغاني خبرو اترو بحث غني کول پکار دي، ترڅو په ارزښتونو خبره وشي چې په بین الافغاني خبرو اترو کې کوم اړین موضوعات باید د بحث لاندې ونیول شي. او هېواد ته د سولې راوستلو په برخه کې اړوند لورو ته د اندېښنو کمولو او کامیابو خبرو اترو لپاره اړینې مشورې او وړاندیزونه وړاندې کړي.

په آخر کې د بورډ غړي او د پارلمان وکیل حمید الله حنیف د مرکز د مشرتابه څخه مننه وکړه چې په مناسب وخت کې یې د معارف په نصاب کې د دیني او وطني ارزښتونو څخه علمي دفاع وکړه. نوموړي زیاته کړه چې یاده موضوع په پارلمان کې تر بحث لاندې ده او ډېر ژر به مثبت نتائج ورباندې مرتب شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *