د سولې اړوند پرمختګونه، ولسي غوښتنې، فرصتونه او خنډونه
لیکنه: انجنیر نظر محمد مطمئن
د سولې اړوند پرمختګونه:
د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو کال او نږدې ۵ میاشتو؛ مخامخ خبرو وروسته، د مذاکراتو په جریان کې له خنډونو او ستونزو سره سره د 2020 کال فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې “افغانستان ته د سولې راوستلو تړون” د ملا عبدالغني برادر او ډاکټر زلمي خلیلزاد ترمنځ لاسلیک شو.
د فبروري پر ۲۹مه، په کابل کې د امریکا متحده آیالاتو / ناټو غړو هېوادونو او افغان حکومت ترمنځ “افغانستان ته د سولې راوستلو ګډه اعلامیه”، ډاکټر محمد اشرف غني د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو له عمومي منشي سټولټنبرګ سره لاسلیک کړه.
د مارچ پر ۱۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د امریکا متحده آیالاتو او طالبانو ترمنځ تړون، امریکا متحده آیالاتو او افغان حکومت ترمنځ ګډې اعلامې په ملاتړ او تائید پرېکړه لیک ومانه.
د ډاکټر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د پایلو پر سر جنجال پای ته رسېدل او بالآخره د ملي پخلاینې د عالي شورا جوړېدل او عبدالله یې مشر کېدل بل ښه پرمختګ و.
په کوچني اختر کې ۳ ورځې (۲۴ تر ۲۶مئ ۲۰۲۰ کال) او بیا ځل لوی اختر کې ۳ ورځې (۳۱ جولای ۲ اګسټ ۲۰۲۰) اوربند او د جګړې کمښت، د افغان حکومت لخوا د ۵۱۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو لخوا د ۱۰۰۵ دولتي بندیانو خوشې کېدل، د سولې دودیزې مشورتې لویې جرګې لخوا د طالبانو له غوښتنې او ټینګار سره د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خوشي کېدو پرېکړه، او هغوی چې له طالبانو سره د تړاو په تور بندیان دي، خوشې کېدو غوښتنه ښه پرمختګ و.
که څه هم د امریکا- طالبانو د تړون ۵ میاشتې تیرې شوې، له تړون وروسته ۱۳۵ ورځو کې د امریکا لخوا په افغانستان کې ۵ پوځې اډې پرېښودل، له ۱۳ زرو څخه د خپلو پوځیانو شمیر ۸۶۰۰ ته راکښته کول، د طالبانو او امریکا ترمنځ د اتصال ډله چې کله سرغړونه کېږي، یو بل ته پر وخت خبر ورکول هم پرمختګونه دي.
د سولې په وړاندې فرصتونه:
داچې د بندیانو د خلاصون بهیر له ځنډ او خنډ سره سره به ژر بشپړ شي، پکار ده چې بین الافغاني خبرې ډیر ژر پېل شي.
د افغان حکومت او افغان سیاستوالو لخوا په تفاهم، له طالبانو سره مذاکراتې ډله کار پېل کړي، داسې نه چې د مذاکراتي ډلې مخالفت ځینې لوی او قوي سیاسي ګوندونه وکړي.
د راتلونکي نظام بڼې باندې بحثونه ډېر جنجالي نه شي، د بېلګې په ډول طالبان پر امارت ډېر ټینګار وکړي، او د افغان حکومت + سیاستوالو ډله پر جمهوریت ټینګار ته دوام ورکړي. ښه به وي چې په یو معتدل نظام او د نظام بڼې “د افغانستان اسلامي دولت” باندې توافق ته ورسیږي.
د ۲۰۱۴ ز کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال او بیا دواک په لومړيو وختونو کې به ډاکټر اشرف غني ویل، که سوله کېږي له خپل واک به ورته تېر شي، مګر اوس ښکاري چې غواړي ۴ کاله نور هم په واک کې پاتې شي. که مذاکراتي ډلې پر لنډ مهاله، سرپرست او یا هم کوم بل ډول حکومت توافق کوي، په کار ده چې ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله یې مخالفت ونه کړي. همدارنګه په کور دننه د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو اجماع رامنځته شي چې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي.
د اوربند مسئله پيچلې ده، که چیرته لومړی د نظام پر بڼې ښکېل اړخونه توافق ته ورسیږي، بیا د اوربند مسئله هم شوني ده.
د سولې اړوند ولسي غوښتنې:
دواړه لوري (طالبانو او افغان حکومت) د بین الافغاني مذاکراتو لپاره بېړه نه لري، په کار ده چې د ولس په خاطر بېړه وکړي، او پر ښکېلو لورو یې ولسي، سیاسي او نړیوال فشار واچول شي.
پکار ده چې نړیواله ټولنه پر ښکېلو خواوو فشار زیات کړي چې د طالبانو – امریکا او کابل – امریکا/ناټو تړون کې شوې ژمنې عملي کړي.
نړیواله ټولنه او افغان ولس پر ښکېلو لورو فشار راوړي چې د ښکېلو لورو ترمنځ جګړې او مرګ ژوبله کمه شي.
داسی یوې کاري ډلې ته اړتیا برېښي چې د بین الافغاني مذاکراتو د بن بست پر مهال له دواړو لورو سره په ناپېیلي ډول کار او د ښکېلو اړخونو تفاهم ته زمینه برابره کړي.
دا چې لا هم په افغانستان کې محدود شمېر بهرني اسلامپال جنګیالي ښايي شتون ولري، نړیواله ټولنه باید هغوی ته د ژوند مناسب او وړ چاپیریال او ځای برابر کړي.
د سولې په وړاندې خنډونه:
د جمهوریت تر نوم لاندې ډیکټاور نظام، او د سولې په وړاندې د خنډونو او بهانو لټول لا هم جریان لري.
د افغان سولې، بین الافغاني خبرو اړوند د امریکا او اروپایي ټولنې متضادې اجنډاوې؛ اروپایي ټولنه په کلکه په افغانستان کې د جمهوریت نظام بقاء او د ډاکټر محمد اشرف غني له حکومت څخه ملاتړ کوي، مګر امریکا په افغانستان کې د ټولو افغانانو په خوښه راتلونکي اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ بې باوري لا هم پر خپل ځای پاتې ده، د تړون له ژمنو څخه په ځینو مواردو کې امریکایانو سرغړونه کړې، او پر طالبانو هم پړه اچول کېږي چې جګړو ته یې زور ورکړی. او تر دې مهاله، د ښکېلو لورو لخوا پر جګړې او تاوتریخوالي ټینګار، د سولې بهیر ته ګواښ دی.
مهمه داده چې افغان حکومت هغو سېمو کې نوې پوستې جوړوې چې ډېر کلونه د طالبانو تر واک لاندې وې، د طالبانو لخوا پرې بریدونه او مرګ ژوبله، دا هرڅه ددې لپاره چې نړیوالو ته وښودل شي چې تاوتریخوالی زیات شوی.
د طالبانو او افغان دولت ترمنځ لا هم بشپړه بې باوري شته، او طالبان نه دي چمتو چې د افغان حکومت په مشرۍ له افغان سیاستوالو سره بین الافغاني مذاکرات پيل کړي، بلکې افغان حکومت د مذاکراتو پر مهال یو جهت ګڼي، په داسي حال کې چې ډاکټر محمد اشرف غني ټینګار لري چې د حکومت په مشرۍ دې له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات مخکې یوړل شي، همدارنګه د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ بې باوري او د حکومت د وېش او ونډو پر سر لا هم ناندرۍ شته.
د امریکا سپینې ماڼۍ، بهرنیو چارو وزرات او سي آی اې، پنټاګون متضادي تګلارې؛ سپینه ماڼې او بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې پلوي مګر سي آی اې او پنټاګون لا هم د افغان حکومت کلک ملاتړ او جګړې پلوي کوي.
د ځینو ګاونډیو هیوادونو ناسمه لاسوهنه، ایران او هند طالبانو ته د ډېر واک ورکولو سره مخالف دي، او پاکستان هم په افغان سوله کې خپل امتیازات (پر ډیورنډ کرښې معامله) په نظر کې نیسي.
که د امریکا – طالبانو ترمنځ د تړون څخه سرغړونې په راتلونکې کې کیږي، پرته له شکه د افغان سولې بهیر به لا زیات ټنکی کړي.
داسې نظریه چې طالبان دې بې وسلې او په حکومت کې ور ګډ شي، دا ستونزمنه مسئله ده، ښه به وي چې د طالب جنګیالیو لپاره، له خپلو وسلو سره وړ ځای او چاپیریال په نظر کې ونیول شي.
د امریکا دوه مخې او د غچ اخیستنې نظریه، لکه چې پخواني شوروي اتحاد چې عملي کړه، که امریکا د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او له افغان ولس څخه د غچ اخیستلو فکر لري، بیا نو بین الافغاني خبرې بې پایلې دي.
په افغانستان کې د لویدیځ په خوښه ۱۸ کلنو لاسته راوړنو څخه چې ځینې یادونه کوي، د ډیموکراسۍ او لویدیځ په خوښه بشري حقونو اړوند مسایل، ستونزمن دي، نړیوالو ته په کار ده چې په افغانستان کې اسلامي او افغاني ارزښتونه د راتلونکي اسلامي نظام سره ومني.
د نشه یي توکو قاچاق نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د ټولو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ دی، او سوله ييز افغانستان نه یوازې د هند، ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا، اروپایې ټولنې، روسیې، چین او امریکا بلکې د سیمې او ټولو هیوادونو په ګټه دی.
که څه هم د امریکا- طالبانو د تړون ۵ میاشتې تیرې شوې، او امریکایي پوځیان تر هغه وخت پورې په بشپړ ډول له افغانستان څخه و نه وځي، تر څو چې د افغانانو خپلمنځي سیاسي جوړجاړی نه وي شوی، په کار ده چې افغان مشران د خپلو شخصي غوښتنو او ګټو پر ځای د ولس غوښتنو او ملي ګټو ته ترجیح ورکړي، او تر اپریل ۲۰۲۱ مخکې سیاسي جوړجاړي ته خپلو منځو کې ورسیږي.
د افغان حکومت لخوا د خوشې شویو طالب بندیانو بیا ځل په نښه کول، چاپې پرې وهل او ویشتل، د خلاصېدو پر مهال، په کلیو کې د هغوی د هر کلي مراسمو باندې بریدونه، دا ډول په هېواد کې دننه او په ځانګړې توګه کابل کې د سولې غوښتونکو کسانو هدفي وژنې، د سولې پر بهیر ناوړه اغېز درلودلی شي.
د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال به د امنیتي ادارو، قضاء او اقتصادي ادارو د وېش پر سر هم جنجال او ستونزې وي، ښه به وي چې په دې برخه کې ښکېل اړخونه زغم او انعطاف وکړي.
د سولې مشورتې لویې جرګې دا پرېکړه (۹ ا ګسټ ۲۰۲۰) چې د بین الافغاني خبرو له پېل سره دې سم په ټول هېواد کې اوربند وشي، ډیر عملي نه ښکاري، په کار ده چې د افغان حکومت + افغان سیاستوالو مذاکراتي ډله د یادو مسایلو اړوند ژور فکر وکړي، داسي لاره ورته پيدا کړي، چې ښکېلو اړخونو ته د منلو وړ وي.
او بالآخره د حکومت لخوا په لوړه کچه پراخ مالي فساد او په ادارو کې” اختلاس، فساد او اخلاقي فساد” د سولې مخ کې لویه ننګونه ده.
پایله:
بین الافغاني مذاکرات دې ډېر ژر پېل شي.
د حکومت او سیاسي ګوندونو ګډ پلاوي باندي دې توافق وشي، او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دې چمتو واوسي.
د راتلونکي نظام پر سر دې د ښکېلو لورو لخوا ډېر جنجال نه، بلکې وړ حل لاره ورته پیدا او توافق وکړي. اوربند او تلپاتې سولې ته دې زمینه برابره شي.
د امریکا/ناټو پوځیانو تر وتلو وړاندې (اپریل ۲۰۲۱) دې ښکېل لوري سیاسي جوړجاړي ته ورسيږي او د دوی ترمنځ دې د تلپاتې سولې او په هېواد کې د راتلونکي نظام تړون لاسلیک شي.
ولسونو او نړیوالو ته په کار ده چې په افغانستان کې د لوړ پوړو دولتي کارکوونکو لخوا د مالي فساد مخنیوي کې له جدیت څخه کار واخلي.