د سولې په راوستو کې د ولس ونډه، او تل پاتې سوله

د سولې په راوستو کې د ولس ونډه، او تل پاتې سوله تر عنوان لاندې د ښاغلي دکتور مصباح الله عبدالباقي د خبرو لنډیز:

ولس چا ته ویل کیږی؟

أ – ټول هغه مؤثر جهتونه چې په خلکو کې ځای لري او  خلک پرې اعتماد کوي؛ د ولس برخه حسابیږی. یوازی هغه خلک ولس نه بلل کیږي چی زور، ځواک او پیسی ورسره وي، او خلک یې له ویری خبره مني.

ب – د ولس هغه خاموش اکثریت چې د سیاسي لوبو څخه بې زاره دی، مګر سولې ته لیواله دی.

ج-  هیله دا ده چې هېڅ یو جهت (هغه که حکومت وي او که طالبان) په یوازې ځان ددې ادعاء ونه کړي چی هغه ملت تمثیلوي، له همدې امله مونږ باید کوښښ وکړو چی د سولې په بېلا بېلو برخو کې د ملت مؤثر جهتونه همکار او سهیم واوسیږي ترڅو چې د سولې پروسه کامیابۍ ته ورسیږي.

ولسي ونډه څه معنی لري؟

لومړی: د سولې کومه شوری چې د دولت په کچه رامنځ ته شوې ده، هغه باید په واقعي شکل د ولس غږ منعکس کړي.

دویم: دا شوری باید یوازې د دولت له لوري د معرفي شوو کسانو څخه جوړه نه وي، بلکه په ټولنه کې مقبولیت درلودونکي علماء، پوهان، او داسې قومي مشران چې په ټولنه کې وزن ولري، په دې شوری کې ګډون ولري.

درېیم: په سوله کې باید د بون تجربه تکراره نه شي، چې سیاسي قدرت د یو دوه جهتونو ترمنځ د تقسیم قضیه مطرح شي، او بیا هغه فیصله په ملت تحمیل شي، چې د هغې په نتیجه کې بیا شخړې او ګډوډۍ ایجادېدلی شي.

څلورم: په بین الافغاني خبرو اترو کې باید په کلیدي مواردو لکه: د عبوري مرحلې، د نظام نوعیت، د طالبانو د راتګ عملي شکل به څرنګه وي، باندې په تفصیل خبره وشي، او نور تفصیلي قضایا باید په دې خبرو اترو کې بحث نه شي (لکه خارجه پالیسي، اردو او فوځ، اجباري مکلفیت، تعلیمي نظام، تجارت او داسې نور. دا ځکه هر څومره چې خبرې تفصیلي کېږي مسائل پیچیده کیږي او نتائجو ته رسېدل پکښې پیچلي کېږي، او هر څومره چې خبرې اوږدیږي هومره پکښې د لاسوهنې فرصتونه زیاتیږي، او د ناکامۍ چانسونه یې زیاتیږي، او دویم دا چې دا لږ خلک د ولس رایه او نظر نه شي منعکس کولی) بلکې زیات په میکانیزمونو باندې باید بحث وشي او تفصیلي قضایا بیا د هغه میکانیزمونو له لارې حل شي. د بیلګې په توګه په دې اتفاق وشي چی مونږ په افغانستان کې یو اسلامي نظام غواړو چې د خلکو د رأیو او باور په نتیجه کې رامنځ ته شوی وي، خو ددې عملي صورت به څرنګه وي، دا باید د اساسي قانون تعدیل ته پرېښودل شي، او هغه لپاره میکانیزم وټاکل شي چی څرنګه باید پکښې تعدیل راوړل شي، همدا اوسنی میکانیزم چې په اساسي قانون کې پیشنهاد شوی دی، همدا درست دی، او که کوم بل میکانیزم پشنهادیږي هم کومه مشکله خبره نه ده.

پېنځم: داسې قضایا چې هغه اجتهادي قضایا وي، او د اسلامي امت علماء پکښې متفاوت نظرونه لري، په داسې قضایاوو کې باید په یو اجتهادي نظر د تحمیلولو اصرار شاید قضایا د بن بست لور ته یوسي، نو په داسې قضایاوو کې د ملت د علماوو او پوهانو هغه نظریاتو ته اهمیت ورکول هم د ولس د ونډې یو مظهر دی. د بېلګې په توګه یو شمېر مولوي صاحبانو سره دا تصور دی چې ګویا د هېواد د زعامت د انتخاب لپاره د خلکو رأیو ته مراجعه کول درست نه دي، او دا د څه غلط فهمیو په نتیجه کې تحاکم الی الطاغوت ګڼي، حال دا چې د امت بې شمېره علماء دا کار د اسلام د روح سره متناسب ګڼي.

شپږم: د سولې په راوستلو کې د ولس یوه بنسټیزه ونډه دا هم ده چې د ولس له متن څخه د راټوکېدلو جریانونو څخه داسې یو درېیم ګړۍ جهت وجود ولري، چې د خبرو اترو څارنه وکړي، د اړتیا په وخت کې منځګړیتوب، د مشکل په وخت کې مشوره، او تعنت او عناد په وخت کې فشار وارد کړي، په بشپړ ډول د خبرو اترو په جریان کې وي، ټول جریانونه د خلکو او ولسونو سره شریک کړي، او هر څوک چې مشکل ایجادوي، لومړی یې د اصلاح کوښښ وکړي، او که نتیجه ورنکړي نو د ولسونو سره یې خبره شریک کړي، او د ولسي فشار له لارې پرې خبره ومني.

اووم: د خبرو اترو د بې ځایه اوږدولو د مخنیوي لپاره کار او فعالیت کول، او کوم لوری چې وغواړي چې بې ځایه د خبرو د بې ځایه اوږدولو کوښښ وکړي، پر هغه باندې ولسي او ټولنیز فشار وارد کړی شي.

اتم: دا درېیم ګړی جهت باید دې ته متوجه وي، چې که د سیمې او نړۍ استخباراتي شبکې په خبرو اترو د اغېز کوښښ وکړي، دا هم د ټولنې د خلکو سره شریک کړي، او د مخنیوي لپاره یې هڅه وکړي.

نهم: د تفاهم نامې له لاسلیک نه وروسته د دې څارنه کول چې د تفاهم نامې ټول بندونه په عادلانه توګه تطبیق شي.

د ولس ونډه څومره مؤثریت لري؟

حقیقت دا دی چې یوازینۍ مؤثره وسیله ولس او ټولنې ته مراجعه کول دي، او د سولې د داعیې تر شا د ولس درول دي، مخکې چې په افغانستان کې د سولې او استقرار څومره هڅې ناکامې شوي دي، د هغوی ټولو بنسټیز لامل دا وو چې د مسلحو ډلو له لوري ولس د تهدید لاندې نیول شوی وو، له همدې امله په هغه وخت کې چی هر نظام رامنځ ته شوی دی، چون په ملت کې یې رېښې نه درلودې نو دفاع یې ترې نه ده کړې.

اوس هم که ولس په هغه نظام باوري نه وي چې ددې خبرو اترو په نتیجه کې به رامنځ ته کېږي، نو د ولس مؤثرې پرګنې به یې ترڅنګ نه وي ولاړې او بیا چې هر څوک د هغې په مقابل کې راولاړیږي، ملت به یې په اړه بې تفاوته وي، مګر که ملت يې تر څنګ ودرېده نو د ټولنې هر مؤثر قشر به ترې دفاع کوي، او نظام به په مستحکمو پایو و دریږي.

د ولسي کار او ولسي فشار وسائل

  • د سولې په اړه د ولسي کار او د ملت د تأیید د ترلاسه کولو لپاره د ټولنې مؤثر او بې طرفه وګړي د مؤثر تشکل په لیکو کې را ټولول.
  • ددې تشکل له لوري د ټولنې له مؤثرو قشرونو، سره نږدې اړیکې ساتل او هغوی متحرک کول، او په پرله پسې توګه د سولې په اړه د هغوی د متحرک ساتل.
  • د سولې په اړه رسنیز فعالیتونه او له رسنیو سره مرکې، په سوشل میډیا کې قوي کمپاینونه، د سوشل میډیا لپاره قوي ټیم برابرول او هغه فعال ساتل.
  • د سولې د ټینګښت په موخه د افغانستان په کشاله کې د دلچسپي لرونکو او ښکېلو بهرنیو هېوادونو له سیاسي نمائنده‌ګیو سره اړیکې او لیدنې کتنې.
  • مظاهرې، لاریونونه، سیمینارونه او ډول ډول ابتکاري پروګرامونه، چې د ملت، نړۍ او رسنیو توجه راجلب کړي، او له دې لارې د سولې په اړه د ولس غږ خلکو ته ورسیږي.
  • د سولې لپاره د دواړو مرکچي پلاوو سره د نږدې اړیکو ساتل، هغوی سره د همکارۍ، مشورو، منځګړیتوب، د علمي نظرونو د شریکولو، او د خبرو اترو د شفاف ساتلو په موخه له ولس سره د پرمختګونو د شریکولو په موخه، له علماوو او پوهانو څخه یو ټیم ټاکل ترڅو د خبر اترو د بهیر څارنه وکړي.

الله تعالی دې دا روانې هڅې افغانستان ته د سولې راتګ په لړ کې مؤثرې تمامې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *